Photo: sent to Etilaatroz

د طالبانو په واکمنۍ کې د هزاره ګانو د ژوند د هدفي ناامنه کولو هڅې

د سږ کال په لومړيو دریو مياشتو کې د هزاره ګانو د وژنې، شکنجې او له هغو د پيسو د اخيستنو په تړاو راپور

جليل رونق

د سږ کال د غويي د مياشتې پر يوولسمه ماښام دوه وسله وال کسان د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ مسجد ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو يې ړندې ډزې پېل کړې. په دې خونړي بريد کې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول او يو بل ژوبل شو. دا بريد د «امام زمان» په مسجد کې وشو چې د (محمدیه‌ی اندیشه) په ښارګوټي کې دی او ډېری اوسېدونکي يې هزاره ګان دي. د غويي د يوولسمې د ماښام بريد د خپل ډول لومړی بريد و.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دوی لومړۍ او تر ټولو مهمه ادعا د سرتاسري امنيت ده او ادعا کوي چې توانېدلي دي د داعش خراسان په څېر د ترهګرو ځواکونو په ځپلو او په يو لاسي حاکميت سره یې په هيواد کې ثبات او امنيت ټینګ کړی، خو په دې دریو کلونو کې د هزاره ګانو وضعيت ښيي چې د طالبانو د ادعا بر خلاف دا قومي ډله د پخوا په څېر د ترهګرو سازمانونو د بريدونو هدف ده. له دې بريدونو سره-سره، هزاره ګان له ړندو وژنو، شکنجو او زندان سره مخ دي او همدا راز د «کوچي او کليوالو» په نوم شخړو کې د کوچيانو د زورزیاتي پر وړاندې قانوني مصوونيت نه لري.

په دې راپور کې د شته شمېرو او له خپلواکو سرچينو سره د خبرو کولو له لارې هڅه شوې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هزاره ګانو په ژوند کې د روانې ناامنۍ روښانه انځور وړاندې کړي. البته د ناامنۍ احساس، د ړندې وژنې، ځمکو د غصب، شکنجې او د افغانستان د خلکو د زنداني کولو په څېر خطرونه يوازې تر هزاره ګانو پورې محدود نه دي، خو د هزاره ګانو وضعيت له دې کبله استثنايي دی چې د هزاره ګانو په تړاو د سيسټماټيکې/هدفي ناامنۍ شاهدان يو او له داعش خراسان څخه بيا تر طالبانو او نامعلومو بريدګرو پورې د بېلابېلو ډلو د بريدونو ښکار دي.

دا راپور د هزاره ګانو پر وړاندې وسله وال بريدونه، وژنې او ړانده مرګونه، شکنجې، زندان، د ځمکې غصب او د طالبانو د قضايي بنسټونو تبعيض ارزوي.

د اطلاعات روز له اروزنې سره سم، په تېرو دریو مياشتو کې پر هزاره ګانو څلور هدفي بريدونه شوي دي. همدا راز، د دې مودې پر مهال په هزاره مېشتو سيمو کې د وژنې او ځان وژنې ۱۳ پېښې ثبت شوې دي. په دې لړ کې ۶ تنه د طالبانو د عملياتو پر مهال وژل شوي دي. دې ډلې په بدخشان کې د ۱۵ اسماعيلي مذهبو په ګډون ۱۰۳ تنه نيولي او بنديان کړي هم دي.

د غبرګولي د مياشتې تر لومړيو وختونو پورې کوچيان هم د هزاره مېشتو سيمو په څړځايونو کې و، چې له کبله يې شخړې رامنځته شوې دي او د طالبانو په محکمو کې د هزاره ګانو پر خلاف حقوقي دعوې هم شوې دي. له دې سره-سره، د طالبانو په محکمو کې د هزاره ګانو د ځمکو پر خلاف په لسګونو نورې دعوې هم روانې دي. دا قومي ډله د تېرو دریو مياشتو پر مهال د طالبانو د مسوولينو له لوري له ادارو په ډلييزه توګه ګوښه شوې او تحقير او سپکاوی يې شوی دی.

هدفي بريدونه

په ګذره ولسوالۍ کې په محمدیه‌ی اندیشه ښارګوټي کې پر «امام زمان» مسجد د دوو وسله والو کسانو بريد د روان لمريز کال پر مهال په هزاره مېشتو سيمو کې له څلورو هدفي او ترهګريزو بريدونو څخه يو و. په دې بريد کې وژل شوي کسان يوه ښځه، درې نارينه او يو ماشوم و. په دې بريد کې يوه ښځه ژوبله هم شوه. له لمونځ کوونکو څخه يوازې دوې ښځې ژوندۍ پاتې شوې چې د اوداسه په ځای کې يې ځان پټ کړی و. د دې بريد مسووليت داعش ډلې ومانه؛ که څه هم د ځايي سرچينو په وينا، تر اوسه د بريد د عاملينو په تړاو هيڅ معلومات نه دې ترلاسه شوي. له بله اړخه، طالبانو تر اوسه د هرات د هزاره ګانو هغې غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی، چې په دې ولايت کې د هزاره مېشتو سيمو امنيت ټينګ کړي. د هرات يو اوسېدونکي اطلاعات روز ته وويل: «موږ په ولايت کې دوې لارې وړانديز کړي: دا چې خپله پرېښودل شي چې په خپله امنيت ونيسي او يا هم دا چې د خلکو په همغږۍ ځواکونه حد اقل د مسجدونو د امنيت ساتنې لپاره خلک استخدام شي. زموږ غوښتنه نه هم رد شوې ده او نه هم تاييد شوې. يوازې دومره يې ويلي چې که کومه پېښه وشوه، طالبان خبر کړئ. سيمې ته د طالبانو د چټک لاسرسي وخت له نيم ساعت څخه تر ۴۰ دقيقو پورې دی.»

د هرات د ګذرې ولسوالۍ پر امام زمان مسجد د وسله والو تر بريد وروسته د غويي د مياشتې پر ۱۴مه نېټه يو ځل بيا د پېښې په ځای کې د ډزو اواز اورېدل کېږي. د سرچينو په وينا، په دې پېښه کې چاته زيان نه دی اوښتی. خلک د پېښې ځای طالبانو ته ور ښيي، خو طالبان ورته هيڅ پام نه کوي.

له دې سره-سره، د روغتيايي خدماتو په ګډون عمومي خدماتو ته د محمدیه‌ی اندیشه ښارګوټي د اوسېدونکی نه لاسرسی يوه بله ننګونه ده چې هغوی ورسره تر بريد وروسته مخ شوي دي. يو عيني شاهد اطلاعات روز ته ويلي: «پر [امام زمان مسجد] تر بريد نيم ساعت وروسته هم جسدونه په مسجد کې پراته وو. هيڅوک ورته نږدې کیدی نشو. تر نيم ساعت وروسته خلک مسجد ته دننه ولاړل. جسدونه او ژوبل کسان يې دباندې را وايستل او په خپلو شخصي موټرونو کې يې روغتون ته يو وړل. روغتون ته يې رسېدو يو ساعت وخت واخيست. يو تن تر روغتون پورې ساه ورکړې. د سختو ټپونو او ډېري وينې توييدنې له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.» د محمدیه‌ی اندیشه ښارګوټي اوسېدونکي په دې سيمه کې د روغتيايي خدماتو د برابرولو غوښتنه هم کوي. طالبانو تر اوسه دې غوښتڼې ته هم واضح ځواب نه دی ورکړی.

په يوه بله پېښه کې داعش خراسان ډلې د کابل په لوېديځ کې د غويي د مياشتې د لومړۍ نيټې د بريد مسووليت ومانه. دا د کابل ښار په «کوټه سنګي» سيمه کې په يوه «مرسيډيز» ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله و. د طالبانو له اعلان سره سم، په دې چاودنه کې لږ تر لږه يو تن ووژل شو او درې تنه نور ژوبل شول. داعش ادعا وکړه چې شيعه ګان يې په نښه کړي دي. چاودنه هغه وخت وشوه چې خلک له کار څخه خپلو کورونو ته روان و.

تر دې چاودنې يوه مياشت وړاندې د وري د مياشتې پر لومړۍ نيټې دوو کسانو د خاص ارزګان ولسوالۍ په «ګنداب» کلي کې د چاقو په وسيله د يوې کورنۍ پر غړو بريد وکړ. دا ولسوالۍ په ارزګان کې يوه هزاره مېشته ولسوالۍ ده. په دې بريد کې د دې کورنۍ نارينه ژوبل شو او بريد کوونکو ترې موټرسايکل هم يووړ. دی هغه وخت له بريد سره مخ شو چې له خپلې ميرمنې او دوو کوچنيو اولادونو سره پر موټرسايکل سپور و او د خپلو خپلوانو کره روان و. بريد کوونکي د دې موټرسايکل تر غلا کولو او د دې کس تر ژوبلولو وروسته د پښتون مېشتو سيمو پر لور ولاړل. طالبانو پر سرحدي پوسته د هغوی له نیولو ډډه وکړه. تېر کال هم په ارزګان کې پر هزاره ګانو څو هدفي بريدونه وشول.

شمېرهد پېښې ځاید پېښې نېټهد وژل شويو شمېرد ژوبلو شمېرعلت
۱ارزګان، خاص ارزګان۱ د وري۰۱ تن 
۲کابل ښار۱ د غويي۸۳ تنه 
۳هرات، ګذره۱۱ د غويي۶ تنه۱ تن 
۴باميان۲۸ د غويي۶ تنه (درې بهرني وګړي، يو طالب او دوه هزاره)شپږ تنه (څلور بهرنیان او دوه هزاره) 
ټول وژل شوي (هزاره ګان):       ۸د ژوبلو شمېر:    ۷

په تېرو دریو مياشتو کې د هدفي بريدونو شمېر

په هزاره مېشتو سیمو کې وروستی بريد په باميان ښار کې پر بهرنيو سيلانيانو وسله وال بريد و. د غويي د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د جمعې د ورځې د مازديګر پر شپږو بجو وسله والو بريدګرو پر هغو بهرنيو سيلانيانو ډزې وکړې چې په يوه دوکان کې يې سودا کوله. تر دې وروسته يې د دوکان پر وړاندې د هغوی پر موټر هم ډزې وکړې. په دې بريد د هسپانيا هيواد د دریو سيلانيانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او د څلورو بهرنيانو په ګډون شپږ تنه ژوبل شول. دا څلور کسان د هسپانيا، اسټراليا، ليتوانيا او ناروې اوسيدونکي و. باميان ته د دوی سفر د يوه هسپانوي سيلاني ادارې له لوري برابر شوی و.

د وژل شويو ترمنځ د باميان د سيغان ولسوالۍ لپاره د طالبانو پخوانی ولسوال عماد الدين عمري او د دې ډلې د استخباراتو غړی هم شامل و. د باميان ښار دوه اوسېدونکي هزاره ګان په بريد کې ووژل شول او همدا راز د ژوبلو کسانو ترمنځ هم دوه هزاره ګان وو. طالبانو يو ژوبل کس د بريد د «عامل» په توګه نيولی دی. ځينې ځايي سرچينې ادعا کوي چې نيول شوی کس په باميان کې د يوه پخواني بهرني سازمان پخوانی کارمند و او پخوا يې له وسله والو ډلو سره همکاري نه درلوده.

قتل او ځان وژنه

په غزني ښار کې يوه اوولس کلنه هزاره نجلۍ پروانه (مستعار نوم) شاوخوا يو کال وړاندې په غزني کې د طالبانو د استخباراتو غړي ته په زور ورکول کېږي. د پروانې مېړه چې په قومي لحاظ پښتون دی، يوه بله مېرمن هم لري. پروانه اخر په مرموزه توګه وژل کېږي. د پروانې خپلوان د طالبانو له وېري نه شي کولای چې د هغې د قتل د څرنګوالي او په بدو کې يې د ورکړې په اړه پوښتنه وکړي، خو يو ډاکټر چې نه غواړي هويت يې ياد شي، کيسه کوي: «د غوايي په ۲۷مه يې [د پروانې جسد] روغتون ته راووړ. مخامخ پر تندي ويشتل شوې وه. موږ ته وويل شول چې په راپور کې ونه ليکو چې [ويشتل شوې] بلکې وليکو چې ديګ بخار پرې چاودېدلی. زموږ همکارانو له وېرې همداسې وکړل.»

طالبان له روغتون څخه د پروانې له پلار سره اړيکه نيسي او ورته وايي، چې لور يې ناروغه ده او خپل ځان روغتون ته را ورسوه. کله چې هغه راځي، نو سمدستي يې سړې خونې ته بيايي. هلته يو ډاکټر د طالبانو په امر د پروانې مرګ اعلانوي: «الله دې رحم پرې وکړي. ستاسو د لور جنازه ده.» سړی د لور جسد ته ګوري. د نجلۍ سر پلټل شوی دی او هغه ته په کتلو لړزه پرې راځي او لينګي يې سستېږي او پر کومه «چارپايي» چې د پروانې مړی پروت دی، پر هغې تکيه کوي او کيني. د پروانې د ځينو خپلوانو له وينا سره سم، دا د خپل مېړه او د هغې د کورنۍ په ژبه نه پوهېده او په زور يې ورته مذهب بدل کړی و. د قومي تړاو او د حنفي مذهب له مناسکو سره د نابلدتيا له کبله يې سپکاوی کېده او د خپل مېړه له لوري ځورېدله.

د پروانې پلار ته ويل کېږي چې د شيعه ګانو په هديره کې يې خښه کړي. د دې د ښخولو مهالوېش هم تعينېږي. د طالبانو د دې غړي په امر د جنازې مراسم هم په بېړه او په لنډه توګه ادا کېږي.

دا د مارچ له لومړۍ نيټې بيا تر اوسه په هزاره مېشتو سيمو کې د قتل او ځان وژنې ديارلسمه پېښه ده. د مارچ پر ۱۸مه (د کب ۲۷) د هرات د ديارلسمې ناحيې په «جبرئیل-کوره ملی» سیمه کې يو سوځېدلی مړی پيدا شو. د دې کس هويت د تشخيص وړ نه و. د کب پر ۲۹مه طالبانو د غزني ښار په «قلعه‌ی امیر محمد خان» سيمه کې د مالستان د «پشي» سيمې د د «محمد علي» په نوم يوه اوسېدونکي پر کور يرغل ور ووړ او هغه يې وواژه. دا د باجناق محمدعلي کور و او طالبانو د هغه د خسر د نيولو په موخه ورغلي و. د محمد علي خسر په جاغوري کې د سيمه‌ييزو پوليسو پخوانی غړی و. د نوروز پر اوله (۲۰ د مارچ) هم د غزني د مالستان په زندان کې يو تن په مرموزه توګه ووژل شو. دی په زندان کې ځړول شوی و او د غلا په تور بندي و.

شمېرهقربانيد پېښې ډولعاملد پېښې ځاید پېښې نېټه
۱۱ تن (نامعلوم هویت)قتل/سوځولنامعلومد هرات ښاروالۍ ديارلسمه ناحیه۲۷ د کب
۲۱ تن (ملکي کس)قتلطالبانامیر محمد خان قلعه، غزني ښار۲۹ د کب
۳۱ تن (په غلا تورن ملکي کس)ځړولمرموزمالستان زندان، غزنی۱ د وري
۴دوه تنه (نارينه)قتلطالباناتلسمه حوزه، کابل۵ د وري
۵دوه تنه (نارينه)قتلطالبانزارع، بلخ۵ د وري
۶يو تن (ځوان هلک)قتلنامعلومدښت برچي، کابل۱۹ د وري
۷يو تن (نارینه)ځان وژنه د مزار شريف ښار لسمه امنيتي حوزه۴ د غويي
۸يو تن (نارينه)ځان وژنه د مزار شريف پنځمه امنيتي ساحه۵ د غويي
۹يو تن (ښځه)قتلد طالبانو د استخباراتو غړیغزنی ښار۲۷ د غويي
۱۰يو تن (نجلۍ)ځان وژنه ميرامور، دايکندي۸ د غبرګولي
۱۱يو تن (سړی)ځان وژنه ميرامور، دايکندي۹ د غبرګولي

د قتل او ځان وژنې موارد

همدا راز د وري مياشتې پر ۵مه نېټه طالبانو د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې دوه تنه د انسان تښتونې په تور ووژل. د دې ډلې له اعلاميې سره سم، دوی تر هغه وروسته په نښه شول چې د طالبانو پر نظامي کاروان يې ډزې وکړې. همدا راز په همدې ورځ د دې ډلې ځواکونو د بلخ په هزاره مېشتې ولسوالي «امرخ» کې دوه تنه ووژل. طالبانو اعلان وکړ چې هغوی غوښتل يوه بازار ته اور واچوي.

دې ډلې پخوا هم په ځلونو خپل مخالفين بيا-بيا د انسان تښتونې او غلا په تور وژلي دي.

د وري د مياشتې پر ۱۹مه (۷ د اپريل) نامعلومو کسانو د کابل د دشت برچي په «شهرک رسول اکرم» سيمه کې يو ځوان هلک د خپل کور پر وړاندې په چاقو وواژه. د دې ځوان عمر ۱۹ کاله و او زده کوونکی و.

همدا راز د راتلونکو دوو پرلپسې ورځو پر مهال د مزار شريف ښار له هزاره مېشتو سيمو د دوو ځوانانو د «ځان وژنې» راپور ورکړل شو. لومړۍ پېښه د غويي د مياشتې پر ۴مه (۲۳ د اپريل) د مزار شريف په لسمه حوزه کې او دويمه پېښه د غويي د مياشتې پر ۵مه په پنځمه حوزه کې رامنځته شوه. د لومړۍ پېښې د ځان وژنې لامل «فقر» او د دويمې لامل له «ترامادول» ګوليو څخه استفاده بلل شوې ده.

يوې ۱۸ کلنې نجلۍ د دايکندي د ميرامور په «بوم شیر راباط» سيمه کې د غبرګولي د مياشتې پر ۸مه نېټه خپل ځان را وځړاوه او خپل ژوند يې ختم کړ. تر دې يوه ورځ وروسته (۹ د غبرګولي) د همدې ولسوالۍ په «نیقل راباط» کلي کې يوه ۴۵ کلن سړي هم په خپله کرونده کې په رسۍ ځان زندۍ کړ او مړ شو.

نيول او زندان

د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو تر دويم ځل رسيدو وروسته ښځې په مرحله واره توګه د طالبانو له لوري د ټولنې په سطح له عمومي فعاليت کولو منعه شوې دي. پر ښځو د بنديزونو په لړ کې هغوی د ۲۰۲۲ کال په نومبر مياشت کې ورزشي لوبغالو ته له ننوتلو منعه شوې. طالبان اکثريت وختونه پر ښځو خپل بنديزونه په تاوتريخجنه توګه عملي کوي. د مارچ په لومړيو کې په غزني کې د جاغوري په کچه د واليبال يوه سيالي جوړه شوه. د سيالۍ د جوړېدو ځای د طالبانو له لوري څارل کېده. څلورنجونې چې غوښتل يې ورزشي لوبغالي ته د بندیز سره سره تېرې شي او سيالي له نږدې وګوري، په نارينه جامه کې ننوتلې. له يوې-بلې سره ژمنه کوي چې په هيڅ توګه به هم خپل جنسيت نه ښيي، سر او بدن پټوي او چوپې کيني، خو کله چې لوبه ګرمېږي نه شي کولای خپل احساسات کنټرول کړي. يوه يې نارې کوي او څو ځله د خپلې خوښې لوبډلې نوم اخلي.

د طالبانو افراد دې غږ ته متوجې کېږي او د نجونو پر لور ورځي. نجونې د سيالۍ له ميدانه باسي او پرېکړه کوي چې ولسوالۍ ته يې يوسي خو نندارچيان منځته رالوېږي او طالبان د هغوی پر ځای د نجونو دوه نارينه خپلوان زندان ته بيايي. هغوی په زندان کې د دوو شپو او ورځو تر تېرولو وروسته د جاغوري د مخورو په ښکېلتيا ازادېږي.

طالبانو د همدې افرادو په ګډون د روان لمريز کال پر مهال لږ تر لږه ۱۰۳ تنه هزاره ګان او شيعه ګان بنديان کړي دي. د کب د مياشتې پر ۲۹مه طالبانو د غزني ښار په «قلعه‌ی امیر محمد خان» نومي سيمه کې پر يوه کور چاپه ووهله او د محمد علي او عزت الله په نوم دوه کسان يې ونيول. دوی د جاغوري اوسېدونکي دي او طالبانو دا بريد د محمد علي د نيولو لپاره کړی و چې د پخوانيو سيمه‌ييزو پوليسو غړی و. تر دې وروسته طالبانو د وري د مياشتې پر ۳مه نېټه د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د عدالت او توسعه ګوند پر دفتر چاپه اچوي او د دې ګوند مشر سيد جواد حسيني او د ده د دفتر مشر جعفر جویا نيسي. دوی د غبرګولي د مياشتې پر ۷مه نېټه ازادېږي. يوې سرچينې ويلي چې پر دوی تور لګېدلی و چې «د طالبانو پر ضد تبليغات» کوي. سيد جواد حسيني او جعفر جویا هغه کسان دي چې د تبيان فرهنګي مرکز د رييس سيد عيسی حسيني مزاري قضیه يې تعقيبوله. تبیان فرهنګي مکرز د ايران د سپاه پاسداران تبليغاتي مسير تعقيبوي او د دې مرکز رييس د طالبانو يو سرسخت مدافع دی.

تر دې وروسته، طالبانو د وري په ۸مه نېټه د کابل د دشت برچي په «سرک معرفت» کې د دریو معترضو خویندو، آزاده رضایي، نادیه رضایي او الهه رضایي پر کور یرغل ور ووړ او هغوی یې له خپل ورور یحیا رضایي سره ونیولې. نادیه او الهه تر ۱۸ کالو کم عمر لري. دوی د وري په ۱۳مه نېټه د نړیوالو ادارو په منځګړتوب او د خپلې کورنۍ د ضمانت په وړاندې کولو سره د طالبانو له بنده ازادې شوې. تمنا رضایي، د هغوی مشره خور چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي، وویل چې د دې کسانو د نیول کېدو دلیل اعتراض او هغه پیسې وې چې هغې خپلې کورنۍ ته افغانستان ته لېږلې وې.

د مهاجرینو لخوا خپلو کورنیو ته د پیسو لېږل چې زیاتره یې هیڅ اقتصادي عاید نلري، یو معمول کار دی.

 د وري د مياشتې په ۲۵مه نېټه، د طالبانو د استخباراتو یوه ډله د ډبرو سکرو د کانونو د کاريګرو په نوم د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته د جاسوسۍ لپاره ځي او هلته ځانونه  «د افغانستان ملي مقاومت جبهې» غړي معرفي کوي. دوی لومړی د «کرسنگ» کلی او بیا د «گل‌ورز» او «باجگاه» کلیو کې ځای پر ځای کېږي او له ځایي خلکو د طالبانو د بدرفتاریو او ظلمونو په اړه شکایت کوي. کله چې ځایي خلک د طالبانو د تبعیضي چلند په اړه شکایت کوي او د طالبانو له مخالفې مقاومت جبهې سره خواخوږي څرګندوي، د دوی خبرې د دې کسانو لخوا ثبتېږي. تر دې وروسته، طالبان د وري په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه پر دې کلیو یرغل کوي. دا ډله لږ تر لږه ۱۴ ملکیان نیسي او د سرپل ښار په زندان کې یې بندیانوي. ځایي سرچینو هغه وخت اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نیول شوي کسان په زندان کې شکنجه شوي دي. طالبانو بندیان د مولوي مهدي لخوا د پاتې شویو مهماتو او وسلو په ساتلو تورن کړي او د هغو له خپلوانو یې غوښتي چې دا وسلې دې ډلې ته وسپاري. د دې ډلې د ځواکونو د ګواښ له امله، دوی مجبور شول چې ۱۴ میله وسله وپېري او طالبانو ته یې وسپاري. د سرچینو په وینا، یوه کورنۍ مجبوره شوې چې د وسلو د برابرولو لپاره خپل څاروي وپلوري. د غویي په لومړۍ نېټه، سرچینو اطلاعات روز ته تایید کړه چې نیول شوي کسان جوزجان ته انتقال شوي دي. مولوي مهدي، چې د طالبانو هزاره قومندان و، له دې ډلې څخه تر خپه کېدو وروسته ایران ته د تېښتې پر مهال ووژل شو. په دې پسې، د بشري حقونو د څار ادارې اعلان وکړ چې طالبانو د مهدي د وسله وال غچ په ځواب کې په بلخاب کې څو کسان اعدام کړي دي.

شمېرهد نيولو شویو شمېرد نيولو ځایپر نیولو شویو لګېدلی تورد نیولو نېټهوضعیت
۱۶ تنه (څلور نجونې او دوه نارينه)جاغوري، غزنيپه ورزشي سيالۍ کې د نجونو ګډون ازاد
۲دوه تنه (نارينه)قلعه‌امیر محمد خان، غزني ښارپه پخوانيو سیمه‌ییزو پولیسو کې غړیتوب۲۹ د کب، ۱۴۰۲زنداني
۳دوه تنه (نارينه)دشت برچي، کابل ښارد طالبانو پر خلاف تبلیغات۳ د وري، ۱۴۰۳ازاد (د غبرګولي پر ۷مه)
۴څلور تنه (يو سړی او درې نجونې، دوې نجونې کم عمره هم دي)دشت برچي، کابل ښارد طالبانو پر خلاف لاريون۸ د وري، ۱۴۰۳ازاد (د وري پر ۱۳مه)
۵۱۴ تنه (نارينه)بلخاب، سرپلدشت برچي، کابل ښار۳۰ او ۳۱ د وري، ۱۴۰۳زنداني
۶يو تن (نارينه)ناور، غزنيد وسلې نه سپارل۴ د غويي، ۱۴۰۳نامشخص
۷۱۵ تنه (نارينه)نسی، بدخشان«د افغانستان په ملي مقاومت جبهه» کې غړیتوب۱۲ د غويي، ۱۴۰۳۶
۸۱۸ تنه (نارينه)ناور، غزنيد وسلې نه سپارل۱۷ د غويي، ۱۴۰۳ازاد (د غويي پر ۱۸-۲۵)
۹يو تن (نارينه)ناور، غزنينامعلوم۳ د غبرګولي، ۱۴۰۳ازاد (د غبرګولي پر ۴)
۱۰۴۰ تنه (نارينه)باميانپر سيلانيانو په بريد کې لاس لرلد غويي تر ۲۸ وروسته، ۱۴۰۳۳۶ تنه ترڅو ورځني زندان وروسته خوشې شول او څلور تنه اوس هم زنداني دي

د تېرو دريو مياشتو پر مهال د طالبانو له لوري په هزاره/شيعه مېشتو سيمو کې د نيولو/زنداني شويو شمېر

د غویي پر ۴مه نېټه، دې ډلې د «مردان» په نوم یو ملکي کس په ناور ولسوالۍ کې د «جنگل‌سوخته» په کلي کې ونیوه. طالبانو د هغه د خوشې کولو په بدل کې د دریو میله وسلو یا د وسلو د بیې په اندازه نغدې پیسې د ورکړې غوښتنه کړې ده.

دې ډلې د غویي پر ۱۲مه نېټه، د بدخشان ولایت د «نسی» ولسوالۍ په «تنگ شیوی» کلي کې ۱۵ اسماعیلیه شیعه ګان نیولي دي. دوی د نیول کېدو پر مهال د طالبانو له خوا وهل شوي دي.

د غویي پر ۱۷مه نېټه، د طالبانو ځواکونو په ناور کې د «بهادر» او «جرغی» په سیمو کې ۱۸ کسان ونیول. دا کسان د غویي تر ۲۵مې نېټې پورې په بهادر سیمه کې د طالبانو په پوسته کې زنداني وو. سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی تر شکنجې لاندې وو. له دې ۱۸ کسانو څخه یو کس د «پای کوتل» بهادر کلي او پاتې نور د جرغی کلي دي. طالبانو د پای کوتل اوسېدونکی د ۶۰ زره افغانیو په بدل کې او پاتې نور یې هغه مهال خوشې کړي چې  ۹ میله وسله يې ځېنې اخيستي. یوې سرچینې وویل چې دا وسلې د طالبانو له غړو پېرل شوي او بېرته په بهادر کې د هغوی پوستې ته سپارل شوې دي.

طالبانو په بهادر سيمه کې د غبرګولي پر ۳مه نېټه يو سپين ږيری ونيوه او د دې ډلې په پوسته کې يې تر يوې شپې او ورځې ساتنې وروسته د بهادر په «کهنه اسیاب» کې بيرته خوشې کړ. دی د خلکو په منځګړیتوب ازاد شوی دی.

همدا راز، طالبانو په باميان ښار کې پر بهرنيو سيلانيانو تر بريد وروسته د پېښې د يوه ژوبل کس په ګډون د باميانو لږ تر لږه ۴۰ تنه اوسېدونکي نيولي. ۳۶ تنه يې ازاد شوي او د ژوبل کس په ګډون پاتې څلور کسان له طالبانو سره بنديان دي. د ژوبل کس نوم سرور دی او د سرچينو په وينا، نوموړی رواني ناروغي هم لري.

طالبانو تر اوسه د نوموړي د رواني وضعيت په اړه څه نه دې ويلي.

د کوچيانو هجوم

د روان لمریز کال پر مهال، په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د شخړې راپور ورکړل شوی. کوچیانو د غویي په ۱۳مه د «اغجم پایین» کلي په «کوتل ملایعقوب» سیمه کې هجوم وکړ. هغوی د خلکو کورونه کلابند او د هغوی کرنیزې ځمکې یې په تراکتورونو ويجاړې کړې.

محلي سرچینې هم تاییدوي چې کوچیان د غبرګولي له ۲۰مې نیټې څخه د قره ‌باغ له «گل‌کوه» ، د جغتو او بهسودو له «دره‌ی قیاغ» له لارې ناور ولسوالۍ ته داخل شوي دي. د غویي تر پایه پورې کوچیان په دې ولسوالۍ کې په ډېرو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د کوچیانو د دې حرکت یوه اصلي موخه د ناور ولسوالۍ هوارو څړځایونو ته لاسرسی دی. په میدان وردک کې هم کوچیان د هزاره جاتو د څړځایونو پر لور په حرکت کې جلریز، دایمیرداد او بهسود ولسوالیو ته تللي دي. سرچینو تایید کړې ده چې هغوی د غبرګولي پر ۳مه په «کجاب» سیمه کې یو شپون وهلی او زخمي کړی او د سیمې د خلکو ځینې کرنیزې ځمکې یې هم تخریب کړې دي.

ناور کې د کوچیانو یوه خیمه. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د غبرګولي پر ۵مه نیټه کوچیان د دایکندي مرکز نیلي ښار ته هم ورسېدل. سرچینو تایید کړې چې کوچیان د دې ولایت نورو ولسوالیو ته هم تللي دي. سرچینو په ګیزاب او خاص ارزګان ولسواليو او د غزني په مالستان ولسوالۍ کې هم تایید کړې چې کوچیان د غبرګولي تر لومړۍ نیټې پورې د دې سيمو ځينو برخو ته راغلي دي. کوچیانو د طالبانو په ملاتړ سره وکولای شول چې دوه نیمې لسیزې وروسته د هزاره جاتو تر ټولو مرکزي نقطې ته ولاړ شي.

په مرکزي سيمو کې د کوچیانو او کليوالو شخړه اوږده مخینه لري. د کلي اوسېدونکي عموما خپل ژوند د څارویو د روزلو او کرنې له لارې مخته وړي او د څارويو د ساتنې لپاره څړځايونو ته اړتیا لري چې کوچیان یې د دولت ملکیت او د ځان لپاره انحصاري حق ګڼي. دا شخړې په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د پرلپسې وچکالیو او د اوبو له کمښت سره زیاتې شوې دي.

د ځمکو دعوې

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو سره د ځمکې په شخړو کې یو نوی اړخ زیات شوی دی. دا ډله د پخوانیو قوانینو د لغوه کولو، د قاضیانو او څارنوالانو د ډله‌ییزې لېرې کولو او د هغو پر ځای د خپلو غړو په ګمارلو له شخړو سره سليقوي چلند کوي. د اطلاعات روز د موندنو پر بنسټ، د طالبانو ملاتړو په مختلفو سیمو کې پخوانۍ شخړې بیا راژوندۍ کړي او په ډېرو مواردو کې شخړې د دوی په ګټه حل شوې دي.

د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د هزاره‌ میشته کلي «کندیر» اوسېدونکي بايد د طالبانو د فیصلې له مخې ۳۰ میلیونه افغانۍ د کندیر د ځمکې د قیمت او د مصالحې په توګه د ګیزاب دریو پښتنو قومونو او په هلمند کې مېشتو کوچیانو ته ورکړي. دا فیصله د تېر کال د جدې پر ۳۰مه نیټه صادره شوې او د کندیر اوسېدونکو ته د دې کال د چنګاښ تر ۲۸مې نیټې (د بلې میاشتې تر پایه) وخت ورکړل شوی چې دا پیسې ورکړي. طالبانو دا شخړه د کوم سند له وړاندې کولو پرته د پښتنو او کوچیانو په ګټه حل کړې؛ په داسې حال کې چې هزاره وګړي د دې ځمکې د بيا احيا کولو لپاره د محمد داوودخان د دورې مکتوب لري. د کندیر اوسېدونکي اوس له پرېکړې سره سم د پيسو د برابرولو په هڅه کې دي. یوې سرچینې وویل چې تر اوسه یې نیمې پیسې هم نه دې برابرې کړي. هغوی د دې پیسو د برابرولو لپاره خپلې ځمکې او کورونه په کرایه ورکړي او خرڅلاو ته يې ايښي او په یوه ټولیزه پرېکړه کې یې د خپلو لوڼو د ودونو د ولور پیسې هم د دې لپاره ځانګړې کړې دي.

همدارنګه کوچیانو د غویي په ۱۳مه د «ښکته اغجم» پر کلي يرغل ور وړی او د دې کلي د مالکیت ادعا يې کړې او غوښتنه یې کړې چې د کلي اوسېدونکي دې دا کلی د ۲۰ کلونو لپاره اجاره کړي. کوچیانو ویلي چې دا کلی د «گردن‌ده» کلي برخه ده. د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې، هغوی د دې سیمې د مالکیت ادعا کړې وه او د سیمې خلک یې په زور شړلي وو. کوچیانو هغه ځمکه خپلو هغو کسانو ته سپارلې وه چې «ناظر» یې معرفي کړي وو. دې کسانو په تېرو کلونو کې د گردن‌ده د اصلي اوسېدونکو د بېرته راستنېدو مخه نیولې ده.

بهسودو کې د ښکته اغجم کلی. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

په باميان ښار کې هم ځايي سرچينې وايي، چې اوس هم په دې ښار او يا هم په هغو سيمو کې چې هزاره ګان په کې د تېرو کلونو پر مهال مېشت شوي د ځمکې دعوې روانې دي.

موږ په باميانو کې د طالبانو قضايي بنسټونو ته د نه لاسرسي له کبله د دې دعوو شمېر تر لاسه نه کړای شو.

د باميان د يو شمېر اوسېدونکو په وينا، ډېری دعوې د باميان ښار له «باریکی شهیدان» څخه تر «شش پل» سيمې پورې دي او په دې کې دولتي ځمکې او د فرهنګي ميراثونو اړوندې «سرې او زرغونې» ساحې هم شاملې دي. په دې دعوو کې شکايت کوونکي اکثريت وخت وايي، چې ځمکې يې د اويايمې لسيزې پر مهال د وحدت ګوند د تسلط پر مهال غصب شوې دي. دا سرچينې وايي چې يوازې «غلغله ښار» کې له «اتو څخه تر لسو د ځمکې دعوې» د طالبانو په قضايي او عدلي بنسټونو کې روانې دي. لږ تر لږه په دوو دعوو کې چې عريضې يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسيدلې دي، شکايت کوونکو په کې ادعا کړې چې ځمکې يې د وحدت ګوند او د هغه د قومندانانو او ملاتړو له لوري غصب شوې دي. په يوه مورد کې يو کس د باميانو په «زرګران» کلي کې پر لسو هزاره ګانو دعوه کړې ده. دې کس ادعا کړې ده چې دې کسانو د ۱۳۷۶ لمريز کال پر مهال د وحدت ګوند په «مستقيم ملاتړ» د د ده ابي ځمکه چې مساحت يې د «کابل په وزن ۴۶ منه تخم دی» دی، غصب کړې ده. يوه بل هم کس هم ادعا کړې چې وحدت ګوند د ۱۳۷۵ لمريز کال پر مهال د ده ځمکه باميان ښاروالۍ ته ورکړې او ښاروالۍ دا ځمکه خپلو ملاتړو ته ويشلې ده. په باميانو کې د طالبانو د محکمې د عامه امنيت او د اداري فساد له کبله د رامنځته شويو جرایمو ديوان دويمه دعوه د شکايت کوونکي کس په ګټه فيصله کړې ده. سرچينې وايي چې په دواړو دعوو کې شکايت کوونکي د طالبانو غړي او ملاتړي دي او د دعوې اکثريت طرفونه يې هزاره ګان دي.

دا سرچينې همدا راز وايي، چې شکايت کوونکو د دعوو په پرانيستلو سره د فرهنګي پلان په سرو او زرغونو ساحو کې ودانيزې چارې پېل کړې دي. دا ماسټر پلان د ۲۰۰۷ ميلادي کال پر مهال د ملګرو ملتونو د علمي، زدکړييز او کتلوري سازمان (يونيسکو) له لوري چمتو شو. د بودا (صلصال او شهمامه) تنديسونه، غلغله او ضحاک ښارونه، ککرک بودا، کافري کلاوې، د قل اکرم او غمی درې اته سيمې د يونيسکو «له خطر سره د مخ نړیوالو ميراثونو» په نوملړ کې شامل دي. له دې ساحو سره-سره، د باميانو ځینې سيمې په فرهنګي ماسټر پلان کې د زرغونو ساحو په توګه مشخصې شوې دي. په سرو او زرغونو ساحو کې ودانيزې چارې ممنوع دي. د لرغونو سيمو شاوخوا ژیړې او نارنجي سيمې هم په نښه شوې دي، په ژړه ساحه کې يې کار کېدلای شي او په نارنجي ساحه کې يې هم په دې شرط کار کول جواز لري چې تاريخي ابداتو ته زيان ونه رسوي، خو سرچينې تاييدوي چې شکايت کوونکو د «تولواره» په ګډون په ځينو سيمو کې رغنيزې چارې پېل کړې دي.

طالبانو د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د اسماعيلي مذهب شاوخوا ۷۰ کورنيو ته امر کړی چې خپل کورونه خالي کړي. دا د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکي دي او له تېرو شاوخو دریو لسيزو راهيسې په پلخمري کې ژوند کوي. يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی د «ټرانسپورټ ادارې» اړوند ځمکه باندې ژوند کوي. زموږ له موندنو سره سم، دا ځمکه د جهادي اسماعيلي رهبر سيد منصور نادري له لوري دې خلکو ته ورکړل شوې وه.

له عامه ادارو د هزاره ګانو حذفول

د طالبانو په حکومت کې هزاره ګان د نورو ټولو قومونو په پرتله کم حضور لري، خو له دې سره-سره طالبانو د قومي تعارض په تشديدولو سره هغوی په پراخ ډول له حکومتي ادارو او ټولنيزو بنسټونو حذف کړي او ګوښه کړي يې دي. د تېر کال د کب مياشتې پر مهال په باميانو کې ۲۸ تنه هزاره استادان د ښوونکو د مسلکي پرمختګ له تازه تاسيس شوي امريت څخه حذف شول. په دې کې لږ تر لږه لس ښځې هم شاملې وې.

په ورته مهال طالبانو پرېکړه وکړه چې د باميانو د مرکز د هلکانو په لېسه کې تر ۵۰ زياتې ښځينه ښوونکې ولسواليو او لېرې سيمو ته تبديلې کړي. دوی ټولې هزاره ګانې وې. د باميانو په پوهنې رياست کې سرچينو وويل، چې دا اقدام د يو شمېر ښوونکو د شړلو په موخه شوی دی. په دې لړ کې تر اوسه شاوخوا ۳۰ ښوونکي تبديل شوي دي. يوې سرچينې وويل چې د دوی اکثريت تر اوسه نه دې توانېدلي چې د خپلې دندې ځای ته ولاړې شي.

د وري د مياشتې پر ۲۷مه په غزني کې طالبانو د جاغوري او جغتو له هزاره مېشتو ولسواليو څخه د ناوې پښتون مېشتې ولسوالۍ ته د ښوونکو د ۳۳ بستونو د انتقال امر کړی دی. د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونکو د دې بستونو د انتقال موخه د ۱۱ ښوونځيو بيا احيا کول بللي دي.

د ښوونکو د بستونو د انتقال په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت مکتوب

مذهبي تعصب

د هزاره ګانو پر خلاف د محدوديت له زياتېدو سره-سره طالبان له عقيدوي پلوه هم هزاره ګان ځوروي او تحقيروي. د وري د مياشتې پر ۱۴مه د غزني په مالستان کې د طالبانو ولسوال عبدالله منتقم هغوی له شيعه مذهب سره د تړاو له وجې «مشرک» وبلل. ده وويل چې شيعه ګان د خدای پر ځای له خپل لومړي امام علي څخه مرسته غواړي او دا «شرک» دی. خلکو د منتقم پر دې خبرې اعتراض وکړ او اخر هغه د خپلو خبرو له کبله بښنه وغوښته.

همدا راز د غبرګولي د مياشتې پر ۴مه نېټه په جاغوري کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر امر په یوه فرهنګي غونډه کې وويل، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له اسلامي «فرهنګ» او «تعليماتو» سره نا اشنا دي. د ده د خبرو کوم غږيز کليپ چې اطلاعات روز ته رسېدلی، مزمل په کې استدلال کړی چې په جاغوري کې هيڅوک هم د قرآن حافظ نشته. ده همدا راز د نجونو او هلکانو د زده کړې پر تګلارې نيوکه کړې، ويلي يې دي چې په دې ولسوالۍ کې «يوه نجلۍ» کولای شي په انګليسي ژبه ښه مقاله ولولي، خو د قرآن، اسلامي اخلاقو او اسلامي تعليماتو په اړه مقاله نه لولي. دوه کاله وړاندې هم نوموړي په دې ولسوالۍ کې د اسلامي مدرسو پر کمښت انتقاد کړی و او ويلي يې و چې په جاغوري کې څلور ديني مدرسې او ۱۱۴ ښوونځي فعال دي.

دې ډلې همدا راز د غويي د مياشتې پر ۲۵مه د جاغوري په مرکز سنګماشه کې يوه ښځه او يو سړی له واده دباندې اړيکې لرلو او له کوره د تېښتې په تور په دُرو ووهل. دا اقدام په عام محضر کې ترسره شو. طالبانو د دې افرادو هر يو په یوه کال او شپږ مياشتې بند محکوم کړی دی.

همدا راز طالبانو په غور ولايت کې د «دانشنامه هزاره» کتاب پر خپرولو او نشرولو بنديز لګولی دی. د غور لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالحي زعيم د کب د مياشتې پر ۱۶مه په يوه خبري غونډه کې «دانشنامه هزاره» د غوريانو په تاريخ کې «د هويت ښکاره جعل» بللی دی. ده وويل چې د دې د مخنيوي په موخه اقدام شوی دی. د بشري حقونو سازمان «رواداری» هم د می پر لومړۍ نېټه د يوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې طالبانو له شيعه ګانو، د هزاره ګانو په ګډون د قومونو او مليتونو له تاريخ سره د تړلو کتابونو پر چاپ، پلورلو او وېشلو بنديز لګولی دی. د دې سازمان له اعلان سره سم، طالبانو په باميان کې هغه کتابونه راغونډ کړي چې د هزاره ګانو د تاريخ په اړه ليکل شوي دي. طالبانو په دايکندي کې هم کتابتونونه تړلي دي.

هزاره ګان او د نسل وژنې دايمي خطر

هزاره ګان چې تر ډېره حده شيعه ګان پر هغوی هدفي بريدونه، له هغوی سره جوړښتيز تبعيض او مشرک بلل يې د ډېرو شنونکو په اند د دې قومي ډلې د نسل وژنې د خطر لپاره نښې کېدلای شي.

د نسل وژنې د منعې او مجازات د کنوانسيون چې په ۱۹۴۸ کې تصويب شوی، له دويمې مادې او د روم د اساسنامې چې په ۱۹۹۸ کې تصويب شوې، له شپږمې مادې سره سم په نسل وژنه کې پنځه اقدامات شامل چي د يوې ملي، قومي، نژادي يا مذهبي ډلې د ټولې يا يوې برخې د ختمولو په موخه کېږي. په دې اقداماتو کې د يوې ډلې د غړو وژل، د يوې ډلې غړو ته سخت جسمي يا رواني زيان رسول او پر يوې ډلې د ژوند داسې تحميلي شرایط لګول شامل دي چې د يوې ډلې د کلي يا جزيي نابودۍ لامل کېږي. همدا راز په يوه نسل کې د نسل د توليد د مخنيوي په موخه اقدامات او له يوې ډلې بلې ډلې ته د ماشومانو انتقال شاملېږي.

د افغانستان پر اساسي قانون د تطبيق د څار کميسيون پخوانی غړی او د ايټاليا په تورين پوهنتون کې څېړونکی عبدالله شفايي وايي، چې دا ټول پنځه موارد له نسل وژنې سره برابر دي: «د يوه قوم پر اقتصادي، فرهنګی، زدکړييزو او ټولنيزو بنسټونو بريد نه يوازې چې د هغې ډلې افراد وژني او دې ډلې ته جسمي او رواني زيان رسوي، د هغې ډلې د غړو لپاره د ژوند شرایط سختوي.» د ده له خبرو سره سم، د هزاره ګانو پر وړاندې د سخت دريځي او تبعيضي سياست خپلول او پر هغوی بنديز لګول، په ډلييزه او جبري توګه د هغوی بارول او څو چنده ماليات پرې وضع کول، د نسل وژنې د منعې او مجازات د کنوانسيون له دويمې مادې او د روم اساسنامې له شپږمې مادې سره سم نسل وژنه ده. عبدالله شفايي زياتوي چې نسل وژنه د ملي، قومي او مذهبي ډلو پر وړاندې له سخت تنفر څخه سرچينه اخلي. د ده له څرګندونو سره سم، هزاره ګان د تبعيض، ظلم او قومي او قبيلوي سلطې پر وړاندې د درېدو او د ولسواکۍ، بشري حقونو، ښځينه حقونو او زده کړې د بنسټيز کولو لپاره د هلو-ځلو له کبله د نسل وژنې د عاملانو له سخت تنفر سره مخ دي.

افغانستان د نسل وژنې د منعې او مجازات او روم د اساسنامې غړی دی. له هغو سره سم، دولتونه مسووليت لري چې د نسل وژنې مخه ونيسي او عاملان يې مجازات کړي، خو په افغانستان کې اوس مهال مشروع حاکميت نشته او طالبان هم د هزاره ګانو د نسل وژنې عامل ګڼل کېږي. د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون پخوانی استاد مهري رضايي په اطلاعات روز کې په يوه ليکنه کې ويلي، چې د بشري حقونو بنسټونه او نړيواله ټولنه بايد د هزاره ګانو د نسل وژنې د مخنيوي لپاره هغه په رسميت وپېژني او پر طالبانو سياسي او مالي فشار راوړي او د دې «جنايت» په تړاو يې وپوښتي. همدا راز د ده په وينا، بايد عاملين يې د بشري حقونو دبنسټونو او نړيوالې ټولنې له لوري محاکمه او مجازات شي. مهري رضايي زياتوي: «د نړیوالو قوانينو له قواعدو سره سم، که څه هم حاکم دولت د نسل وژنې د مخنيوي او مجازات تعهد نقضوي، نور دولتونه کولای شي چې پر وړاندې يې د عدالت په نړيواله محکمه کې شکايت او دعوه وکړي.»

همدا راز د ده د څرګندونو پر اساس، د نسل وژنې د منعې او مجازات له کنوانسيون سره سم، غړي هيوادونه مکلف دي چې د نسل وژنې د مخنيوي او د عاملينو د مجازات لپاره د ملګرو ملتونو له صلاحيت لرونکي ارکان څخه مرسته وغواړي.

هزاره ګانو د تېرو څو کلونو پر مهال په ټوله نړۍ کې د نسل وژنې د مخنيوي او د هغې د رسميت پيژندنې په موخه پراخ لاريونونه کړي دي. د ټولنيزو رسنيو کاروونکو هم د «StopHazaraGenocide» يا (د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ) په نوم هشټګ چلولی دی. دا هشټګ پر ايکس ټولنيزې شبکې (پخوانی ټويټر) په ميليونونو ځلې خپور شوی دی.