د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو بنديزونو او د کار او زده کړې له حق څخه د دې لوی قشر د بې برخې کولو له کبله، په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې له ننګونو سره مخ شوې؛ مګر لا هم ښځې د ساه کښلو او ودې کولو لپاره هلې – ځلې کوي.
د طالبانو د بنديزونو په اوج کې لا هم داسې ښځې شته دي چې هڅه کوي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د خپلو همنوعو او هغو ښځو ملاتړ وکړي چې له خپلو لومړنيو حقونو محرومې دي.
يوې بلخۍ ښځې د خپل مېړه په همغږۍ د غالۍ اوبدلو او خياطۍ په کار ځای کې لږ تر لږه د ۳۰۰ ښځو او نجونو لپاره په داسې حال کې د کار او مهارتونو د زده کړې زمينه برابره کړې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې تړلې دي او پر کار کولو يې بنديز لګېدلی دی.
دا ښځه وايي، چې د ښځو پر وړاندې د محدوديتونو په اوج کې يې د هغو مېرمنو د ملاتړ په موخه یې خپل فعاليتونه پراخ کړي چې د کور په څلور دېوالۍ کې د خپل مبهم زدکړييز راتلونکي له وجې له رواني ناروغيو کړېږي.
د دې کارځای مسوولين زياتوي: «موږ په «تاشګذر» توليدي شرکت کې د شاوخوا ۳۰۰ ښځو او نجونو لپاره کاري فرصت برابر کړی دی، تر څو هغوی وکولای شي چې له رواني ناروغيو لېرې شي او ورسره په څنګ د هغه عايد په مرسته چې لري يې د ژوند لګښتونه پوره کړي.»
د دې کارځای تر ۸۰ سلنه ډېر کارکوونکي ښځينه زده کوونکې دې چې د شپږم ټولګي تر بشپړولو وروسته يې په ښوونځيو کې پر زده کړې د طالبانو له لوري بنديز لګېدلی دی.
د دې کارځای مالي مديره مريم پدرام وايي، چې اوس مهال ۱۵۰ ښځې او نجونې د قالين ګنډلو او ۱۲۰ تنه د خياطۍ په برخه کې کار کوي او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه برابروي.
مريم زياتوي چې کومو ښځو د غالۍ اوبدلو او خياطۍ مهارت زده کړی دی، د هغوی کار ته په پام ورته مشخص حقوق په نظر کې نيول شوي دي، تر څو له دې لارې وکولای شي چې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کړي.
مريم زياتوي: «ډېری ښځې چې مېړونه يې ناروغان دي، يا هم مېړه نه لري په دې ځای کې کار کوي او موږ د يو متر اوبدل شوې غالۍ په بدل کې څلور زره افغانۍ ورکوو.»
«تاشګذر» توليدي شرکت د هيواد په شمال کې د سوداګريزو محصولاتو لکه غاليو، لاسي صنايعو او ښځينه جامو تر ټولو لوی توليدوونکی دی چې د طالبانو تر راتلو او د ښځو پر کار تر بنديزونو لګېدو وروسته يې خپل کار پراخ کړی دی، تر څو له کاره محرومو ښځو ته بوختيا پيدا کړي.
د دې شرکت مسوولين وايي، چې د نجونو پر زده کړو تر بنديز وروسته يې د ښځينه زده کوونکو د ملاتړ او کاري فرصت د ايجاد په موخه يو مرکز جوړ کړی چې اوس مهال يې ۸۰ سلنه کارمندانې له زده کړو بې برخې نجونې دي.
له تدريجي مرګه نجات
يو شمېر ښځينه زده کوونکو د دوی پر وړاندې د ښوونځيو تر تړل کېدو وروسته، يو سخت انتخاب کړی دی او غواړي چې د غاليو په قالب کې خپل مات شوي ارمانونه ولټوي.
له دې سره چې ښځې د غالۍ اوبدلو کار ځای له رواني ناخوښيو د ژغورنې او مالي عايد لپاره يو فرصت بولي، ورسره د غالۍ اوبدلو په کار ځای کې د کاري زمينې برابرېدل يو نېک فال ګڼي.
دا ښځينه زده کوونکې چې تر ۵۵۰ زياتې ورځې کېږي چې له ښوونځي محرومې دي، وايي دا چې په جبري توګه له زده کړې محرومې شوې دي او يو سخت روزګار يې تر شا پرېيښی دی، له ناچارۍ يې دې کارځای ته مخه کړې ده.
نجلا (مستعار) چې د ډاکټر کېدو ارمان يې درلود خو اوس په دې مرکز کې د غالۍ اوبدلو پر تارونو خپله ورځ تېروي، په کور کې د دې تر توان پورته د سختيو تر تېرولو وروسته يې پرېکړه وکړه چې په دې کارځای کې کار وکړي.
دا وايي، چې واک ته د طالبانو تر بيا رسېدو وروسته د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه، خو د لسم ټولګي د خلاصولو پر مهال د هيواد د ټولو نجونو په څېر د زده کړو له بنديز سره مخ شوه. د دې په وينا دې بنديز په رواني او روحي ناروغيو اخته کړې ده.
دا چې په تور پړوني يې مخ پټ کړی او اوږده توره چپن يې اغوستې او په يوه ګوښه کې د غالۍ په اوبدلو اخته ده، وايي چې له رواني ناروغيو د خلاصون په موخه يې وغوښتل چې په دې کارځای کې کار وکړي.
نجلا زياتوي: «د کور په څلوردېوالۍ کې له زده کړو پرته ژوند د تاريکې شپې په څېر و، له همدې وجې مې پرېکړه وکړه چې په دې کارځای کې ځان له تدريجي مرګه وژغورم.»
تاجور (مستعار) د غالۍ اوبدلو په کارځای کې يوه بله کاريګره ده چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو تر تړل کېدو وروسته يې پرېکړه وکړه چې له رواني ناروغيو د خلاصون او د خپل کور د لګښتونو پوره کولو په موخه غالۍ اوبدنې ته مخه کړي.
تاجور پخوا هم د غالۍ اوبدنې له مهارت سره بلده وه، په دې کارځای کې تر شپږ مياشتنۍ زدکړييزې دورې وروسته اوس په معياري او خپلواکه توګه د دې مرکز د غالۍ په اوبدنه کې برخه اخلي.
تاجور وايي، چې که څه هم په دې کارځای کې کار کول له سختيو تش نه دی او طالبان يې فعاليت څاري، خو په دې ځای کې کار کول تر کور او له ارمان پرته ژوند کولو ښه دي.
همدا راز تاجور وايي: «وېره مې درلوده چې زه به هم د نورو نجونو په څېر په رواني او عصبي ناروغيو اخته شم، له همدې وجې دې کارځای ته راغلم.»
که څه هم ښځې په دې کارځای کې له کاري اسانتيا خوښي ښيي خو د دې بهير دوام او د ښوونځيو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل پر ښځو د يوه تياره برخليک تحمليول ګڼي او غوښتنه کوي چې پر ښځو لګېدلي بنديزونه دې ختم کړل شي.
دا ښځې د هيواد په پرمختګ کې د زده کړو لرونکو ښځو رول مهم بولي او د سختدريځو بنديزونو لګول او د ښځو پر کار او زده کړو بنديز د ټولنې د اغېزناک قشر پر وړاندې يو ښځينه ځپونکی (زن ستيز) اقدام بولي.
کاريګرې نجونې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي د ښوونځيو او پوهنتونو د بندولو او د ښځو پر کار د بنديز پرېکړه دې بيرته وارزوي او د پوهي د ودې لپاره دې له تعصب پرته هلې – ځلې وکړي.
د بلخ ولايت په يوه ښوونځي کې د يوولسم ټولګي زده کوونکې مژګان چې په دې کارځای کې د ښځينه لباسونو په توليد کې بوخته ده، د طالبانو له لوري د ښوونځيو پر پرانيستلو ټينګار کوي او وايي: «د زده کړې او کار حق د ټولو لپاره د اسلام يو ارزښت دی، طالبان بايد موږ له دې حقه محرومې نه کړي.»
يوه بله کاريګره مدينه چې د نورو نجونو په څېر غوښتنه لري، وايي: «هر ډول شرايط چې طالبان غواړي موږ تيارې يو چې د هغو شرايطو په منلو ښوونځيو ته ولاړې شو خو فقط دومره دې وکړي چې ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانيزي.»
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د ښوونځيو د خلاصون او د ښځو پر وړاندې د لګول شويو بنديزونو د ختمولو غوښتنه په پرلپسې توګه د ښاروندو، بشري حقونو د بنسټونو، سيمهييزو او نړيوالو هيوادونو او ملګرو ملتونو له لوري کېږي.
سره له دې چې د طالبانو بنديزونو داخلي او بهرني غبرګونونه راپارولي، خو تر اوسه يې د دې ډلې پر پرېکړه خاص اغېز نه دی کړی او دې ډلې لا هم د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستې اقدام نه دی کړی.
د ښځو د ځان بساينې پر لور يو ګام
کومو ښځو ته چې په دې کارځای کې د کار کولو فرصت برابر شوی دی، د ښځو د ځان بساينې او اقتصادي اړتياوو د حل په برخه کې د دا ډول مرکز جوړېدل اغېزناک بولي.
زهرا يوه له هغو ښځو ده چې په دې کارځای کې د غالۍ په اوبدلو مصروفه ده، دا وايي چې د مېړه ناروغۍ، د شپږو وړو اولادونو د برخليک وېرې او اقتصادي ستونزو اړه کړې چې په دې کارځای کې غالۍ اوبدلو ته مخه کړي.
دا ښځه د ښځو لپاره د کاري فرصتونو برابرول د کورنيو د ځان بساينې پر لور يو مثبت ګام ګڼي او زياتوي: «د غالۍ اوبدلو همدې مهارت له ما سره ډېره مرسته کړې ده چې په بدو اقتصادي شرايطو کې له خپل ناروغ مېړه سره مرسته وکړم او د خپل ژوند ډېر لګښتونه پوره کړم.»
ياسمين د زهرا په څېر يوه بله ښځه ده چې د پنځه کسيزې کورنۍ سرپرسته ده او مېړه يې نشته، دا وايي: «يوه بې سواده او بې هنره ښځه له هغې ښځې سره ډېر توپير لري چې د کار وړتيا لري او کولای شي چې په کور او ټولنه کې اغېزناکه وي.»
ياسمين وايي، چې غالۍ اوبدنه د هيواد په شمال کې د ترکمنو وګړو يو له زړو هنرونو څخه دی او دې هم دا هنر له خپلې انا زده کړی دی او ۲۰ کاله کېږي چې غالۍ اوبدي.
دا ښځه وايي، چې په دې کارځای کې له خپل عايد څخه خوشاله ده، خو که خپل شخصي کارځای ولري، نو عايد به يې ډېر وي. له همدې وجې له حکومت او ملاتړو بنسټونو څخه غواړي چې د هغو ښځو لپاره د پرمختګ زمينه برابره کړي چې مهارت لري.
ياسمين زياتوي: «د يوې توليدوونکې په توګه مې غوښتنه داده چې يو شخصي کارځای ولرم، تر څو وکولای شم له خپلو توليداتو زيات عايد ولرم او د خپلو ماشومانو لګښت پوره کړم.»
د غالۍ اوبدونکو ښځو پر وړاندې خنډ
سره له دې چې د «تاشګذر» د غالۍ اوبدلو او خياطۍ کارځای د څه کم ۳۰۰ ښځو لپاره کار پيدا کړی دی، خو د دې مرکز مسوولين وايي، چې يو شمير ننګونې او ستونزې د دې لامل شوې دي چې د دوی توليدات کمرنګه شي.
د دې توليدي شرکت مالي مدير وايي، چې د طالبانو تر بيا راتګ وروسته د دې صنعت ستونزې تر بل هر وخت زياتې شوې دي، خو تر دې وړاندې ډېر ښه و.
د «تاشګذر» د غالۍ اوبدلو د کار ځای مالي او اداري مسووله مريم پدرام وايي، چې د خامو موادو کمښت، د قيچي کولو په برخه کې د اسانتياوو نشتون او په هيواد کې د وطني غاليو نه مينځل کېدل، له هيواده بهر د غاليو په صادراتو کې ستونزې، د هوايي دهليز تړل کېدل او په بانکي سيسټم کې ستونزې هغه علتونه دي چې د غالۍ د صنعت توليدات يې کم کړي دي.
اغلې پدرام وايي، چې که د دوی ستونزې حل شي، کولای شي چې د زياتو ښځو لپاره کاري زمينه برابره کړي. دا زياتوي: «که د خامو موادو ستونزې حل شي او په هيواد کې د قيچي او معياري مينځلو مرکزونه جوړ شي، موږ کولای شو چې تر زرو د زياتو ښځو لپاره کاري فرصت برابر کړو.»
له دې سره سم، په بلخ کې د غاليو يو سوداګر اسدالله د پلور له کمښته شکايت کوي او وايي، چې د بازار نشتون د دې لامل شوی چې په دې ولايت کې د غالۍ اوبدنې نيمايي کارځايونه فعاليت بند کړي او يا هم خپل توليدات راکم کړي.
دا سوداګر زياتوي: «توليدات زيات و خو تقاضا نه وه. له همدې وجې موږ اړ شوو چې خپل توليدات کم کړو. نه د داخلي پلور بازار شته او نه بهرنی. په داسې صورت کې به موږ په کومه انګېزه خپل توليدات نه کموو؟»
په بلخ ولايت کې د غالۍ يو بل توليد کوونکی حبيب الله حکومت د غالۍ اوبدنې د صنعت کارانو په نه ملاتړ تورنوي او وايي، چې د هيواد د دې زوړ صنعت پر وړاندې د برېښنا او خامو موادو لوړې بيې نور خنډونه دي.
حبيب الله وايي چې تر څو حکومت د غالۍ د توليدوونکو ملاتر ونه کړي، نو په نږدې راتلونکي کې به د غالۍ اوبدنې ډېری کارځايونه وتړل شي او کارکوونکي به يې بېکاره شي.
غالۍ د افغانستان خو نوم د پاکستان
د غاليو يو شمير توليدوونکي او سوداګر وايي، چې که څه هم په هيواد په ځانګړې توګه په شمال کې توليد شوې غالۍ په نړۍ کې ښه نوم لري او په هيواد کې ښه بازار لري، خو په تېرو کلونو کې د افغانستان غالۍ د پاکستان په نوم نړيوالو بازارونو ته صادرې شوې دي.
د «تاشګذر» توليدي شرکت مالي او اداري مسووله مريم پدرام وايي، چې په هيواد کې د قيچي او مينځلو د معياري مرکز د نشتون له وجې په وروستيو کلونو کې ډېری وطني غالۍ پاکستان ته وړل کېږي او تر پروسېس کېدو وروسته د پاکستان په نوم نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېږي.
مريم زياتوي: «وطنۍ غالۍ چې په تار سره اوبدل کېږي په نړۍ کې ښه نوم لري، خو دا چې موږ د پروسېس مرکز نه لرو نو اړ يو چې پاکستان ته يې صادرې کړو. له بده مرغه تر پروسېس وروسته د پاکستان په نوم دباندې صادرېږي.»
له وړاندې هم د صنعتکارانو تر منځ د افغانستان د غاليو د قاچاق او د پاکستان په نوم يې نړۍ ته د صادراتو په اړه شکونه موجود و او د غاليو سوداګرو وخت پر وخت خپلې انديښنې څرګندې کړې دي.
تر دې وړاندې د هيواد په شمال کې د غالۍ اوبدلو د اتحاديې پخواني رييس هم ويلي و، چې د افغانستان غالۍ د پروسېس په نوم پاکستان ته ځي او تر دې وروسته د همدې هيواد په نوم نړيوالو بازارونو ته وړاندې کېږي چې له امله يې دا صنعت په پراخه توګه زيانمن شوی دی.
ښاغلی بيکزاده وايي: «د غاليو زحمت موږ افغانان کاږو خو دا چې امکانات نه لرو نو په خپل لاس توليد شوې غالۍ پاکستان ته لېږدوو تر څو يې هغه هيواد په خپل نوم دنيا ته ور وپېژني.»
په عين حال کې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې مسوولين د افغانستان له غاليو د پاکستان په نوم ناوړه ګټه اخيستنه تاييدوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدين عزيزي ادعا کړې چې د افغانستان غالۍ ايران، پاکستان، ترکيې او ازبکستان ته تر انتقال او په دې هيوادونو کې تر پروسېس وروسته د هغو هيوادونو په نوم بازار ته وړاندې کېږي. ښاغلي عزيزي ويلي چې د هوايي دهليز پرانيسته او د هيواد په داخل کې د غاليو د پروسېس مرکزونو پرانيستنه به د دې بهير مخه ونيسي.
له بله اړخه، د طالبانو اقتصاد وزارت په تازه توګه ويلي، چې د غاليو د صنعت ملاتړ کوي او غواړي چې د دې سوداګريز محصول د توليد په برخه کې نورې اسانتياوې برابرې کړي.
د طالبانو د اقتصاد وزرات مسلکي معين عبداللطيف نظري وايي، چې دا ډله هڅه کوي د بهرنيو توليداتو پر ځای داخلي توليدات واخلي او د خصوصي بانکونو له لارې وړې قرضې ورکړي، تر څو د دې سوداګريز محصول د توليد کوونکو ملاتړ وکړي.
افغانستان په منځنۍ اسيا کې د غالي يو تر ټولو ستر توليدوونکی هيواد دی چې د يو ايس اې آی ډي له شمېرو سره سم، د افغانستان د غاليو عمومي توليدات هر کال ۲۱ لکه متر مربع دي او په دې لړ کې د هيواد شمالي ولايتونه ۱۵ لکه متر مربع توليد کوي چې د هيواد په کچه ستر توليدوونکي دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې او کله چې له هيواده دباندې د افغانستان د غاليو د انتقال لپاره هوايي دهليز پرانيستی و، د رسمي شمېرو له مخې هر کال نږدې يو ميليون متر مکعبه غالۍ له هيواده دباندې انتقاليدلې خو د طالبانو ترراتګ او د هوايي دهلير تر تړل کېدو وروسته، د غاليو د صادراتو دقيقې شميرې نشته. له دې سره – سره، په دې وروستيو کلونو کې د غاليو ډېر صادرات پاکستانو ترکيې، ايران، اروپايي هيوادونو او امريکا ته شوي دي.