ايا ګازرې به د کندهاري کروندګرو لپاره د تارياکو یو ښه بدیل وګرځي؟

کندهار کې سږکال يو شمېر کروندګرو په خپلو هغو کرنيزو ځمکو ګازرې (زردکې) کرلي چې د تېرو کلونو پرمهال يې ‌پکې کوکنار کرل، خو دغه کروندګر وايي، ګازرې د ټیټې بیې له کبله د کوکنارو یو ښه بدیل نه شي جوړیدلای.

د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له لوري د کوکنار پر کښت د بندیز وروسته اوس په کندهار ولایت کې کروندګر اړ شوي چې په خپلو ځمکو بدیل کښتونه وکري چې یو شمیر یې د ګازرو کښت ته مخه کړې.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ يو تن کروندګر چې لالا نوميږي اطلاعات روز ته وویل، سږکال یې ځکه په‌ خپلو ځمکو ګازرې کرلي چې د کوکنارو کښت ته د طالبانو ځایي چارواکو اجازه نه ده ورکړې.

لالا چې په خپله شاوخوا څلور جريبه ځمکه یې ګازرې کرلي وايي، زردکې د کوکنارو په پرتله ډیره خواري غواړي او نه هم یو ښه بدیل ګرځیدلی شي.

نوموړی زیاتوي: «موږ د زردکو له کاره ډير ستړي شوي يو؛ په دې څلور جريبه ځمکه موږ ۷ لکه کالدارې مصرف کړي، خو سږکال يې خوند نشته که د کوکنارو بديل پيدا شي نو موږ يې هم بيا نه کرو سږکال خو د زردکو کښت موږ ډير ستړي کړو دا په وارو زموږ غوښتنه ده چې حکومت دې يا د کوکنارو بديل پيدا کړي يا دې موږ ته د کار زمينه برابره کړي.»

کندهاري کروندګر وایي، د ګازرو خواري ډیره او ګټه یې کمه ده

د ده په خبره، په سويلي حوزه کې بې له تازه سبزيجاتو د زعفرانو او اینجې (هنګ) کرل د کوکنارو د کښت بديل کېدلی شي خو په خبره يې چې د دې ډول زراعتي بوټي د رانیولو وس نه لري او د طالبانو سرپرست حکومت او نړيوال موسېسات دې ورسره د تخمونو په ورکړي او نورو برخو کې خپله همکاري وکړي.

دغه راز د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په مرغانو کلي کې د خان محمود په نوم يوه بل کروندګر وایي، سږکال يې پخپلو ځمکو د کوکنارو پر ځای ګازرې کرلي خو په خبره يې چې د ټيټ کيفيت له اړخه د کوکنارو بديل نه‌شي کېدلای.

هغه چې د ګازرو له ټيټو بيو خبره کوي اطلاعات ته وویل، د دې زراعتي او تر ټولو ارزانه محصول د ترلاسه کولو لپاره اړ دې ترڅو له شپږو مياشتو زيات په تمه پاتې شي.

هغه زیاته کړه: «موږ دغه يو پارسل زردکې بازار ته وړو چې ۱۲ یا ۱۳ کیلوګرامه زردکې پکې دي خو دا پارسل تر ۷۰ افغانۍ بالا بيه نه لري، نو دا چې دا شپږ میاشتې زموږ خوارۍ ته وګورې ګټه خو څه چې هغه خپل سر لا نه جوړوي.»

د دغې ولسوالۍ يو بل کروندګر وکيل احمد بیا وایي، د نورو کلونو په پرتله سږکال کندهار کې ګازرې ډيرې خو بيې يې ټيټې دي نو ځکه ورته د کوکنارو د بديل نوم نه‌ شي ورکولای.

نوموړی زیاتوي، پخوا يې نورو ولايتونو ته هم د ګازرو محصولات لیږل خو اوس يې يوازې په کندهار ښار کې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

د ده په خبره: «پنځه يا شپږ کسه موږ دلته په زردکو اخته يو سږکال يې بيې کمزورې دي يو پارسل يې موږ دلته په ۷۰ افغانۍ ورکوو، خو نور مصرفونه يې ډير دي که دلته د زردکو د مربا کارخانې جوړې شي باره به يې دلته خرڅوو.»

د اوړي په موسم کې د افغانستان په بازارونو کې د ګازرو څخه په زیاته اندازه تازه جوس جوړیږي چې د زیات پلور یوه ښه لار بلل کېږي، خو جوس پلورنکی وایي، چې سږکال خلک د اقتصادي ستونزو او د ګازرو د زیاتوالي له امله یاد جوس نه څکی.

عتیق الله د کندهار په شهرنو سیمه کې د زردکو تازه جوس پلوري نوموړی وايي، سږکال يې په عمومي توګه د تازه جوس جوړولو کاروبار ګټه نه کوي.

عتیق الله وويل: « د زردکو د جوس کاروبار هم اوس ګټه نه کوي موږ يو ګلاس جوس په ۱۰ يا ۲۰ افغانۍ ورکوو هلته يې سربسته پارسل په ۷۰ افغانۍ دی چې موسم يې تېر شي نو بيا ۱۰ افغانۍ ګران شي.»

کندهاري بزګران چې ګازرې د خرڅلاو لپاره بازار ته اماده کوي

په ورته وخت کې کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين د دغو کروندګرو د لاسنیوي او ستونزو د حل خبر ورکوي.

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر شمس الرحمن موسي وایي، چې سږکال په دې ولايت کې په شاوخوا زر جريبه ځمکه ګازرې کرل شوي چې په وينا يې د تېر کال په پرتله پکې زياتوالی نه لیدل کېږي.

دی زیاتوی، سږکال د کندهار ښار په ګډون د دې ولايت په ډنډ، ارغنداب، ژیړۍ او دامان ولسواليو کې بزګرانو په خپلو زراعتي ځمکو کې ګازرې کرلي دي.

ده اطلاعات روز ته وويل: « سږکال په زر جريبه ځمکه د زردکو کښت کړل شوی چې في جريب څلور نيم ټنه حاصل ورکوي، په دې برخه کې که پانګوال د جوس يا روب فابريکه ورته جوړه کړي له يوې خوا به يې بازار ښه شي او له بلې خوا به يوشمېر نور هم دې کښت ته مخه کړي.»

همدارنګه د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين عبدالحق اخند همکار ويلي، د تېر يو کال راهيسې يې د ټول هېواد په‌ کچه ۱۱۴۷ هکټاره ځمکه کرل شوي کوکنار او نور نشه یې بوټي له منځه وړي دي.

له یوې خوا د طالبانو له لوري د نشه یي توکو پر کښت بندیز او له بلې خوا د نورو کښتونو ټیټې بیې او د بدیل نشتون کروندګر د اقتصادي اړخه سخت ځپلي او نه پوهیږي چې څه وکري چې ښه حاصل او ښه قیمت ولري.