photo: Salamwatandar

سویل ختیځ زون کې د کرنيزو محصولاتو لپاره د نندارتونونو نه جوړیدل د محصولاتو بازار پېکه کړی

د سويل ختيځ زون اړوند ولايتونو بزګران او بڼوال وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د کرنيزو محصولاتو لپاره نندارتونونه په نشت حساب دي، چې له امله یې د کرنیزو محصولاتو بازار پېکه شوی دی.

د کرنيزو محصولاتو لپاره د نندارتون جوړېدل نه يوازې محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ښه زمينه برابروي، بلکې بڼوال او بزګران په اسانۍ سره خپلې غوښتنې او ستونزې تر مسوولینو رسولی شي.

ورته مهال د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولينو بیا ویلي، چې د ځينو نړيوالو موسېساتو په همکارۍ يې له بڼوالو او بزګرانو سره په مختلفو برخو کې مرستې کړې دي.

پکتيا، خوست او لوګرد هيواد له کرنيزو ولايتونو څخه دي، خلک يې له بزګرۍ او بڼوالۍ پرېمانه حاصلات اخلي او له دې لارې د خپلو کورنيو اړتياوې پوره کوي. د پکتيا ولايت بڼوال وايي، د کرنيزو محصولاتو لپاره د نندارتونونو نشتون له کبله بڼوال نه شي کولای چې حاصلات له نورو سره په ښه ډول شريک او ورته بازار موندنې وکړي.

د دوی په وينا که دا چاره بيرته پېل شي، نو د بڼوالو شته ستونزو ته به په اسانۍ رسېدنه وشي.

په دې اړه د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ يو بڼوال رفيع الله وويل: «په تېر نظام کې به نندارتونونه جوړېدل او هر چا به په زراعت برخه کې چې کوم څه تر لاسه کړي و او ښه نتيجه به يې ورکړې وه، نو راوړل به يې او له خلکو او د زراعت رياست له مسوولينو سره به مو شريکول، اوس دغه کار نه کېږي او نه خپلې ستونزې په ګروپي ډول شريکولی شو.»

بزګران وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د نندارتونونو نه جوړیدلو له امله یې حاصلات له نورو سره نه دي شریک شوي او په کمه بیه یې پلورلي دي. انځور: خوست کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست

خوست هم د کرنې له اړخه تر يو بريده په ځان بسيا ولايت دی، د اوسېدونکو زيات شمیر خلک يې په بڼوالۍ او بزګرۍ بوخت دي، سبزيجات، وچه ميوه، مالټې، لوکاټ، شفتالو او ځينې نورې ميوې په کې د پام وړ حاصلات ورکوي.

په دغه ولايت کې هم له تېرو دوو کلونو راهيسې کرنيز محصولات نندارې ته نه دي وړاندې شوي.

د دې ولايت بزګران وايي، د ځينو موسېساتو له خوا ورسره په کرنې برخه کې همکاري شوې، خو لاهم ځينې ستونزې پر ځای دي چې بايد حل ته يې پام وشي.

د لکڼو سيمې بزګر خان زمان له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی تېر کال د کچالو، پيازو او سبزيجاتو برخه کې ښه حاصلات درلودل، خو د بازار نشتون له امله پرې تاوان او په نيمه بيه يې پلورلي دي.

زمان غوښتنه کوي چې خوست کې دې د پخوا په څېر کرنيزو محصولاتو ته نندارتونونه جوړ شي، ترڅو له دې طريقه ورته بازار موندنه‌ وشي.

هغه وويل: «مونږ تېر کال ښه ښکلي حاصلات لرل، هغه که د الوګانو و، که د پيازو و او يا که مو د ګرين حوز څخه د سبزيجاتو، خو خلک زمونږ له حاصلاتو خبر نه شول، بازار يې نه درلود ځکه پخوا به مو په نندارتون کې کېښودل نو ښه فروش به يې ولره ولې تېر کال بيا سوداګر ورته رانغلل او بازار کې مو د خرابېدو له وېرې په نیمه بيه خرڅ کړل.»

په دغه ولايت کې د شيخ زايد پوهنتون له کرنې او مالدارۍ پوهنځي يو تن فارغ ځوان روح الله نندارتون جوړول د بازار موندنې لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره بولي، هغه په دې اړه اطلاعات روز ته وويل، چې د نندارتون ګډونوال او په رسنيو کې يې ليدونکي په اسانۍ کولای شي چې د يو بڼوال او يا بزګر له لاسته راوړنو او حاصلاتو ځان خبر کړي.

نوموړي زياته: «دلته زمونږ په هيواد کې ډېرې ښې بېلابېلې وچې او لمدې مېوې او سبزيجات تر لاسه کېږي، خو که ورته نندارتون و نه لرو او په رسنيو کې يې تر نړيوالو و نه رسوو، نو مونږ نه شو کولای چې اخيستلو ته يې په اسانۍ سره يو څوک را جذب کړو، خو که دا طريقه ورته ولرو، نو داخلي او هم خارجي سوداګر بيا زړه ښه کوي چې راشي او ټاکل شوی شی خريد کړي، لکه جلغوزي چې اوس نړيوال نوم دی.»

په تېر جمهوري نظام کې لوګر کې د نندارتون یوه څنډه. انځور: د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست

د لوګر ځايي اوسېدونکي هم تر ډېره په کرنه بوخت دي، دا ولايت د رومي بانجانو، انګورو او کچالو له اړخه ښه نوم لري او حاصلات يې د هيواد ګڼو ولايتونو ته د خرڅلاو لپاره وړل کيږي.

د دغه ولايت بنوال او بزګران هم ورته غوښتنه کوي او وايي، د دوی ستونزو ته بايد پر وخت او ښه ډول رسېدنه وشي.

هڅه مو وکړه چې د دغې موضوع په اړه په يادو ولايتونو کې په مستقيم ډول د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو د مسوولينو نظر ولرو خو په اخيستلو يې بريالي نه شوو، خو دوی په خپلو ټولنيزو ادرسونو کې ويلي، چې تېرو دريو کلونو کې د FAO  او نورو نړيوالو مربوطه موسېساتو په همکارۍ يې د بزګرانو او بنوالو ستونزو ته رسېدنه کړې او ګڼو برخو کې يې د دوی اړتياوې پوره کړې دي.

د خوست کرنې او مالدارۍ رياست ويلي، چې بزګرانو ته يې د غنمو د کر لپاره سالمې لارښوونې کړې وې، چې سږ کال يې نتيجه ښه او د تېر کال په پرتله يې د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.