انځور: باختر خبري اژانس

ننګرهار کې راوتلو سیلابونو د کابل-جلال اباد لویه لاره ویجاړه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل – جلال اباد لویه لار د سېلابونو راوتو له امله ویجاړه شوې ده.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنترول لاندې فعاليت کوي خبر ورکوي چې د دغې لویې لارې په څو ځایونو کې سیلابونه راوتلي او ویجاړه کړې یې ده.

د ننګرهار د ترانسپورت رييس قاري حنظله ملنګ وايي، چې د دې لويې لارې د خلاصولو هڅې يې پيل کړې دي.

په یو شمیر نورو ولايتونو لکه پنجشير، ميدان وردګ او پروان کې هم سيلابونو مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

تر اوسه د تلفاتو او زیانونو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

سږکال په افغانستان کې تر دې مهاله د طبیعي پیښو له امله زیاتې ویجاړۍ رامنځته شوي دي.