اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ښار د ۱۳مې حوزې اړوند سیمه کې د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو تن غریب کار سړی وژل شوی دی.
پولیس زیاتوي، دغه چاودنه نن (سې شنبه، ۱۴ د وږي) سهار د کندهار ښار د ۱۳مې حوزې اړوند «چوڼۍ» سیمه کې د یاد کس په کور کې رامنځته شوې ده.
طالب پولیس وایي، یاد کس یو غریب کار او د زړو اوسپنو (کباړ) کار یې کاوه چې په دې منځ کې یو ناچاودی توکی هم برابر شوی او پر ده یې چاودنه کړې.
د دوی په خبره، په دې چاودنه کې یوازې یاد کس وژل شوی او د کورنۍ نورو غړو ته یې زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو د دغه کس نوم محمد خان ښوولی او ويلي يې دي چې ګرنېټ پرې چاودلی.
د هیواد په جګړو ځپلو سیمو کې لاهم ګڼ شمیر ناچاودي توکي پاتې دي چې وخت ناوخت د لویانو ترڅنګ د ماشومانو ژوند هم اخلي.