د ارزګان کندهار لویه لار چې شاوخوا ۱۷۵ کیلو متره اوږدوالی لري، په دې وروستیو کې د زیات کنډوکپر او دوړو له کبله پرې تګ راتګ ستونزمن شوی او له همدې امله ورته ډیری مسافرینو د «پُل صراط» نوم ورکړی دی.
له کندهار څخه تر مرکز ترینکوټ پورې همدغه یوازینۍ ترانزیټي او د تګ راتګ لاره ده، چې ارزګان د نورو ولایتونو سره نښلوي، خو د دې لارې د اساسي رغیدو لپاره هم په تېر جمهوري نظام کې بار بار ژمنې وشوي او د بودیجې د ځانګړي کیدو خبرونه یې خپاره شول او هم د طالبانو اوسني سرپرست حکومت ژمنې تازه کړي، خو نه هغه مهال دغه سړک جوړ شو او نه اوس د عملي کار کوم څرک لیدل کېږي.
پر دغه لار تلونکي مسافر او موټر چلوونکي وايي، چې دغه لار دومره خرابه شوې چې ورښتونو په تېره بیا د ژمي په موسم کې د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي او نقلیه وسايط بیا دومره توان نه لري چې پر دغه کنډوکپر سړک تګ راتګ وکړي.
د ارزګان يو اوسيدونکی دل محمد چې د تېرو ۱۲ کلونو راهیسې پر ياده لار موټر چلوي، وايي چې د لارې ويجاړۍ له امله خوراکي توکي قیمته او خلک په سختۍ سره پر ياده لار تګ راتګ کوي.
نوموړي وویل: «ارزګان ولايت ته چې هره څومره توکي راوړل کېږي ټول انتقالات پر همدې لاره دي کله چې موټر چلوونکي په دومره سختۍ توکي انتقال کوي بیا کرايه زياته ورباندې اچوي، چې له امله يې د خوراکي او غيرې خوراکي توکو قيمتونه ډير زيات لوړيږي.»
ورته مهال د ارزګان عام اوسیدونکي د ارزګان-کندهار ترمنځ د غځیدلې لویې لار رغیدل مهم بولي او وايي، چې د يادې لارې د خرابوالي له امله ډيری وخت هغه عاجل ناروغان چې د درملنې په موخه کندهار ته انتقالېږي په لاره کې ساه ورکوي.
د دې ولايت يو اوسيدونکی اميرمحمد اميري وايي، چې کلونه کېږي ياده لاره ويجاړ ده او تېر حکومت یې د نه جوړیدو لامل ناامني ګڼله، خو اوس چې دا درې کاله طالبان راغلي او ناامني ختمه شوې باید د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي او یاده لار جوړه کړي.
نوموړي وویل: «زموږ د ټول ارزګان ولايت د خلکو لپاره دغه لويه لاره ډيره زياته مهمه ده هغه عاجل ناروغان چې کندهار ولايت ته وړل کېږي ډير يې پر دغه لاره کې ژوند له لاسه ورکوي، پخوا خو حکومت ویل، چې ناامني ده، خو اوس درې کاله کېږي چې امن راغلی دی اوس خو بايد د دغې لارې جوړيدو ته تر بل هره کار لومړیتوب ورکول شي او په اساسي ډول جوړه شي.»
د ارزګان ولايت يو بل اوسيدونکی احمدالله هم په ورته نظر دی او وايي، چې طالبان هم د تېر حکومت په څیر د ارزګان-کندهار لویې لارې د رغیدو لپاره یوازې ژمنې تازه کوي، خو په عمل کې هیڅ نه لیدل کېږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «په تېر حکومت کې هم د يادې لارې د رغيدو ژمنې به هر چارواکي کولي، خو د رغيدو هيڅ څرک به يې نه وه اوس چې دغه نوی حکومت راغلی دی هم ژمنې کوي چې موږ به دغه لاره جوړ کړو خو تر اوسه يې هيڅ معلومات نشته چې کله به د دوی ژمنې په عمل بدلې شي.»
تېر کال که هم طالبانو د یو تن ملي تجار په مالي ملاتړ د ارزګان-کندهار لویې لارې کنډوکپر برخې جغل اندازي کړې، خو موټر چلونکي بیا وایي، چې په خامه ډول د دې سړک جوړول هیڅ ګټه نه کوي.
پر دې لار یو تن موټر چلونکی دوست محمد د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه دې د ارزګان-کندهار لويه لار په اساسي ډول جوړه کړي.
نوموړي وویل: «په دغه موسم کې د دې لارې جغل اندازي وشوه ښه سمه جوړه شوه، خو کله چې ژمی راغی سيلابونه پر دې لارې راغلل ورښتونه وشول بیرته يې زياته خرابه کړه بیرته د پخوا په ډول شوه،هر څوک چې ياده لاره رغوی په کار ده چې داسې يې جوړه کړي چې بیا ځلي ويجاړه نه شي زموږ غوښتنه جغل اندازي نه ده د خلکو غوښتنه په پاخه ډول رغول دي.»
بلخوا ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين ژمنه کوي، چې د ارزګان-کندهار ترمنځ د لويې لارې ستونزې يې د ټولګټو چارو وزارت سره شريکې کړي او هيلې شته چې د رغيدو چارې به يې ژر پېل شي.
د دې ولايت د ټولګټو چارو رياست لپاره د طالبانو ریيس مولوي ادم خان نعماني وايي، چې حکومت پلان لري ترڅو د ارزګان-کندهار ترمنځ دغه لويه لاره په اساسي ډول جوړه کړي.
نعماني وویل: «د دغې لارې د اساسي رغيدو لپاره هم پلان شته ان شاالله د ټولګټو چارو وزارت د دې لپاره بوديجه ځانګړې کوي ترڅو ياده لاره په اساسي ډول جوړ شي.»
دغه راز د طالبانو حکومت د ارزګان-دهراوود د لویې لارې د جوړیدو چارې یوه شرکت ته د کان د استخراج په بدل کې ورکړي، خو خلک هغه لار مهمه نه بولي او وایي، چې لومړی باید د ارزګان-کندهار لویه لاره رغول شوې وی.
دا چې طالبان د یادې لار د رغيدو ژمنې کوي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د دغې لارې د رغيدو چارې به کله پېل شي.