د حجاب ديني او تاريخي شاليد؛ يوه ارزونه (۲)

د حجاب ديني استدلال

موږ په تېره برخه کې پر دې غږېدلي و چې د مخ د پټولو ځانګړي ډول رواجونه تر اسلام وړاندې ريښه لري او تر خاصو ټولنيزو شرایطو او اقتصادي مناسباتو پورې تړاو لري او د همدې ځانګړي وضعيت له مخې په ټولنه کې اشرافي طبقې د خپلو ښځو لپاره حجاب غوره کړ او غلامانې/خادمانې يې له داسې کار کولو منعه کړې. د اشرافي کلتور دا اغېز پراخ شو او په مسلمانانو کې يې له ديني توجيه سره يو ځای رواج موندلی دی. په مسلمانو ټولنو کې حجاب ته يوازې له ديني زاويې کتل کېږي او له همدې کبله پر ښځو جبري ګڼل کېږي.

د حجاب پلوو مسلمانو علماوو په اند، په اسلام کې نه يوازې ښځې ته د ځانګړي ډول جامې د اغوستلو امر شوی دی چې د يو شمېر علماوو په اند يې بايد مخ او لاسونه هم په کې پټ وي، بلکې له دې سره-سره ورته دا لارښوونه هم شوې چې په ټولنه کې به يې د ونډې ساحه يوازې د هغې کور وي او تر دې هاخوا ته په نورو چارو کې د ګډون کولو حق نه لري. البته دا هغه نظر دی چې افراطي ګڼل کېږي او تر ډېره حده په نړۍ کې د افراطي-اسلامپالو ډلو له لوري تعقيبېږي او د طالبانو په ګډون واک ته تر رسېدو وروسته د همداسې فکر تطبيق کولو ته ژمن دي او دا د ځان يوه ديني وجيبه بولي. د دې په مقابل کې هم د علماوو استدلال شته دی او هغوی له عين ديني متونو څخه دا نظر ردوي او د دې په مقابل کې ښځې ته د حجاب په ګډون د ټولنې په ټولو برخو کې د خپلواک انسان په توګه حق ورکوي.

تر ډېره حده پورې د حجاب پلوو علماوو/افرادو نظرونه د قرآن کريم د سورة الأحزاب او سورة النور له هغو اياتونو اخيستل شوي دي چې د حجاب په اړه په کې خبرې شوې دي. که څه هم په قرآن کريم کې د دې لپاره د حجاب لفظ/اصطلاح نه ده کاريدلې، خو په عمومي توګه د دې لارښوونو تطبيق او پيروي په حجاب سره تعبيرېږي. د قرآن کريم د سورة الأحزاب په ۳۳ ايت کې ويل شوي دي چې (وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلاَ تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الأُولَى) (په کورونو کې پاتې شئ او د لومړي جاهليت د وخت د ځان ښکاروونکو ښځو په توګه ځان مه ښکاره کوئ). حجاب پلوي علما/افراد په دې ايت سره دا استدلال کوي چې د ښځو د ټولنيز فعاليت کولو دايره دلته مشخصه شوې ده، نو له همدې کبله هغوی حق نه لري چې نور ټولنيز فعاليت وکړي بلکې په کور کې چې کوم مسووليتونه په دوديزه او ديني توګه ور له غاړې کېږي، هغه بايد مخته يوسي. که څه هم په دې ايت کې خطاب د اسلام د پيغمبر مېرمنو ته شوی دی، خو حجاب پلوي علما/افراد استدلال کوي چې کله د پيغمبر مېرمنو ته دا حکم کېږي، نو دا حکم نورو مسلمانو مېرمنو ته هم دی او د اسلام د پيغمبر ميرمنې د نورو عامو مسلمانو ميرمنو لپاره الګو او بېلګه دي او هغوی بايد په دې هر څه کې د اسلام د پيغمبر په مېرمنو پسې اقتدا وکړي. د ښځو پر ټولنيز فعاليت د بنديز لګولو په لړ کې د حجاب پلوو علماوو/افرادو تر ټولو بنسټيز استدلال همدا دی. [۱] [۲]

د دې په مقابل کې يو شمېر علما دا استدلال کوي چې لکه څرنګه په سورة الأحزاب کې روښانه شوې ده چې دا احکام يوازې د پيغمبر مېرمنو ته ورکړل شوي دي، نو يوازې تر هغوی پورې ځانګړي دي. د دوی په اند دا له هغو ګڼو ورکړل شويو احکامو څخه يوازې يو حکم دی چې د اسلام د پيغمبر مېرمنو ته ورکړل شوي و. له همدې تفسير سره سم، دا اياتونه د اسلام د پيغمبر په ژوند کې په داسې مهال کې نازل شوي دي چې هڅه کېدله د اسلام د پيغمبر اخلاقي حيثيت ته صدمه ورسول شي. په دې لړ کې له ډول-ډول حربو او چلونو څخه کار اخيستل کېده، ان تر دې چې د پيغمبر ميرمنو ته ويل کېدل چې په دې کور کې ستاسو سم عزت نه کېږي، که تاسو له بل چا سره واده وکړئ، هلته به مو عزت او شتمني زياته وي. همدا راز، هڅه کېدله چې د اسلام د پیغمبر پر مېرمنو کوم تور ولګول شي او په دې توګه په هغې ټولنه کې د اسلام د پيغمبر اخلاقي حيثيت زيانمن کړي. همدې ټولو مواردو ته د سورة الأحزاب د همدې ايت (وقرن فی بیوتکن) په سياق او سباق کې اشاره شوې ده او د اسلام د پيغمبر مېرمنو ته ويل شوي دي چې که تاسو له ده سره خوښې نه ياست، تاسو ته طلاق درکول کېږي او که د اسلام له پيغمبر سره يو ځای ژوند کول غواړئ، بيا بايد يو لړ ځانګړي احکام ومنئ چې په دې لړ کې يو همدا حکم هم و چې بايد پر کور پاتې شئ او د الله د دين خدمت وکړئ. د همدې دريځ د اثبات لپاره يو استدلال دا هم کېږي چې دا اياتونه په همدې توګه صحابه‌وو فهمولي و. لکه ځينې تاريخي شواهد ښيي چې د حج د ترسره کولو پر مهال به د پيغمبر مېرمنو ته ځانګړی پروټوکول ورکول کېده او همدا راز تر پيغمبر وروسته به دوی د حج د ترسره کولو په موخه د وخت له راشده خلفاوو اجازه اخيسته. له دې څخه ښکاري چې صحابه د دې اياتونو په مفهوم پوهېدل او يوازې تر همدې دايرې يې منحصر ګڼل.

له دې سره-سره يو شمېر علماء د دې نظر په ملاتړ کې څرګندوي چې کوم وخت قرآن کريم يو حکم په ښکاره خطاب کولو سره تر ځانګړو افرادو خاص کړی وي، نور څوک حق نه لري چې هغه عام کړي. که په دې احکامو کې موخه دا وای چې نور مسلمانان هم د دې پیروي وکړي، نو د سورة النور په څېر به يې عامو مسلمانو مېرمنو ته هم خطاب کړی وای او که د اسلام د پيغمبر ميرمنې د عامو مسلمانو ښځو لپاره الګو او بېلګه وای، نو هم به قرآن کريم دا خبره په وضاحت سره کړې وای چې دوی ستاسو لپاره الګو او مثال دي او په دې چارو کې د همدوی پيروي کوئ، خو قرآن کريم هيڅ ځای هم داسې څه نه دې ويلي. د دې علماوو په اند قرآن کريم د احکامو د ورکړې پر مهال خپل مخاطب تشخيصوي او همدا راز حکم هم ورته په بشپړه توګه واضح کوي. له دې سره-سره،  د دې حکم (و قرن فی بیوتکن) سياق او سباق ټول د نبوي مېرمنو په اړه دی، هغوی ته ور پېښ ګواښونه بيانوي، د هغوی ځانګړی حيثيت واضحوي او د همدې ځانګړي حيثيت له مخې ورته ځانګړي احکام ورکوي. [۳]  

د قرآن کريم له سورة الأحزاب سره-سره په سورة النور کې هم د «حجاب» اړوند ځينې احکام موندل کېږي او د هغو پر اساس د حجاب پلوو افرادو/علماوو له لوري ځينې احکام اخيستل کېږي، خو په دې اړه يوه مهمه خبره داده چې هلته د استيذان (اجازې غوښتلو)، غض بصر (د مخامخ نه کتلو Staring) او حفظ فروج په ګډون کوم احکام ورکړل شوي دي، هغه ښځو او نارينه‌وو دواړو ته متوجې دي او کوم چې يوازې ښځو ته د هغوی د بدني جوړښت له کبله ورکړل شوي دي، هغه ترې بېل دي. که څه هم د همدې غض بصر د حکم له مخې ښځو ته د مخ پټولو خبره کېږي، خو په دې لړ کې يوه مهمه خبره داده چې دا حکم يوازې ښځو ته نه دی متوجې نارينه‌وو ته هم دی. بله خبره دا ده چې د مخ د پټولو مسئله په لومړي سر کې د اسلام د څلوور فکري مکتبونو/مذهبونو تر منځ جنجالي ده [۴] او په دې اړه اختلاف د دې ښودنه کوي چې دا مسئله د اسلام په بنسټيزو متونو (قرآن او احاديثو) کې نشته او يا هم په داسې کچه واضحه نه ده چې د اختلاف مخه ونيسي. يا هم په بل عبارت څوک چې د دې او يو شمېر نورو دلايلو له مخې ښځې د مخ پټولو ته اړې کوي، له هغوی سره د قرآن کريم يا هم احاديثو قوي او واضح استدلال نشته بلکې له يو لړ قراينو خپل اخذ کوي مګر د دې پر وړاندې ګڼ نور علما دا استدلال کوي چې کوم څه په حج کې چې يو فرضي عبادت دی، روا وي، هغه په نور ژوند کې په اولی طريقه جواز لري. د اسلام د لارښوونو له مخې ښځې نه شي کولای چې د حج پر مهال مخ پټ کړي او همدا راز په يوه عام عبادت کې له نارينه‌وو سره يو ځای شريکې دي چې په يوه ټولنيز فعاليت کې د ښځو او نارينه‌وو د اختلاط په تړاو ترې استدلال کېدلای شي. د دوی په اند له دې څخه ښکاري چې که د ښځو مخ پټول د «حجاب» په تړاو په راغلو اياتونو او احاديثو کې مطلوب وای، نو د حج د عبادت پر مهال بايد په اولی طريقه د مخ پټول لازم وای. په دې اړه د صحيح البخاري يو احاديث هم وړاندې کېږي چې يو وخت د اسلام له پيغمبر څخه د حج پر مهال ښځو پوښتنې کولې، له ده سره پر اوښ ناست يوه صحابي يوې ځوانې ښکلې ښځې ته بيا – بيا ورکتل (Staring). د اسلام پيغمبر به په څنګلې واهه او پوهاوه به يې چې مه ورته ګوره. له دې ټولو مواردو څخه دا استدلال کېږي چې د ښځې لپاره د مخ پټول لازمي نه دي او په حنفي مذهب کې هم د امام ابوحنيفه په ګډون يو شمېر علما د ښځې مخ، لاس او پښې عورت نه بولي او پټول يې لازمي نه ګڼي.

د مسلمانو علماوو په بحثونو کې دننه د «حجاب» او د ښځو د ټولنيز فعاليت په اړه استدلال د قرآن کريم له پورته يادوو شويو دوو ځايونو څخه کېږي. مګر داسې ښکاري چې په دواړو ځايونو کې د حجاب پلوو افرادو/علماوو نظرونه صرف محافظه کارانه دي او د هغو اياتونو له اصلي مفهوم سره کوم تړاو نه لري بلکې هڅه دا کېږي چې هغه له خپل سياق او سباق څخه وايستل شي او تر هغه وروسته ترې د خپل نظر په ملاتړ کې استدلال وشي.

«حجاب» په کلتوري شاليد کې

په دوديزه توګه په افغانستان کې د پښتنو ښځو جامه هغه ده چې اوس يې هم کوچيانې ښځې اغوندي. دا جامه نه يوازې دا چې د «حجاب» له یو ډول تصور سره سمه ده، بلکې په دې کې تر ټولو لویه خبره داده چې د دې لپاره د ګنډ، خولو، لمنې او نورو برخو په ګډون سينګار توکي په خپله د پښتني ښځو له لوري جوړېږي. په دې توګه دا زموږ د پښتني ټولنې يو نوښت دی او يو کلتوري شناخت دی. په دې وروستيو کې دې جامې په بهر او کور دننه بيرته پراخ محبوبيت او مقبولیت موندلی دی او په ځانګړې توګه د خوښيو په مراسمو کې د ښځو له لوري اغوستل کېږي. د پښتني ښځو د جامو دې دوديز-تاريخي شاليد ته په کتلو سره چادري د افغانستان يا هم د پښتني ټولنې برخه نه وه، البته له شاوخوا سلو کلونو (تخمینا) راهيسې چادري په افغانستان کې ښځې اغوندي، خو د پښتنو د ژوند کولو تاريخي بڼې ته په پام چې تر ډېره حده په کوچيانۍ بڼه و، دا ويل کېدلای شي چې د ښځو په اړه د پښتنو دوديز او تاريخي تصور له اوس څخه خورا بېل و او اوس لاهم په ډېرو سيمو کې بېل دی. په کوچياني ټولنه کې پر ښځې له کوره د وتلو بنديز نشته او هغه د يوه نارينه په څېر په ټولو بهرنيو کارونو کې برخه اخلي او له دې سره-سره هغوی د «ستر» په نوم له نارينه‌وو نه پټېږي بلکې له پردو او خپلو نارينه‌وو سره ګډ مجلس او ګډ کار کوي. همدا د پښتنو دوديز ژوند و چې لاهم په ډېرو کليوالو سيمو کې پر ځای پاتې دی. البته د تاريخي بدلونونو او سياسي او اقتصادي اغېزو له کبله د ښځو په اړه په افغاني/پښتني ټولنه کې د خلکو تصور د وخت په تېرېدو نور هم افراطي شوی دی او په دې لړ کې يې د هغې پر جامه هم اغېز کړی دی او چادري چې ښايي د ټولنې له لوړې طبقې به ټيټې طبقې ته راغلې وې، د يوې «حياناکې» جامې په توګه تبلیغ شوې ده.

په تاريخي توګه د پښتني ښځو په ژوند د پوهېدو لپاره يوه تر ټولو ښه سرچينه پښتو لنډۍ دي. که پښتو لنډۍ وکتل شي، نو هلته د چادرۍ هيڅ څرک نه موندل کېږي او داسې ښکاري چې په تاريخي توګه پښتانه له دې ډول جامې سره نا اشنا دي. په لنډيو کې د پښتني ښځو د جامو په اړه ستاينې شوې دي، بېلابېل ډولونه يې ستايلي او دا چې د مين پر زړه د ښځې د سور سالو اغېز څومره زيات و، د دې هر څه په اړه احساسات موندل کېږي، خو هيڅ ځای هم نه د چادرۍ يادونه شته او نه هم په چادرکۍ د پټ حسن لپاره تنده. دلته د بېلګې په توګه ځينې لنډۍ راوړل شوې دي چې د ښځو د بېلابېل ډوله جامو او له کوره دباندې د هغوی پر رول او کار په کې خبرې شوې دي: [۵]

د پېغلې درې شينه مزه کا

زري پټۍ ګيبي پرتوګ لنډي ګامونه

د پېغلې درې څيزه مزه کا

سپینې پیڅې بخمل پټۍ واړه ګامونه

د چاپه دار کميس ميرمنې

په لاره راشه چې چاپې دې وشمارمه

د چيټ کميس دې مبارک شه

دباندې مه وځه اورونه لګوینه

په ګودر سور سالو ښکاره شو

ما وې په تورو اوبو اور ولګېدنه

پلو په ځان پسې راکاږي

خاونده خدایه مېلمنه به د چا وينه

تر ګلاګل کميس دې جار شم

سپینه سینه دې د غره واورې شرموینه

د پېښور دستور مې خوښ دی

نجونې يې واړه سور سالو په سر کوينه

دا تور پېکي دې لېونی کړم

يا يې کيچي که يا يې غوټه کړه سرونه

د اوربل سيوری دې رنګي شو

په شينکي خال باندې دې لمر ولګېدنه

د پشکال له وښو راغله

په يار راپرېوته چې ډېره ستړې يمه

د شينکي خال بيه دې وايه

زه سوداګر د پورې خوا راغلی يمه

د مازيګر اوبو له راشه

د مازيګر پر اوبو کېږي ديدنونه

په کشمالو کې ورته پټ شوم

نجلۍ د غواوو غوبنه ده، رابه شينه

پسرلی ښه باران يې بد دی

نجلۍ واښه کړي تور اوربل يې لندوينه

له دې لنډيو څرګندېږي چې په تاريخي توګه پښتانه له چادرۍ سره نا اشنا دي، ښځې په کور او دباندې يو ډول جامې اغوندي او مين يې د جامو له رنګ او ډول او د مخ له شنو خالونو څخه خوند اخلي. همدا راز، په دې لنډيو کې له کوره دباندې د ښځو پر رول هم خبرې شوې دي چې د نارينه‌وو په څېر دباندې وزي، واښه رېبي، مال پيايي، اوبه راوړي او له نارينه سره د کور په باندنيو کارونو کې ونډه اخلي. دې تاريخي او کلتوري شاليد ته په کتلو سره داسې ښکاري چې چادري ښايي په وروستيو سلو کلونو کې د يو لړ خاصو سياسي شرایطو له کبله محبوبيت موندلی وي، په ځانګړې توګه په دې سيمه کې د ديني سختدريځۍ او افراطيت تر پياوړي کېدو وروسته پر ښځو يو لړ بنديزونه او محدوديتونه لګېدلي دي او په عامه توګه د ښځې پر خلاف په ديني استناد سره جنسيتي-تبعيضي تبليغات شوي دي. ښايي د همدې هر څه پايله وي چې په دې لړ کې يو شمېر کلتوري کوډونه او دودونه هم بدل شوي او يا هم په پراخه کچه اغېزمن شوي دي.

————————————————

[۱] عبدالحکيم حقاني، الامارة الاسلامیة و نظامها، ص ۲۵۰

[۲] مولانا ابو الاعلی مودودي، پرده يا حجاب، ژباړه قريب الرحمان سعيد

[۳] Islam and the veil-Theoretical and Regional Contexts، Continuum International Publishing Group

[۴] https://shamela.ws/book/17503/139

[۵] سلیمان لایق، پښتو لنډۍ، د افغانستان د علومو اکاډمي، ۱۳۶۳