مذهبي حکومتولي او شخصي حريم

شمشاد زلمی

په وروستيو اونيو کې طالبانو په کابل او يو شمير ولايتونو کې ګڼې نجونې د «حجاب» نه مراعتولو او د «بد حجابۍ» د ترويجولو په تور نيولې دي. دې اقدام د هيواد او نړۍ په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي او په افغاني-ملي او پښتني کچه د خلکو پر ناموس او شخصي-کورني حريم بې مخینې تېری ګڼل کېږي. د عزت او ناموس په افغاني-ملي قاموس کې له ښځو سره چلند تل يوه حساسه موضوع ده او کله چې طالبان خپل چلند پر مذهبي-ديني اساس توجيه کوي نو نه يوازې دا چې په دې کار سره د افغانانو د عقيدې او دين په اړه پوښتنې راپورته کوي، بلکې دا پوښتنه هم را پيدا کېږي چې طالبان د کوم صلاحيت له مخې حق لري چې «نامحرم» کسان يې «نامحرمې» ښځې بوزي، زنداني يې کړي او د «حجاب» له کبله ورته سزا ورکړي؟

په عموم کې ټولې افراطي مذهبي – اسلامي ډلې او په ځانګړي توګه طالبان د ديني زده کړې او له دين سره د يوه ځانګړي تړاو له امله ځانونه خاص ګڼي او کله چې خبره په عملي توګه د «مذهبي لارښوونو» د تطبيق شي، دوی را وړاندې کېږي او له ديني متونو څخه خپل ځانګړی برداشت په زور او جبر پلي کوي او دا په خپله د دين يوه مهمه غوښتنه بولي. د دې کار لپاره دوی استدلال د قرآن کريم په يو ايت کوي چې «تاسو غوره امت ياست او خلکو ته پر معروف د امر او له منکر څخه د منعې لپاره راوتلي ياست»، همدا راز دې ته ورته حديث شته چې که تاسو «منکر څه ووينئ، په لاس يې منعه کړئ، که مو وس نه و، په خوله يې منعه کړئ او که مو دا وس هم نه و، نو په زړه کې يې بد وايسوئ». له دې نصوصو څخه د طالبانو برداشت دادی چې دوی بايد هر هغه څه پر خلکو په زور ومني چې دوی ته له ديني پلوه مهم ښکاري او د همدې نصوصو په کارولو سره خلکو او خپلو پلويانو ته روحيه ورکوي چې د نورو شخصي حريم ته لاس ور واچوي، ښځې زنداني کړي او د اشخاصو په ډېرو فردي او شخصي مسايلو کې لاسوهنه وکړي او د کولو او نه کولو حدود ورته وښيي.

د طالبانو قاضی القضات عبدالحکيم حقاني په خپل کتاب «الامارة الاسلامیه و نظامها» کې هم له خپل اند سره سم د ښځو په اړه مذهبي – اسلامي تګلاره د جاهليت او ډيموکراسۍ په پرتله د عدل لار ګڼلې او پر همدې اساس يې د قرآن کريم د يو ايت پر بنسټ د ښځو اصلي ځای کور بللی او زياته کړې يې ده چې له کوره بايد له «اړتيا» او «حجاب» پرته راونه وځي. همدا راز، د طالبانو مشر هم په خپله يوه وروستۍ وينا کې يو ځل بيا د ښځو په اړه پر خپل فرمان ټينګار کړی، جامع او له عدالت سره سم يې بللی دی او ادعا يې کړې چې «علماء» پرې اوس شرحې ليکي. نوموړي نوره نړۍ ننګولې چې ښځو ته دغسې حقوق نه شي ورکولای لکه ده چې په خپل فرمان کې ورکړي دي. دا فرمان د ښځو د شخصي ژوند او شخصي ارادې په اړه دی چې ايا په خپله خوښه واده کولای شي او کنه، ايا د يوې کونډې په توګه هم دا حق لري او داسې نور مسايل. په دې توګه په لومړي سر کې ښځه د يوه ازاد انسان په حيث نه مني، که چيرته دوی ښځه د يوه حُر او ازاد انسان په توګه منلای، هلته هيڅ اړتيا نه وه چې دوی په خپله خوښه د هغې پر نکاح او نورو مسايلو بحث کړی وای او دا بحث به دومره بې ځايه وای لکه د نارينه په اړه چې بې ځايه ګڼل کېږي.

په دې توګه طالبان له دين څخه د ځانګړي تعبیر له مخې ځان ته حق ورکوي چې د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو په شخصي ژوند کې لاسوهنه وکړي او هغوی ته په شخصي ژوند کې د کولو او نه کولو حدود وټاکي او ان ورته وښيي چې بايد څرنګه جامې واغوندي، که سينګار کوي، څرنګه سينګار وکړي، که دباندې وځي، بايد څرنګه ووځي ځکه د دوی په اند د يوه «اسلامي-مذهبي» حکومت اصلي موخه همدا ده، له دې پرته نورې چارې چې بايد خلکو ته خدمات وړاندې کړي، د هغوی ژوند را ښه کړي، ثانوي حيثيت لري او لومړنی شی چې يو «مذهبي-اسلامي» حکومت بايد ورته پاملرنه وکړي، هغه له ديني پلوه د خلکو د اعمالو او عقيدو اصلاح او په دې توګه هم د ځان او هم د هغوی د اخرت نيکي تضمينول دي. پر همدې اساس دوی ځان ته حق ورکوي چې د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه وکړي او دا د ځان يو مسووليت ګڼي او داسې انګېري چې له خلکو سره په دې کار ښه کوي، هغوی باید شکايت ونه کړي او ډېر وختونه په دې اړه نيوکې او شکايتونه د غربي تبليغاتو اغېز ګڼي.

له ديني نصوصو د طالبانو تعبير په خپل ذات کې يوازينی دی، نه يوازې دا چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو لوی ديني ښوونيز مرکزونه يې تاييد نه کوي، بلکې په تاريخي توګه هم که د مسلمانانو واکمنيو ته وکتل شي، نو د «حجاب» په څېر چارو کې خلکو ته سزا نه ده ورکړل شوې. د مثال په توګه که د صحابه‌وو او تابعينو او تبع تابعينو د مهال واکمنۍ د ريفرينس په توګه وکتل شي، نو هيڅ داسې بېلګه نه موندل کېږي چې يو څوک دې د خپلې لور، خور او يا د کور د کومې ښځې د «بې حجابۍ» له امله تعزير شوی وي، يا دې هم چارواکو غوښتی وي او نصيحت دې يې ورته کړی وي او يا دې يې هم ښځې په همدې تور زنداني کړې وي. له دې سره-سره، خبره دا هم مهمه ده چې د مسلمانانو په دې واکمنيو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځانګړی ځواک او اداره نه وه. په مذهبي چارو کې د «بدعت» په نوم يوه اصطلاح کارېږي، دا د هغو چارو او کړنو لپاره استعمالېږي چې په دين کې يې يو څوک له ځانه نوې رامنځته کوي او مخينه ونه لري. که له ديني پلوه د طالبانو کړنو او چلند ته وکتل شي، نو د مسلمانانو له عمومي تفکر، تاريخي شاليد او سترو ديني ښوونيزو مرکزونو له پاليسۍ څخه داسې ښکاري چې دا چارې په سياسي-مذهبي کچه د طالبانو يو بدعت دی چې رامنځته کړی يې دی.

همدا راز، د ځينو علماوو په اند «معروف» ته د بلنې او له «منکر» څخه د منعې مفهوم مشخصا يوازې ديني چارې نه دي، بلکې په ټولنيزه کچه چې قانون د څه امر کوي او د څه شي مخه نيسي، په نصوصو کې همدې ته اشاره شوې ده او عموما حکومتونه همدا کار د قانون په چوکاټ کې کوي. که د دين له مخې د ثواب ټولې چارې د «معروف» او «منکر» تر تعريف لاندې راځي، بيا نو ډېرې زياتې چارې دي چې بايد په خلکو په جبر سره ومنل شي او همدا راز د کومې چارې د جبري پلي کولو امر چې شوی وي، د هغې موضوع اړوند بايد بشپړ وضاحت موجود وي او په تعريف کې يې اختلاف نه وي. «حجاب»، ږيره او دې ته ورته نور شيان له ديني پلوه نه يوازې اختلافي دي، بلکې حد او حدود يې هم په هغه ډول نه دي تعين شوي چې ټول مسلمانان او علماء پرې په يوه خوله اتفاق وکړي بلکې په ټولو اړخونو کې يې بارز او پراخ اختلاف موندل کېږي. کله چې يوه موضوع په خپل ذات کې دومره ابهام ولري او د مسلمانانو په کچه په تاريخي او علمي توګه يې پر تعريف هيڅکله اجماع نه وي شوي او په ټوله اسلامي نړۍ کې هيڅ داسې بېلګه نه موندل کېږي چې له امله دې يې د «خير القرون» واکمنو او په عموم کې مسلمانو واکمنو سزاوې ورکړې وي، نو په داسې صورت کې په ډاګه کېږي چې دا چاره له ديني تعبير او د ځينو علماوو له اند سره سم يو «بدعت» دی چې له ديني پلوه يې توجيه يوازې د طالبانو هغه ملايان کولای شي چې د وروسته پاتې سيمو په مدرسو او حجرو کې يې زده کړې کړې وي او له مدنيت او ښاري ژوند څخه لېرې پاتې شوي وي.

په دې توګه د طالبانو او په عموم کې د سياسي اسلام د پلويانو په واکمنۍ کې د خلکو شخصي ژوند او شخصي حريم هيڅ ارزښت نه لري او نه هم تعريفېدلای شي، بلکې د خلکو شخصي غرور، د هغوی شخصيتي درنښت او وقار او د هغوی شخصي حريم هر وخت د مذهبي لارښوونو د تطبيق او يا هم نه مراعت له کبله تر بريد لاندې راتللای او ماتېدلای شي. له همدې کبله په مذهبي واکمنيو کې له خلکو سره يوه لويه اندېښنه د هغوی پر شخصي حريم بريد او د هغه د تقدس ماتېدل وي او وګړي هيڅکله هم د ډاډ احساس نه شي کولای، دوی تل په يوه دوامداره وېره کې ژوند کوي چې نن يا سبا به د خپلې يوې شخصي – فردي ځانګړنې او داسې کار له امله وترټل او وپوښتل شي چې په مطلقه توګه به د ده په شخصيت پسې اړه لري. د بېلګې په توګه، يو څه وخت وړاندې له خوست څخه د يوه ځوان ويډيو پر ټولنيزو رسنيو مشهوره شوه چې د خپلو وېښتانو د ځانګړي سټايل له امله يې طالبانو توهين کاوه او په څپيړو يې واهه. همدا راز، وخت پر وخت رسنۍ له بېلابېلو ولايتونو څخه راپورونه ورکوي چې سلماني والا ته لارښوونه کېږي چې د چا ږيرې او وېښتان به په سټايلي او ځانګړو ښکلو بڼو نه ورته جوړوي. همدا راز، د موسيقي پر محافلو بنديز، د سندرغاړو سپکاوی او په عام محضر کې د هغوی د شخصيت سپکاوی، ګڼې نورې هغه چارې دي چې په مذهبي او په ځانګړي توګه د طالبانو په واکمنۍ د حکومت دندې ګڼل کېږي. د طالبانو چارواکو او افرادو ته د يو چا تر وږي نس، بې‌کارۍ، بې‌سوادۍ او بې وزلۍ دا ډېره مهمه وي چې څوک ږيره لري او کنه، ايا لنګوټه يې تړلې او کنه، ښځه چې له کوره راوتلې چادري يې اغوستې او که يې پړونی پر سر دی؟ ځکه چې د دوی لپاره هدف د ټولنې ښېرازي او پرمختګ کول نه دي، بلکې د دوی لپاره هدف او موخه داده چې خپل فکر پر خلکو په زور ومني او ټول خلک د ځان په څېر کړي، تر دې وروسته که ډوډۍ هم ونه لري، پروا نه کوي ځکه د دوی د رییس الوزار له وينا سره سم چې ډوډۍ خدای ورکوي.