عبدالغفور روان فرهادي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نهم دایمي استازی و، د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، نن (دوشنبه، ۵ د زمري) د ښاغلي روان فرهادي مړینه د هېواد ډیپلوماټیکې ټولنې ته تسلیت ویلې ده.
د هغه زوی، طارق فرهادي، هم تایید کړې چې پلار یې د امریکا متحده ایالاتو د سان فرانسسکو په ښار کې د زړښت له امله وفات شوی دی.
عبدالغفور روان فرهادي په ۱۹۹۳ کال کې د مجاهدینو د حکومت د ولسمشر برهانالدین رباني له خوا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره د افغانستان د دایمي استازي په توګه وټاکل شو.
د مجاهدینو د حکومت تر سقوط او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له پیل وروسته، نوموړی د همدې استازولۍ د سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ.
د جمهوري نظام له جوړېدو وروسته هم هغه خپله دنده وساتله او تر ۲۰۰۶ کال پورې یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي په توګه کار وکړ.
روان فرهادي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ تر ټولو اوږده سابقه لرله او د ۱۳ کلونو لپاره یې د هېواد د تاریخ په تر ټولو بحراني پړاوونو کې، د درېیو بېلابېلو نظامونو (د مجاهدینو حکومت، د طالبانو لومړۍ واکمني او جمهوري نظام) پر مهال، د افغانستان استازولي پر غاړه درلوده.
عبدالغفور روان فرهادي په ۱۹۲۹ کال کې په کابل کې زېږېدلی و. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په کابل کې ترسره کړې او په ۱۹۵۲ کال کې یې د پاریس د سیاسي مطالعاتو له انستیتیوت څخه د نړیوالو اړیکو په برخه کې زده کړې بشپړې کړې.
هغه د سیاسي زده کړو ترڅنګ د سوربن پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د سانسکریت، اوستا او عمومي ژبپوهنې زده کړې هم وکړې او په ۱۹۵۵ کال کې یې د خواجه عبدالله انصاري د آثارو، افکارو او عرفان په اړه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.
ښاغلی روان فرهادي پر څو ژبو، لکه فارسي، پښتو، فرانسوي، انګلیسي او عربي، بشپړ تسلط درلود.
