اطلاعات روز: د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په ارزګان ولایت کې د ۳۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو مجهز او عصري روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال نن (دوشنبه، ۵ د زمري) ویلي، چې دغه روغتون د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار په «فیروشه» سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لويي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي آر) په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
هغه ویلي، له یوې مؤسسې سره یې په درې میلیون امریکايي ډالرو په لګښت کندهار، هلمند، نیمروز او ارزګان ولایتونو کي ۳۷۲ زره او ۹۹۹ کسانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندي کولو تړون هم لاسلیک کړی چي، ۶۲۶ کسانو ته به په کې کاري زمینه هم برابره شي.
نوموړي زياته کړې، چې په هېواد کې ورځ تربلې روغتیايي خدمتونو د پراختیا په حال کې دي او هڅه کوي د هېواد لرې پرتې سیمې هم له روغتیايي خدمتونو برخمنې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د سویلي ولایتونو اوسېدونکي کمو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی لري او ګڼ هغه یې د روغتیایي خدماتو د نشتون له امله ژوند بایلي.
