د خوست اوسېدونکي: شته روغتيايي اسانتياوې کافي نه دي

اطلاعات روز: د خوست ولايت اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې ولايت کې روغتيايي اسانتياوې خورا کمې او وړاندې کېدونکې روغتيايي خدمتونه بسنه نه کوي.

دوی د مجهزو روغتونونو او اسانتياوو نشتوالی لويه تشه بولي او وايي چې ځينې ناروغان له ناچارۍ پلازمېنې کابل او يا پاکستان او هند ته وړي.

د خوست ښار اوسېدونکی حاجي سخي وايي چې د مرکزي ملکي روغتون په ګډون په ولسواليو کې د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو کيفيت سم ندی او په دې برخه کې زيات کار ته اړتيا ده.

سخي اطلاعات روز ته وويل چې د خوست مرکزي روغتون دې پياوړی او لږ تر لږه د زون په مرکز ګردېز کې دې يو لوی او مجهز روغتون جوړ شي، چې د شاوخوا ولايتونو د خلکو روغتيايي ستونزې ور سره حل شي.

نوموړي زياته کړه: «اول بايد قوي شفاخانې او ډاکټران دلته ولرو چې زموږ مريض له پاکستان څخه خلاص شي. زموږ مريض چې پاکستان ته ځي، ۵۰ يا ۶۰ زره روپۍ خو په لاره کې ترې ځي. نو دلته دې مجهزه شفاخانه جوړه شي، دولت خو عاجز ندی، کولی يې شي.»

که څه هم اوسمهال په ګردېز کې د زون په کچه شاوخوا ۲۰۰ بستريز ساحوي روغتون شته، خو د پکتيا د ولايتي چارواکو په ګډون د دې ولايت اوسېدونکي هم نيوکه کوي چې دا روغتون د زون ولايتونو ته کفايت نکوي او بايد د ولسمشر له ژمنې سره سم بل له ۳۰۰ ــ ۴۰۰۰ بستريز روغتون جوړ شي.

د لکڼو اوسېدونکی لاهور خان لکڼوال وايي چې هر کال له افغانانو څخه په بهرنيو هېوادونو کې د ناروغانو په درملنه سلګونه میليونه افغانۍ لګيږي، خو په خبره يې که هغه اړينې روغتيايي اسانتياوې دلته برابرې شي، نو دا پيسې به خلکو ته بچت او يا په کور د ننه مصرف شي.

لکڼوال وويل: «که دا ستونزه دلته حل شي، چې دلته مجهز او عمومي شفاخانه ولرو، هر څه به سم شي. هلته مرو، مصارف مو ډېر کيږي، شل رقمه تکليفونه وي. اکثره خلک اوس په دې مشکلاتو کې لګيا دي.»

يو تن ناروغ لرونکی حاجي داود، چې خپل ناروغ يې د خوست ملکي روغتون ته راوړی، په دولتي روغتونونو کې د تجهيزاتو کموالی لويه ستونزه بولي او وايي چې ډېر خلک په خصوصي روغتونونو کې د لوړو قيمتونو له امله درملنه نشي کولی.

داود د ولسمشر د هغې ژمنې پر پلې کېدو ټينګار کوي چې شاوخوا درې کاله وړاندې يې ويلي و، چې په ګردېز کې به د زون په کچه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ بستره مجهز ساحوي روغتون جوړ شي.

هغه وايي: «موږ روغتون غواړو، خو بايد مجهز سامان الات پکې موجود وي، دوا، لابراتوار، ډاکټران، نرسان او هر څه ولري، په داسې ډول چې موږ نور پاکستان يا هند ته محتاج نشو.»

د خوست ولايتي شورا هم د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې روغتيايي ستونزې زياتې يادوي او وايي چې اړوندې دولتي او غير دولتي ادارې دې يادې برخې ته جدي پام وکړي.

دوی په قلندر، موسی خېلو او سپېره ولسواليو کې ستونزې تر نورو هغو خورا زياتې يادوي او په دې سيمو کې د لازم روغتيايي پوښـښ غوښتونکي دي.

د خوست ولايتي چارواکي هم په تېر کې په روغتيا سکتور کې د ستونزو زیاتوالی مني او وايي چې اوسمهال په دې برخه کې ښه والی راغلی دی.

د خوست د والي وياند طالب منګل وايي چې په دې برخه کې د يو عملیاتي پلان له مخې به په خوست کې روغتيايي خدمتونه لا زيات او ښه شي.

منګل وويل: «د دې عملياتي پلان له لارې موږ وکولی شول چې د عامې روغتيا په برخه کې زيات اصلاحات رامنځته او خدمات نور هم پراخ کړو. تېر کال موږ زياتې لاسته راوړنې لرلې او هڅه مو دا ده چې لرې پرتو سيمو ته روغتيايي خدمات وغځوو.»

د يادونې ده چې د ګڼو نورو ولايتونو په څېر خوست ولايت ته هم د شاوخوا دېرش کلونو پخوانۍ سرشمېرنې پر بنسټ حقوق او امتيازات ورکول کيږي، چې د خلکو په خبره يې اوسمهال د خلکو شمېر ته په کتو خورا کم دي.

اوسمهال هم په ګردېز کې حوزوي روغتون ته له خوست او پکتيکا ولايتونو څخه بېلابېل ناروغان راوړل کيږي، خو ځينې يې د لازمو تجهيزاتو د کموالي له امله کابل ته لېږدول کيږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه