يادونه: د مصنوعي ځيرکتيا په اړه په پراخه کچه خبرې کېږي. دا نوی را پيدا شوی ځواک د انسان رقیب دی او که يې ملګری؟ دا ليکنه چې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ده، عبدالرزاق وحيدي پکې په دې اړه ځينو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
عبدالرزاق وحيدي د ۱۳۵۵ کال پر مهال په کابل کې پيدا شوی دی. وحيدي ماشوم و چې له خپلې کورنۍ سره ايران ته کډوال شو او هلته يې زده کړې وکړې. ده تر لیسانس کچې او تر لیسانس لوړې زده کړې په اصفهان پوهنتون کې په لومړۍ درجه د رياضي په څانګه کې وکړې. وړاندې تر دې چې ښاغلی وحيدي په ۱۳۸۱ کال کې افغانستان ته راشي، کلونه – کلونه يې د ايران په پوهنتونو کې استادي وکړه. ښاغلی وحيدي په افغانستان کې هم اکاډميک چاپېريال ته دننه شو او په کابل پوهنتون کې يې د استاد په توګه دنده پېل کړه او پاتې شل کلونه يې په همدې پوهنتون کې تدريس وکړ. دی له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ کال پورې د افغانستان د کانکور کميټې غړی و او دا سرتاسري ازموينه يې د يو څو نورو همکارانو پر مټ کمپيوټري کړه. نوموړي په دې دوره کې يو بل کار دا وکړ چې د افغانستان د رياضي پوهانو ټولنه يې جوړه کړه. وحيدي د يو څه مودې لپاره په حکومتي کچه هم کار وکړ او له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د افغانستان د مخابراتو وزير و. نوموړی اوس مهال د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې د دوکتورا په کولو بوخت دی.
مرک کوونکی: سخيداد هاتف
هاتف: ښاغلی وحيدي، مننه کوم چې دې خبرو ته مو وخت ځانګړی کړ. که يې له سره پېل کړو: مصنوعي ځيرکتيا څه ده؟
وحيدي: مصنوعي ځيرکتيا په بېلابېلو بڼو تعريفېدلای شي، خو په عمومي توګه هغو کمپيوټري سيسټمونو ته اشاره ده چې کولای شي داسې چارې ترسره کړي چې معمولا انساني ځيرکتيا ته پکې اړتيا وي. موخه د داسې ماشينونو جوړول دي چې وکولای شي د انسان په څېر فکر وکړي، د انسان په څېر استدلال وکړي، يو شی زده کړي او په خپله تصميم ونيولای شي. په دې لړ کې نو د انسان درک ته ورته چارې لکه د يوې ستونزې حل کول، د الګو تشخيصول او د طبيعي ژبې درک کول شاملېږي.
مصنوعي ځيرکتيا بېلابېلې برخې لکه ماشيني زدکړه، د طبيعي ژبې پروسېس، کمپيوټري ليد او روباټيک په بر کې نيسي. ماشيني زدکړه د مصنوعي ځيرکتيا يوه مهمه برخه ده چې له الګوريتمونو او احصايوي موډلونو جوړه ده او په وسيله يې کمپيوټرونه دا توان مومي چې له کوم وړاندينۍ برنامې پرته په خپله يو څه زده کړي او د ډېټا پر اساس د يو څه وړاندوينه وکړي او يا يې هم په اړه تصميم ونيسي.
په کلي توګه مصنوعي ځيرکتيا هڅه کوي چې ځيرک سيسټمونه جوړ کړي چې وکولای شي په ځينو چارو کې تر انسان وړاندې شي لکه د خبرو تشخيص، د انځور پروسېس کول، تصميم نيول او ځينې نور شيان. په ډېری حوزو لکه روغتيا، مالي خدمات، د وړلو او راوړلو سيسټمونه او نورو کې استفاده ترې کېږي او د هرې ورځې په تېرېدو زموږ د ژوند او کار ډول بدلوي.
هاتف: د الګوريتم يادونه مو وکړه. په دې اړه که لنډ وضاحت راکړئ.
وحيدي: الګوريتمونه د هغو لارښوونو ټولګه او يا هم اجرايي سلسله مراتب او ګام پر ګام روشونه دي چې د يوې ځانګړې ستونزې د حل او يا هم يوه خاص کار د کولو لپاره طرح شوي دي او د کمپيوټري سيسټمونو په وسيله د اطلاعاتو پر پروسېس او د کارونو پر کېدلو څارنه کوي. الګوريتمونه مصنوعي ځيرکتیا سيسټمونو ته منطق برابروي او لارښوونه ورته ورکوي چې بېلګې تشخيص کړي، وړاندوينې وکړای شي او پروسېس په ښه شکل ترسره کړي.
غواړم د «ډېټا» مفهوم په اړه هم لږ وضاحت ورکړم ځکه له الګوريتم سره ټینګه اړيکه لري. ډېټا هغه معلومات او يا اطلاعات دي چې د کمپيوټري سيسټمونو په وسيله را غونډېږي، زېرمه او پروسېس کېږي. بېلابېلي بڼې لري لکه متن، شميرې، انځورونه، غږ، ويډيو او يا بل هر ډول ډيجيټلي څه. ډېټا د مصنوعي ځيرکتيا او ماشيني زدکړې لپاره بنسټيز حيثيت لري ځکه د همدې په وسيله د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه د يو څه د زده کولو، تصميم نيولو او يا د يو څه د توليدولو وړتيا پیدا کوي. د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې عموما له ډېټا د زدکړييزو ماډلونو لپاره کار اخيستل کېږي، په دې لړ کې ډېټا ته بېلګي او د الګوريتم لپاره نمونې يا Patterns ورکول کېږي.
هاتف: مصنوعي ځيرکتيا د انسان او يا حيوان له طبيعي او عامې ځیرکتيا سره څه اړيکه لري؟ يا هم په بل عبارت، کله چې د مصنوعي ځيرکتيا لپاره د «مصنوعيت» وصف کاروو، له (طبيعي ځيرکتيا سره يې) کوم توپيرونه په نظر کې نيسو؟
وحيدي: کله چې د مصنوعي ځيرکتيا لپاره د «مصنوعي» وصف کاروو، نو په حقيقت کې د ماشينونو ځيرکتيا د انسان او حيواناتو له طبيعي ځيرکتيا بېلوو. په داسې حال کې چې طبيعي ځيرکتيا يو بيولوژيکي تکامل او د انساني مغز پېچلی عمل دی، خو بالمقابل مصنوعي ځيرکتيا د انسان په وسيله د انساني ځيرکتيا د ځانګړو اړخونو د تقليد او تکرار لپاره طرحه شوې او جوړه شوې ده. مګر بايد پوه شو چې موږ لا هم د طبيعي ځيرکتيا او عمل په ماهيت په بشپړه توګه نه پوهېږو، په دې تړاو قضاوت کول سخت کار دی.
په هر حال، دا دوې حوزې د ځيرکتيا په اصلي سرچينه کې سره بېلي دي. طبيعي ځيرکتيا د بيولوژيکي موجوداتو له جوړښت او کړنې را پيدا کېږي او هغوی د دې وړ کوي چې له خپل چاپېريال سره د درک (perception)، فهم (understanding) او استدلال [اړيکه ولري] او ورسره همغږي شي. دا د ميلیونونو کلونو د تکامل پايله ده او په پېچلې توګه له احساساتو، پوهاوي او ذهني تجربو سره تړلې ده. مصنوعي ځیرکتيا د انسانانو په وسيله له الګوريتمونو، پروګرامينګ (programming) او ډېټا څخه په استفادې جوړېږي. د جوړېدو موخه يې داده چې د انسان د ځينو ځيرکتياوو تقليد وکړي لکه د يوې ستونزې حل کول، يو څه زده کول او تصميم نيول خو په غير بيولوژيکي ډول. د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه د يو لړ ځانګړو موخو لپاره جوړېږي او د هغوی ځيرکتيا تر هغو دندو پورې محدوده ده چې د هغوی لپاره له وړاندې ټاکل شوې وي، البته دوی د انساني عواطفو په اړه ژور پوهاوی او ښېکلتيا نه لري، هغه څه چې په طبيعي ځيرکتيا کې موندل کېږي.
په داسې حال کې چې مصنوعي ځيرکتيا د انځور د تشخيص او ژبې د پروسېس په برخه کې پام وړ پرمختګونه کړي دي، خو لا هم نشي کولای چې بشپړ انساني ذکاوت او درک ته ورسېږي. د «مصنوعيتوب» اړخ دا واضحه کوي چې مصنوعي ذکاوت د انسان په لاس يوه جوړه شوې وسيله ده او د ژونديو انسانانو له ذاتي ځيرکتيا بېل څه دي.
هاتف: مصنوعي ځيرکتيا څرنګه کار کوي؟ يا هم په بل عبارت، د مصنوعي ذکاوت د درک او پېژندنې د وړتيا اساس څه دی؟
وحيدي: لکه وړاندې چې ورته اشاره وشوه، مصنوعي ځيرکتيا د الګوريتمونو، ډېټا او محاسباتي وړتيا د ګډ ترکيب له مخې کار کوي تر څو ماشينونو ته د داسې کار د کولو وړتيا ورکړي چې عموما انساني ذکاوت ته اړتيا لري. د مصنوعي ځيرکتيا د درک او پېژندنې وړتيا څو مهم عنصرونه لري:
الګوريتمونه: مصنوعي ځیرکتیا پر الګوريتمونو متکي دی. د مصنوعي ځیرکتیا بېلابېلو اړخونو لکه د نمونې تشخيص (pattern recognition)، تصميم نيونې او ياد ساتنې ته د رسيدګۍ لپاره دا الګوريتمونه له ډېټا څخه جوړېږي.
ډېټا: لکه وړاندې چې وويل شول، د مصنوعي ځيرکتيا د سيسټمونو د زده کړې لپاره ډېټا اړينه ده. ماشيني زدکړه او يا هم د مصنوعي ځيرکتيا فرعي څانګه په زياته کچه ډېټا الګوريتمونو ته ورکوي، تر څو سيسټم وکولای شي يو څه زده کړي او د نمونو او په ډېټا کې د شته بېلګو له مخې د يو څه وړاندوينه وکړي او يا هم يوه پرېکړه وکړي. کيفيت، کميت او د ډېټا تنوع د مصنوعي ځيرکتيا د سيسټمونو پر اغېز او دقت تاثير لري.
زده کړه او ماشيني زده کړه : د مصنوعي ځيرکتيا موډلونو ته له ډېټا په استفادې زده کړه ورکول کېږي تر څو نمونې، اړيکې او ځانګړنې زده کړي او وکولای شي چې يو لړ ځانګړې دندې ترسره کړي. په زده کړه کې د پارامترونو تنظيم او د ورودي (input) ډېټا پر اساس د الګوريتمونو غني کول دي تر څو يې اجرايوي فعالیت ښه شي. د زده کړې ځینې تکتيکونه لکه تر نظارت لاندې يو څه زده کول، له نظارت پرته يو څه زده کول او يا هم تقويتي زده کړه د مصنوعي ځيرکتيا د زدکړييزو موډلونو لپاره استفاده کېږي.
شننه او تصميم نیونه: تر زده کړې وروسته د مصنوعي ځيرکتیا موډلونه کولای شي د نويو او کاملا تازه (unseen data) ډېټا پر اساس استنباط وکړي او تصميم ونيسي. دوی د زده کړې پر مهال لاس ته راوړې پوهه د شننې، تحليل، نويو ورودونو (inputs)، بهرنيو توليدونو او يا وړاندوينو لپاره کاروي. دا پروسه د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونو ته اجازه ورکوي چې په انځورونو کې شيان تشخيص کړي، ژبه وژباړي، د توليداتو سپارښتنه وکړي، ناروغۍ تشخيص کړي او ډېر نور کارونه وکړي.
هاتف: ايا د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه هر ځای يو ډول کار کوي؟
وحيدي: نه، په دې پوهېدل ضروري دي چې د مصنوعي ځيرکتیا ټول سيسټمونه يو ډول کار نه کوي. تکنيکونه، الګوريتمونه او ځانګړي جوړښتونه يې د بېلابېلو چارو لپاره تغيير کوي. ژوره زده کړه، د ماشيني زدکړې فرعي څانګه ده او ماشيني زدکړه د بېلابېلو کچو عصبي شبکه ده چې د درجه بندي شويو representations د استخراج لپاره له ډېټا استفاده کوي. د مصنوعي ځيرکتيا نورې تګلارې ښايي ماهر سيسټمونه، قانوني محدوديت لرونکي سيسټمونه او يا هم احتمالاتي موډلونه ولري.
ستاسو د پوښتنې په ځواب کې په کلي توګه ويلای شم چې د پروسېس، شننې او تحليل لپاره د مصنوعي ځيرکتيا د درک ځواک د ډېټا تر پراخ حجم، له نمونو څخه تر زدکړې او د همدې پوهې پر اساس د تصميم تر نيولو او وړاندوينې کولو پورې محدود دی.
هاتف: په دې وروستيو کې د مصنوعي ځيرکتيا په اړه بحثونه زيات شوي دي، تقريبا ټول يې په اړه خبرې کوي. ولې ورته په بې مخينې توګه پاملرنه زياته شوې ده؟
وحيدي: په دې وروستيو کلونو کې مصنوعي ځيرکتيا ته بې مخينې پاملرنه څو لاملونه درلودلای شي:
ټکنالوژيکي پرمختګونه: د مصنوعي ځيرکتيا په ټکنالوژيو په ځانګړې توګه د ماشيني زده کړې په برخه کې بې مخينې پرمختګونه شوي چې له امله يې د ماشيني ليد، د طبيعي ژبې په پروسېس او د خبرو د تشخيص په برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي. دې پرمختګونو د هغو پېچلو ستونزو د حل لپاره د مصنوعي ځيرکتيا پوټينشيل زيات کړی چې تصور کېده د انساني ځيرکتيا په انحصار کې دي. چټک پرمختګ او ملموسو لاسته راوړنو مصنوعي ځيرکتيا ته عامه پاملرنه را راړولې او په دې اړه يې بحثونه راپارولي دي.
عملي کارونه: په مصنوعي ځيرکتيا سمبال سيسټمونه د ځينو کارونو لپاره کارېږي لکه د ناروغيو تشخيص، بې موټروانه موټرواني، شخصي مشوره، د تقلب تشخيص او پېرېدونکو ته خدمات وړاندې کول. د واقعي نړۍ همدې کارونو د مصنوعي ځيرکتيا بدلون راوستونکی پوټينشيل او په زياتېدونکو چارو او بېلابېلو حوزو کې د ده دقت او تصميم نيونې د مصنوعي ذکاوت وړتيا څرګنده کړه چې له امله يې بحثونه راوپارېدل.
رسنيز پوښښ: رسنيو د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګونو، کارونو او پر ټولنې يې اغېز ته رسنيز پوښښ ورکړی دی او همدا چاره د مصنوعي ځيرکتيا د محبوبيت لامل شوې ده. خبري رسنيو، مستندونو او عامه فرهنګ مصنوعي ځواک په ښه توګه ښودلی او په عين حال کې د دې ټکنالوژۍ په اړه انديښنې او ژمنې هم راڅرګندېږي. دې رسنيز پوښښ د مصنوعي ځواک په اړه د پوهاوي او بحثونو له زياتوالي سره مرسته کړې ده.
اخلاقي او ټولنيزې پايلې: د مصنوعي ځيرکتیا را څرګندېدو مهمې اخلاقي، ټولنيزې او اقتصادي پوښتنې مطرح کړې دي. د کارونو څرنګوالی، خصوصي حريم، تعصب، روڼتيا، ځواب ورکولو او له مصنوعي ځواک څخه په مسوولانه توګه استفاده کول د بحث مهم موضوعات دي. خلک د مصنوعي ځيرکتيا د شوني خطراتو، ګټو او د ټولنې پر بېلابېلو اړخونو لکه کاري ځواک، زده کړې، روغتيايي څارنې او خصوصي حقونو يې د اغېزو په اړه خبرې کوي. د مصنوعي ځيرکتيا د اخلاقي او ټولنيزو بعدونو په اړه د پوهاوي زياتوالی په دې اړه د عمومي بحثونو لېوالتيا زياته کړې ده.
هاتف: په ټیليفونونو کې چې کوم کاريالونه نصبېږي …
وحيدي: هو. د ټیليفونونو له لارې د مصنوعي ځيرکتيا ابزارونو ته عامه لاسرسی د دې پديدې د عمومي هرکلي يو مهم عامل دی. د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ عامه لاسو ته لوېدلې او په ورځني ژوند کې کارېږي. د «سيري» او «الکسا» په څېر غږيز مرستيالان، په سټريم پلټفارمونو کې د سپارښتنې سيسټمونه او په ځيرکو ټیليفونونو کې د مصنوعي ځيرکتيا ځینې نورې ځانګړنې رواج شوې دي. مصنوعي ځيرکتيا ته لاسرسی او په پراخه کچه ترې استفاده د دې لامل شوې چې خلک د مصنوعي ځيرکتيا له مفاهيمو سره ډېر بلد شي او وړتياوو او محدوديتونو په اړه يې کنجکاوي او بحثونه راوپارېږي.
هاتف: تاسو د رياضي پوه ياست او په حکومتي جوړښتونو کې مو د سيسټم پر جوړونې هم کار کړی دی؛ د مصنوعي ځيرکتيا د وړتياوو په اړه ستاسو اټکل څه دی؟ يا هم په بل عبارت، مصنوعي ځيرکتيا به کوم کارونه وکولای شي او په کومو برخو کې يې د وړتياوو په اړه ناسم پوهاوی شته دی؟
وحيدي: ښه خبره داده چې ستاسو پوښتنې ته له دوو اړخونو ځواب درکړل شي. لومړی، راځم دې ته چې «د مصنوعي ځيرکتيا وړتياوې به څه وي او په کومو برخو کې ناسم پوهاوی شته دی؟» د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په اړه يو څو مهم عوامل شته دي چې له کبله يې د مصنوعي ځيرکتيا وړتياوې د درک وړ نه دي. د بېلګې په توګه محاسباتي ځواک، ځواکمنو هارډوېرونو ته لاسرسی (لکه د ګرافيکي پروسېس واحدونه (GPU) او د مصنوعي ځيرکتيا تخصصي چټکوونکي)، د پراخې کچې ډېټا او الګوريتمي پرمختګونو د مصنوعي ځيرکتيا د زده کړې او پېچلو ماډلونو د کارولو شونتيا برابره کړې ده، پېچلي سيسټمونه لکه عميقه زده کړه، تقويتي زده کړه، د طبيعي ژبې پروسېس او کمپيوټري ليد. همدارنګه د بېلابېلو څانګو تر منځ همکاري: د کمپيوټر پوهانو، ډېټا پوهانو، رياضي پوهانو، روانپوهانو، د عصبي علومو پوهانو او نورو څانګو د کارپوهانو تر منځ همکارۍ د مصنوعي ځيرکتيا وده پراخه کړې ده. د بېلابېلو څانګو دې چارې د مصنوعي ځيرکتيا د څېړنو د پرمختګ لپاره مختلف ليدونه او تخصصونه را يو ځای کړي دي.
ستاسو لومړۍ پوښتنه چې په حکومتي جوړښتونو کې د سيسټمونو د جوړولو په اړه ده، په دې اړه ځينې موارد شته دي چې له مصنوعي ځيرکتيا پکې کار اخيستل کېدلای شي البته ځينې ناسم پوهاوي هم شته چې بايد په اړه يې خبر واوسو.
په حکومتي جوړښتونو کې د مصنوعي ځيرکتيا وړتياوې
د ډېټا شننه او تحليل او د پرېکړې کولو ملاتړ: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي چې د پراخ حجم ډېټا په چټکه او ګټوره توګه تحليل کړي او د پرېکړې کولو لپاره ملاتړي مواد برابر کړي. کولای شي چې له دولتي سازمانونو او ادارو سره د پاليسيو په تحليل او شننه، د خطر په ارزونه، د سرچينو په تخصيص او د وړاندوينې په ماډل جوړونه کې مرسته وکړي.
د عمومي دندو خپلسري کول: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي چې ځينې تکراري او له وړاندې ټاکل شوي کارونه او چارې خپلسرې/ خودکاره کړي او دولتي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې پر زياتو پېچلو او ستراتېژيکو کارونو تمرکز وکړي. په دې عمومي دندو کې د ډېټا ثبتول (لکه وارده او صادره)، د اسنادو پروسېس، د مراجعينو ملاتړ او اساسي اداري چارې شاملېږي.
د طبيعي ژبې پروسېس: د مصنوعي ځيرکتيا پر اساس د طبيعي ژبې پروسېس ځينې بې ساختاره او بې جوړښته متني ډيتاوې لکه قانوني اسناد، راپورونه او عمومي احساسات تحليل او وشني. دا چاره له ځينو دندو لکه د قرارداد تحليل، له مقرراتو سره سمون، پر عمومي افکارو څار او اطلاعاتو ته په لاسرسي کې مرسته وکړي.
د تقلب تشخيص او امنيت: مصنوعي ځيرکتيا د ډېټا په لويو سیټونو کې د نمونو او بې نظميو په پېژندلو سره د احتمالي تقلبونو، سايبري ګواښونو او امنيتي نقضونو په برخه کې مرسته کولای شي. همدا راز کولای شي چې له دولتي سازمانونو سره د مهمو زيربناوو په ساتنه، د حساسې ډېټا په خونديتوب او د خطرونو په کمښت کې مرسته وکړي.
ځيرک ښارونه او زيربنا: د مصنوعي ځيرکتيا ټکنالوژۍ کولای شي د ټرافيکو د مديريت، د انرژۍ د مصرف، ضايعاتو د مديريت او عمومي امنيت په ښه کولو سره د ځيرکو ښارونو پراختيا شونې کړي. په مصنوعي ځيرکتيا سمبال سيسټمونه کولای شي له دولتي سازمانونو سره د ښې ښاري پلان جوړونې، د حمل و نقل په شبکو او زيربناوو په ساتنه کې مرسته وکړي.
د مصنوعي ځيرکتيا د وړتياوو په اړه ناسم پوهاوی
دا ناسم پوهاوی له دې را پيدا شوی چې ډېری خلک مصنوعي ځيرکتيا ته داسې وړتياوې منسوبوي چې هغه يې لا تر اوسه نه لري.
عمومي ځيرکتيا: اوس مهال د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه تر ډېره حده په ځانګړو دندو پسې تړلي دي او عمومي ځيرکتيا نه لري. دوی په يو لړ باريکو کارونو کې مخکښ دي، خو شونې ده چې په نااشنا موقعيتونو کې يې تطبيق له زدکړييزې ډېټا پرته جدي ننګونې ولري.
اخلاقي تصميم نيونه: د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه پر الګوريتمونو او ډېټا متکي دي چې کولای شي د يو اړخ پلوي وکړي او يا هم انساني تعصبونو ته انعکاس ورکړي. دا تصور چې مصنوعي ځيرکتيا ښايي له دې نيمګړتياوو تشه وي، په دې اړه يو ناسم پوهاوی دی. مهمه ده چې د مصنوعي ځيرکتيا د سيسټمونو د فعالولو پر مهال د شفافيت، انصاف او مسووليت پذيرۍ ډاډ تر لاسه شي تر څو د ناسمو پايلو او اخلاقي ننګونو مخه ونيول شي.
په انساني کچه درک: په داسې حال کې چې مصنوعي ځيرکتيا په ځينو کارونو لکه د انځور د تشخیص او ژبې د پروسېس په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو ماشينونه لا هم جامع درک او سليم عقل نه لري.
هيجاني ځيرکتيا: د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه احساسات او خواخوږي نه لري. دوی نشي کولای چې ټولنيز کړه په هغه روش سره وکړي لکه انسانان چې يې کوي، په دې توګه دوی د هغو کارونو لپاره مناسب نه دي چې هيجاني ځيرکتيا او د افرادو تر منځ تعاملاتو ته اړتيا لري.
قانوني او اخلاقي انطباق: په دولتي جوړښتونو کې د مصنوعي ځيرکتيا د استقرارولو او فعالولو لپاره قانوني او اخلاقي چارچوبونو ته اړتيا لري. د خصوصي حريم په اړه اندېښنې، د ډېټا امنيت او له مقرراتو او قوانينو سره انطباق يې بايد په دقيقه توګه وارزول شي.
واقعبينانه هيلې درلودل، د مصنوعي ځيرکتيا د قوت د نقاطو او محدوديتونو درک کول او همدا راز په دولتي سيسټمونو او جوړښتونو کې د مصنوعي ځيرکتيا د ګډولو پر مهال دا ډاډ تر لاسه کول مهم دي چې چې انسان يې په مناسبه توګه څارنه کوي او ګډون پکې لري.
هاتف: په عمومي توګه مصنوعي ځيرکتيا به هم طبعا ګټه او زيان لري. لومړی يې ګټو ته راځو. مصنوعي ځيرکتيا به نن او سبا بشر ته څه خدمت وکړي او يا يې کولای شي؟
وحيدي: مصنوعي ځيرکتيا دا پوټينشيل لري چې نن او سبا بشريت ته زياتې ګټې ورسوي. ځينې مهمې برخې چې مصنوعي ځيرکتيا پکې اغېز درلودلای شي په دې ډول دي:
آتوميشن/خپلسري او اغېز: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي چې تکراري او له خوارۍ ډک کارونه خپلسري/خودکاره کړي او کولای شي چې اغېز او ګټه يې زياته کړي، همدا راز په لګښتونو، بشري فعاليتونو او بېلابېلو صنعتونو کې سپما کولای شي. په دې توګه انساني سرچينې زيات وخت پيدا کوي چې پر نوښتيزو او پېچلو کارونو تمرکز نور وخت ولګوي.
په روغتيايي څارنه کې پرمختګونه: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي چې د ناروغۍ په ژر تشخيص، د طبي انځورونو په شننه او تحليل، شخصي ډاکټرۍ او د درملو په کشف کې مرسته وکړي. کولای شي چې د روغتيايي څارونکو له متخصصينو سره په دقيق تشخيص او روغتيايي تصميمونو کې کومک وکړي. په دې توګه کولای شي د ناروغ پايلې ښې کړي او د روغتيايي څارنې لګښتونه راکم کړي.
د پيريدونکو پرمختللې تجربې: په مصنوعي ځيرکتيا سمبال خبرې کوونکي روباټونه، مجازي مرستندويان او سکرتران او مشوره ورکوونکي سيسټمونه کولای شي پيريدونکو ته شخصي او ګټور خدمات وړاندې کړي چې د برېښنايي سوداګرۍ او بانکدارۍ په څېر برخو کې د افرادو د کار له ښه والي سره مرسته کوي.
غوره امنيت: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي د احتمالي ګواښونو د درک په موخه په ډېټا کې نمونې او بې نظمۍ وپېژني، د جرم په څارنه او مخنيوي کې مرسته کولای شي، همدا راز د امنيتي اقداماتو په زياتولو کې مرستندوی تمامېدلای شي. له دې سره – سره کولای شي سايبري امنيت په عين زمان کې د سايبري ګواښونو په پېژندلو او کمولو سره زيات کړي.
چاپېريال: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي د چاپېريال ساتنې د مسايلو په څارنه او مديريت کې مهم رول ولري. کولای شي د انرژۍ لګښت راکم کړي، د ګټورو سرچينو مديريت ممکن کړي او د اوبو او هوا په څېر ماډلونو په جوړونه، د وحشي ژوو د ژوند په ژغورنه او د ککړتيا په کنټرول کې مرسته وکړي.
حمل او نقل او ټرانسپورټي تحرک: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي د خپلسري نقليه وسايلو په فعالولو سره د حمل و نقل سيسټمونه جوړ کړي، د ترافيکو جريان ښه کړي، د تدارکاتو مديريت بهتره کړي او د سامان رسونې ټول ځنځيري فعاليت ته بدلون ورکړي. همدا راز کولای شي د حمل و نقل خوندي، ګټورې او له چاپېريال ساتنې سره ډېري برابرې شبکې جوړي کړي.
راتلونکي ته په کتلو سره مصنوعي ځيرکتيا دا پوټينشيل لري چې ډېر زيات مهم پرمختګونه به له ځان سره ولري. په لاندينيو حوزو کې يې د اغېز وړاندوينه کېدلای شي:
شخصي زده کړه: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي د زدکړې برخې ته بدلون ورکړي او د شخصي زدکړې هغه تجربې چې له اړتياوو او وړتياوو سره برابرې وي شريکې کړي. ځيرک زدکړييز سيسټمونه او د تطبيقي زدکړې پلټفارمونه کولای شي زده کړييزې پايلې بدلې کړي او زده کړو ته لاسرسی پراخ کړي.
علمي څېړنې او موندنې: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي په پراخه کچه ډېټا او نمونې تحليل کړي او د نجوم، جينوميکس، درملو په موندنه او د ميتالوژۍ (د موادو علم) په برخه کې علمي څېړنې چټکې کړي.
نړيوالې ننګونې: مصنوعي ځيرکتيا کولای د نړیوالو ننګونو په برخه کې مرسته وکړي لکه د اوبو او هوا بدلونونه، فقر او د روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې نابرابري. همدا راز کولای شي د ډېټا په تحليل، تصميم نيونه او د منابعو په تخصيص سره د سياستونو ملاتړ وکړي.
هاتف: اوس به يې زيانونو او نيمګړتياوو ته راشو. ځينې کسان د مصنوعي ځيرکتيا وحشي او ويجاړوونکې سناريوګانې انځوروي. مصنوعي ځيرکتيا له کومو لارو ښايي انساني نړۍ او د انسانانو فردي او ټولنيز ژوند ته زيان ورسوي؟
وحيدي: په داسې حال کې چې مصنوعي ځيرکتيا ګڼې ګټې لري، همدا راز يې له پرمختګ او ودې سره ځينې اندېښنې او خطرونه هم مله دي. د مصنوعي ځيرکتيا د راتلونکي په اړه هيڅوک هم په غوڅ ډول نظر نشي ورکولای ځکه دا حيرانوونکې پديده اوس د پرمختګ او ودې په حال کې ده. کېدلای شي چې مصنوعي ځيرکتيا د ټولنې او افرادو لپاره يو لړ ننګونې او خطرونه ولري.
دنده: د مصنوعي ذکاوت له لارې د دندو خپلسري کېدل ښايي د کارونو د ادلون – بدلون او اقتصادي اختلال لامل شي. شونې ده چې ځينې دندې او صنعتونه په پام وړ کچه بدل کړي او يو لړ کسان به بېکاره کړي او هغوی اړ دي چې د کار د دوام لپاره نوي مهارتونه زده کړي.
تعصب او تبعيض: د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونو ته د يو لړ پراخې ډېټا له مخې زده کړه ورکول کېږي چې ښايي د يو اړخ پلوي وکړي او ټولنيز تعصبات منعکس کړي. که په سم ډول ورته پاملرنه ونشي، د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه کولای شي اوسني يو اړخيز قضاوتونه دوامداره او پياوړي کړي او د استخدام، پور ورکولو او قانون په اجرا کې تبعيض وکړي. د مصنوعي ځيرکتيا په سيسټمونو کې د انصاف او تعصب د کمښت په اړه ډاډ تر لاسه کول ډېر مهم دي.
د خصوصي حريم او امنيت د خطراتو او اخلاقي مسايلو په اړه مو وړاندې خبرې وکړې. د بېلګي په توګه، خپلسري نقليه وسايل ښايي يو لړ پرېکړي وکړي چې ښايي مسافرينو او يا هم لارويانو ته زيان ورسوي. د دې اخلاقي پېچلتياوو حل کول او له انساني ارزښتونو او اصولو سره سم د مصنوعي ځيرکتیا له کارونو ډاډ تر لاسه کول لا هم يوه ننګونه ده.
متکيتوب او نامطلوبې پايلې: د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د مصنوعي ځيرکتيا د سيسټمونو له مدغمولو سره دا خطر شته چې ښايي تر حد زياته اتکا پرې وشي. د مهمو مسايلو په برخه کې او يا هم په زيربناوو کې پر مصنوعي ځيرکتيا تکيه کولای شي د سيسټمونو د خرابۍ او يا تيروتنې په صورت کې زيانونه واړوي او نامطلوبې پايلې ولري.
ټکنالوژيکي بېساريتوب (Singularity): ځينې کسان اندېښنه لري چې مصنوعي ځيرکتيا به تر انساني درک او کنټرول لوړه شي. د «ټکنالوژيکي بېساريتوب» فرضي سناريو مطرح کوي چې په هغه کې د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه کولای شي له انساني وړتياوو وړاندې شي او هغه څه وکړي چې وړاندوينه يې نه وي شوي. د مصنوعي ځيرکتيا په وده او استقرار کې انديښنو ته پام کول مهم دي. اخلاقي چوکاټونه، مقررات او دستور العملونه کولای شي د مصنوعي ذکاوت د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره په داسې توګه مرسته وکړي چې خطرونه را کم کړي، شفافيت زيات کړي، د مسووليت پذيرۍ تضمين وکړي او انساني ارزښتونه خوندي کړي. په ټوله کې له مصنوعي ځيرکتيا سره د تړلو خطرونو او ننګونو په تشخيص کې د سياستوالو، څېړونکو، د صنعت او ټولنې د مشرانو تر منځ همکاري ډېره مهمه ده.
هاتف: پرته له دې چې د مصنوعي ځيرکتيا ګټو او زيانونو ته پام وشي، د مصنوعي ذکاوت راتګ به د انسان په ژوند کې د ژوند پر نظم او ټولنيزو مناسباتو څه اغېز ولري؟ هدف مې دادی چې د مصنوعي ځيرکتيا جوړښتيزې اغيزې به د ژوند پر بڼو او زموږ د اړيکو پر نظام څه وي؟ همدا شېبه زه د يوې داسې ټکسي تصور کوم چې راځي او ما ښار ته وړي. دا خپلسرې/بې ډرايوره ټکسي ده او له همدې وجې به پر ټوله لار له ما سره خبرې نه کوي …
وحيدي: د انسان ژوند ته د مصنوعي ځيرکتيا په پراخه کچه راتګ به ښايي د انسان په ژوند کې د ژوند پر ډولونو او ټولنيزو اړيکو پام وړ اغېز ولري. دلته به ځينو جوړښتيزو احتمالي اغېزو ته کتنه وکړو (چې پر ځينو يې وړاندې هم غږېدلي يو).
اټوميشن Automation او استخدام: له مصنوعي ځيرکتیا او اټوميشن څخه د ګټې اخيستنې زياتوالی ښايي د استخدام سنتي جوړښتونه مختل کړي. کوم کارونه چې تکراري دي او يا هم په اسانۍ سره خپلسري/خودکاره کېدلای شي ښايي د مصنوعي ځيرکتیا سيسټمونه يې ځایناستي شي او په دې سره به د کار په بازار او ځواک کې بدلون راشي. ښايي په دې سره د افرادو بوختيا او اقتصادي حالت اغېزمن شي او افراد اړ کړي چې نوی کسب او مهارتونه زده کړي.
د انسان او ماشين تعامل: د مصنوعي ځیرکتیا د سيسټمونو په پرمختللي کېدو سره ښايي د انسان او ماشين د تعامل ماهيت تغيير وکړي. د بېلګې په توګه، خپلسرې ټکسيانې يا هم نور هر ډول خدمات چې په مصنوعي ذکاوت سمبال وي، ښايي انساني چلوونکو ته اړتيا ونه لري چې په دې توګه په يو لړ ځانګړو چارو کې انساني تعامل کمېږي. ښايي په دې سره اساني جوړه شي، مګر ښايي پر ټولنيزو کړو او په يو لړ ځانګړو برخو کې د انساني اړيکې پر اړتيا اغېز ولري.
د ټولنيزو رولونو بدلون: د مصنوعي ځيرکتيا ادغام ښايي رولونه او ټولنيز مسووليتونه له سره تعريف کړي. لکه څرنګه چې د مصنوعي ځيرکتيا سيسټمونه يو لړ ځانګړې دندې ترسره کوي، ښايي انساني افراد دې ته اړتيا ولري چې خپل رولونه له سره تعريف کړي او د تخصص او ګډون نوې زمينې ومومي. په دې سره ښايي د کار په بڼه، څارنه او د ټولنې په نورو حوزو کې تغييرات راشي.
د ارتباطاتو نوي چينلونه: ښايي په مصنوعي ځيرکتيا او هوښ سمبال ابزارونه او پلټفارمونه رواج شي لکه د خبرو-اترو (چيټ) روباټونه او يا هم مجازي مرستندويان. دا ابزار ښايي اطلاعات، مرسته او ملاتړ وړاندې کړای شي، خو ښايي عاطفي او د انساني فردي اړيکې تر منځ عناصر به ونه لري. مهمه داده چې د مصنوعي هوښ د ګټورو ارتباطاتو او معنادارو انساني ارتباطاتو د خونديتوب تر منځ انډول وساتل شي.
دا چې کوم موټروان نشته چې له تاسو سره خبرې وکړي، نو تاسو يوه بله سناريو هم طرحه کولای شئ: فکر وکړئ په خپلسرې ټکسي کې سپاره ياست او پام مو کېږي چې ستاسو موټروان خبرې کوونکی نه دی، بلکې يو شوخ بانډاري روباټ دی، دا په مصنوعي ځيرکتيا سمبال مرستندوی کولای شي هر هغه څه وکړي چې تاسو يې ترې وغواړئ، له بوختوونکو حقايقو څخه واخله، تر خندوونکو ټوکو او ان کولای شي چې له ورځني سياست څخه عجيب او نادر تحليلونه درته وړاندې کړي. په دې توګه په همدې تصور سره به مصنوعي ځيرکتيا د عجيبو شوخيو او نادرو بوختياوو سوارلۍ ته چمتو شئ.
هاتف: ما يو ځای لوستلي و چې د «لټون» په نوم عمل يوه ستونزمنه خو رغوونکې انساني تجربه ده. تاسو يو شی (د بېلګي په توګه د علمي پوښتنې په تړاو يو لړ اطلاعات) پلټئ او د دې ستونزمنې پروسې پر مهال تازه موندنې او حل لارې تر لاسه کوئ. دا لاسته راوړنې له دې امله نه دي چې ستاسو د لټون پايلې د قناعت وړ دي؛ بلکې له دې امله دي چې د پلټنې دا بهير او همدا تجربه ستاسو له ذهن سره يو تعامل کوي او بيا تاسو هماغه مخکينی انسان نه پاتې کېږئ، چې تر لټون وړاندې واست. مګر کله چې مصنوعي ځيرکتيا تر يوې دقيقې په کم وخت کې دا ټوله پروسه بشپړوي، تاسو له هغې رغوونکې تجربې بې برخې کېږئ. په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟
وحيدي: واقعا تاسو بنسټيزې نکتې ته اشاره وکړه. د لټون په اړه ستاسو نظر د پام وړ دی. دا يوه ستونزمنه انساني تجربه او په عين حال کې رغوونکې ده. لټون په حقيقت کې هڅه، انتقادي تفکر او د رشد او شخصي کشف وړتيا ده. دا يوازې د قناعت وړ ځواب موندنه نه ده، بلکې په خپله دا سفر زموږ پر ذهن او روان يو اغېز پرېږدي.
کله چې مصنوعي ځيرکتيا د پلټنې پايلې سمدستي وړاندې کوي، نو کولای شي د سنتي لټون وخت او هڅې راکمې کړي. په داسې حال کې چې د چټکو اطلاعاتو د موندنې لپاره د مصنوعي ځيرکتيا وړتيا ګټوره او اسانوونکې ده، خو البته د هغې بدلون راوستونکې تجربې د بايللو په تړاو پوښتنې راپيدا کوي.
له دې سره – سره، دې خبرې ته پام کول ضروري دي چې د مصنوعي ځيرکتيا د لټون ابزار ځواکمن مرستندويان دي چې علم ته مو لاسرسی پراخوي او د نويو موندنو لار پرانيزي. مصنوعي ځيرکتيا کولای شي په پراخه کچه اطلاعات وارزوي، بېلابېل ليدونه وړاندې کړي او موږ د دې وړ کړي چې لا زياته هڅه وکړو او خپل پوهاوی زيات کړو.
همدا راز، د لټون د دوديز بهير نشتون د ودې او شخصي بدلون د له منځه تللو مطلب نه ورکوي بلکې دا فرصت برابروي چې انرژي او تمرکز د نورو فکري فعاليتونو لور ته واوړي، لکه انتقادي شننه، د ستونزې نوښتيزه حل موندنه او يا هم په داسې بحثونو کې د ښکېلتيا فرصت چې د ساده اطلاعاتو تر ارزونې ډېر لوړ وي.
په اخر کې ويلای شم، له مصنوعي ځيرکتیا د استفادې د ګټو او دې درک تر منځ دا تعادل مهم دی چې د متفکرانه لټون، انتقادي تفکر او له شاوخوا نړۍ سره د تعامل له لارې انساني تجربې او شخصي وده زياتېدلای شي.
هاتف: د پوهنتون د يوه استاد په توګه څه فکر کوئ چې زدکړييزو بنسټونو ته د مصنوعي ځيرکتيا راتګ ګټور دی؟
وحيدي: زه شخصا د دې موضوع په اړه خوشبين يم او په زدکړييزو موسېسو کې د مصنوعي ځيرکتيا د احتمالي ګټو په اړه مې دلايل دادي:
شخصي زده کړه: مصنوعي ځيرکتيا د زده کوونکو له فردي اړتياوو او زده کړې له سبکونو سره د مناسبو شخصي تجربو په رامنځته کولو سره مرستندوی تمامېدلای شي. د تطبيقي زده کړې پلټفارمونه کولای شي هدفمندې سپارښتنې وکړي، تطبيقي ارزيابۍ او بې ځنډه ځوابونه وړاندې کړای شي او په دې توګه د زده کړې بهیر را ښه کړي.
ځيرکه زده کړه: په مصنوعي ذکاوت سمبال سيسټمونه کولای شي په شخصي توګه مرسته وکړي او له زده کوونکو او ښوونکو سره په هغو ځايونو کې کومک وکړي چې دوی ورته اړتيا لري. دا سيسټمونه له فردي پرمختګ سره همغږي کېدلای شي، کولای شي توضیحات ورکړي او زده کړې د لا ښه والي په موخه هدفمند تمرينونه ورکولای شي.
د ډېټا تحليل او شننه: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي د زده کوونکو له لوري پراخه توليد شوې ډېټا لکه په کانکور کې راټوله شوې ډېټا تحليل کړي او له پاليسي جوړوونکو سره د زده کوونکو او ښوونکو د عمومي فعاليت، ګډون او زدکړييزو نمونو په تړاو د يو ليد په لاس ته راوړلو کې مرسته کولای شي. د ډېټا پر اساس دا چلند زدکړييزې لارښوونې ښې کولای شي، درسي برنامو ته پراختيا ورکولای شي او همدا راز د زده کوونکو په تعامل کې مرسته کولای شي.
د اداري دندو اټومېشن Automation: مصنوعي ځيرکتيا کولای شي اداري دندې لکه د نومرو ارزونه يا هم د راپور لیکل خپلسري کړي او استادانو ته زيات وخت ورکړي چې پر زدکړييزو برنامو، فردي زدکړې او د زده کوونکي او استاد پر معنادارې اړيکې تمرکز وکړي.
ګډه زده کړه: د مصنوعي ځيرکتيا ابزارونه کولای شي د ګډو زدکړو د تجربو فرصت برابر کړي، له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له لېرې له يوه-بل سره کار وکړي، د يوه بل ځواب تحلیل کړي او په ډلييزو پروژو کې ګډون وکړي.
هاتف: په دې اړه اندېښنې هم لرئ؟
وحيدي: حتما. دا سکه دوه مخې ده. په دې حوزه کې ځينې ملاحظات، محدوديتونه او اندېښنې دادي:
اخلاقي اندېښنې: په زده کړه کې د مصنوعي ځيرکتيا له اخلاقي استفادې ډاډمن کېدل ډېر مهم دي. د زده کوونکي له حقونو د ملاتړ او عدالت د ترويج لپاره بايد خصوصي حريم، د ډېټا امنيت، د الګوريتمونو تعصب او شفافيت ته په دقيق ډول پام وشي.
د استاد او زده کوونکي اړيکه: په داسې حال کې چې مصنوعي ځيرکتیا ملاتړې ده، په عين حال کې بايد د استاد او زده کوونکي انساني تعامل او اړيکه هم ناديده ونه نيول شي. استادان په زده کړه، لارښوونه او د زده کوونکو د مهارتونو په پالنه او انتقادي تفکر په وده کې مهم رول لري.
برابري او لاسرسی: په زده کړه کې له مصنوعي ځيرکتيا استفاده بايد په برابره توګه وي او لاسرسی ورته يو ډول وي. د نابرابريو د مخنيوي لپاره اړينه ده چې ډاډ تر لاسه شي چې ټول زده کوونکي د دوی ټولنيز-اقتصادي وضعيت او ټکنالوژيکي سرچينو ته له پام پرته په يو ډول د مصنوعي ځيرکتيا ابزارو ته لاسرسی لري.
د ټکنالوژۍ ډاډمنتيا: په زدکړييزو موسېسو کې د مصنوعي ځيرکتيا ادغام د ټکنالوژۍ د زيربناوو په ډاډمنتيا او استحکام پورې اړه لري. زيربنا، زده کړه او تخنيکي ملاتړ د دې لپاره ډېر مهم دی.
هاتف: غواړم له تاسو دا پوښتنه هم وکړم چې په مصنوعي ځيرکتيا کې به زموږ سهم څه وي؟ ايا د بشر له دې نوي خپلوان سره به اړيکه ولرو؟ کله او په کومه کچه؟
وحيدي: زه ستاسو همدا پوښتنه همداسې پرانيستې پرېږدم، تر څو د دې بحث لېوال خلک خپل نظر په تبصرو کې راسره شريک کړي او غواړم يو فلسفي بحث ته ولاړ شم چې ښايي ستاسو د پوښتنې ځواب هم تر يوه حده پکې وي. لکه څرنګه چې وويل شول چې مصنوعي ځيرکتيا له انساني چلند او تعاملاتو زده کړه کوي، هغه الګوريتمونه چې د هغو پر اساس د فېسبوک او ټويټر په څېر پلټفارمونه جوړ شوي له هغې زهرجنې او د خصومت ډکې ډېټا زده کړه کوي چې موږ يې پر مجازي نړۍ نشروو او په دې توګه کولای شي د افغانستان د يوه انسان په اړه خپل درک ولري.
هاتف: يعنې زموږ دېټا د يوه انځور په بڼه بيرته موږ ته را ګرځول کېږي او که تر نورو رسېږي؟
وحيدي: همداسې ده. دا چاره په اوږد مهال کې نامطلوبې پايلې درلودلای شي. که يوه ورځ مصنوعي ځيرکتيا تر انساني وړتيا لوړ ظرفيت وموند، ښايي د هغې ډېټا له مخې چې زدکړه يې ترې کړې د انسانيت يو ډول د ځان دښمن وګڼي. دا متن له مغرضانه او منحرفې ډېټا څخه د مصنوعي ځيرکتیا د زده کړې په تړاو پر ممکنه خطراتو او اخلاقي ملاحظاتو ټينګار کوي. دا د افلاطون د «غار تمثيل» دی، مصنوعي ځيرکتيا چې تر ورودي ډېټا پورې محدوده وي ښايي (دښمني پنځوونکي او مغرضانه اطلاعات) د يوه کلي واقعيت په توګه ومني.
کله چې پر دې قضيې د نورو فلسفو مطالعاتي ليدونه هم ور زياتوو، نو راته جوتېږي چې دا يوه معقوله ادعا ده. مثلا، د سارتر د «بد ايمان» يا د «bad faith» (ځينې وختونه په «سوء نيت[۱]» هم ژباړل شوی) مفهوم ته په پام، مصنوعي ځيرکتيا په حقیقت کې کولای شي زهرجنه ډېټا ومني او د بشر د خيرغوښتنې له طبيعت څخه بيخي انکار وکړي.
همدا راز، کله چې کانټ د کليت او ضرورت له مخې په دې اړه بحث کوي چې موږ د بشر په توګه غواړو «ځينې وختونه له يو لړ ځانګړو تجربو د ټولو پېښو په تړاو يوه نتېجه واخلو»، [په داسې صورت کې] څرنګه کولای شو له مصنوعي ځيرکتيا چې احساسات او بشري عواطف هم نه لري دا تمه وکړو چې له دې متفاوت چلند وکړي. سمه ده چې پوهان هڅه کوي يوازې د «اخلاقي اصولو» له مخې چلند وکړي او د همدې اقداماتو له کبله مصنوعي ځيرکتيا په «نړيواله» توګه استفاده شي، خو زموږ کومه په زهرو لړلې ډېټا چې پر مجازي نړۍ خپرېږي، ښايي په الګوريتمونو کې اخلال را پيدا کړي او دا نړيوالتوب له ستونزو سره مخ کړي.
زه هيله لرم چې د افغانستان خلک په هيومانيسټک يا بشرپالي ليد سره او له تعصبونو او خرافي باورونو لېرې خپل ځان له نړيوالو پرمختګونو سره همغږی کړي. موږ بايد پام وکړو چې د مصنوعي ځيرکتيا د حوزې په شمول له موږ سره د همدې پرمختللې ټکنالوژۍ د چلند په کولو کې زموږ خپل رول اساسي دی.
[۱] منوچهر بزرګمهر د سارتر په ژباړه کې، د موريس کرنستن په قلم (خوارزمی، ۱۳۵۰، ص ۸۷)