لغمان کې په بېلابېلو پروژو کې ۲۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ٤٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت يو شمېر پروژې پېل شوي چې پکې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس زرکمر وایي، چې په الیشنګ ولسوالۍ کې یې د ملګرو ملتونو د  UNOPS ادارې د ٤٥٠ ميليونه افغانيو په مالي ملاتړ د پنځو پراختيايي پروژو چارې پېل کړې دي.

د نوموړي په خبره په یادو پروژو کې د نویو سړکونو جوړول، استنادي دیوالونو جوړول، د اوبو کانالونو پاکول او نورې پروژې شاملې دي چې چارې به یې په نږدې راتلوونکي کې بشپړې شي.

زرکمر زیاتوي: «د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د یونپس ادارې له لوري مختلفې پروژې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پېل شوي، چې پکې  د ٢٠٠ کيلومتره نوي سړک جوړول، د ٤٠٠ کيلومتره سړکونو ترميم، د ٣٠ کيلومتره استنادي دېوالونو جوړول، د ١٢٠٠ کيلومتره کانالونو پاکول شامل دي چې پکې ۲۴ زره کسان ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.»

په ورته مهال د لغمان اوسیدونکي هم د یادو پروژ پېل ته خوښ دي او له مسوولو چارواکو او مرستندویه ادارو د ورته نورو بنسټیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.

د لغمان ولایتي چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د یو شمیر پروژو د پلي کیدو خبر ورکوي چې، د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې خلک د متوازن انکشافي پروژو شکایت کوي او له طالبانو په دې برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.