د تېر حکومت له نسکوریدو وروسته او واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم ډېری افغانان په ځانګړي توګه لوستي ځوانان له هېواده ووتل، خو په هیواد کې پاتې لوستي ځوانان د کار نه موندلو له امله ځوریږي او یو شمیر یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی بلال احمد چې د پښتو ادبیاتو په برخه کې یې تر لیسانس کچې زده کړې کړي او د لس کسیزې کورنۍ د ګټې وټې یوازینی کس دی، وايي په هېواد کې د کار د نشتوالي له امله اړ شوی چې په غیرقانوني لارو نورو هېوادونو ته د تګ تابیا ونیسي.
دی زیاتوي، په اوسنیو شرایطو کې نه شي کولای د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي نو له همدې امله اړ دی چې د کار په موخه نورو هېوادونو ته پر مرګونو لارو زړه ښه کړي.
بلال احمد زیاته کړه: «زه تېر کال د ننګرهار پوهنتون له پښتو ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ شوم، په ډیره سختۍ مې پوهنتون خلاص کړ او کورنۍ مې تمه درلوده چې زه باید دنده واخلم، ډیرو دولتي او غیر دولتي ادارو ته مې د دندې لپاره اسناد واستول خو هیچا راته دنده را نه کړه او مجبوره شوم چې بهر ته د تګ تصمیم ونیسم څو نور ټولګیوالو مې هم راسره خبره کړې چې پر قاچاقي لارو ترکیې او بل اروپایي هیواد ته لاړ شوو.»
نوموړی وایي، که څه هم لوړو زده کړو ته د ځوانانو لیوالتیا د پخوا په پرتله کمه شوې خو لاهم ګڼ هغه یې له شته ستونزو سره سره پر زده کړو بوخت دي.
د لغمان اوسیدونکی ظاهرالله چې دوه کاله مخکې له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی وایي، تر اوسه د دندې پر پیدا کیدو نه دی توانیدلی.
هغه په هېواد کې د بېکارۍ له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، چې د کار نهموندلو له امله ځينې ځوانان پر رواني ناروغیو اخته شوي دي.
ظاهرالله زیاتوي: «له دوو کلونو ډیر وخت کېږي چې له اقتصاد پوهنځي فارغه شوی یم، په همدې موده کې زیاتو ادارو ته د کار لپاره ورغلم خو متاسفانه ناهیلې او د نه ځواب راکړل شوی، اوس هم لکه د تېر حکومت په څېر د دندې د ترلاسه کولو لپاره واسطه په کار ده که طالبانو سره اړیکه ولرې او یا دې د دوی په خبره قرباني ورکړي وي نو بیا به دنده پیدا کړې که نه نو وزګار به ګرځې.»
نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د لوستو ځوانانو له وړتیاوو دې ګټه واخلي او هغه بستونه چې غیرې مسلکي کسان پرې ګمارل شوي خالي او پر ځای دې تحصیل کرده ځوانانو ته ځای ورکړي.
هغه وايي، که ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه شي، مجبور دي د کورنۍ د اقتصادی ستونزو د حل لپاره سخت شرايط پر ځان ومني او بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي.
د ننګرهار اوسیدونکی مطیع الله مومند د هغه ځوانانو له ډلې څخه یو دی، چې تر لیسانس کچې زده کړې یې کړي، خو په وینا يې د پوهنتون له فراغت یو نیم کال وروسته له بې روزګارۍ یې اقتصاد دې کچې ته رسولی چې هېواد پرېږدي او اوسمهال د اتریش هېواد کې کار کوي.
هغه زیاتوي د قاچاق کوونکو په خبرو لمسیدلی او د ښه ژوند موندلو په موخه یې د لارو په اوږدو کې ډیرې ننګونې زغملي دي.
نوموړى وايي، په قاچاقي ډول لومړى ايران بيا ترکيې او هغه ځایه یې په مرګونو لارو ځان تر اتریش رسولی دی.
مومند زیاته کړه: «د لېسې له فراغت وروسته مې لوړې زده کړې زما او د کورنۍ لوی ارمان و، خو کله چې له پوهنتون فارغه شوم کار نه و، ډیرې منډې تړې مې وکړې، خو بس دنده پیدا نه شوه له درې نورو ملګرو سره مو له یو قاچاقبر سره خبره وکړه او د قاچاقبرانو په مرسته ایران، ترکیې او بیا همداسې اتریش ته راغلو د لارې په اوږدو کې مې له ډلې یو ملګری مړ شو او زمونږ اجل نه و، ګنې پاتې ملګرو هم ځان په مرګ حساب کړی وو، قاچاقبر خلکو ته دروغ وایي او دا سختې لارې ورته اسانه ښيي، خو داسې نه ده ځکه دا لارې مرګونې او له سختیو ډکې دي. »
نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې ځوانانو ته په هیواد دننه د کار او ښه ژوند فرصتونه برابر کړي چې قاچاقي سفرونو ته اړ نه شي.
هغه دغه راز له ځوانانو هم غوښتنه کوي چې د قاچاقبرانو په تشو خبرو دې نه تیروځي او په لوی لاس دې ځان د مرګ خولې ته نه ورکوي.
رحیم الله هغه ځوان دی چې خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره له قانوني اسنادو پرته اوس مهال له ترکیې ــ جرمني ته د تګ تابیا نیسي.
د هغه په وینا یوه اروپايي هېواد کې د ارامه ژوند تیرولو په موخه یې د خپلې ورېندارې د سرو زرو په نیمه بیه پلورلو سربیره یې له خپلو ملګرو پیسې په پور اخیستې دي.
رحیم الله وايي، د کډوالۍ په لاره کې یې ډېرې ستونزي ګاللي او ان د خوړو لپاره یې ډوډۍ او څښاک لپاره یې هم اوبه نه لرلې.
هغه زیاتوي، د ده په ګډون زیاتره ځوانان د ښه ژوند په هيله له قانوني اسنادو پرته بهرنیو هېوادونو ته په سختو او ناوړه شرایطو کې سفر ته زړه ښه کوي، څو خپله کورنۍ له بېوزلۍ وژغوري، خو ګڼشمېر ځوانان بیا دې هدف ته د رسیدو په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
رحیم الله زیاته کړه: «له مجبورۍ اړ شوم چې په سختو لارو ځان تر اروپایي هیوادونو ورسوم، ځکه د کورنۍ اقتصادي ستونزې زیاتې وې او دغه راز ما د خپل راتګ لپاره د کور څاروي، د ورېندارې دوه تولې سره زر او همدا شان مې له ملګرو او خپلوانو هم پېسې قرض کړي تر څو یې قاچاقبر ته یې ورکړم او ما اروپایي هیواد ته ورسوي، د لارې په اوږدو کې مو مرګ په خپلو سترګو لیدلی ځکه څو ورځې پیاده مزلې، ډوډۍ او اوبه نه وې کله هوا یخه وي او زیاتره ځوانان له همدې امله هم خپل ژوند له لاسه ورکوي دلته هم خوشاله نه یم ځکه د یو نامعلوم برخلیک سره مخ یم.»
هغه زیاتوي د افغانان ځوانانو بدبختي په دې کې ده، چې په خپل هیواد کې د کار نشتون له امله کړیږي، خو په اروپایي هیوادونو کې بیا د قانوني اسنادو په ورکړه کې ځوریږي او آن د ګڼ شمیرو هغوی یې قضیې «کیس» ردیږي.
په ورته مهال د نظر خاوند محمد صادق دقیق بیا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو را وروسته اقتصادي ننګونې، د کاري زمینو او دندو نشتوالی هغه لاملونه بولي، چې له کبله یې ځوانان هېواد پرېښودلو ته اړ کېږي.
دقیق زیاتوي: «کوم ځوانان چې بهر ته په قاچاقي لارو ځي نو له بدې ورځې ځان مرګ ته ورکوي او اروپايي هیوادونو ته ځي، ځکه په افغانستان کې لاهم خلکو ته کاري زمینې نه دي برابرې شوي د تېر حکومت ځوان کدرونه د نامعلوم علت له مخې له دندو ګوښه شوي او دغه راز پخواني سرتیري ټول په کور شوي، نو خلک مجبور دي د ځان ساتلو لپاره حد اقل یو غړی بهر ته واستوي که د طالبانو حکومت د کار زمینه برابره نه کړي نو د دې ځوانانو تګ به بهر ته لا زیات شي او د هیواد راتلوونکی به وننګوي.»
د هغه په وینا د تېر جمهوري حکومت له سقوط وروسته د طالبانو له خوا ګڼ کسان له خپلو دندو شړل شوي او هغوی له محبورۍ اړ شوي چې د پيسو ګټلو لپاره بېلابېلو بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي او دا لړۍ لاهم په چټکۍ روانه ده.
مونږ هڅه وکړه چې پر قاچاقي لارو د افغان ځوانانو د تک مسېله د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکوچارو له مسوولینو سره شریکه کړو، خو هغوی زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.
په افغانستان د طالبانو حکومت له راتګ سره سم بې کاري، غریبي او د یوه نامعلوم راتلونکي وېره د دې سبب شوې چې ځوانان پر داسې لارو بهرنیو هیوادونو ته د تګ زړه ښه کوي چې مرګ او ژوند یوازې یو موقع وي.