د هیواد په سویل کندهار کې د بې وزله میرمنو په لاس جوړې شوې خامکي غاړې چې د خپل کیفیت له امله زیات شهرت لري، اوس یې بازار پېکه شوی او د پخوا په څیر ګټه د میرمنو په لاس نه ورکوي.
کندهارۍ میرمنې وایي، پخوا یې لاسي صنایعو دومره پیسې کولې چې د دوی اړتیا پوره کړي، خو زیاتوي چې اوس د خلکو د خراب اقتصاد له امله د دوی د لاسي غاړو بیې لویدلي او نه شي کولای چې په لاسته راغلو پیسو خپلې کورنۍ ته خوراک او لباس برابر کړي.
دامان ولسوالۍ کې ۳۲ کلنه بي بي فاطمه چې د ۱۸ تنو سرپرستي په غاړه لري په یوه تیاره خونه کې له کړکۍ راتېرو د لمر وړانګو ته لاسي غاړې جوړوي، وایي وروسته له هغه یې د لاسي خامکي غاړو جوړولو ته مخه کړه چې خاوند یې په یوې چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړې زیاتوي، چې پخوا یې کاروبار ښه و، خو د تېرو دوو کلونو راهيسې یې کاروبار خراب شوی او ترڅنګ یې اقتصادي ستونزې هم ورځ تر بلې زیاتیږي.
بې بي فاطمي وویل: «موږ د يوې غاړې سره څلور مياشتې خواري کاږو اخر يې په ۶زره يا ۵زره خرڅه کړو، د دا هرې غاړې سره مورسترګې ووځي، شپه او ورځ کار پرې وکړو خو اخر يې پر دوکاندارنو په زاريو خرڅوو، خلکو پخوا غاړې ډيرې اغوستې د لس څخه تر پنځلس زره افغانۍ هره غاړه خرڅېدله مګر اوس يې يوازې زومان اغوندي، پخوا يوازې به مو فرمايشونه بيخي ډير وو، خو اوس نشته.»
دا میرمن زیاتوي، چې پخو وختونو کې زيات شمېر کسانو کندهارۍ خامکي غاړې له ځان سره بهرنیو هيوادونو ته د ډالۍ په توګه وړلې او يا يې هلته پلورلې، خو په خبره يې چې هغه خلک اوس هم کم شوي دي.
فاطمې وويل، د طالبانو د راتګ وړاندې د سويلي زون ميرمنو په لاس جوړو شویو توليداتو او لاسي صنايعو ملاتړ کېده او په بېلابېلو برخو کې ورته نندارتونه جوړېدل، خو په خبره يې چې تېرکال کندهار کې د افغان ميرمنو د لاسي صنایعو يوازينی مارکېټ هم وتړل شو.
دغه راز یوه بله ميرمن اختر بي بي بیا وایي، د خپلو ماشومانو د ساتني لپاره په ساعتونو، ساعتونو لاسي خامکي غاړې جوړوي، خو په خبره یې چې د دومره ډیرو ستړیاوو سره سره ډیره لږه ګټه په لاس راوړي.
هغې وويل: «دغه غاړې چې پخوا مو جوړولې په درې مياشتو کې زموږ غاړې په ۸ او ۹ زره افغانۍ هم خرڅېدلې، اوس چې دا غاړې موږ جوړوو تر ۵ زره پورته نه خرڅېږي، پخوا مو دغه توليدات ډير تـلل بهرنيو ملکو ته اوس پر دغه ځای بند پاتې دي، کاروبار مو ګرده بند پاتې دی، نو اوس چې موږ ورته کېنو څلور مياشتې وخت موږ پر دې باندې وخت تېر کړو تر ۵ زره افغانۍ ګرانه نه خرڅېږي، هغه چې حساب وکړو بېرته په ۸۰۰ افغانۍ موږ ته ټوکر او ګوټکان تمامېږي.»
دا ميرمن زياتوي، چې مخکې کندهار کې د ميرمنو د لاسي صنایعو کاروبار ښه روان و، خو د مارکېټ له تړل کېدو وروسته اوس خپل په لاس جوړي شوي غاړي دوکان په دوکان ګرځوي ترڅو وې پلوري.
د دې سربیره اختر بي بي د خپلو بچیانو تعلیم او راتلونکي ته هم اندیښمنه ده، وایي، په کور کې سرپرست نه لري او د ټولو سترګې دې ته دي. نوموړې د طالبانو له حکومت او د خیریه بنسټونو غوښتنه کوي چې د دوی سره دې لازمې مرستې وکړي.
همدارنګه د صدیقې په نوم یوه بله میرمن چې ۲۸ کاله عمر لري وایي، د څلورو مياشتو په ترڅ کې د دوی په لاس جوړه شوې لاسي خامکي غاړه په دومره کمو پیسو پلورل کېږي چې د دوی د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای.
د نوموړې سره چې په کور کې شپږ کسان ژوند کوي، وایي، خاوند یې د تېرو دریو کلونو راهیسې وزګار ګرځي او د کور اړتیاوې په یوازې ځان پوره کوي.
هغې زیاته کړه، چې پخوا یې کندهار کې د ښځو لپاره په ځانګړي شوي مارکیټ کې کار کاوه او له دې لارې یې نه یوازې خامکي غاړې په ښه بیه پلورلې، بلکې بهرنیو هیوادنو ته یې هم خپل لاسي صنایع لیږدول.
صدیقې وویل: «په څلور مياشتو يا درې مياشتو موږ يوه غاړه جوړوو اخر يې په بازار کې په ۴زره خرڅوو د دې به نو ګټه څه شي وي، په مارکېټ کې مو خياطي هم کوله، کومکونه هم راسره کېدل، اوس خو هيڅ شی نشته، زموږ له درده يوازې مسکينان ښه خبر دي، هر يو چې زما ژوند ته وګوري زړه يې راباندې کباب شي.»
بلخوا کندهار کې د ښځو لپاره د تړل شوي مارکیټ يوه مسووله وایي، اوسمهال دغلته تر ۲۶۰ زياتې ميرمني کورونو کې وزګار ناستې دي.
د دې په وينا چې د کندهارۍ ميرمنو لپاره په ځانګړي شوي مارکېټ کې کارکوونکې ډیری ښځې د خپلو کورنيو سرپرستاني وې او له همدې لارې یې د خپلو کورنیو ساتنه کوله.
هغې وويل: «زموږ مارکېټ طالبانو نه دی راتړلی دا مارکېټ والا خپله شخصي رابند کړی، موږ د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړې هغو ويل موږ ستاسو سره کوم مشکل نه لرو، د مارکېټ خاوندانو بند کړی اوس يې دوکانونه نور کسانو ته په کرايه ورکړي، موږ هلته مصرف وکړ، موسېساتو موږ ته دوکانونه جوړ کړل خو مارکېټ والا راڅخه واخيستل.»
نوموړې له واکمن حکومت او موسېساتو څخه غوښتنه کوي، چې د بې وزله ميرمنو لاس نيوی وکړي او د مارکېټ جوړولو لپاره ورته امکانات په واک کې ورکړي.
ومو غوښتل کندهار کې د طالبانو د ځایي مسوولینو نظر هم په دې تړاو ولرو، خو د هڅو سره سره د هغوی د نظر په اخیستو بریالي نه شولو.