د ترکيې ټاکنې؛ د دوو متفاوتو مسيرونو د انتخاب ورځ

و. پ

که د ترکيې د ټولټاکنو لومړي پړاو ته وکتل شي، نو داسې ښکاري لکه اردوغان چې له ګټلو سره – سره ناکام شوی وي. ده ونه شوای کولای چې پنځوس سلنه رايې وګټي او په ډېره کمه اندازه شاته پاتې شو. د ترکيې له ټاکنيز قانون سره سم بريالی کانديد بايد حد اقل پنځوس سلنه رايې وګټي او که هيڅ کانديد تر پنځوس سلنه زياتې رايې ونه ګټي نو د مخکښو نوماندانو تر منځ به دويم ځل ټاکنې کېږي.

د ټاکنو د لومړي پړاو پر مهال د ترکيې په ولسمشريزو ټاکنو کې درې کسان ډېر مهم وو. يو د عدالت او پرمختګ ګوند نوماند او اوسنی ولسمشر رجب طيب اردوغان و، بل نوماند کمال قاليچدار اوغلو د ملي اتحاد په نوم د شپږو ګوندونو ايتلاف را وړاندې کړی و او درېيم مهم کس خپلواک نوماند سنان اوغلو و. په لومړي پړاو ټاکنو کې چې د می مياشتې پر ۱۴مه وشوې، رجب طيب اردوغان ۴۹.۵۲ سلنه رايې وګټلې، کمال قاليچدار اوغلو ۴۴.۹ رايې يووړې او سنان اوغلو وتوانېد چې ۵.۷ رايې وګټي. د يادونې وړ ده چې سنان اوغلو په دويم ځل ټاکنو کې د اردوغان ملاتړ کړی دی چې په دې توګه په دويم پړاو ټاکنو کې د ده پله درنېږي.

د ترکيې له ټاکنيز قانون سره سم رجب طيب اردوغان او کمال قاليچداراوغلو به د نن (۲۸ د می) يو په يو ميدان ته راوزي او د ولسمشر د معلومولو لپاره به دويم ځل ټاکنې کېږي. د ترکيې په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د ولسمشرۍ لپاره دويم ځلې ټاکنې کېږي.

په ترکيه کې د ولسمشرۍ دويم ځل ټاکنې له هره اړخه ډېرې مهمې دي او دا به د ترکيې لپاره برخليک ټاکونکې وي ځکه له يوه اړخه داسې ګومان کېږي چې اردوغان غواړي د يوه ديکتاتور په څېر واکمني وکړي او په دې توګه يې د ولسمشر صلاحيتونه زيات کړي دي او که دا ټاکنې وګټي، نو ښايي د ده د ديکتاتورۍ بڼه به نوره هم سخته شي. بل پلو کمال قاليچداراوغلو دی چې له نورو شعارونو سره – سره يې يو شعار دادی چې د رجب طيب اردوغان له لوري راوړل شوي بدلونونه به ختموي او ترکيه به بيرته له ولسمشريز سيسټم څخه پارلماني سيسټم ته اړوي.

د اردوغان د ولسمشريزو صلاحيتونو په زياتېدو کې د ۲۰۱۶ کال جولای مياشتې پر مهال پوځي کودتا رول لري. په دې وخت کې چې اردوغان د رخصتيو لپاره وتلی و، پوځ او د حکومت يوې ملکي برخې بغاوت وکړ. د باغيانو پلان دا و چې پر استانبول، انقره او نورو مهمو ځايونو ولکه ټينګه کړي، همدا راز مهمو دولتي ودانيو او ټلويزیونونو ته د خپلو کسانو په لېږلو سره د حکومت اعلان وکړي. د طيب اردوغان او د ده د ۲۴۰ ملګرو د وژلو پلان هم جوړ شوی و. وروستی پلان داسې و چې له امريکا څخه د اردوغان پخوانی ملګری او اوسنی حريف فتح الله ګولن راوستل شي او يو ديني حکومت جوړ کړي. البته په دې اړه بايد يوه خبره په ياد ولرو چې دا ټولې خبرې د اردوغان د حکومت له لوري کېږي، له خپلواکو سرچينو يې په بشپړ ډول تصديق نه شي کېدلای.

د جولای پر ۱۵مه د بغاوت د پلان عملي کول پېل شوي و، پر پارلمان او ولسمشريزې ودانۍ د بمونو بريد هم شوی و. د انقرې او استانبول په څېر مهمو ښارونو د نيولو هڅه هم وشوه خو دا پلان په لومړۍ مرحله کې ناکام شو او د حکومت وفادارو افسرانو او ولسي خلکو دا پلان ناکام کړ او د دې ناکامۍ يو علت دا و چې کودتاچيانو تر بشپړې ولکې وړاندې پر ټلويزیونونو اعلان وکړ چې واک موږ اخيستی دی. په دې سره حکومت ته وفادار خلګ بيداره شول او په ځانګړې توګه هوايي ځواکونو فضا په خپل کڼترول کې واخيسته. کودتاچيانو هوايي ځواکونه له ځان سره نه و يو ځای کړي او هغوی له پاسه په بريد کولو د ټانکونو او نورو پوځي وسايلو مخنيوی وکړ او په دې توګه ډېر ژر بغاوت کوونکي عسکر او نور خلک ونيول شول. په عين حال کې اردوغان په ژوندۍ بڼه ملت ته وينا وکړه او په دې سره پراخ بنديزونه پېل شول او په ډېر لنډ مهال کې يو لک او ۶۰ زره کسان ونيول شول چې لس زره پکې پوځيان او افسران و، په زرګونو قاضيان، حکومتي مامورين، ښوونکي او په سلګونو نور کسان هم زندان ته واچول شول. [۱]  

رجب طيب اردوغان د دې پړه پر فتح الله ګولن او د هغه پر مذهبي ډلې واچوله. فتح الله ګولن هغه وخت په امريکا کې و او اردوغان له دې سره يو ځای د دې خبرې کول هم پېل کړل چې د دې کودتا تر شا په حقيقت کې د امريکا لاس دی. په دې توګه له ګولن سره هره تړلې اداره بنده کړای شوه او شاوخوا سل رسنۍ هم په دې نوم وتړل شوې چې بغاوت کوونکي او سازش کوونکې دي او د نړۍ په کچه تر ټولو زيات خبريالان هم په همدې وخت کې زندانياني شول.

د يادونې وړ ده چې دا ناکامه کودتا يوه اختلافي مسله هم ده. په دې اړه يوه خبره دا کېږي چې دا په سم ډول پلان شوې کودتا نه وه او طيب اردوغان او ملګري يې له وړاندې خبر و، مګر هغوی قصدا کودتا کېدلو ته اجازه ورکړه، تر څو د هغې تر ناکامۍ وروسته د ځان په ګټه استفاده ترې وکړي. په دې اړه يو بل ګومان دا وړاندې کېږي چې دا د طيب اردوغان له خوا په خپله شوې، تر څو په ۲۰۱۶ کې خپل کمېدونکی محبوبيت يو ځل بيا ډېر کړي ځکه په دې وخت کې په ترکيه کې انفلاسيون ډېر زيات شوی و او د اردوغان محبوبيت هم مخ پر کمېدو و.

د کودتا له ناکامۍ څخه داسې څرګندېږي چې له دې کودتا څخه تر ټولو ډېره ګټه په خپله اردوغان واخيستله او يا يې هم ورته ګټه وکړه. ده په همدې وخت کې چې د کودتا پر وړاندې د خلکو احساسات را پارېدلي و، له پارلماني نظام څخه ولسمشريز نظام ته د حکومتي سيسټم د بدلون لپاره نظرپوښتنه وکړه. د دې نظرپوښتنې د بريالي کېدلو مطلب دا و چې اردوغان به د يوه ديکتاتور په څېر صلاحيتونه لري. په دې سره ده داسې واکونه تر لاسه کول چې د لومړي وزير څوکۍ ختمېدله، قاضيان به هم د ولسمشر له خوا ټاکل کېدل، پارلمان يې منحل کولای شوای او همدا راز د پارلمان هره پرېکړه او قانون يې هم ردولای شوای او د ده خپلو فرامينو د قانون حيثيت خپلولای شوای.

طيب اردوغان د ناکامې کودتا له کبله ډېر مشهور و، ده داسې انګېرله چې که په دې وخت کې زه عامو وګړو ته هره پرېکړه وړاندې کړم نو بهترين وخت يې دی خو د توقع برخلاف نوموړي د ولسمشريز سيسټم د تاييد لپاره يوازې ۵۱ سلنه رايې يووړې او تقريبا ۴۹ سلنه رايې يې پر خلاف وې او په دې اړه يوه بله مهمه خبره داده چې دا نظرپوښتنه هم ډېره متنازعه شوه ځکه قاضيانو په وروستۍ مرحله کې د ۱۵ لکه داسې رايو د شمېرلو امر هم ورکړ چې هغه تصديق شوې نه وې او شونتيا دا وه چې دا جعلي رايې دي. يوه بله مهمه خبره داده چې د ناکامې کودتا په ترينګلي ماحول کې طيب اردوغان تر ۱۵ سوه زيات قاضيان او د مهمو ادارو مشران شړلي و او په ادارو کې يوازې هغه کسان پاتې و چې ده ته وفادار و. ښايي له همدې کبله قاضيانو په وروستۍ مرحله کې د هغو ۱۵ لکه رايو د شمېرلو امر ورکړی وي چې ټاکنيز کميسيون هيڅ تاييد کړې نه وې او وويل شول چې تر څو دا جعلي نه وي ثابتې شوې، موږ يې سمې ګڼو. [۲]

په استانبول کې د اتاترک له نړيوال هوايي ډګر دباندې د کودتا پر خلاف د خلکو لاريون. انځور: Huseyin Aldemir/Reuters

له دې پايلو سره سخت مخالفت وشو، مګر نوموړي ولسمشريز نظام اعلان کړ. دا چې له پوځ او نورو برخليک ټاکونکو ادارو د طيب اردوغان مخالفين شړل شوي و، نو نور د ده پر وړاندې څوک نه شوای درېدلای. طيب اردوغان په ادارو کې له خپلو وفادارو خلکو څو ځله استفاده وکړه. د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستيو کې رجب طيب اردوغان خپل نوی خو تر ټولو سرسخت سيال نااهل اعلان کړ.

دا سرسخت سيال د ريپبليکن ګوند کس اکرم امام اوغلو و چې د استانبول ښاروال هم و. داسې ګومان کېده چې همدی به په ۲۰۲۳ کال ټاکنو کې وکړای شي چې اردوغان ته ماتې ورکړي ځکه چې همده په استانبول کې د اردوغان عدالت او پرمختګ ګوند ته ماتې ورکړې وه او پر دې ښار يې د هغوی ۲۵ کلنه واکمني ختمه کړې وه نوموړي د ۲۰۱۹ کال پر مهال د ښاروالۍ لپاره ټاکنې ګټلې وې خو د عدالت او پرمختګ ګوند سترې محکمې ته مراجعه وکړه او ويې ويل چې له موږ سره درغلي شوې ده. سترې محکمې هم د عدالت او پرمختګ ګوند په ګټه پرېکړه وکړه او انتخابات يې لغو اعلان کړل او په جون کې يې د بيا ځلې ټاکنو اعلان وکړ او دا ځل بيا اکرم اماموګلو ټاکنې وګټلې او تر ۷ لکو په زياتو رايو تر عدالت او پرمختګ ګوند وړاندې و. [۳]

د يادونې وړ ده چې دا دويم ځل ټاکنې هغه وخت کېدلې چې په ترکيه کې ډېره زياته ګراني وه. دا چې ګرانۍ د څو کلونو ريکارډ کچې ته رسېدلې وه، نو اکرم امام اوغلو پر دويم ځل ټاکنو سختې نيوکې وکړې چې له امله يې د ده پر وړاندې قضيې ثبت شوې او وويل شول چې د عامه چارواکو سپکاوی يې کړی دی. [۴]

اکرام امام اوغلو په استانبول کې تر برياليتوب وروسته د خپلو ملاتړو هرکلی کوي. انځور: رويټرز

د ترکيې د ټاکنيز کميسيون پر مشر د سپکاوي تور ډېر دروند دی ځکه نوموړی د قاضی القضات په څېر ارزښت لري. د همدې قضيې له مخې امام اوغلو بندي کړل شو او تر ولسمشريزو ټاکنو يوازې اووه مياشتې مخکې نه يوازې دا چې د کلونو لپاره زندان ته ولېږل شو بلکې د نوماندېدو اهليت او وړتيا يې هم ترې واخيستله. مګر له دې سره – سره چې طيب اردوغان خپل سرسخت سيال له ټاکنيز ميدان څخه وايست خو بيا هم د ۲۰۲۳ کال ولسمشريزې ټاکنې نوموړي ته اسانه تمامې نه شوې او د ريپبليکن ګوند له لوري يو بل نوماند کمال قاليچداراوغلو ميدان ته د شپږو نورو ګوندونو له ايتلاف سره يو ځای را وړاندې شو.

کمال قاليچداراوغلو له دې شعار سره ميدان ته را وړاندې شو چې دی به ترکيې ته ولسواکي يو ځل بيا راستنه کړي او رجب طيب اردوغان چې د ولسمشر په توګه ځان ته کوم صلاحيتونه ورکړي دي، هغه بيرته په يوه پارلماني نظام کې پارلمان ته ورکړي. کمال قاليچداراوغلو له ولس سره ژمنه کړې چې دی به يو ځل واکمن شي او دويم ځل به ځان نوماند نه کړي. د ده ژمنه داده چې غواړي د ترکيې سيکولر انځور وساتي او جمهوري ادارې بيرته ورغوي. د نوموړي په وينا دا ادارې اوس رجب طيب اردوغان په خپلو وفادارو ملګرو ډکې کړې دي.

کمال قاليچداراوغلو د ريپبليکن ګوند چې په ترکيه کې ورته CHP هم وايي، يو مهم مرکزي مشر دی او د ۲۰۱۰ پر مهال د اپوزيسيون ګوند مشر هم پاتې شوی دی. دی پخوانی اقتصاد پوه او حکومتي مامور دی مګر د ۲۰۱۷ پر مهال هغه وخت مشهور شو چې کله يې له استانبول څخه تر انقرې پورې ۴۵۰ کيلومټره پياده لاريون وکړ. په دې لاريون کې يې په زرګونو خلکو ملتيا وکړه او په لکونو خلک ورسره ځای پر ځای ګډون وکړ. د ۲۵ ورځو دا لاريون نوموړي د عدالت لاريون نومولی و.

د دې لاريون موخه د هغو زرګونو خلکو غږ پورته کول و چې د ۲۰۱۷ تر ناکامې کودتا وروسته نيول شوي و ځکه تر ۲۰۱۷ وروسته په ترکيه کې بېړنی حالت اعلان شوی و او شاوخوا يو نيم لک کسان له دندو شړل شوي او په زرګونو کسان په زندانونو کې پراته وو. په دې زندانيانو کې بهرني او کورني خبريالان هم و چې طيب اردوغان يوازې د ترکيې د حکومت پر پالیسيو د نقد له وجې بنديان کړي وو.

طيب اردوغان د دې لاريون له وجې اندېښمن و او دا لاريون يې غير قانوني ګڼلی و. همدا راز يې وويل چې CHP ګوند د ترهګرو ملاتړ کوي. ده ويلي و چې دې ګوند د ۲۰۱۶ کال ناکامې کودتا پر مهال پر ترکيې د بريد هڅه کړې وه مګر د طيب اردوغان له نيوکو او مخالفت سره – سره دا لاريون تر ډېره حده بريالی و. د همدې لاريون له کبله کمال قاليچداراوغلو مشهور او محبوبيت يې زيات شو او د شپږو ګوندونو ايتلاف نوموړی تر ټاکنو دوې مياشتې وړاندې د خپل نوماند په توګه وټاکه.

د کمال قاليچدار اوغلو د عدالت په نوم لاريون. انځور: AFP

که څه هم رجب طيب اردوغان نوموړي ته خاص ارزښت نه ورکاوه مګر په لومړي پړاو ټاکنو کې يې نه يوازې دا چې طيب اردوغان برياليتوب ته پرېنښود بلکې په خپله يې هم تر ۴۴ سلنه زياتې رايې يوړې او اردوغان په خپل شل کلن سياسي شاليد کې په لومړي ځل اړ شو چې دويم ځل ټاکنې وکړي.

پوښتنه داده چې طيب اردوغان څرنګه وکولای شول چې شل کاله په واک کې پاتې شي او اوس څه شوي دي چې په واک کې د پاتې کېدلو لپاره له سختې مبارزې سره مخ دی؟ په دې اړه لومړۍ او اصلي خبره داده چې اقتصاد د هر څه پرېکړه کوي. طيب اردوغان چې د ۲۰۰۳ پر مهال په لومړي ځل ټاکنې وګټلې، نو ترکيه له ۱۹۶۹ راهيسې د ۸۴ سلنې له لوړ انفلاسيون سره لاس او ګرېوان وه خو ده له ۲۰۰۴ کال څخه وکولای شول چې تر ۲۰۱۶ کال پورې انفلاسيون په ۷ او ۸ سلنه کې وساتي، په همدې وخت کې يې په ډېرو برخو کې اصلاحات راوستل او په سلګونو لکه کسان په همدې دوره کې د نوموړي د اصلاحاتو له وجې د فقر له کرښې راپورته شول.

همدا د نوموړي د برياليتوب اصلي لامل و، مګر په زړه پورې خبره داده چې که نوموړی ناکام کېږي او يا هم په ټاکنيز ډګر کې له سختې ننګونې سره مخ دی، نو هم يې علت همدا دی. په کوم کال کې يعنې ۲۰۱۶ کې چې ناکامه کودتا شوې وه، نو دا هماغه کال و چې انفلاسيون پکې مخ پر زياتېدو و او تر دې چې تر ۲۰۲۲ کال پورې ۷۸ سلنې ته خېژي. همدا يو علت دی چې نوموړي په لومړي پړاو کې ټاکنې ونه ګټلې او اړ شو چې دويم ځل پړاو ټاکنو ته ولاړ شي او ان دا چې سيال يې د ده لاندې کولو ته ډېر نږدې شوی هم و.

د رجب طيب اردوغان محبوبيت ته بل زيان د ۲۰۲۳ کال سختې زلزلې ورساوه. دا زلزله چې د ترکيې په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو سخته زلزله وه شاوخوا  ۴۰ زره کسان يې په ترکيه کې ووژل او د ترکيې په سويل ختيځه سيمه کې چې کومې ودانۍ د زلزلې له امله ونړېدې، په زیاترو کې يې هيڅ سيخ نه و کارېدلی او که کارېدلی هم و کيفيت يې ډېر ټيټ و مګر له دې سره – سره حکومتي ادارو تاييد کړی وو. [۵]

دا چې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په ترکيه کې د رجب طيب اردوغان د ګوند حکومت و او يا هم په خپله د ده حکومت و، په ولسي کچه دا تاثر خپور شو چې اردوغان په ادارو کې فساد نه دی ختم کړی او يا هم په خپله د دې فساد برخه دی. يعنې کله چې دا ودانۍ په غير معياري او ناسم ډول جوړېدلې او چا چې تاييدولې، هغوی ولې داسې کار کاوه؟ دا دويمه مسئله وه چې په ټولټاکنو کې يې د رجب طيب اردوغان پله سپکه کړه.

په ترکيه کې درېيمه لويه مسئله کډوال دي. په ترکيه کې تر څلوېښت لکه زيات سوريايي او هغه کډوال مېشت دي چې له ایرانه ترکيې ته تللي دي او له ايرانه ترکيې ته تللي اکثريت يې افغان کډوال دي. په خپله اردوغان او د ده سيال کمال قاليچداراوغلو دواړه  ولس ته ژمنې ورکوي چې تر برياليتوب وروسته به دا کډوال بيرته ستنوي ځکه په ترکيه کې په ولسي کچه هم کډوال ښه نه ګڼل کېږي.

که د لومړي پړاو ټاکنو پايلو ته وګورو نو داسې ښکاري چې ښايي اردوغان دويم پړاو ټاکنې په اسانۍ سره وګټي، ځکه له يوې خوا په لومړي پړاو ټاکنو کې تر خپل سيال وړاندې و او بل ورسره د ښي اړخو يو بل نوماند سنان اوغلو هم يو ځای شوی دی او په دې توګه هغه پنځه سلنه رايې هم د ده په حق کې راتلای شي چې سنان اوغلو په لومړي پړاو ټاکنو کې ګټلې وې. مګر ښايي دا ځل هغه کسان هم رايې ورکړې چې تېر ځل يې رايې نه وې کارولې او شونې ده چې دا کسان د کمال قاليچدار اوغلو ملاتړ وکړي او دا هم په ډاډه توګه نه شي ويل کېدلای چې د سنان اوغلو ټول ملاتړي به له ده سره يو ځای د رجب طيب اردوغان ملاتړ کوي، ښايي نيمايي او يا تر دې کم و زيات ترې لاره بېله کړي.

سرچینې:

[۱] https://www.independent.co.uk/news/world/europe/turkey-elections-arrests-insulting-president-erdogan-opposition-a8414146.html

[۲] https://www.telegraph.co.uk/news/2017/04/16/erdogan-claims-victory-turkish-referendum-result-swiftly-challenged/

[۳] https://www.bbc.com/news/world-europe-48739256

[۴] https://www.bbc.com/news/world-europe-63977555

[۵] https://www.economist.com/europe/2023/02/12/turkeys-earthquakes-show-the-deadly-extent-of-construction-scams?utm_medium=cpc.adword.pd&utm_source=google&ppccampaignID=18151738051&ppcadID=&utm_campaign=a.22brand_pmax&utm_content=conversion.direct-response.anonymous&gclid=CjwKCAjw1MajBhAcEiwAagW9Ma7ve7aQdyUT1RwNJAnzHPDg_5DHISdmYqlzkGOHiQ7Yh5Xc3ZWPERoCfL4QAvD_BwE&gclsrc=aw.ds#

[۶] د فيصل وريچ يوټيوب چينل