انځور: Al Jazeera

د سياسي اسلام ستونزه

و. پ

د سياسي اسلام اصطلاح هغو غورځنګونو او ايډيالوژيو ته کارول کېږي چې غواړي حکومت او ټولنه له اسلامي اصولو سره سم وچلوي. دا فکر له ګڼو متفاوتو اندونو جوړ دی او که هڅه وشي چې په نرمو الفاظو کې يې تر منځ توپير بيان شي نو ځينې يې معتدل او ځينې يې سخت دريځي ګڼل کېدلای شي. معتدل به يې ښايي هغه وي چې د خپل فکر د پلي کېدو لپاره وژنې نه کوي او سخت دريځي به يې هغه وي چې د همدې فکر لپاره له ځانمرګو بريدونو هم مخ نه اړوي.

د سياسي اسلام غورځنګونو په ځينو هيوادونو کې برياوې درلودلې دي او يا هم اوس مهال په اسلامي نړۍ کې ښايي له هغو غورځنګونو څخه وي چې له نورو ملي او سيکولر ګوندونو سره هم مهاله له ډېر عامه ملاتړ او پاملرنې څخه برخمن دي، ځکه د اسلامي احکامو د تطبيق له کوم شعار سره چې دا غورځنګونه د سياست ډګر ته راوتلي، د اسلامي ټولنو عامه باورونو ته په کتلو به هرو-مرو پراخ ملاتړ جلبوي، که په دې برخه کې شاته پاتې نه شي، مساوي سيالي خو ضرور کولای شي. له دې سره – سره د سياسي اسلام د تعبير ځينې بڼې د تاوتريخوالي کوونکو غورځنګونو په بڼه موجودې دي لکه القاعده، داعش، طالبان، بوکوحرام، د صوماليا الشباب او يا هم په سوريه او نورو هيوادونو کې بېلابېلې وسله والې ډلې. د دې فکر ملاتړې ډلې که وسله والې دي او که پر ټولټاکنو باور لرونکې؛ په يوه کلي خبره کې ټول يوه خوله دي چې اسلامي نظام بايد نافذ کړای شي.

پوښتنه داده چې اسلامي نظام اصلا څه دی؟ ايا دا سياسي-اسلامي ګوندونه او د اسلامي نظام لپاره جنګېدونکې جهادي ډلې چې د اسلامي نظام د تطبيق لپاره هڅې کوي، د اسلامي نظام ټولمنلی تعريف لري؟ ايا په دې اړه وضاحت ورسره شته؟

که دا پوښتنه په لنډ ډول ځوابوو، نو لومړی ځواب دادی چې هيڅ ډله هم د اسلامي نظام داسې تعريف نه لري چې بلې ډلې ته د منلو وړ وي، بلکې د اسلامي نظام اصطلاح او يا هم فکر د خپل تعريف له مخې د هغو ډلو تر منځ جنجالي دی چې د تطبيق لپاره يې هم وژنې کوي، هم ټولټاکنو ته درېږي او هم يې د خپلو مخالفينو او دښمنانو د وهنې او ځپنې لپاره کاروي. لومړی اختلافي مورد دادی چې د جهادي ډلو په اند په اسلامي نظام کې ټولټاکنې نشته، خو موږ له ماليزيا نيولې، تر مصره، تر هندوستان او پاکستان پورې د سياسي اسلام ګڼ داسې سياسي-اسلامي ګوندونه وينو چې ټولټاکنې کوي او غواړي د عامه رايې د تر لاسه کولو له لارې اسلامي نظام نافذ کړي. پوښتنه داده چې په دې دوو کې د کوم يوه تعبير له اسلامي نظام څخه پر حق دی؟ په دې اړه به قضاوت کول ځکه اسانه نه وي چې هر لوری له اسلامي متونو د خپلو عالمانو په مرسته د خپل اند د تاييدونې ګڼ دلايل لري. له همدې کبله په دې اړه برداشت دا کېدلای شي چې اصلن دا موضوع له لومړي سره په اصلي ديني-اسلامي متونو کې وضاحت نه لري او هر لوری چې په دې اړه څه وايي پر اصلي متونو خپل نظر او تمايل تحميلوي. يا هم په بله اصطلاح ويلای شو چې د اسلامي نظام بحث په ديني-اسلامي متونو کې په هغه ډول هيڅ نشته، لکه دا ډلې چې يې د واک تر لاسه کولو لپاره ټولنې او وګړو ته وړاندې کوي.

اسلامي نظام د يوه مفهوم او يوه سيسټم په بڼه، په دواړو صورتونو کې له ګڼو ابهامونو سره مخ دی او ټولنه او وګړي چې له څه ډول ستونزو کړېږي، هغو ته هيڅ حللاره نه لري. همدې ته په پام ښاغلی اوليور رای (Olivier Roy) په خپل کتاب «د سياسي اسلام ماتې» (The Failure of Political Islam) کې استدلال کوي چې سياسي اسلام ځکه ناکام شو چې هغه ژمنې يې پر ځای نه کړای شوای چې د ټولنيز عدالت، ولسواکۍ او اقتصادي پرمختګ په اړه يې کولې او درلودې. ښاغلی رای وايي چې سياسي اسلام اصلا دا وړتيا نه لري چې د يوه اسلامي حکومت د فعاليت روښانه لرليد وړاندې کړي او ووايي چې اسلامي قانون (شريعت) به څرنګه تطبيقېږي او يا دا چي سياسي بنسټونه او ادارې به څرنګه جوړښت لري. د ده په اند همدا ابهام د خپلمنځي وېش لامل شوی دی او هم يې دې ته لار پرانيستې چې له دباندې پر دې سيسټم نيوکې وشي.

زما په اند د ښاغلي رای دا خبره ډېره پر ځای ده. همدا اوس چې د اسلامي نظام د نفاذ لپاره کوم سياسي ګوندونه په بېلابېلو هيوادونو کې هلې-ځلې کوي، هغوی تر يوه داسې سيسټم لاندې کار کوي چې د اسلامي ټولنو او يا هم اسلامي حکومتونو جوړ نه دی، د بېلګې په توګه ټولټاکنې، يا هم نور ارزښتونه چې د دې هيوادونو په ټولنيزو او حکومتي سيسټمونو کې منعکس دي او د ټولنيزو تعاملاتو څرنګوالی ټاکي.

د اصف بيات په نوم يو بل کس د (Making Islam Democratic) په نوم کتاب ليکلي دي. د ده نظر هم دادی چې سياسي اسلام په دې کې ناکام شوی چې وښيي اسلام له موډرنيت او ډيموکراسي سره هم مهاله او يو ځای ژوند کولای شي. د بيات په اند اسلاميستان او يا هم د سياسي اسلام پلويان له ننګونو سره مخ دي چې وکولای شي د اسلامي حکومتولۍ لپاره خپل ارمان د موډرنې ټولنې او د ډيموکراټيکو بنسټونو له اړتياوو سره همغږی کړي او پايله يې دا شوې ده چې په دې اړه د دوی له لوري څرګندې پاليسۍ او ستراتېژۍ نشته.

د افغانستان مجاهدين او طالبان د ښاغلي بيات د څرګندونو ښې بېلګې کېدلای شي. مجاهدين او طالبان ونه توانېدل چې د اسلامي نظام تر شعار لاندې هيواد منسجم کړای شي. همدا اوس طالبان نه يوازې د اسلامي نظام د ايډيولوژيک ليد پر اساس له نړۍ سره په لانجه دي، بلکې له خپلې ټولنې او د خپل هيواد له بنسټونو سره تعامل نه شي کولای. د دې لومړنۍ او اساسي وجه داده چې د سياسي اسلام تصور د خپل ابهام او نه ظرفيت له وجې له موډرنې ټولنې سره د تعامل وړتيا نه لري.

د يادو ليکوالو او ځينو نورو کسانو په باور، د سياسي اسلام تر ټولو لويه ستونزه او ننګونه چې ورسره مخ دی هغه د يوه سياسي سيسټم په توګه د وضاحت نشتون دی. نه يوازې چې په لويو مسايلو لکه د هيواد مشر په ټاکنه او د حکومت په نورو مهمو پاليسيو کې ورسره وضاحت نشته بلکې په اساسي توګه د دې فکر له مخې په يوه ملي جغرافيه کې دننه د اسلامي نظام د نفاذ هڅې کول او تر همدې ځايه يې محدود ګڼل په خپله د اسلامي نظام د ارمانجنو او پلويانو تر منځ يوه د بحث وړ او متنازعه موضوع ده. مطلب دا چې د سياسي اسلام ځينې پلويان د اسلامي نظام لومړۍ او وروستۍ موخه دا بيانوي چې په نړيواله کچه د هيوادونو پولې ړنګې کړي او يو بل خلافت رامنځته کړي. همدې ته په پام د سياسي اسلام يوه لوی داعي محمد اقبال لاهوري ويلي و:

ان تازہ خداؤں میں بڑا سب سے وطن ہے

جو پیرہن اس کا ہے وہ مذہب کا کفن ہے

معنا دا چې په دې تازه را پيدا شويو خدايانو کې وطن تر ټولو لوی خدای دی، د وطن جامه د دين کفن دی.

د سياسي اسلام د پلويانو له لوري د اسلامي-سياسي نظام په اړه بحث يوازې پر يو څو شعارونو او کلياتو راټول دی. دوی که څه هم د ټولنيز عدالت او اقتصادي پرمختګ خبره کوي او وايي چې د خلکو اړتياوې د اسلامي نظام په نفاذ کې حل کېدلای شي، خو په دې اړه لومړۍ خبره داده چې تر اوسه نړۍ داسۍ کومه بېلګه نه ده ليدلې چې د سياسي اسلام پلويانو په رښتيا هم په عملي توګه ټولنې پرمختګ او ثبات ته رسولې وي. له دې سره – سره چې کله د عملي نظم خبره را منځته کېږي نو بيا زيات مسايل شته چې د سياسي اسلام پلويان بايد ځواب ورته ولري، د بېلګې په توګه په يوه اسلامي نظام کې به د ښځو رول څه وي؟ يو اسلامي نظام به له نامسلمانو سره څرنګه چلند کوي؟ اسلامي نظام به د «جهاد» او يا هم له تشدده د کار اخيستلو په اړه څه پاليسي لري؟

لکه وړاندې چې مو يادونه وکړه، د سياسي اسلام په تفکر کې لومړۍ موضوع داده چې د پلويانو تر منځ يې له دې پرته چې ټول اسلامي نظام غواړي، نور يې پر ډېری مفاهمو نه همغږي لري او نه هم ورته په عملي او سيسټماټيکه توګه وضاحت.

له دې هاخوا، له نړۍ سره د اسلامي نظام تعامل د اسلام او کفر د اصل پر اساس دی. دوی نړۍ له همدې زاويې وېشي او بيا پر دې غور کوي چې څرنګه اړيکې ورسره وساتي؟ په دې توګه نه يوازې له نورو هيوادونو سره بلکې له خپلو هغو اتباعو سره هم په شخړه اوړي چې په سيمه کې يې اوسي خو مسلمانان نه دي او يا هم مسلمانان دي، خو د دوی نظر ورسره نه مني. په دې لړ کې يو ځل بيا مسئله داده چې د کفر او اسلام د ټولو اړخونو په اړه بيا هم همغږي نشته او هر څوک له خپل تفسير، درايت او تمايل سره سم يو څه د دين په نوم وړاندې کوي او څومره چې يې زور رسېږي، تر هغه حده يې د پلي کولو هڅه کوي.

په ټوله کې بحث دادی چې د سياسي اسلام فکر او يا هم د اسلامي نظام په نوم د يو سيسټم ادعا نه يوازې دا چې په خپل ځان کې د مهمو مسايلو لپاره تشرېح او جزييات نه لري، بلکې د خپلو ځينو مفاهمو په اړه چې کوم توضيحات وړاندې کولای شي، هغه يې هم لومړی د خپلو پلويانو تر منځ متنازع دي او کوم کسان چې په بېلابېلو ډګرونو کې د اسلامي نظام د نفاذ په هڅو بوخت دي، هغوی تر خپل منځ پر ډېرو مهمو او اصلي مسايلو هيڅ ډول همغږي نه لري. له دې سره – سره، تر کومه حده چې د يوه سيسټم په توګه د اسلامي نظام توضيحات ورکړل شوي دي، هغه د نننۍ موډرنې ټولنې له جوړښت او ارزښتونو سره هيڅ جوړ نه شي راتللای او په دې توګه د اوسنۍ نړۍ او ټولنې او د سياسي اسلام د پلويانو تر منځ يو نه ختمېدونکی بحث او شخړه شروع کېږي.

په دې توګه د دوی په وينا يو خدايي او اسلامي نظام نه يوازې دا چې د موډرنې ټولنې د اړتياوو له ځوابه وزي، بلکې د هغو پوښتنو او وضاحتونو په اړه هم له تشدد او توند غبرګون پرته څه نه لري چې له ابهامه ډک ماهيت يې څرګندوي.