په بند کې ژوند؛ د بنديزونو په منځ کې يوازې ښځه

زهرا

د مزار شريف په يوه ګوښه کې داسې یوه ښځه چې تر طالبانو وروسته ورته چارو هيڅ نه دي پرېيښي او د خپل ځان او خپلې کورنۍ لپاره هیڅ هم نه شي کولای. دا ښځه يو وخت مدافع وکيله او حقوقي مشاوره وه او په محکمو کې يې له نارينه‌وو سره اوږه پر اوږه د خپلو مؤکلينو له حقونو دفاع کوله او د ښار په بېلابېلو برخو کې يې د ښځو لپاره د حقوقي پوهاوي رضاکارې برنامې جوړولې.

منيره سادات (مستعار) د ۱۳۹۸ پر مهال د بلخ پوهنتون له حقوقو او سياسي علومو پوهنځي فارغه شوه. دا د خپل تحصيل په څلورو کلونو کې يوه ممتازه محصله وه او کومه څانګه چې يې ويله، له هغې سره يې ډېره مينه وه. دا وايي: «د ښوونځي له وخته د نارينه سالار او نابرابر ټولنيز وضعيت شاهده وم، ما پرېکړه کړې وه چې په راتلونکي کې به يوه داسې څوک يم چې د ښځو د حقونو دفاع به کوم، که يې په هر دليل حقونه تر پښو لاندې شوي وي. له همدې کبله مې د ۱۳۸۴ کال په کانکور ازموينه کې د حقوقو څانګه انتخاب کړه.» دا د خبرو په دوام وايي چې د پوهنتون تر څنګ د بلخ د مدافع وکيلانو په انجمن کې کار زده کوونکې وه او د خپل راتلونکي لپاره يې منظمه برنامه او مشخص هدف درلود. همدا راز د دې په وينا، د ولايتونو او مرکز تر منځ چې د تمثيلي محکمې کومې سيالۍ کېدلې دا پکې له ټولو هلکانو او نجونو وړاندې وه او دې کار يې پر ځان باور زياتوه.

منيرې له پوهنتونه تر فراغت وروسته واده وکړ خو بيا يې هم د وکالت ستاژ ته مخه کړه او د ۱۳۹۹ پر مهال يې د بلخ ولايت د مدافع وکيلانو د انجمن غړيتوب واخيست. دې خپلو مسلکي او ټولنيزو فعاليتونو ته دوام ورکړ او يوه دارالوکاله يې جوړه کړه تر څو هلته وکولای شي چې له خپلې پوهې او مهارتونو په استفادې هغه څه وکړي چې ورسره لېوالتيا يې ده او هغه په محکمه کې د ښځو له حقونو دفاع ده. نوموړې دا وخت د خپل ژوند تر ټولو ښه او ځلاند دور يادوي.

د طالبانو د حاکمیت وړاندې ښځو ته په حقوقي او قضایي برخو کې ښه زمینه برابره وه، خو د طالبانو راتګ سره ټول قاضیان، څارنوالان او مدافع وکیلان په کور کیناستل او یا هم په پټه ژوند کوی. انځور: خواله رسنۍ

د وېرې او ګډوډۍ پېل

د طالبانو د لومړي مهال حکومت هم پر ښځو ګڼ بنديزونه لګولي و. لکه د شرعي محرم په نشتون کې يې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود، جبري حجاب، جبري واده، سنګسار او يو شمېر نور بنديزونه. د دې ډلې په دويم وار حکومت کې هم وضعيت ښه نه شو. طالبانو چې نظام په لاس کې ونيوه نو عمومي بښنه يې اعلان کړه؛ خو دې هم ډېر دوام ونه کړ. ذبيح الله مجاهد واک ته د دې ډلې د رسېدو په لومړيو ورځو کې وويل: «د عمومي بښنې تر اعلان وروسته، هيڅوک کورونو ته د ننوتلو، تعقيب او د خلکو د تحقيق اراده نه لري او هيڅوک بايد ونه ګواښل شي او نه هم مجازات شي. ټول د اسلامي امارت تر ملاتړ لاندې دي او هيڅوک اجازه نه لري چې د عمومي عفوې پر خلاف عمل وکړي.»

د طالبانو دې اقدام خلک يو څه ارام کړل چې ښايي وکولای شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نسبتا سولييز ژوند ولري خو د عمومي عفوې په اړه د دوی د ژمنې ماتېدل له تصوره لېرې نه و. د طالبانو غړو د عمومي بښنې تر اعلان يوه اونۍ وروسته د پخوانيو نظاميانو د موندنې لپاره کور په کور پلټنه پېل کړه. د منيرې مور وايي: «زما زوم قدير (مستعار) د پوليسو افسر و، ډېر وخت پټ و خو اخر اړ شو چې د طالبانو د نيونې له وېرې ايران ته کډوال شي. ايران ته په چاقاقي لاره ولاړ، په لاره کې له ډبرې ولوېد او ښۍ پښه يې ماته شوه.»

منيره وايي: «لکه څرنګه چې فکر کوو د ښځو لپاره فضا هره ورځ تنګېږي. يوازې مې غوښتل چې د کار فرصت راڅخه وانخيستل شي تر څو وکولای شم چې ايران ته د تلو لپاره مې د کورنۍ لګښت برابر کړم او خپل مېړه ته ورشم مګر دوې اونۍ وروسته چې د يوې قضيې د مراحلو طی کولو په موخه استيناف محکمې ته ولاړم، ومې ليدل چې هيڅ ښځه نشته. يوازې د طالبانو افراد مې وليدل چې هرې خواته ناست دي او له ميزونو او څوکيو سره عکسونه اخلي. په عجيب او غريب او توهينوونکې توګه ورسره مخ شوم او هغه ځای مې له کومې پوښتنې پرته پرېښود، پر لاره مې ستونی له ژړا ډک و.»

د ښځو پر جامو محدوديت

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ۱۴۰۱ کال د ثور پر ۱۸مه د بشپړ او جبري حجاب امر ورکړ چې زيات غبرګونونه يې راوپارول. په دې لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) د جبري حجاب او د چادرۍ، يا عبا او مخپټوني په وسيله د بشپړ حجاب حکم اندېښمنوونکی وباله.

منيره وايي: «په دا بله ورځ زه د خپل عادت بر خلاف په تور مخپټوني او حجاب کې دفتر ته ولاړم، ځکه يو مؤکل مې د حقوقي مشورې لپاره راتله. د هغې ورځې ماسپښين وخت و چې د دفتر دروازه مې سخته وټکېده. ور ووتم، ومې ليدل چې د طالبانو افراد په ټوپکونو سره دروازه وهي. سلام مې ورته وکړ او حال مې يې وپوښت، خو هغوی زما خبرو ته له پام پرته په پښتو وويل، چې له شرعي محرم پرته دلته څه کوې؟ ښځې له شرعي محرم پرته حق نه لري چې له کوره ووزي.» منيره همدا راز وايي: «له ملګرو مې چې په محکمو کې د څارنوال يا مدافع وکيل په توګه کار کوي، په ځلونو اورېدلي و چې د طالبانو افراد ښځې سياسرې او عاجزې بولي.»

تر دې وروسته منيرې هره ورځ له ځان سره خپل ورور دفتر ته بیوه تر دې چې طالبان رسما د ښځينه څارنوالانو په تعقيب راووتل؛ ځکه د افغانستان په زندانونو کې چې وړاندې کوم خلک بنديان و او د پخواني دولت د سقوط پر مهال له زندانه خلاص شول هغوی د انتقام په لټه و. دا ګواښ د قضايي څانګې ټولو کارمندانو په ځانګړې توګه ښځو ته متوجې و.

منيره وايي: «ټولو هغو ملګرو چې په قضا کې يې کار کاوه، راته وويل چې ولې مې تر اوسه دفتر نه دی تړلی او کار مې نه دی پرېيښی؟»

یو له هغو محدودیتونو څخه چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي جبري حجاب دی، حتا د لاسونو او پښو پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

کاري محدوديت او د وکالت د جواز لغو کېدل

د طالبانو سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر دويمه نېټه د مدافع وکيلانو انجمن له عدليې وزارت سره مدغم کړ. منيره وايي: «موږ ته وويل شول چې له عدليې وزارت څخه د کار د جواز تر اخيستلو پورې پر حقوقي او جزايي قضيو د کار کولو اجازه نه لرو. همدا چې د وکالت جواز مې لغوه شو نو ټولې هيلې مې ختمې شوې ځکه غوښتل مې چې تر هر ډول قيوداتو لاندې خپل کار ولرم. له تعهد سره  – سره مې دې کار ته ډېره اړتيا درلوده.» مور يې وايي چې دا له منيرې پرته دوې نورې لوڼې هم لري چې د ښوونځي په يوولسم او اتم ټولګيو کې دي او يو يې زوی دی چې د مبايل جوړولو دوکان يې خلاص کړی او له درس ويلو او ښوونځي یې خوا بده کړې ده. دا وايي چې منيره د مشرې خور په توګه تل د خپلو خويندو او کشر ورور لپاره د هڅونې او انګيزې لامل وه. اوس چې منيرې د وکالت له جواز سره – سره د راتلونکي هيله هم بايللې نو د دې خويندې او ورور يې هم بې انګيزې کړي دي.

له شرعي محرم پرته پر سفر بنديز

د طالبانو د بندیزونو له امله ښځې نه شي کولای د شرعي محرم پرته سفر وکړي. انځور: خواله رسنۍ

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر پر ۲۶مه د ښځو پر سفر چې نارينه محرم ورسره نه وي، بنديز ولګاوه. اغلې سادات وايي: «د مېړه له کورنۍ سره يې اړيکه چندان ښه نه ده.» دا نه غواړي چې په دې اړه زياتې خبرې وکړي، وايي چې د مېړه له کورنۍ سره يې اړيکې پرې کړې دي. دا د افغانستان د ټولو ښځو په څېر ځان د طالبانو د بنديزونو په بند کې احساسوي، غواړي خپله ژړا پټه کړي. «په سختۍ سره مې وکولای شول چې يو څه قرض پيسې پیدا کړم تر څو په ايران کې مېړه ته ورشم خو اوس دا کار هم نشم کولای ځکه په هوايي ډګر کې طالبان په الوتکو کې د ښځو د تلو مخه نيسي. مېړه مې ناروغ او يوازې دی خو زه هيڅ نشم کولای. فکر کوم چې د طالبانو د بنديزونو په ځنځير تړل شوې يم او داسې احساس کوم لکه بندي چې يم.»

شکيبا (مستعار) چې وړاندې يې له جی‌آی‌زيډ سره کار کړی دی، وايي: «يو څه وخت وړاندې مې غوښتل چې مور مې پاکستان ته د درملنې لپاره بوزم خو طالبانو د نارينه د نشتون له وجې اجازه رانه کړه چې په الوتکه کې کېنو.» دا وايي چې ډېر ټينګار يې وکړ چې ناروغ يې عاجل دی او بل څوک نه لري، خو طالبانو يې خبرو ته پام ونه کړ.

شيلا مددګار (مستعار) چې وړاندې يې د بلخ پوهنتون د فارسي ادبياتو په پوهنځي کې د استادې دنده درلوده، وايي چې حتا د ښار په داخل کې په راحتۍ سره تګ – راتګ نشي کولای او نه هم په ارامۍ څه اخيستلای شي. دا زياتوي چې طالبان ټکسي چلوونکو ته ويلي دي چې له محرم پرته ښځې او هغه ښځې دې نه سپروي چې مخپټونی او چادري ونه لري، کنه نو جريمه به شي. دا وايي چې وړاندې په خپل موټر کې چې په خپله يې چلاوه دندې ته تله، مګر اوس اړه ده چې په ساعتونو د سړک پر غاړه ټکسي ته ودرېږي.

دا ښځې باور لري چې د طالبانو له لوري د دوی محدودول په دې معنا دي چې دا ډله له يوې اګاه او بيدارې ټولنې وېره لري. د دوی په وينا، طالبان په دې پوهېږي چې باسواده او پرمختګپالې ښځې يوه ازاده او باخبره ټولنه را منځته کوي او له امله به يې پر داسې يوې ټولنې حکومت کول ستونزمن وي او د طالبانو حکومت دومره وړتيا او ظرفيت نه لري.