د امنیت په ټینګښت کې د طالبانو په کم کارۍ نیوکې؛ کونړ او نورستان کې غلاوې ډیرې شوي

د کونړ او نورستان د مرکزونو او لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو ګراف لوړ شوی، چې له امله یې وسله والې غلاوې او شوکې زیاتې شوي دي.

ځايي خلک د بې کارۍ او وسله والو غلاوو د له منځه وړلو په برخه کې طالب چارواکي ګرم بولي او زیاتوي، چې د دغې ډلې د ناغېړۍ له امله ورځ بلې ستونزې په ډېرېدو دي.

اخوا کونړ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د وسله والو غلاوو د مخنیوي لپاره لاس پکار دي او یوازې تېر کال یې سلګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي او عدلیې او قضايي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

د کونړ د مرکز اسعد اباد د دمکلي اوسېدونکی ادریس چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې پر کور وسله وال غله اوښتي وو د وسله والو غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي.

ادریس وايي، وسله وال غله د طالبانو له نوم څخه په استفادې د ده پر کور ورغلي ، چې دوی یې په یوه خونه کې اچولي وو، چې له کوره یې نغدې پیسې، سره زر او نور ګران بیه توکي وړي وو.

دی زیاتوي، چې له دغې پېښې وروسته یې کونړ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ته خبر ورکړی، چې په خبره یې تر اوسه یې د یادو وسله والو غلو د پیدا کولو او نیولو لپاره کوم ګام نه دی پورته شوی.

ادریس وویل: «د شپې دوه بجې وې، چې زمونږ په کور غله را واوښتل اول مې د مور اطاق ته لاړل هغه یې را پاڅوله او ورته یې وویل، چې مونږ د امارت کسان یو، پاڅئ تاسې سره وسلې دي، مور مې ورته وویل، چې بل اطاق کې مې زوی دی هغه را پاڅوم، زه یې چې پاڅولم ورغلم ستړي مشي مې ورسره وکړه، لاسونه یې راته وتړل او کوټه کې یې زنانه و سره واچولم او بیا یې زمونږ له کوټې دوه لکه افغانۍ او درې تولې زما د مېرمنې سره زر له ځان سره یوړل، مونږ په همغه سهار قومندانۍ ته خبر ورکړ، خو تر اوسه یې نه غله معلوم کړل او نه یې مونږ ته کوم اطمینان راکړ.»

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښار یوه څنډه

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکي د دغه ولایت په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې د وسله والو غلاوو د زیاتوالي لامل بې روزګاري او جدي اقتصادي ننګونې یادوي.

د اسعد اباد ښار اوسېدونکی عابد لله وايي، که بې روزګاره او اقتصاد ځپلو خلکو ته د کار روزګاره زمینه برابره شي، د وسله والو غلاوو او نورو جرمونو د زیاتوالي ګراف ټیټېدای شي، خو په دې برخه کې د طالبانو د حکومت دریځ تر وروستي بریده پڅ یادوي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: « له کله چې جمهوریت سقوط شوی، د نورو ولایتونو په شان کونړ کې هم بې کاري زیاته شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، چې له دې سره غلاګانې زیاتې شوي، امارت [طالبان] یوازې خپلو ګټو لېوني کړي، د ولس له غمه مړه نه دي، که خلک په کارونو مصروف شي، نه به غلاوې او نه به وېره وي، خو دوی په دې کار کې غلي دي.»

په ورته مهال د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی هم په دې ولسوالۍ کې د وسله والو غلو او د طالبانو په نوم له ګرځېدونکو کسانو شکایت کوي.

دوی وايي، په ځلونو یې د طالبانو سیمه ییزو او ولایتي چارواکو سره دغه ستونزه شریکه کړې، خو په خبره یې طالبانو د یادې ستونزې د له منځه وړلو لپاره کوم ګام نه دی اخېستی.

د نرنګ ولسوالۍ د کوټکي سیمې قومي مشر سید عارف له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د شپې مو بازار او کوڅو کې ځېنې کسان د طالبانو په نوم ګرځي، چې په لاره تلوونکي کسان تالاشي کوي، زمونږ د کلي درې کسانو نه یې موبایلونه اخېستي، چې تر اوسه نه دي معلوم شوي، څو څو ځله مو ولسوالۍ ته شکایت کړی، چې دغسې مشکل دی، خو هغوی تر اوسه په دې تړاو غوږ نه دی ګرولی.»

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ کوټکي سیمه، چې خلک یې له وسله والو غلاوو او د طالبانو له نه پاملرنې سر ټکوي

بل لور ته کونړ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین د خلکو ستونزې مني، خو وايي چې په تېر یوه کال کې یې سلګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ور پېژندلي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني وايي، هڅه کوي چې د امنیت په برخه کې د ولسي خلکو اندېښنې حل کړي.

هغه زیاتوي: «مونږ په تېر کال کې د کونړ په مرکز اسعد آباد او ولسوالیو کې د ۳۷۷ بېلابېلو جنايي قضیو په تړاو ۹۳۱ تورن کسان نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو ور پېژندلي دي.»

کونړ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ له لوري د غلاوو او نورو جرمونو په تور نیول شوي کسان. انځور: کونړ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ

نه یوازې دا چې د کونړ خلک په دغه ولایت کې له وسله والو غلاوو شکایت کوي، بلکې د نورستان د مرکز پارون او لېرې پرتو ولسوالیو خلک هم په دې برخه کې ګڼ شکایتونه لري.

د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکی سید جمال وايي، دوه اوونۍ وړاندې په پارون کې له یوې صرافۍ ۵۰زره افغانۍ واخېستې، چې لار کې ترې غلو د وسلو په زور واخېستې او دی یې تش لاس کور ته ستون کړ.

هغه زیاتوي، که یې غلو ته پیسې ورکړې نه وای ښايي په ډزو یې ویشتلی وای.

سید جمال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل:« دوه هفتې مخکې راته یو کس ۵۰ زره افغانۍ را لېږلې وې؛ هغه مې واخېستې، چې کله کور ته تللم، لاره کې مې موټر خراب شو او ماسخوتن شو را باندې، کله چې کور ته تللم پارون نه لږ لېرې مې مخې ته درې کسان ولاړ وو، چې تفنګچې ورسره وې او په زور یې رانه پیسې واخېستې، که مې پیسې ورکړې نه وای ځای پرځای یې ویشتلم، دا ډېر خراب وخت راغلی، طالبان هېڅ کیسه کې نه دي، چې د چا کور ورانېږي که څوک وژل کېږي، دوی خپل حکومت ته خوشاله دي، باید طالبان له داسې بې غوریو لاس واخلي.»

د نورستان ولایت مرکز پارون. انځور: خواله رسنۍ

د نورستان اوسېدونکي دغه راز وايي، له تېر یوه کال را هیسې په دې ولایت کې د وسله والو غلاوو ګراف تر بل هر وخت لوړ شوی، چې خلک یې له ګڼو اندېښنو سره مخ کړي او غوښتنه کوي، چې طالبان دې تر هر څه وړاندې د دغې ستونزې د حل لپاره کارنده ګامونه واخلي.

موږ هڅه وکړه، چې د نورستان مېشتو د ستونزو او شکایتونو په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو د ولایتي او امنیتي چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو، چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

وروسته له هغه چې پخوانی جمهوري نظام سقوط او طالبانو په ټول هېواد ولکه ټینګه کړه، د دغې ډلې له لوري له دولتي ادارو د سلګونه زره پخوانیو نظامي او ملکي کار کوونکو له دندو لېرې کول د دې لامل شوي، چې په هېواد کې د بې کارۍ ګراف لوړ او خلک له جدي اقتصادي ناامنۍ سره مخ شي.