ښځې په يوازيتوب او مخالفت کې؛ د وروستيو دوو کلونو پر مهال د ښځو د اعتراضونو لوړې-ژورې

هره مياشت يو ځل د خپلو حاضريو د لاسليکولو لپاره اړوندو ادارو ته ځي، خو د ننوتلو اجازه نه لري ځکه چې د دوی پر دننه ورتګ بنديز دی.

د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري مياشتې پر ۲۶مه د اشرف غني په مشرۍ د حکومت تر پاشل کېدو وروسته، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې وويل، چې په ټولنه کې د ښځو حضور مهم دی. ده زياته کړه: «ښځې بايد په اسلامي چوکاټ کې په ټولو برخو کې کار وکړي او د ښځې او نارينه تر منځ بايد هيڅ ډول تبعيض نه وي.» تر دې يو څو ورځې وروسته، طالبانو د دولتي بنسټونو کارمندو ښځو ته امر وکړ چې د شرعي اصولو پر اساس د بېلو او مناسبو ځايونو د چمتو کېدو تر وخته دې په کورو کې پاتې شي. له هغه وخته تر اوسه، د ابتدايي دورې له ښوونکو، روغتيايي کارمندانو او د طالبانو په امنيتي ادارو کې له ښځينه کارمندانو پرته، د نورو ټولو دولتي بنسټونو ښځینه کارمندانې په کورونو کې ناستې دي.

د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري تر ۲۶مې يوه مياشت وروسته طالبانو اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې دې له شرعي اصولو سره سم د زده‌کړييز چاپېريال د برابرېدو تر وخته په کورونو کې پاتې شي. اوس د دې ژمنې دوه کاله پوره کېږي او نجونې په دويم کال کې هم له هر ډول منځنيو او لوړو زده کړو بې برخې ساتل شوې دي.

له دې سره – سره، طالبانو په ټولو برخو کې د ښځو د شتون په اړه فرمان ورکړی او بنديزونه يې لګولي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ ويلي، چې د داسې فرمانونو شمېر تر پنځوسو رسېږي. دې فرمانونو د ښځو د تګ – راتګ پر حق، د جامو اغوستلو پر ډول، چال چلند او زده کړو، کار، روغتيا او عدالت ته پر لاسرسي، د اعتراض پر حق او د ښځو د بيان پر ازادۍ بنديزونه لګولي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پخوانۍ کارمنده او يوه معترضه ښځه مرسل مبشر وايي: «داسې الفاظ نشته چې د افغانستان د ښځو افسوسناک حالت تشرېح کړي؛ وحشت دی. هيڅ داسې برخه نشته چې په هغې کې ښځې امنيت ولري؛ په جسمي، رواني، عاطفی، مالي، حقوقي او له ښځو سره په اړوندو نورو ټولو برخو کې له ننګونو سره مخ دي. که د ټولنې له کچې راښکته شو، نو طالبانو حتا د خلکو شخصي ژوند هم ويجاړ کړی دی»
دا وايي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال طالبانو يو شمېر هيوادوال په بې رحمانه توګه شکجه کړي او وژلي دي. همدا چاره د دې لامل شوې چې په زرګونو خلک کډوال شي او په سلګونو کورنۍ وپاشل شي. له دې سره – سره، د کورنيو نارينه د طالبانو د فشارونو له وجې اړ شوي چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي بنديزونه په کورني چاپېريال او کورنيو کې عملي کړي چې دې چلند ډېر زيات منفي اغېز کړی دی.

طالبانو ملکي وګړي په ډلييزه توګه وژلي او جنګي بنديان يې له قضايي بهير پرته اعدام کړي دي، چې په دې سره د جنګي جنايت مرتکب شوي. د بښنې د نړيوال سازمان د سويلي اسيا کمپاينره سميرا حميدي وايي، چې طالبانو د ښځو د تابع کولو لپاره په ټول هيواد کې د «شديدې» او «سيسټماټيکې» جنسيتي ځورونې کمپاين پېل کړی دی.

خلاقانه اعتراضونه

کومې ښځې چې د بن تر مذاکراتو وروسته د طالبانو د پخوانيو اعمالو له وجې د هغوی مخالفې وې، د دې ډلې په هر فرمان ډېرې ناراضه شوې او د دې وضعيت د بدلون په موخه يې په تېرو دوو کلونو کې اعتراضونه وکړل. د ښځو اعتراضونه د ۱۴۰۰ کال د زمري مياشتې له ۲۴مې بيا د ۱۴۰۱ کال د زمري مياشتې تر ۲۴مې پورې تر ډېره حده په لارو او کوڅو کې له جبري حجاب پرته ترسره کېدل، خو ورو – ورو د معترضو ښځو د کار بڼې تغيير وکړ او اعتراضونه له لارو او کوڅو څخه تر کورنيو غونډو محدود شول. زيات وخت نه و تېر شوی چې طالبانو د ښځو د کورنيو راټولېدنو او غونډو د ځپلو لپاره هم اقدام وکړ او ښځينه معترضينې يې تعقيب کړې.

ليلا يوه معترضه ښځه ده چې د يوه کال او شپږو مياشتو پر مهال يې د ښځو په ټولو اعتراضونو کې ګډون کړی دی. دا وايي چې معترضې ښځې هره ورځ اړې شوي چې د خپلو اعتراضونو بڼه بدله کړي. د دې په وينا، ښځې د خپلې ناخوښۍ او نارضايتۍ د بيان او وضعيت د بدلون لپاره سندرې وايي، رقص کوي او له نقاشۍ او تياتر څخه استفاده کوي او خپل کورني او پټ اعتراضونه يې متنوع کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ښځو په اعتراضي توګه چادرۍ واغوستې او ونڅېدې. د دې نجونو «مستعار» نومونه کاتارينا، رووفا، ليزا، ربابه او سوفيا دي.

دا نجونې د طالبانو د رهبر هبت الله اخوندزاده وروستيو څرګندونو ته چې ويلي يې و د افغانستان ښځې يې «اصلاح» کړې دي، په ځواب کې له چادرۍ (ځانګړی طالباني حجاب) سره ونڅېدې. دوی د خپلې نڅا ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره کړه. ليزا د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي زده کوونکې ده. دې واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې په کابل کې د افغانستان له يوې رسنۍ سره کار کاوه خو د حکومت په پاشل کېدو سره وضعيت بدل شو او په کومې رسنۍ کې چې دې کار کاوه هغه وتړل شوه او دا په کور کیناسته.

له دې سره – سره يې کشره خور چې په روشن دلان ښوونځي کې يې د ځانګړې برنامې له لارې زده کړې کولې، د طالبانو له لوري د دې مکتب تر تړل کېدو وروسته پر کور شوې ده.
ليزا وايي، سره له دې چې خپل برخليک يې نه دی معلوم، خو د ړندې خور او نورو په سلګونو نجونو کړاو يې ځوروي. ليزا زياتوي: «موږ هره ورځ مرو. د طالبانو هېله داده چې د دې کړاو په اړه چوپې پاتې شو. زه د ښځو د ژوند پر دې وضعيت د اعتراض لپاره له هرې وسيلې کار اخلم. زه د لارې پر سر يو بدترين مرګ هم تر دې ژوند غوره بولم.»

سوفيا وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د ښځو د سخت ژوند په تړاو د اعتراض بيانولو لپاره له ټولو وسايلو استفاده کړې ده او تر هغو به دې اعتراض ته دوام ورکوي چې وضعيت بدلون وکړي. سوفيا وايي: «د زيات پام را اړولو لپاره او د جبري حجاب د مسخره کولو لپاره له چادرۍ سره ونڅېدم. غواړم دا ثابته کړم چې زما اعتراض د کډوالۍ لپاره د کېس له برابرلوو سره کوم تړاو نه لري بلکې موږ په افغانستان کې د ښځو د ژوند پر اوسني وضعيت او د طالبانو پر جنايتونو اعتراض کوو.»

سره له دې چې طالبانو د اعتراضونو د ځپلو او د هغو د مخنيوي لپاره زيات بنديزونه لګولي، خو په لويو ښارونو کې مدني اعتراضونه خلاقانه او متنوع وو.

معترضينې د ښځو لپاره د ځانګړي کتابتون، د نجونو لپاره د ځانګړي کورني ټولګي او د ښځو لپاره د ځانګړي انلاين پوهنتون په جوړولو سره توانیدلي چې د طالبانو سختدريځي سياستونه وننګوي او خپلو اعتراض ته یې دوام ورکړی دی.

په دې توګه د مدني اعتراضونو او نافرمانيو له لارې د سلګونو خلکو دريځ تغيير کړی او هغوی په افغانستان کې د ښځو د زده کړې د جرم بللو پر ځای، د ښځو رضاکارو زده کړو ته مخه کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بېنټ او د بښنې د نړيوال سازمان کمپاينره سميرا حميدي د افغانستان د ښځو دا مقاومت او اعتراض خلاقانه ګڼي او زړور اقدام يې بللی. له دې سره – سره، داسې ښکاري چې د ښځو د لارو او کوڅو او پټ اعتراضونه نه دې زيات شوي او ښځينه معترضينې په مجازي فضا کې زياتې فعالې شوې دي.

ايرنا چې يوه معترضه ښځه ده او زده‌کړييز فعاليت کوي، وايي: «دا زده کړې رسمي او پراخې نه دي او د نننۍ ټولنې اړتيا نشي پوره کولای. که څه هم موږ او زده کوونکي هيڅ بد کار نه کوو، خو بيا مو هم ژوند د مجرمانو په څېر دی. موږ هر وخت دا وېره لرو چې هسې نه سبا ونيول شو او يا هم زده کوونکو ته څه ور پېښ نشي او مجازات نشو. ولې بايد دا مجرمانه ژوند وي؟ زه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکوم، ولې بايد دا دروند پېټی زما پر اوږو وي؟ ولې د زده کوونکو نجونو کتاب بايد تور وي؟ اړتيا داده چې بنديزونه لېرې کړل شي او نجونې وکولای شي چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي.»

ايا په لارو او کوڅو کې د اعتراضونو کمېدل د رضايت په معنا دي؟

Photo: Ebrahim Noroozi/AP

نیونې او شکنجې

ليلا چې ۵۰ کلنه ده او د کابل ښار په يوه ښوونځي کې ښوونکې ده، ټينګار کوي چې طالبانو له هرې ممکنه لارې د ښځو اعتراضونه ځپلي دي او خلکو ته يې هم ويلي، چې معترضو ښځو د کېسونو جوړولو لپاره اعتراضونه کول. ليلا وايي: «د وروستيو دوو کلونو پر مهال طالبانو معترضې ښځې فاحشې، د امريکا او غرب نوکرانې وبللې او د هغوی پر وړاندې يې له هيڅ ډول اذيت  څخه لاس وانخيست. د بېلګې په توګه، موږ د پوهنتونونو د تړل کېدو په مقابل کې اعتراض وکړ او په دهبوري څلورلارې کې يې محاصره کړو او دومره يې ووهلو چې د غاړې رګونونو ته مې تاوان رسېدلی او اوس سر هم نشم پورته کولای.»

دا معترضه ښځه د يوې بلې معترضې ښځې قضيې ته اشاره کوي چې له خپل کارځای څخه ونيول شوه او وايي، چې طالبان يوازې په زور په لارو او کوڅو کې د ښځو د اعتراضونو مخه نه نيسي، بلکې طالبان هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو پر ښځو فشار راولي.
دا زياتوي: «طالبانو بيا – بيا هڅې وکړې چې فعالې او معترضې ښځې ونيسي. ډېری ښځې د خپلې څيرې په بدلولو سره له کورونو وتلې، خو وپېژندل شوې او وروسته ونيول شوې. مثلا ډاکټر زهرا حق پرست يې هغه مهال په خپل کلينيک کې ونيوله چې موږ پر ټیليفون خبرې کولې او ما د يوې نړيوالې غونډې لپاره د ښځينه معترضينو د اعلاميې متن ليکه. د دې تر نيول کېدو وروسته يې له اتو نامعلومو شمېرو ماته ميسيجونه وکړل او زما د موقعيت پوښتنه يې وکړه. ما ټول سيمکارټونه مات کړل او د يوې ملګرې کره ولاړم. دوې ورځې وروسته ګاونډيانو راته وویل، چې طالبان زما کور ته راغلي و، زما کار ځای ته تللي و او د کور په شاوخوا کې يې زما په اړه پوښتنې کړې وې.»

دا معترضه ښځه وايي، چې د همدې وضعيت له وجې يې کابل پرېښود خو د مېړه کورنۍ يې دا کورني ژوند ته مجبوره کړه. ليلا وايي: «تر ډېر وخت وروسته کور ته ولاړم. ګاونډیان او حتا د مسجد ملا زما کور ته راغلل او له ما يې وغوښتل چې له اعتراضه لاس واخلم او په سيمه کې شر جوړ نه کړم. په اخر کې مجبوره شوم چې خپل ۲۵ کلن کور پرېږدم. پاسپورټ راسره نه و، د سپين بولدک قاچاقي لاره مې په مخه کړه خو د خسر کورنۍ زما د تګ مخه ونيوله. دوی زه خپل کور ته بوتلم او زنداني يې کړم. هلته مې د خپلو اولادونو د ليدلو حق نه درلود او حتا په ټیليفون کې مې د خبرو حق نه درلود. دې وضعيت اته مياشتې دوام وکړ، تر دې چې يو څه باوري شول چې زه له اعتراضونو لېرې شوې يم. دا چې محدوديتونه يو څه کم شول، د خپل خسر د کور د ښځو او خپلو ماشومانو په مرسته له هغه ځايه وتښتېدم.»

دا معترضه ښځه چې په کابل کې ژوند کوي، وايي: «کله چې زه يوه سپين سرې ښځه په داسې حالت کې يم. نورې نجونې تر ما په څو چنده بد حالت کې دي او تاسو هم په خبر ياست. طالبانو حتا پر کورنيو فشار راوړی چې ښځې د طالبانو پر وړاندې له اعتراض کولو راوګرزوي. دې فشارونو پر اعتراضونو اغېز کړی او په لارو او کوڅو کې او حتا پټو اعتراضونو د پراخېدو مخه يې نيولې ده. خو دا د دې معنا نه ورکوي چې معترضې ښځې تسليمې شوې دي، يا هم له افغانستانه وتلې دي.»

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم پر ۱۲مه ظريفه يعقوبي او د دې څلور نارينه همکاران د کابل په لوېديځ کې د يوې خبري غوڼډې پر مهال ونيول او د (۱۴۰۱ کال د مرغومې پر ۱۷مه) د «روزنه امید» سازمان مسئول سلطان علي ضيايي د دې سازمان د يوه غړي په کور کې ونيول شو. ښځينه معترضينې وايي، چې د طالبانو فشار د دې لامل شو چې په افغانستان کې په لارو او کوڅو کې د ښځو د اعتراضو مخه ونيسي او کله چې ښځو بديلو لارو ته مخه کړې نو اواز يې په سمه توګه په رسنيو کې نه دی خپور شوی.

يوه معترضه ښځه مريم معروف آروين وايي: «په لارو او کوڅو کې يې اعتراضونه وځپل شول، ښځو په سرپټو ځايونو کې اعتراضونو ته مخه کړه، خو زيات وخت نه و تېر شوی چې دا اعتراض هم وځپل شول او ښځو ونشوای کولای چې په سرپټو ځايونو کې هم په زيات شمېر راټولې شي. بل اړخ، ته رسنيو دې اعتراضونو ته کم پوښښ ورکړ. د بېلګې په توګه، الجزيره په سرپټو ځايونو کې اعتراض د اعتراض په توګه نه پېژني. د بي بي سي لپاره يو شمېر اعتراض کوونکي مهم دي. د دوی لپاره دا مهمه نه ده چې وضعيت د ښځو د پراخې راټوليدنې مخه نيولې ده او همداسې نورې په لسګونو رسنۍ.»

دا زياتوي چې معترضې ښځې په خپله اړې شوي چې د اطلاع رسونې دندې ته مخه کړي او پر ټولنيزو رسنيو خپل فعاليت پراخ کړي. د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پخوانۍ کارمنده مرسل مبشر وايي، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو او د القاعدې د تروريستانو او د دوی د نورو مرستندويانو تر واکمنۍ لاندې خپلو هيڅ ډول غوښتنو ته ونه رسيدې او له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي. له همدې کبله د ښځو اعتراض دوام لري او بايد جدي وګڼل شي. دا زياتوي: «د افغانستان د ښځو اعتراض که يوه ښځه هم په يوه سرپټي ځای کې کوي، بايد جدي وګڼل شي ځکه چې د افغانستان ښځې له يوې مدني ډلې سره نه دي مخامخ چې وکولای شي لارو او کوڅو ته ووزي او اعتراض وکړي. معترضې ښځې له يوې داسې ډلې سره مخامخ دي چې د ځانمرګو کنډک لري. د ښځو په اړه د دې ډلې نظر دادی چې هغوی وينځې او جنګي غنيمت ګڼي، د دوی په اند دا ښځې د کفري نظام پاتې شونې دي او د هغوی پر خلاف هر څه کول روا ګڼي. په زندان کې چې معترضې ښځې شکنجه شوې دي او جنسي تاوتريخوالی ورسره شوی دی، په اړه يې راپورونه خپاره شوي دي او همدا خبره تاييدوي. تر دې د زيات څه تمه نشي کېدلای او همدا اعتراضونه په همدې حد کې د ستاينې وړ دي او معنا يې داده چې طالباني استبداد او ظلم نه مني.»

دا ټينګار کوي چې نړيوالو بنسټونو نه يوازې دا چې د معترضو ښځو ملاتړ نه دی کړی، بلکې له طالبانو سره تعامل کوي. مريم زياتوي: «د ملګرو ملتونو د مرستيالې آمنې محمد خبرې مو له طالبانو سره د دې سازمان د تعامل په اړه واورېدې. په افغانستان کې ښځې په همدې باور دي چې نړۍ د افغانستان ښځې يوې خوا ته کړې دي او د دوی لپاره هيڅ مهمه نه ده چې د افغانستان ښځې په څرنګه حالت کې دي.»

د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي مياشتې پر ۱۸م تاريخ په ټول افغانستان کې د طالبانو پر ضد له پراخو اعتراضونو وروسته د دې ډلې د کورنيو چارو وزارت اعلاميه خپره کړه او لاريونونه يې ممنوع اعلان کړل. په اعلاميه کې راغلي و چې د هر ډول لاريون او غونډې جواز بايد له عدليې وزارت څخه واخيستل شي. همدا راز په اعلاميه کې ټينګار شوی و چې «تر دې وروسته بايد خلک تر هر نوم لاندې له لاريون کولو ډډه وکړي او د قانون د نقض په صورت کې به د هرې پېښې مسووليت د قانون د ماتوونکو وي او له هغوی سره به قانوني چلند وشي.»

تر دې ګواښونکې اعلاميې وروسته ډېر زيات مدني فعالان او معترضين ونيول شول او شکنجه شول او د غونډو د جوړېدو مخه يې ونيوله.

رواني فشار

روانپوهه بتول حيدري د طالبانو د اعتراضونو له وجې د ښځو او د افغانستان د ښځو د اعتراض وضعيت «بېړنی» ګڼي او وايي، چې طالبانو د اعتراضونو د ځپنې لپاره له تاوتريخوالي سره – سره له رواني لارو-چارو هم کار اخيستی دی. هغه لارې-چارې چې د ښځو او نجونو پر وړاندې يې رواني تاوتريخوالی، کورنی او ټولنيز تاوتريخوالی زيات کړی او ښځې يې په دې باور کړي چې د دوی د بد وضعيت لامل کورنۍ دي، نه طالبان. دا زياتوي: «کورنۍ د طالبانو د وېرې او شديدې رواني نا امنۍ له وجې نه يوازې دا چې د نجونو ملاتړ نه کوي، بلکې د هغوی د خونديتوب په موخه يې پر هغوی دوه چنده فشارونه راوړي دي. دا وضعيت د دې سبب شوی چې ځوانې نجونې او ښځې طالبان او بنديزونه او خپل راتلونکی هېر کړي.»

د بښنې د نړيوال سازمان کمپاينره سميرا حميدي وايي، چې کورنۍ د طالبانو د مجازاتو له وېرې او له شکنجې د خلاصون په خاطر په هره بيه هڅه کوي چې د ښځو د اعتراض مخه ونيسي. کورنيو پر ښځو بنديزونه لګولي او تر طالبانو یې په سخت ډول عملي کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ۱۴۰۱ کال د غويي مياشتې پر ۱۷م تاريخ د ښځو د حجاب په اړه د دې ډلې د فرمان خبر ورکړ. ده جمهوري نظام ته له اشارې پرته وويل: «ښځې بايد د جاهليت د دورې په شان په زينت سره له کوره راونه وزي. ټولې ښځې د شرعي حجاب په رعايت مکلفې دي او له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي دا فرمان «واجب شرعي حکم» وباله. ده همدا راز وويل چې هغو مېړونو او نارينه سرپرستانو لپاره چې ميرمنې يې او د دوی تر سرپرستۍ لاندې ښځې د دې وزارت له نظر سره سم، مناسب حجاب نه کوي، توصيه، تنبيه او مجازات په نظر کې نيولي دي. درې ورځې زندان، د ضمانت ورکول او له دندې څخه شړل هغه جزاوې دي چې دې وزارت د ښځو د سرپرستانو لپاره تعريف کړې دي.

کومو ښځو چې د طالبانو زندان تجربه کړی دی، هغوی هم تاييدوي چې دوی هم د دې ډلې له زندان څخه په ضمانت خوشې شوې دي او کورني زندان ته راوړل شوې دي. د دوی په وينا چې د ضمانت کوونکو تر احسان لاندې دي او د هغوی امنيت او ارامۍ ته د متوجې ګواښ له کبله اعتراض نشي کولای.

بتول حيدري وايي، چې کورنيو د طالبانو له مجازاتو د خلاصون، د خپلې ابرو، ټولنيز حيثيت او خپلو نجونو د ساتنې په موخه دوی تر هر ډول فشار لاندې نيولې دي او هغوی يې جبري ودونو ته اړې کړې دي. اغلې حيدري وايي: «د طالبانو په زندان کې چې پر معترضو ښځو څه تېر شوي دي، ښځې ترې وېره لري. کورنۍ هم همداسې. دوی نجونې محدودې کړې دي. دا ښځې چې هيڅ اړخ څخه ملاتړ نشي تر لاسه کولای او ويني چې په يو شمېر نړيوالو ناستو کې يو شمېر ښځې د طالبانو لپاره لابي کوي. دا وضعيت هغوی په رواني لحاظ ناهېلې کوې او پر شاتګ کوي. دا هماغه بېړنی وضعيت دی چې له هغوی يې د مبارزې انګېزه اخیستې او هغوی يې د وضعيت سم ښودنې ته اړې کړې دي.»

د همغږۍ نشتوالی

د طالبانو له لوري د زندان او فزيکي او رواني شکنجې تر زياتېدو وروسته يو شمېر ښځې وايي، چې د ښځو تر منځ د همغږۍ نشتون او د عمومي خبرو-اترو لپاره د فضا نه موجوديت د دې لامل شوي دي چې د ښځو اعتراضونه پراخ نشي او هغوی په ټولنيزه توګه چوپې شي. يوه معترضه ښځه مريم معروف آروين وايي: «له بده مرغه چې لومړی د ښځو تر منځ اتحاد نشته. دويم دا چې د معترضو ښځو او هغو ښځو تر منځ چې تېر شل کلونه په واک کې وې هم کومه اړيکه نشته او هغوی د خپلو شخصي ګټو له وجې په نړيواله کچه د طالبانو په لابي کوونکو بدلې شوې دي. درېيم، د فضا د نشتون له وجې د اعتراض انګېزه نه ده پراخه شوې. څلورم، معترضې ښځې د امنيتي وضعيت له وجې اړې شوې دي چې شخصي امنيتي حصار را منځته کړي او له دباندې سره اړيکه تر ممکنه کچې راکمه کړي. دې وضعيت په کور او ټولنه کې د دوی د ځواک کولو اغېز ختم کړی او خلک په دې باور شوي چې اعتراض بې ګټې دی او حتا په مجازي فضا کې غير واقعي دی. په دې توګه سکوت دوام کوي.»

خو ژوليا پارسي وايي، چې که څه هم معترضې ښځې تر بېلابېلو نومونو او خوځښتونو لاندې اعتراضونه کوي، خو بيا هم له يوې-بلې سره همغږې دي او د يوې-بلې په مشوره اقدام کوي. دا زياتوي: «معترضې ښځې يوازې له سياسي ښځو سره اړيکه او اتحاد نه لري ځکه هغوی د جمهوريت د وخت په څېر د خپلو شخصي ګټو په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي.»

سوسن حميدي چې په تېرو شلو کلونو کې يې د بشري حقونو په بنستونو کې کار کړی دی، وايي: «د تېرو دوو کلونو پر مهال د ښځو اعتراضونه ځکه له ځوړ حالت سره مخ شول چې په سمه توګه رهبري نشول او په خودجوشه توګه را پيدا شول او د ټولو د حقونو لپاره يې اعتراض وکړ. له همدې کبله ورته ډېر زيات زيان ورسېد.» دا ټينګار کوي چې طالبانو د عمومي وحشت د خپرولو په خاطر په زياته کچه دا اعتراضات وځپل او معترضې ښځې يې شکنجه کړې تر څو د خلکو لپاره عبرت وي او دا وضعيت د دې سبب شو چې اعتراضونه پراخ نشي.

يوه بله معترضه ښځه ترنم سعيدي وايي، چې د ښځو له هڅو سره-سره، په اوسني حالت کې د طالبانو پر وړاندې د ښځو اعتراضونه په پنځوس – پنځوس حالت کې دي. د ښځو د اعتراضونو ګټه داده چې د هغوی اوسنی وضعيت درک کېږي، د ښځو پټو اعتراضونو ته پاملرنه کېږي. همدا اعتراضونه د طالبانو د رسميت پېژندنې مانع شوي دي او ټول هيوادونه په دې باور دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې له سيسټماټيک تبعيض سره مخ دي، خو دا کافي نه دي. د مبارزې لپاره ډېره لار پاتې ده ځکه لا هم هيوادونه د طالبانو له غوښتنې سره سم غږېږي چې دا بسنه نه کوي.»

آروین د اعتراض او د اعتراض د زدکړې پر پراختيا ټينګار کوي او وايي: «د ښځو د وضعيت تر بدلېدو پورې بايد معترضې ښځې اعتراضونه د زده کړې له لارې پراخ کړي. کوم عوامل چې د ښځو د اعتراض د خپرېدو مانع شوي او د ښځو د لابي لپاره يې فضا تشه کړې، هغه بايد ډکه شي. بايد په يوه واحده رهبري، همغږي او يو هدف سره ځيرک اعتراضونه وشي تر څو د فشارونو پر وړاندې د معترضينو د اغېزمنېدو او زيانمنېدو کچه راکمه کړل شي.»

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه