د کرکټ نړیوال شل اوریز جام؛ افغانستان د بنګلدېش په ماتولو سره په لومړي ځل نيمه پايلوبو ته ولاړ

ACB

اطلاعات روز: د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو د پړاو په وروستۍ لوبه کې افغانستان په اتو منډو بنګلدېش ته ماتې ورکړه او په دې سره يې نيمه پايلوبو ته لار ومونده.

د افغانستان او بنګلدېش د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ لوبه نن (سې‌شنبه، ۵ د چنګاښ) ترسره شوه چې افغانستان د ټاس په ګټلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يې بنګلدېش ته د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ چې وروسته د اورونو په کمښت دا هدف ۱۱۴ ته راښکته شو.

د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز تر ټولو ډېري ۴۳ منډې وکړې.

بنګلديشۍ لوبډله د هدف په تعقیب کې په اتلسم اور کې ټوله وسوځېده او د بنګلدېش له لوري د پېل لوبغاړي ليټن داس ۵۴ ناسوځيدلې منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان او نوين الحق څلور او فضل الحق فاروقي او ګلبدين يو-يو مقابل لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نړيوالو جام په لوبو کې نيمه پايلوبو ته لار پیدا کوي.

افغانستان تر دې وړاندې د غوره اتو لوبډلو په پړاو کې په لومړي ځل اسټراليا ته ماتې ورکړې وه، خو هند ته يې خپله لوبه بايللې وه.

افغانستان به د روانې جون مياشتې پر ۲۷مه په نيمه پایلوبه کې له جنوبي افريقا سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته