ننګرهار او لغمان کې ٣٥٥ بې‌وزله ښځو ته «مېږې» ورکړل شوې

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بېلابېلا مرستندویه موسېساتو له لوري ٣٥٥ بې‌وزلو، بې‌سرپرسته او معلولو مېرمنو ته «مېږې» ورکړل شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د مالدارۍ ریاست نن (سې شنبه، ٧ د سلواغې) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرسته د ډنمارک کډوالو ادارې (DRC) په تخنیکي او د اروپايي ټولنې او سویس پراختیایي ادارې په مالي لګښت شوې.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د دې پروسې لپاره د نوم‌‌لیکنې بهیر څو میاشتې وړاندې پیل شوی و او اوس هرې مستحقې کورنۍ ته دوه-دوه مېږې ورکړل شوې.

دغه راز د لغمان په  الینګار ولسوالۍ کې هم د یونیسف په مالي ملاتړ ١١٥ مېرمنو ته د باغچو جوړولو او مالدارۍ برخه کې مرسته شوې ده.

د دې پروګرام موخه د څارویو د ساتنې کیفیت لوړول، دودیزو غوجلو پرځای معیاري جوړښت ته لاره هوارول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت ته مثبته اغېزه رسول دی.

د دې ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کورنۍ به د دغو مرستو له لارې د لبنیاتو اړتیاوې پوره او د اضافي محصولاتو په پلور سره به  اقتصادي ملاتړ ترلاسه کړي.

د دې مرستې هدف د بې‌وزلو کورنیو د معیشت ښه‌والی او د هغوی د ځان‌بساینې لپاره عملي ګام بلل شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته