اطلاعات روز: د يوناما رييسې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبايوا د ايران د بهرنيو چارو د وزير له سياسي مرستيال علي باقري کني سره په کتنه کې د افغانستان د وروستيو بدلونونو او د دوحې راتلونکې غونډې په اړه خبرې کړې دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت نن (دوشنبه، ۲۴ د غويي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې اړه خبر ورکړی.
په اعلامیه کې د باقري له قوله ویل شوي، چې د امريکا د راتګ او وتلو له وخت سره د افغانستان د شرایطو په پرتله کولو «ويلای شو چې په افغانستان کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ په پراختيا او د ترهګرۍ او نشه يي موادو د توليد په زياتېدو کې په افغانستان کې د امريکا حضور تر کومې کچې اغېزناک و.»
باقري يادونه کړې چې په افغانستان کې د نړيوالو سازمانونو تګلاره بايد دا وي چې د افغانستان د خلکو ګټو، د افغانستان د امنيت تضمين، د دې هيواد پراختيا او د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کېدو ته لومړيتوب ورکړي.
ده ويلي، چې افغانستان ته د هغو افغانانو ستنېدو ته بايد زمينه برابره شي چې د ايران په ګډون يې په بهر کې زده کړې کړي او مهارتونه يې زده کړي دي او د هغوی له ظرفيت څخه استفاده وشي.
د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې باقري په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په بهير کې د رغنده رول لوبونې لپاره د ملګرو ملتونو پر مسووليت او همدا راز په دې لړ کې د افغانستان د ګاونډيانو پر «بې بديله» رول او ظرفيت ټینګار کړی دی.
ده په اشاره کړې چې لوېديځ په ځانګړې توګه امريکا د هغو زيانونو په جبران کې مسووليت لري چې د تېرو دوو لسيزو پر مهال يې د افغانستان خلکو او سيمې ته اړولي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ له باقري سره په ليدنه کې د افغانستان د بدلونونو پېچلتيا او فعالينو شمېر او د هغوی دريځ ته په اشارې ټينګار کړی چې د افغانستان له پرمختګ او ثبات سره د مرستې په موخه اړتيا ده چې د سيمې او تر سيمې د هاخوا هيوادونو دريځونه همغږي شي.
په اعلامیه کې د رزا اوتنبایوا له قوله ویل شوي، چې له يوه اړخه د هيوادونو ترمنځ د رغنده همکارۍ د رامنځته کېدو او ډېرېدو او بل اړخ ته د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتنه شوې ده.