د خلکو کمزوری اقتصاد او د تلاسیمیا ننګونکې ناروغۍ؛ کندهار کې پرې ۱۷۰۰ کسان اخته شوي

د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې روغتیایي سرچینې وايي، په دې روغتون کې د تلاسیمیا ناروغانو د ثبت شمیر ۱۷سوه کسانو ته رسیدلی او هره ورځ ۷۰ ناروغانو ته چې ډیری یې ماشومان دي د نورو روغتیایي خدماتو ترڅنګ وینه ورکول کېږي.

د تلاسیمیا ناروغۍ درملنه چې یوه پیچلې او ننګوونکې چاره ده، په افغانستان کې یې اسانتیا نشته او دلته یې یوازینۍ درملنه ناروغ ته په پرلپسې توګه د وینې ورکول دي، چې دا چاره ځورونکې او ډیری کورنیو د وینې نه موندلو له امله خپل اولادونه له لاسه ورکړي دي.

خو، د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د وینې د بانک مسوول ډاکټر محمد محمدي بیا وایي، چې دوی هره مياشت د خپلو کمپاینونو له لارې د مدني ټولنو له غړو او عامو وګړو څخه وينه اخلي او له هغه وروسته يې ناروغانو ته ورکوي.

نوموړي وویل: «د ورځې تقریباً د ۷۰ څخه تر ۷۵ پورې د وينې سرطان ناروغان دلته مراجعه کوي چې هغو ته موږ وينه ورکوو، زموږ سره ۱۷۰۰ مريضان ثبت دي، موږ دلته په ميرويس حوزوي روغتون کې دغه امکانات په لاس کې لرو چې دوی ته موږ وينه ورکوو او د ځينو شخصي شرکتونو لخوا دلته د ډېسپوزامين په نامه پيچکارۍ مريصانو ته وړيا ورکوو چې دا ويني ته يو څه وخت ورکوي، يعنې چې اوس مريض په هفته کې راځي باره په يوه نيمه هفته کې راځي.»

کندهار کې د تلاسیمیا ناروغانو په ډله کې ډیری یې ماشومان دي

ورته مهال میرویس حوزوي روغتون ته راغلي ناروغ لرونکې شکایت کوي، چې په دې روغتون کې امکانات په نشت حساب دي او زیاتوي چې د درملنې لپاره اړ دي چې څو ورځې په تمه پاتې شي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ څخه یاد روغتون راغلی روزي محمد وایي، څلور زامن یې د تلاسیمیا ناروغۍ له کبله له لاسه ورکړي او یو بل زوی یې چې ۱۰ کاله عمر لري اوس مهال ژوندی دی او له دې ناروغۍ کړیږي.

نوموړی په میرویس حوزوي روغتون کې امکانات په نشت حسابوي او زیاتوي، چې ټول ناروغان د خپلې درملنې لپاره اړ دي چې د دوو څخه تر پنځو ورځو پورې په تمه پاتې شي.

هغه زياتوي، چې افغانستان کې د تلاسیمیا ناروغۍ د درملنې لپاره هيڅ روغتون شتون نه لري او د خپل زوی راتلونکي ته ډير انديښمن دی.

روزي محمد وويل: «زما ۷ اولادونه دي په هغو کې دوه سم دي پنځه په دغه ناروغۍ اخته شوي د هغو پنځو څخه اوس دغه يو ژوندی پاتې دی‌ هغه هم مرګ او ژوند درک نه لري، ټول زامن مې چې د دریو مياشتو وو بس په دې ناروغۍ اخته شول، نه زموږ سر پرې خلاصېده نه د ډاکټرانو، اخر چې د ويني معايناتونه يې ور وکړل ویل یې د ويني په سرطان اخته دی، بايد زموږ سره کومک وشي موږ په ډيره غټه ستونزه اخته يو، نه موسېسات موږ ته توجو کوي نه صحت عامه توجو راته کوي.»

د روزي محمد څلور ماشومان د تلاسیمیا ناروغۍ له کبله مړه شوي دي

شاولي چې د زیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی وایي، زوی یې له تېرو نهو کلونو راهيسې په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دی او په وینا یې چې د موسېساتو لخوا ترڅو ځله ثبت وروسته بيا هم د نوموړي د زوی درملنې لپاره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

شاولي وویل: «تر روغتونه پوري د کرايې روپۍ نه لرو، د نهه کاله کېږي شفاخانې ته راځو خپل کوچني ته وينه لګو بېرته ځو، زموږ په کلي کې بيخي زياته کوچيان د ويني په سرطان اخته شوي، په شفاخانه کې يواري وايې، وينه نشته کله کله په ساعتو، ساعتو انتظار يو، پخوا يې په روغتون کې مفتي پیچکارۍ راکولې اوس هغه نه راکوي، که زموږ مريضانو ته د ويني پيچکارۍ ورکول شي هغه هم ښه کار کوي، ترډيره به ناروغان ورسره راحت وه.»

هغه له خلکو غواړي چې د تلاسیمیا ناروغۍ اخته ناروغانو سره خپله وينه شريکه کړي او د يوه انسان د ژوند په ژغورلو کې ونډه واخلي.

د شاوليکوټ ولسوالۍ څخه راغلی نورمحمد بیا وايي، څلور ماشومان يې په تلاسیمیا ناروغۍ اخته شوي چې له هغې ډلې يې درې ماشومان مړه شوي او يو لا تراوسه ژوندی پاتی دی.

نورمحمد زياتوي: « دوې لوڼې او دوو زامنو مې د ويني سرطان درلوده هغه دوې نجونې او يو هلک مړه شول، دا يو تر اوسه ژوندی دی، د دې ناروغۍ څخه موږ ډير په تکليف يو چې موږ سره کومک ونه شي، زموږ ټول ماشومان مړه کېږي، هيڅ څوک مو کوچنيانو ته وينه نه ورکوي، پخوا موسېساتو وينه راته برابروله او اوس د خلکو څخه په خيرات کې وينه غواړو، څلور کاله کېږي، خپل زوی چينايي شفاخانې ته راولم وينه ورلګوم په روغتيا کې يې هيڅ تغير نه دی راغلی.»

افغانستان کې د تلاسیمیا ناروغانو د ژوندي پاتې کیدلو لپاره وینه ورکول کېږي

د کندهار ښار د نهمې ناحيې اوسیدونکې نفس ګله وايي، تېرو لس کلونو کې يې پنځه ماشومان په تلاسیمیا اخته شوي چې له امله يې درې مړه او دوه نور لاهم د دې ناروغۍ له کبله کړیږي.

نوموړې وويل: «پخوا کې موسېسو کومکونه کول، يو څه هوسا وو اوس موسېسو هم خپلې مرستې بندې کړي، ډاکټران موږ ته وايي، هند کې يې علاج کېږي. دومره څوک نشته چې زموږ کوچنیانو ته وينه ورکړي، چې هر چاته ورشو څوک مو ناره نه اوري، مجبوره يو، حکومت دې زموږ د کوچنيانو د علاج يو لاره برابره کړي.»

د رابعې په نوم د یوې بلې مور اولادونه هم د یادې ناروغۍ څخه ځوریږي چې یوه لور یې له لاسه ورکړې او اوس یې زوی هم بستر دی.

نوموړې زیاتوي، چې د دې ترڅنګ نورې میندې هم د خپلو اولادونو ناروغۍ ته سختې ځوریږي، خو په خبره یې چې نه داسې روغتون شته او نه هم داسې بنسټ چې د دوی د اولادونو په درملنه کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې د ويني د سرطان او د ماشومانو د ناروغيو متخصص محمد صدیق وايي، تلاسیمیا يا هم د ويني کمښت د سرطان يوه ارثي ناروغۍ ده او په خبره یې چې افغانستان کې يې درملنه ناشونې ده.

نوموړی زیاتوي، دا ناروغۍ په ارثي شکل له والدينو څخه ماشومانو ته انتقالېږي چې پر مهال يې هغوی د ویني له کمښت سره مخ کېږي.

ډاکټر صديق وايي، د افغانانو په منځ کې د تلاسیمیا ناروغۍ شديد ډول خپور شوی چې په وينا يې دغو ناروغانو ته بغير له ويني ورکولو پرته بله حل لاره شتون نه لري.

هغه خلکو ته لارښوونه کوي، که غواړي نوي ودونه وکړي بايد مخکې له مخکې په خپله وينه کې د هیموګلوبین معاينات ترسره کړي ترڅو په راتلونکي کې يې ماشومان د ويني د کمښت يا تلاسیمیا ناروغۍ څخه خلاص شي.

ډاکټر محمد صديق وويل: «تلاسيميا متاسفانه لا علاجه مريضي ده، خو ښه خبره داده چې کله چې يو جفت واده سره کوي بايد خپل د ويني هیموګلوبین وګوري، که چيري د دوی دواړو پيټر هیموګلوبین لوړ وي بايد له دې رشتې څخه تير شي ځکه ماشومان يې د ويني د کمښت په ناروغۍ يا تلاسیمیا اخته کېږي، که چيرې مخکي معاينات وکړي دا به د دوی د ژوند لپاره هوساینه وي، که چيرې پاملرنه ونکړي بيا به د خپلو ماشومانو علاج کوي، چې وروسته به داسې حالت ته رسيږي چې تداوي کول به يې هم هيڅ ګټه نه ورته کوي او مريض ماشوم به خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

د تلاسیمیا ناروغان له خلکو غوښتنه کوي چې د دوی د ژوند ژغورلو لپاره دې وینه ورکړي

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د کندهار ميرويس حوزوي روغتون کې ۸۵۰ کسان د تلاسیمیا ناروغۍ له کبله بستر شوي و، خو سږ کال دغه شمیر دوه برابره شوی دی.

هغه مهال ډاکټرانو ويلي وو، چې د دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې کافي امکانات په لاس کې نه لري.

ډاکټران وایي، تلاسیمیا د وینې په سرو کرویاتو کې د «هیموګلوبین» د جوړښت په پروسه کې ستونزي رامنځته کوي، چې له کبله یې د ناروغ په بدن کې وینه کمه او د بدن ټولو برخو ته یې اکسیجن نه رسیږي، چې بیا د ناروغ حالت خراب او د دې حالت په دوام سره ناروغ ژوند له لاسه ورکوي.