اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي ادارې مسوولین تاییدوي چې په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون دوه ښځینه کارکوونکې په یو وسله وال برید کې وژل شوي دي.
له سیمې د اطلاعات روز خبریال وایي، دغه پېښه نن (سه شنبه، ۱۲ د کب) ماسپیښن شاوخوا ۴ بجې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار د «بنګړي والو» کوڅه کې رامنځته شوې ده.
د دې ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، په دې برید کې د ټلويزون يوه ويانده مرسل او د دوبلې د څانګې دوه تنه همکارې وژل شوي.
له دې پخوا څو میاشتې وړاندې د همدې ټلوېزیون یوه خبریاله ملاله میوند هم په جلال اباد ښار کې په یو وسله وال برید کې وژل شوې وه.
