انځور: خواله رسنۍ

له سویل ختیځ زون څخه نور ولایتونو ته د سون لرګیو د انتقال د مودې پای؛ طالبانو بیا ځلي بندیز ولګاوه

خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونه دي، چې غرونه يې په شنو ځنګلونو پوښل شوي او هر کال ورڅخه په کافي اندازه لرګي د سون لپاره خرڅلاو ته وړاندې کېږي، چې د دې ولایتونو سربېره پلازمینې کابل او نورو ولايتونو ته هم انتقاليږي، خو سږکال بيا طالبانو له يوې مياشتې اجازې ورکولو وروسته تېره دوشنبه يو ځل بيا د دغو لرګيو په خرڅلاو او نورو ولايتونو او سيمو ته يې په انتقال بنديز لګولی دی.

په لويه پکتيا کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم د لرګيو خرڅلاو او انتقال مخنيوی نه ردوي او وايي، دا اقدام يې د شنو ځنګلونو پرې کولو د مخنيوي لپاره ترسره کړی، دوی زياتوي، چې د اړتيا پوره کېدو لپاره سوداګرو ته يوه مياشت اجازه ورکړل شوې وه.

په خوست او پکتيا ولايتونو کې د لرګيو سوداګر وايي، د هوا په سړېدو په پکتيا سربېره لوګر او کابل کې د لرګيو اړتيا زياته شوې او په خبره يې چې په ورکړل شوې موده کې له اړتيا سره سم کافي اندازه انتقال نه دی شوی.

سوداګر غوښتنه کوي چې د خرڅلاو او لېږد موده دې وغځيږي تر څو وکولای شي چې په واک کې شته لرګي هم خرڅلاو ته وړاندې کړي.

د دغو سوداګرو له ډلې يې د ګردې څېړۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکي اسماعېل وويل، چې دوی د مني موسم په رارسېدو کابل ته له غرونو راټول کړي لرګي خرڅلاو ته وړاندې کوي، چې ډېره برخه يې کابل ته وړي، خو نوموړی اوس د طالبانو لخوا لګول شوي محدوديت ته اندیښمن دی او زياتوي که ورته اجازه ور نه کړل شي، نو له لوی تاوان سره به مخ شي.

اسماعیل د طالبانو له ولايتي مسوولينو غوښتنه کوي، چې پرې لګول شوی بنديز لېرې، تر څو يې کاروبار ښه او د خلکو اړتياوې هم پوره شي.

هغه وویل: «دا بنديز سږ کال لګول شوی، مونږ ته يوه مياشت وخت راکړل شوی و تر څو په واک کې شته لرګي خرڅ او يا يې هم نورو ولايتونو ته انتقال کړو، خو دغه موده کمه وه او مونږ و نه شوای کړی چې په پکتيا او کابل کې د خلکو اړتياوې پوره کړو، نو زمونږ دا غوښتنه ده چې دغه د ورکړل شوې اجازې موده دې اوږده شي.»

د سون لرګیو پر انتقال د بندیز وروسته یې بیې هم لوړې شوي. انځور: خواله رسنۍ

يوازې نورو ولايتونو ته د لرګيو په انتقال بنديز نه دی لګیدلی، بلکې پکتيا کې د ټالونو مالکان وايي، په پرچون ډول هم اجازه نه ورکول کيږي چې خلک يې د ژمي لپاره وپېري.

د مرکز يو اوسېدونکي حاجي بادام وويل، د ژمي لپاره يې يو خروار لرګي اخيستي و او غوښتل يې چې په يوې ريکشه کې يې خپل کور ته يوسي، خو د هغه په وينا طالبانو ورته اجازه ور نه کړه.

نوموړی زياتوي چې خلک په دې ورځو کې ژمي ته چمتوالی نيسي او د کورونو تودولو لپاره وچ لرګي پيري، هغه غوښتنه کوي تر څو په پرچون ډول د لرګيو اخيستلو مخه و نه نيول شي.

بادام وويل: «دا سمه ده چې هر کال کابل ته په زياته کچه لرګي وړل کيږي او د دې لپاره بايد شنې ونې هم وهل کيږي، خو پکتيا کې بيا چې خلک يې کورونو لپاره اخلي هغه ته هم اجازه نشته، چې دا يو اندېښمنونکی اقدام دی او بايد د ستونزو جوړېدو پر ځای د خلکو ستونزې هوارې شي.»

په پکتيکا ولايت کې هم په زياته کچه د له غرونو د سون لرګي بازارونو ته وړاندې کېږي، چې له غزني لارې کابل ته د خرڅلاو لپاره وړل کېږي.

د پکتيکا اوسېدونکی روزي خان بيا د شنو ځنګلونو د وهلو مخنيوي لپاره د طالبانو اوسنۍ محدوديت په ګټه بولي او وايي، که په دې برخه کې په سوداګرو فشار را نه وړل شي، نو په بې رحمانه ډول به پاتې شنه ځنګلونه هم له منځه ولاړ شي.

هغه داسې وویل: «سمه ده چې اړتيا ده او زمونږ خلک ژمی په همدې وچو لرګيو تود تېروي، خو ځينې وخت بنديزونه ښه هم وي ځکه که همداسې خپلسري دوام وکړي نو په غرونو کې به پاتې شنې ونې هم قطع او له منځه لاړې شي.»

خلک وايي، که د ډبرو سکرو او مایع ګاز بیې مناسبې وای، سون لرګیو ته به یې اړتیا نه پیدا کیدله. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې بيا د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين هم له يوې مياشتې اجازې وروسته د لرګيو په بيا ځلې بنديز تاييدوي او وايي، دوی دا چاره د شنو ځنګلونو د مخنيوي لپاره ترسره کوي.

د کرنې ريیس عبدالروف سعيد له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې ځينو کسانو په پرچون ډول د لرګيو انتقال کاوه، نو له همدې امله يې خرڅلاو او کاروبار په مطلق ډول بند کړي دي.

هغه زياتوي چې دوی د شته ستونزې هواري لپاره په پلان کار کوي، تر څو د خلکو اړتياوې پوره او هم د شنو ځنګلونو مخنيوی شوی وي.

سعيد وويل: «هو بلکل دا ستونزې شته، دا يوازې پکتيا کې نه بلکې په نورو ولايتونو کې هم دي، نو خلکو ته مونږ يوه موده چانس ورکړی و د خريد او پروش لپاره چې په دې يوه مياشت کې ډېرو خلکو خپلې اړتياوې پوره کړې هم دي، نو بيا هم په دې هڅه کې يو چې خلکو ته اسانتياوې برابرې کړو.»

په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د «شنې قطعې» په نوم ۱۰۰ کسیز ځواکونه هم جوړ شوي دي.