د کابل او کندهار پر لار په يوه بانفوسه او مرکزي ولسوالۍ کې ګڼې ښځې چې ځينې يې د اولاد په درد ناروغې دي، له دوو ورځو راهيسې په ټوله ولسوالۍ کې د يوې ښځينه ډاکټرې په تمه دي چې د ولايت له مرکز څخه راشي او د دوی درملنه وکړي. د ځينو ناروغانو حوصله ختمه شوې او بيرته کورونو ته ستنې شوې دي او په کورونو کې په دې تمه دي چې د ښځينه ډاکټرې تر راتګ وروسته به دولتي روغتون ته ورشي او درملنه به يې وشي.
دا د يوې نرواکې ټولنې په يوه واړه کونج کې د څو شېبو د وضعيت بيان دی، له همدې واړه تصوير څخه د کُلي انځور اټکل کولای شو چې په کومه ټولنه کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بنديز يوه عادي چاره ګرځيدلې وي، هلته به د ښځو او نجونو وضعيت په مجموع کې څرنګه وي؟
که څه هم دا خبره بېخي روښانه ده چې په افغانستان کې په عمومي کچه طبي پرسونل او بيا ښځينه ډاکټرانې او نرسانې کمې دي، خو يو څو ورځې وړاندې د طالبي رژيم د روغتيا وزير هم ومنله چې په ځينو ولايتونو کې ښځينه ډاکټرانې هيڅ نشته او د ځينو سيمو وضعيت داسې دی لکه ما چې يې مخکې بېلګه وړاندې کړه. د طالبانو چارواکي عموما له دا ډول اعترافونو ځان کاږي او تل وضعيت داسې ښيي چې هر څه سم روان دي او دا همدوی دي چې په راتلو سره يې افغانستان له جګړې وتلی او مخ پر ترقۍ روان دی خو د ترقۍ يوه بېلګه يې تاسو ليدلای شئ چې ښځې او نجونې په کې له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي او په دې توګه نه يوازې د هغوی بشري حق تروړل شوی، بلکې ورسره يې روغتيايي خدماتو ته هم لاسرسی له دې کبله کم شوی چې له تېرو دوو کلونو راهيسې هيڅ نجلۍ له طبي زده کړو او نورو څانګو نه ده فارغه شوې بلکې هغوی چې فارغېدلو ته يې يوازې يوه ازموينه پاتې ده، شړل شوې دي او په ډېري سپين سترګۍ له خپل دې بشري حق څخه بې برخې کېږي او د هغوی زده کړو او د هغوی ښځينه شخصيت ته په سپک نظر کتل کېږي.
د طالبانو په اند په مجموع کې ښځه د بديو او ګناهونو سرچينه ده او د همدې په راوتلو سره نارينه په ګناه اخته کېږي او فحاشي ورسره خپرېږي. په اسلامي-افراطي تفکر کې ښځه او ان د هغې غږ «عورت» يا هم ستر دی. مطلب يې دادی چې ښځې ته کتل ګناه ده، د هغې د غږ اورېدل ګناه ده او په ټولنه کې د هغې حضور نه يوازې ګناه ده بلکې د ګناه د خپرېدو سرچينه ده او نور بې لارې کوي. طالبان او مذهبي-اسلامي افراطيان چې د کومې ديني «تقوا» هڅه کوي، په هغې کې مرکزي مفهوم دادی چې ښځه بد شی دی، بايد نارينه لېرې ترې پاتې شي. له همدې کبله چې د مذهبي-اسلامي افراطيانو د روزنې کوم مرکزونه او مدرسې جوړې شوې دي، په هغو کې يوازې نارينه زده کړې کوي او هلته هغوی ته دا تلقينېږي چې د ښځې په «شیطاني جال» کې بايد بند نه شي او د دې لپاره ښه حللاره دوی دا را ايستلې چې ښځه بايد په کور کې بنده کړل شي او ټولنيز شخصيت ترې واخيستل شي. د دې لپاره دوی له ديني متونو څخه ځينې غير معقول او له سياق او سباق څخه دباندې استدلالونه هم وړاندې کوي او په دې سره د ښځو پر وړاندې دا تبعيض د خدای امر ګڼي او په همدې توګه د ځان پر وړاندې د خلکو د چوپولو هڅه کوي.
په مذهبي-اسلامي متونو او ادبياتو کې د ښځو په تړاو ګڼ تبعيضي او تحقيري مواد موندل کېږي، په دې لړ کې د هغې شخصيت له عقلي پلوه نيمګړی ګڼل شوی، د نه اصلاح وړ بلل شوې ده، د بديو سرچينه ياده شوې او په اړه يې داسې تصور وړاندې شوی چې د همدې له کبله نارينه ګناه کوي، نو له ګناه څخه د ژغورنې په موخه بايد په ټولنه کې د ښځې چاره وشي او همدا راز له نارينه سره د هغې فزيکي جوړښت هم پرتله شوی او استدلال دا شوی چې دا د خپلې عقلي او فزيکي کمزورۍ له کبله له نارينه سره د سيالۍ او برابرۍ وړ نه ده، نو ځکه بايد د نارينه تر حکم او امر لاندې وي او هغه بايد د خپل يوه ملکيت په توګه چلند ورسره وکړي. د همدې ذهنيت له کبله ټولنيز جوړښتونه زموږ په څېر په نرواکو ټولنو کې داسې جوړ شوي چې د ښځې خپلواک شخصيت او د يوه انسان په توګه د هغې خپلواکه اراده په کې سلب شوې. د حاکم مذهبي تفکر له کبله ښځه د نارينه د «تقوا» قرباني شوې او دې قرباني کېدو له هغې ډېر اساسي-بشري حقونه هم تروړلي دي.
د دې مذهبي متونو او ادبياتو په تړاو په وروسته پاتې ټولنو کې د تقدس ذهنيت دا چاره نوره هم پيچلې کړې. دا هر څه وروستۍ او «الهي پرېکړې» ګڼل کېږي او ننګول يې له «کفر» سره مترادف بلل کېږي. جالبه داده چې که څه هم طالبان يوازې د همدې ذهنيت له مخې په ټولنه کې د ښځو د حذف هڅه کوي او د هغې د زده کړو مخه يې د همدې تفکر له کبله نيولې ده، خو طالبان په عامه محضر کې له دې اعتراف او د دې ذهنيت له بيان څخه تښتي. ان په دوی کې هغه کسان چې همدا امر يې د خپل همدې ذهنيت له کبله ورکړی، چمتو نه دي چې رسنيو ته راووځي او خپل دا فکر عامو خلکو ته له خپل ځانګړي ديني تعبير سره سم بيان کړي. طالبان چې د کوم ډول ديني تعبير د پلي کولو هڅه کوي، دا چلند په هغه کې دننه يو ښکاره تضاد دی، امر ورکوي خو له خپل «عقيدوي» تعبير سره سم ترې په واضحه توګه دفاع نه کوي. پوښتنه داده چې پر خپل استدلال باور نه لري او که د دې خبرې بيان ورته د خلکو پر وړاندې په ځان پسې خندا ښکاري؟
له ښځو او نجونو سره په هيواد کې روان تبعيض او له هغوی سره د حکومتي پاليسيو په کچه د نفرت دا ډول اظهار د ټولو مذهبي-اسلامي افراطيانو او په خپله طالبانو لپاره يوه لويه اخلاقي ننګونه ده. دوی چې د کوم بشپړ «اسلامي نظام» انځور وړاندې کوي، په هغه کې د ښځې شخصيت چليپا شوی او هغه په کې د يوه مرېيي په څېر د ملايانو د دويمې، درېيمې او څلورمې ښځې په توګه په پيسو اخيستل کېږي او په ټولنه کې د هغې پر حضور کلک بنديز دی او اساسي بشري حقونه يې په بشپړه توګه سلب دي. کوم «نظام» چې ښځې ته د زده کړې خدمات نه شي وړاندې کولای او ان د يوه خپلواک انسان په توګه په ټولنه کې د هغې پر وجود اعتراف نه شي کولای، د هغه «نظام» اخلاقي حيثيت به څه وي؟ همدا تبعيضي نظام هره ورځ په ټولنه کې د ګڼو انسانانو ژوند اخلي، د همدې تبعيضي سيسټم له کبله ښځې په سختو روغتيايي حالاتو کې ډاکټرې او روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. له دې امله د کېدونکو مرګونو مسووليت د چا دی؟ قاتل څوک دی؟
د ښځو پر وړاندې دا سيسټماټيک تبعيض تر اتو سوو ورځو هم اوښتی دی او لا به هم دوام وکړي، خو له اخلاقي پلوه دا معيوب سيسټم يوه ورځ ماتېږي او دا ماتې د هغې ټولې ايډيالوژۍ ماتې ده چې پر اساس يې د طالبانو په څېر ټولې مذهبي-اسلامي افراطي ډلې د يوه سختدريځي «اسلامي نظام» د قيام هڅې کوي. په نړۍ کې د دې ځانګړي ډول «اسلامي نظام» دا څوومه تجربه ده چې ښيي دا د متمدنو انسانانو او ټولنو نظام نه دی، نه يوازې دا چې د ټولنو او هيوادونو معاصرو ستونزو او مسايلو ته معقول ځواب نه لري، بلکې له دې سره-سره د خپل ځانګړي ايډيولوژيک اساس له مخې له نيمې ټولنې يعنې ښځو سره جوړ نه شي راتللای او هر هغه نظام چې د ښځو پر وړاندې جنسيتي-تبعيضي چلند کوي، خپله پښه په خپله وهي او له بانديني دښمن پرته هم راڅملي. تاريخ شاهد دی چې ښځو تر دې له بدترو تياره فکرو انسانانو خپل حقونه ترلاسه کړي، د دې وطن لوڼې هم په همدې تکل او همدې مبارزه کې مخکښې دي:
«هلته له تيارو سره په جنګ يمه – چيرته چې د لمر هم رڼا نه رسي».