په فراه ولایت کې یو شمیر لوستې ښځې او نجونې چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري وایي، له کله نه چې د طالبانو حکومت ښځې له کار منع کړي ورځ تر بلې یې اقتصادي وضعیت خراب شوی او اوس له بې وسۍ او محتاجۍ ډک ژوند تیروي.
د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري په یو شمیر دولتي او غیر دولتي موسېساتو کې د ښځو پر کار بندیز د هیواد د نورو ولایتونو ترڅنګ په فراه کې هم سلګونه لوستې میرمنې له کار راوګرځولې او یو شمیر هغه یې چې ډیرې مجبوره وې او د کورنۍ سرپرستي ورترغاړې وه اړې شوې چې ګاونډیو هیوادونو ته د کار لپاره لاړې شي؛ خو هلته هم اجازه نه ده ورکړل شوې چې پاتې شي او کار وکړي.
د فراه ښار د شپږمې ناحیې اوسیدونکې فاطمه چې د یوې نړیوالې خیریه موسېسې سره یې کار کاوه وایي، د طالبانو راتګ سره یاد خیریه بنسټ په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول چې له کبله یې نوموړې بې کاره او مجبوره شوه ګاونډي هیواد ایران ته کډواله شي.
فاطمې وویل: «فراه کې د ښځو اقتصادي وضعیت خراب دی، ښځې کار نه شي کولای، ایران ته لاړو چې کار وکړو خو بیرته وایستل شوو، دلته هم وزګاري ده، اوس د ماښام ډوډۍ ته حیران یو چې له کومه یې کړو.»
په دې ولایت کې د «سنګ زور» د نجونو ښوونځي یوه ښوونکې ۳۰ کلنه حمیده چې د څلور اولادونو مور ده او خاوند یې پنځه کاله وړاندې په یوې ترافیکي پیښه کې ژوند بایللی وایي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز ټولې هغه میرمنې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې دي.
نوموړې زیاتوي، چې په دولتي او غیر دولتي موسېساتو کې د ښځو پر کار بندیز په فراه کې زیات شمیر لوستې ښځې چې مخکې یې په دفترونو او موسېساتو دندې لرلې اوس یې سختو کارونو او مزدورۍ ته مخه کړې او د خلکو په کورونو کې د کالو مینځلو او اشپزۍ دندې پرمخ وړي.
هغې وویل: «کله چې د نجونو مکتبونه وتړل شول او معاش راباندې قطع شو، حیرانه شوم چې اوس به مې د کورنۍ لپاره ډوډۍ له کومه کوم، په هیڅ اداره او موسېسه کې د کار اجازه نه راکول کېده، لیسانس یم، خو د مجبورۍ څخه د خلکو کالو مینځلو ته اړه شوم چې اولادونو ته مې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړم.»
روبیا ۳۰ کلنه انجلۍ ده چې د څلور کاله یې په غیردولتي موسساتو کې دنده اجرا کړې، هغې چې هره میاشت د خپل معاش څخه د خپل کورنۍ مصرف پوره کوئ، وایي پلار یې سپین ږری دی او نشي کولای د کور کرایه او نور مصارفات په روزانه پوره کړي هغه د خپل اوسني ژوند په اړه وایي
روبیا چې په اداره او تجارت کې لیسانس لري او څلور کاله یې په غیر دولتي موسېساتو کې دندې اجرا کړي وایي، د کورنۍ میاشتنې لګښت د دې پر غاړه دی، ځکه چې پلار یې سپين ږیری او نه شي کولای چې د کور مصارف پوره کړي.
نوموړې زیاته کړه: «کور مو په کرایه دی، درې میاشتې موږ کرایه نه ده ورکړې، مالک یې د ایستلو بار بار اخطارونه راکوي، پلار مې سپین ږیری دی کله کار وکړي او کله ناروغ وي، زه مجبوره یم کار وکړم، مخکې مې پیسې ګټلې او ژوند برابر وو، خو اوس مې ټوله کورنۍ شپه او ورځ په تشویش تیروي.»
روبیا وایي، ګڼو ادارو ته یې د کار وړاندیز کړی، خو د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله هیڅ ادارې ورته تر اوسه کار نه دی ورکړی.
د دې تر څنګ په فراه کې د رسنیو یو شمیر ښځینه کارکوونکې هم شکایت کوي، چې دوی ته د رسنیو په برخه کې د کار اجازه نه ورکول کېږي.
په دې ولایت کې د «نوای زن» راډیو یوه پخوانۍ کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، طالبان یو مشخص قانون نه لري، ځکه چې کابل کې یې په رسنیو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړې، خو په نورو ولایتونو کې بیا له کار منع شوې دي. نوموړې د رسنیو ترڅنګ په روغتیا، تعلیمي او حقوقي برخو کې د ښځینه کارکوونکو شتون اړین بولي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې ټولو ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
هغې په خپلو خبرو کې وویل: «زموږ ډيرې ښځینه همکارانې د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له وجې د روحي ستونزو سره مخ شوي، څوک نشته چې حال یې واخلي او مرسته یې وکړي په فراه کې د مطبوعاتو د ښځینه کارکوونکو اقتصادي حالت ډير خراب دي.»
د طالبانو پرلپسې بندیزونو نه یوازې ښځې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې له کار منع کړي، بلکې د سنګارتونونو تړلو سره هم د هیواد ټولو ولایتونو کې زرګونه ښځې بې کاره شوې دي.
فوزیه (مستعار) چې په تېر نظام کې په فراه کې د پولیسو افسره وه وایي، د طالبانو راتګ سره له دندې پرشا او د کورنۍ ساتلو په موخه یې په خپل کور کې یې سنګارتون جوړ کړ، خو په خبره یې چې هغه هم طالبانو له لوري تړل شوی او ټول سامان الات یې ترې وړي دي.
نوموړې وویل: «زموږ ته یوازې د فقر اجازه شته، نه دولت کې کار کولای شو، نه موسېساتو کې د کار اجازه شته، سينګارتون مې جوړ کړ د کور ګوزاره پرې کیدله، طالبان راغلل لوحې او سامان الات یې یووړل، اوس فقر ته مجبوره یم، کورونو کې مزدورۍ پسې ګرځم هغه هم نه پیدا کېږي.»
د فوزیې په څیر په دې ولایت کې زیات شمیر ښځې د کور سرپرستي په غاړه لري او دا مهال بې کاري او اقتصادي ستونزو په روحي او رواني نارغیو اخته کړې دي.
عاقلې چې مخکې یې د ژغورنې نړیوالې موسېسې سره د مرستو د ویش په برخه کې کار کاوه وایي، له کله چې یې دنده له لاسه ورکړې په روحي و رواني ستونزو کې راګیره شوې او دا ورته ډیره سخته ده چې ټول عمر دې یوه میرمنه بل ته محتاجه اوسي.
نوموړې وویل: «د ښځو د کار له بندېدو سره زموږ په ژوند کې ډېرې ستونزې رامنځته شوي، د کورنۍ حالت ته چې ګورم ټوله ورځ اطاق کې له ځان سره ژاړم، زړه مې نه غواړي له اطاقه بهر شم، یا د چا سره خبرې وکړم یا هم څوک ووینم، زړه مې درد کوي چې په داسې بد حالت کې مې د کورنۍ سره مرسته نه شم کولای.»
نوموړې چې دوه لسیزې یې په ملي او نړیوالو ادارو کې کار کړی وایي، مخکې یې چې دنده لرل د خپلو دوستانو او غریبانو لاسنیوی یې کاوه، خو اوس چې بې کاره شوې د نورو مرستو ته سترګې په لاره ده.
عاقله له طالبانو غواړي چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي، ترڅو هیواد کې د فقر، غربت او بې وزلۍ کچه کمه او د ښځو اقتصاد جوړ او پر ځان بسیا شي.