د هیواد په سویل کې کندهار، هلمند، ارزګان او زابل یو له هغو ولایتونو څخه وو، چې هر کال په کې زرګونه جریبه ځمکه کوکنار کرل کیدل، خو د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره د کوکنارو پر کښت بندیز کروندګر له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د بدیل معیشت غوښتنه کوي.
کروندګر وایي، نور کښتونه یې اقتصادي اړتیاوې نه شي پوره کولای او که تر راتلونکي کال پورې ورته د طالبانو سرپرست حکومت او نړیوال موسېسات بدیله لار ونه مومي، نو یو ځل بیا به د کوکنار کښت ته مخه کړي.
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د عبدالهادي په نوم کروندګر وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل کې د کوکنار کرکیله صفر ته راټیټه شوې او د ده په ګډون ډیری کروندګرو نورو کښتونو ته مخه کړې، خو په خبره یې ګټه یې کمه او راتلونکی کال غواړي یو ځل بیا په خپلو ځمکو کوکنار کښت کړي.
د کوکنارو پر کښت بندیز عبدالهادي اړ کړی چې پر خپله ځمکه غنم، جواري، ريحان او کالکي وکري، خو په خبره يې چې د يو من تارياکو پيسې يې نه دي ورته جوړې کړي.
نوموړی زياتوي، که کروندګرو ته د کوکنارو بديل کښت ورنه کړل شي، نو هغوی به د جګړو او نورو لارو څخه په ګټې اخيستنې کوکنار کښت کړي.
د ژیړۍ ولسوالۍ یو بل کروندګر نصیب چې سږ کال یې دوه ځله د کوکنارو د کښت کولو هڅه کړې، خو د طالبانو له لوري یې کښتونه اړول شوي. نوموړی وایي چې طالبان دې ورته داسې بدیل وړاندې کړي چې د کوکنارو ځای ونیسي او د دوی اړتیاوې پوره کړي.
نصیب زیاتوي، کله چې طالبانو د دوی کوکنار واړول دوی نور ډول ډول کښتونه وکرل، خو په خبره یې کومه ګټه چې تاریاکو ورته کوله نور کښتونه یې نه کوي.
نصيب الله وویل: «موږ پروسږ کال پټ کوکنار وکرل هغه چې طالبان را خبر شول ټول يې را مات کړل، بېرته مو دستي، پر ځمکو بانجان، بېنډۍ او نور ترکاري باب وکرل، خو چندانې ګټه یې ونه کړه، د ترکارۍ ټول حاصلات د څلور لکه کلدارو نه کېږي يو من تارياک اوس په ۱۳ لکه کلدارې دي، غنم هم ګټه نه کوي، د زعفرانو او انجې زحمت ډير دی، بل داچې دلته هر شی شين کېږي هم نه يوازې تارياک ښه حاصلات ورکوي.»
هغه همدا راز ادعا کوي، چې کندهار کې طالب چارواکي د کوکنارو د کښت او پېر او پلور پر وړاندې جدي مبارزه کوي، خو په خبره یې چې د هیواد په شمالي ولایتونو کې بیا یو شمیر طالب چارواکو له کروندګرو سره په شراکت کوکنار کښت کړي دي. نصیب په دې اړه ډیر څه روښانه کړل.
خو، د دې ترڅنګ د زیړۍ ولسوالۍ یو بل کروندګر عبدالرحمن چې په خپله شاوخوا دوه جریبه ځمکه یې زعفران کرلي د تاریاکو بدیل کښت یې ګڼي او وایي چې له یوې خوا د تاریاکو او زعفرانو د بیو ترمنځ لږ توپیر شتون لري او له بلې خوا بیا په ډیر کمو امکاناتو او لږ وخت کې ښه حاصل ورکوي.
نوموړي وویل: «نو دا خو ښه شی دي، لږ اوبو ته ضرورت لري، فقد چې دغه د وچېدو وسايل يې برابر شي، بازار يې برابر شي، دا د تارياکو بدله ده، دلته په ژېړۍ کې ۵۰ نفرو کرلي دي، دا چې ښه پروسېس شي کيلو يې په ۹۰ زره او ۸۵ زره افغانۍ دي او که داسې وي لکه دا اوس چې موږ وچ کړي دا خو ماشینان يې دلته نشته، وسايل يې دلته نشته، فکر کوم چې د دې بيه به ټيټه وي.
هغه له بهرنیو موسېساتو او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې ورسره د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرې، زعفرانو او انجې تخمونو مرستي وکړي او په هماغه برخه کې کروندګرو ته روزنيز ورکشاپونو هم داير کړي.
دغه راز د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د عصمت الله په نوم یو کروندګر بیا وایي، چې اوس هم د دې ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې کروندګر په پټه په خپلو ځمکه او کورونو کې کوکنار کري او ښه حاصل په لاس راوړي.
نوموړی زیاتوي، په عامه بازارونو کې د تارياکو پر پير او پلور بنديز لګېدلی، خو په خبره يې چې ټولې سوداوې په پټه توګه ترسره کېږي.
عصمت الله ادعا کوي، چې د هلمند په یو شمیر لېرې پرتو سیمو کې ځینې طالب چارواکي له کروندګرو سره شراکت لري او خپلې ټاګلې وندې ترې اخلي.
د ده په وینا، اوس مهال د هلمند په موسی کلا، واشېر، سنګین، نوزاد، بغني او باغران ولسوالیو کې د طالب چارواکو او کروندګرو شراکت روان دی او یو شیمر کروندګر بیا په پټه توګه کوکنار کري.
یاده دې وي، چې طالبانو د افغانستان له حکومت سره د تېرو دوو لسيزو جګړو پر مهال د خپل جنګ يو شمېر عواید د نشه يي توکو د کرنې، تولید، پلور او قاچاق له لارې ترلاسه کول. په کومو کليو کې چې کوکنار کرل کېدل، طالبانو ته يې جنګي ځواک هم برابراوه او طالبانو ته دا د اسانه عاید ترلاسه کیدو تر ټولو ښه لار ګڼل کیدله.