انځور: خواله رسنۍ

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۷)؛ د ظلم په تنور کې

که څه هم د دې او مېړه تر منځ يې ژوند ډېر ښه نه و، خو که به دې دا وليدله نو فکر به دې کاوه چې ښايي يو خوشاله ژوند به لري او پر خپل مېړه به ډېره ګرانه وي ځکه د دې ښکلو ښايسته شنو سترګو، سپين د څوارلسمې د سپوږمۍ په څېر پړکېدونکي مخ او ښايسته قدوقامت پر ليدونکو ډېر اغېز کاوه او د دې اغېز له وجې به ښايي زما په شمول ډېرو دا فکر کړی وي چې د دومره ښايسته ښځې مېړه به د دې ډېر خيال ساتي. سره له دې چې دا په ډېر جذاب ډول ښايسته وه، په همدومره اندازه کارنده او د کور پالونکې هم وه. ما به تل له خپلو خویندو اورېدل چې دې کور سخت پاللی دی، پر يوه مهال ډېر څه کوي، نه يوازې دا چې د خپلو اولادونو او مېړه خدمت کوي، يوه غوا پالي، د کور ټول کار سمبالوي او له بله اړخه يې مېړه ډېری شپې له ګڼو مېلمنو سره راځي خو دا په ډېره حوصله د دې هر څه خدمت په ډېر ښه ډول کوي.

ښايي د هر لوستونکي او اورېدونکي به دا فکر وي چې د دومره لويو خدمتونو له کبله به يې مېړه ډېر منندوی وي، مګر متأسفانه نه دی. مېړه يې په دې نه پوهېږي چې بخت يې ډېر ښه دی او ټول کور يې  د يوې ډېرې ښايستې شهزادګۍ په کمال سمبال دی او د دې هر څه له وجې دی ډېر ښه ښکاري او هم يې په ټولنه کې عزت خوندي دی. له بده مرغه چې له ده سره د دې نعمتونو هيڅ احساس نه و او دا احساس ‎يې نه درلود چې يوه ښځه يې له خپل ټول کمال سره خدمت ته ولاړه ده، تر دې وروسته نو پر ده ډېر حق لري او بايد دی هم د هغې ژوند او غوښتنو ته پام وکړي مګر نه، د ده له لوري به يې ځواب لغتې، وهل، ټکول، سپکول او تر بې حده وحشي اندازې وهل و. دا وهل به هم صرف يو ورځ نه و، بلکې دا د هرې ورځې کيسه وه او د هرې خبرې تاو به يې تر دې کېښ. تر دې چې اخر به کله – کله د دې ډېرې باحوصله ښځې حوصله نوره هم تمامه شوه او د ظلم دا زړه بوږنوونکې کېسې به يې ګاونډيانو ته وکړې. هيله به يې وه چې ښايي يو څوک ورسره مرسته وکړي، مګر د دې له توره قسمته د ښځې وهل د دې ټولنې د خلکو تر منځ کوم عيب نه بلل کېږي او په دې توګه به د دې هغه هڅه هم ناکامه وه.

زما یادیږي هر وخت چې به مې د کور ښځې ورغلې، ما به ترې پوښتنه کوله چې څرنګه وه؟ د هغوی به تل يو ځواب دا و چې پر لينګي، يا هم لاس، يا هم مخ او يا هم د بدن بله برخه يې داسې خوږه وه او د وهلو اثار پرې و. زه به د دې سړي ټولنيز تظاهر ته حيران وم. هغه څوک چې له يوې لويي ږيرې او لويي پګړۍ سره به د جومات په لومړي کتار کې ولاړ و، په کور کې تر ده ظالم نه و. ښايي د ده د ژوند په فلسفه کې به پر ښځې ظلم کول يو اصل وي او دی به په دې نظر وي چې ښځه يې که څه هم انسان دی، خو دی يې مالک دی. زه به حيران وم چې دا کس خپل وجدان او ضمير ته پر خپله ښځه دا دومره ظلم څرنګه توجيه کوي؟

دې سړي په رښتيا هم شکر نه کيښ، په همدې ناشکرۍ کې يې د خپل يو څه کامياب کاروبار په غرور کې فيصله وکړه چې دويم واده کوم. د لومړۍ ميرمنې لپاره يې دا يو سخت حالت و او له هغې سره له نورو ټولو ظلمونو سره – سره يو بل لوی ظلم و. ښايي هغې به د ده ټول پخواني ظلمونه له دې وجې هم زغمل چې هسې نه دويمه ښځه راباندې وکړي. زموږ په ټولنه کې د نارينه له لوري د دويمې ښځې مطلب دادی چې نور نو لومړۍ ښځه د مېړه پر وړاندې د مړې په څېر ده او د هغې حيثيت ورسره په بشپړه توګه ختم دی، ان که د يوې خادمې په توګه هم ترې کار واخلي، لا به هغه لومړنۍ ښځه خوشاله وي.

دويم واده يې وکړ، يوه داسې ښځه يې وغوښته چې په هيڅ ډول يې د لومړۍ ميرمنې ځای نشوای نيولای. نه پوهېږم د ده به توقعات ترې څه و، خو دويمې ښځې ته د حيثيت ورکولو په خاطر يې ډېرې چارې هم هغې ته وسپارلې، په خپله به هم ټول وخت له هغې سره و او د ده تمه دا وه چې تر دې وروسته کور همدا سمبال کړي، زه چې مېلمانه راولم، د هغو خدمت هم دا وکړي او په دې توګه لومړۍ ميرمنه له دې منځه بيخي وباسي. مګر هغه د لومړۍ ميرمنې په څېر اخلاصمنه نه وه او نه يې هم دومره کمال درلود چې د دې ټول کار بوج په هغه ډول واخلي لکه هغې چې اخيستی و. ده ته خو د لومړۍ ميرمنې له وجې هر څه بشپړ رسېدل، ده فکر کړی و چې دا هر څه خو ډېر ساده دي، دويمه يې ښايي تر هغې په ښه ډول وکړي مګر ډېر ژر ورته څرګنده شوه چې د هغې کمال په بله يوه کې نشته.

له همدې وجې يې له دويمې ميرمنې سره اړيکې سړې شوې، جنجالونه يې هم ورسره راپورته شول او په دې توګه په خپله د ده لپاره هم کور په دوزخ بدل شو ځکه نه يې له لومړۍ ميرمنې سره ښه چلند کړی و، نه له دويمې ميرمنې راضي و او له اولاد سره خو يې هسې هم تر سوک او څپيړې هاخوا بله خبره نه کوله. د ده له دويمې ميرمنې سره د ده اخښيان (د دويمې ميرمنې وروڼه) هم د ده کور ته ډېر تلل او راتلل او په دې ترڅ کې يې يوه اخښي د ده د لومړۍ ميرمنې له لور سره اړیکې جوړي کړې او ويې تښتوله. دا نو په ټولنه کې د ده پر ټولنيز حيثيت هم يو ګوزار و او همدا راز د ده هغه ټولنيز تظاهر هم ورسره ډېر زيانمن شو چې ده به ښود او ځان به يې پکې د جومات له لومړي کتاره نه وروسته کاوه.

په دې سره نوموړی له سخت کشمکش سره مخ شو، ښايي اروايي حالت يې هم ډېر خراب شوی وي خو په دې لړ کې يې بيرته زور تر يوې ښځې وکيښ او کومه ښځه چې ده د لومړۍ د ځایناستې په توګه راوړې وه، په يو ډول يې ملامتي هغې ته ور وګرزوله او هغه يې بيرته له خپله کوره د پلار کور ته وشړله او يوه ځوانه ښځه يې په ډېر تنکي عمر کې په بشپړه توګه بې برخليکه کړه. ايا هغه يې اوس هم ښځه ده، ايا کله به يې هم کور ته راوغواړي، د هغې راتلونکی به نور څه وي؟ او ګڼې نورې پوښتنې د يوه جابر نارينه د جبر پر وړاندې يو ځواب لري او هغه دادی چې هغه څه به کېږي چې څرنګه د دې سړي خوښه وي.

زه په ټولنه کې د ښځو دغسې مظلوم حالت هره ورځ او هره شيبه مشاهده کوم، وينم چې هغوی نه يوازې له کوره دباندې بلکې په کور کې دننه هم له خپلو انساني حقونو محرومې دي مګر له بده مرغه سره له دې چې د ښځو حقونه تر ډېره نارينه پايمالوي، مګر له دې سره – سره يې پر هغوی احسان هم دادی چې د خپلو مظلومو ښځو په څېر يې ساتلې دي.

تر څو چې د بشري حقونو په معيار د ښځو حيثيت را لوړ نه شي، په همدې کچه ملاتړي ونه مومي او په همدې سطح پياوړې نه شي، تر هغو په ټولنه کې د ښځو بد وضعيت ختمېدلای هم نه شي.