عبداللهیان: په افغانستان کې د امريکا د لاسوهنو دوام، د دې هيواد وضعيت لا پېچلی کوي

Photo: MFAIran

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهیان ويلي، چې د افغانستان په کورنيو مسايلو کې د امريکا هدفي لاسوهنې به د دې هيواد وضعيت نور هم پېچلی کړي.

نوموړي دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما له رييسې رزا اوتنبایوا سره په کتنه کې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، عبداللهیان په دې کتنه کې ويلي چې هيواد يې په افغانستان کې ثبات، امنيت او پايدار پرمختګ ته په ځانګړې پاملرنه کوي او د دې هيواد بدلونونه له نږدې څاري.

عبداللهیان د تېرو دوو اونيو پر مهال په افغانستان کې د يوناما اقدامات مثبت ارزولي او ويلي يې دې چې ايران د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د دې سازمان د رول ملاتړ کوي.

خو، ده په افغانستان کې د امريکا رول ويجاړوونکی یاد کړی او ويلي يې دي: «د افغانستان په کورنيو چارو کې د امريکا د هدفي لاسوهنو دوام به د دې هيواد وضعيت نور هم پېچلی کړي».

نوموړي زياته کړې، چې د «افغانستان ستونزې پېچلې دي، نو بايد پر بېلابېلو او څو اړخيزو حل‌لارو تمرکز وشي».

د ايران د بهرنيو چارو وزیر د افغانستان د مسایلو په حل کې د مرستې په موخه د دې هيواد د ګاونډيانو د عمل ابتکار دوامدار ملاتړ ته د خپل هيواد چمتووالی څرګند کړی.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې اوتنبایوا افغان کډوالو ته د ايران د کوربتوب درناوی کړی او افغانستان کې یې د انساني کرکیچ په اړه د نړيوالې ټولنې پر بې تفاوتۍ نيوکې کړې دي.

د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د شرایطو او بدلونونو د بهير پېچلتيا تاييد کړې او په دې هيواد کې یې له پرمختګ او ټيکاو سره د مرستې لپاره د سیمه‌ييزو فعالينو د متنوعو دريځونو د همغړۍ پر اړتيا ټينګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د يوناما رييسې د ايران سيمه‌ييز نوښتونه مهم ګڼلي او د ګاونډيانو د ناستې په چوکاټ کې يې د دې هيواد د روانو ډيپلوماتيکو هڅو هرکلی کړی دی.

د يوناما رييسې په افغانستان کې د ايران له سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره هم ليدلي دي.

قمي پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې په دې ليدنه کې سېلاب ځپلو ته په بېړنۍ توګه د بشرپالو مرستو انتقال ته د چمتووالي له اعلان سره-سره د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د نړيوالو سازمانونو د فعال ګډون پر اړتيا ټينګار شوی دی.

ده ويلي، چې د افغانستان د روانو چارو ارزونه او پر سيمې يې اغېز او په ځانګړې توګه د اقتصاد، امنيت، کلتور او د کډوالۍ په تړاو پر پېښېدونکو پايلو بحث د يوناما له رييسې سره د ليدنې نور موضوعات وو.

قمي ليکي: «ټينګار مو وکړ چې ملګري ملتونه بايد د کډوالۍ د کورنيو ريښو په ختمولو او خپل هيواد ته د کډوالو په بيا ستنېدنه کې لا فعال رول ولوبوي.»

د ايران سفير که څه هم په اشاره په سيمه کې د امريکا سياستونه مخرب بللي او ويلي يې دي چې د ملګرو ملتونو پر سياستونو واشنګټن نامشروع نفوذ لري، خو د ملګرو ملتونو له لوري په ځانګړې توګه د دوحې غونډې پر مهال د افغانستان او سیمې واقعيتونو ته د پاملرنې پر اړتيا او د ټيکاو او پايدارې سولې لپاره د رول پر لوبونې او «د سيمې له هیوادونو سره د رغنده او دوامدار تعامل له لارې په افغانستان کې د عادلانه سياسي نظم» پر جوړېدو يې ټينګار کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه