Photo: @MoRRAfg

د یوناما مرستیال: سيلاب په بغلان کې ۶۰ زره تنه اغېزمن کړي دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي د دفتر (يوناما) مرستيال ايندريکا راتوات وايي چې سيلاب په بغلان کې ۶۰ زره تنه اغېزمن کړي دي.

کومه ويډيو چې يوناما نن (دوشنبه، ۳۱ د غوايي) بغلان ته د ښاغلي راتوات له سفر څخه خپره کړې، پکې ويل شوي چې بغلان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې تر ټولو زيات زيان يې ليدلی.

د يوناما مرستيال وايي چې سېلاب په دې ولايت کې تر اوسه د ۱۸۲ تنو ژوند اخيستی چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

دی وايي چې تر کلونو وچکالۍ وروسته افغانستان د دې سیلابونو له وجې د يوه بل «اقليمي شاک» له تجربې سره مخ دی.

ايندريکا راتوات وايي چې ملګرو ملتونو د بغلان، بدخشان او تخار په سېلاب ځپلو سيمو کې د مرستې رسونې مشترکې ډلې ځای پر ځای کړې دي او تر اوسه له ۵۰ زره کسانو سره مرسته شوې ده.

دی وايي چې نوره مرسته به هم ورسره کېږي او هڅه کوي چې نورو خلګو ته هم مرسته ورسوي.

د هيواد په ختيځ بغلان ولايت کې لس ورځې وړاندې ځپونکي سيلابونه راووتل.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر اعلان کړی چې سېلاب په دې ولايت کې له مرګ ژوبلې سره-سره پراخ زيانونه هم اړولي دي.