چورلکه

دفاع وزارت: میدان وردګو کې چورلکه د علیپور جنګیالیو غورځولې

اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت وایي، اسناد او شواهد ښیي، چې د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د پوځ هوایي ځواک چورلکه د نامسووله وسله وال علیپور جنګیالیو غورځولې.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن (شنبه، ۳۰ د کب) پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په هره بیه وي د دې پېښې غچ به اخلي.

نوموړي لیکلي: «ملي دفاع وزارت په هره بیه چې وي، د دې ترهګریزې پېښې د شهیدانو د وینې غچ به اخلي او عاملین به یې په سزا رسوي.»

علیپور ته یو نږدې کس محمدحسین توانا اطلاعات روز سره خبرو کې تایید کړه چې د پوځ دغه چورلکه د دوی کسانو د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالۍ کې نسکوره کړې.

هغه زیاته کړه، دغه چورلکه د دې لپاره چې د علیپور وسله والو موضع یې په نښه کوله، ویشتې ده.

ښاغلي توانا دغه راز وویل، د دې هوایي برید له امله د علیپور په مشرۍ د دې ډلې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور غړي یې ټپيان شوي دي.

د هوایي ځواک د ۷۷۷ لوا اړوند MI-17 ډوله الوتکه تېره چهارشنبه د کب په ۲۷مه د علیپور وسله والو راپرځولې وه. دفاع وزارت ویلي و چې په دې پېښې کې ۹ تنه چې څلور یې عمله او پنځه امنیتي ځواکونه ول، وژل شوي.