که څه هم د کونړ سیند مستې څپې د ګڼ شمېر ځوانیو په تري تم کېدو مشهورې دي، خو د همدغه سیند غاړو ته ګڼ انسانان د سرو زرو په لټه بوخت دي، چې له دې لارې هره ورځ خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کوي.
د سرو زرو ویستوونکي وايي، که کار سخت دی، خو په هېواد کې د روانې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي، چې د خپل اقتصادي امنیت د تامین په موخه د سیند په غاړو له راټولو شویو شګو سره زر په لاس راوړي.
سره زر ویستوونکي زیاتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ هغه ځوانان چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته بې روزګاره شوي دې کار ته اوږه ورکړې.
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د سیند غاړو ته له شګو د زر ویستوونکو ځوانانو ګڼې ډلګۍ دي، چې هره ورځ له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کوي.
د کونړ د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی دیرش کلن عبدالواحد له خپلو څو نورو ملګرو سره له سهاره آن تر هغه وخته چې د لمر سترګه ټیټېدو ته رسېږي د سرو زرو په لټه بوخت وي.
دی وايي، کرۍ ورځ شګې چاڼ کوي، که څه په لاس ورشي؛ نو خوښ وي او که نه نو ډېرې ورځې تش لاسونه له ستړي کاره خپل کور ته ستنېږي.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « مونږ پنځه کسان یو، هره ورځ سهار اته بجې د سیند غاړې ته راځو، تمامه ورځ شګې چاڼ کوو، کس په سر د میاشتې اته نهه زره افغانۍ برابروو، کار سخت دی او دا پیسې مو ستونزې نه شي حلولی، خو له مجبورې ورځې لګیا یو دا کار کوو، ځکه بل کار نشته او بې کارۍ مو زړه تنګ کړی.»
د کونړ د آسمار ولسوالۍ اوسېدونکی شاهدالله چې د سیند پر غاړه د خپلې کورنۍ له غړیو سره د سرو زرو پر ویستلو بوخت دی وايي، د سرو زرو ویستنې کار سخت دی، خو د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله بله چاره نه لري، ځکه دا کار یې په ډېرې سختۍ د تخار ولایت له ځايي اوسېدونکو چې پخوا دې ولایت کې د سرو زرو په ویستنه بوخت وو زده کړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د سرو زرو لټونې لومړني وسایل لري او نیوکه کوي، چې تر اوسه ورسره طالب چارواکو د پرمختللیو وسایلو مرسته نه ده کړې.
شاهد الله له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «هر سهار دلته راځو، هره ورځ شپېته یا اویا لاس ګاډی شګه چاڼ کوو، بل کار او مزدوري هم نشته، خو غریبي ده، دلته دومره پیدا کوو، چې بچیانو ته مو پرې وچه ډوډۍ واخلو، بل کار نشته، دلته شګې چاڼوم او په دې کار مې هم اقتصادي اړتیاوې نه حل کېږي.»
زر ویستوونکي وايي، د سیند له غاړو په لاس ورغلي خام سره زر د کونړ په مرکز اسعد اباد او جلال آباد ښارونو کې پر زرګرانو پلوري او دوی په لاس ورغلیو پیسو خپل کور ته ورځني اړین توکي پېري.
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د سرو زرو کاروباریان د سیند له غاړو موندل شوي سره زر د کیفیت او بازار له اړخه تر نورو هغو ښه بولي او زیاتوي که دې برخې ته پام وشي؛ تر نړۍ وال بازار به لار پیدا کړي.
د سرو زرو کاروباري یحیی خان سیال اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل: « د سیند سره چې دي اتلس ګرېټه، نوولس ګرېټه وي له دې زیات نه راځي یعنې کیفیت یې ښه دی او پاخه سره چې وي هغه شل او ۲۴ ګریټه وي، چې د کونړ سیند سره زر بیا تر نورو ښه دي او بازار هم ګرم لري.»
هڅه مو وکړه، چې د کونړ سیند له غاړو د سرو زرو ویستوونکو د ستونزو او د دغه کاروبار د غوړېدا په تړاو په دې ولایت کې د طالبانو د ځايي چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.
کونړ کې د سیند له غاړو د سرو زرو ویستنې لړۍ وروسته له هغه پېل او چټکه شوه، چې د پخواني جمهوري حکومت پرمهال د هېواد له شمالي ولایتونو یو شمېر زر ویستوونکي دې ولایت ته راغلل او دلته یې د سرو زرو ویستلو پروسه پېل کړه.
کونړ سیند عموماً د ژمي په لومړیو درې میاشتو کې تر پسرلي پورې د اوبو له کمښت سره مخ کېږي، چې زر ویستوونکي یې د غاړو له پرتو شګو زر وباسي، خو د پسرلي موسم له پېل سره سم د سیند اوبه له څنډو اوړي، چې ډېر کله کرنیزې ځمکې هم وېجاړوي.