کونړ کې ځايي خلک شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د جمهوري نظام پر مهال د سیند دواړو غاړو ته د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او کونړ ـ جلال اباد عمومي سړک د ژغورنې په موخه د جوړېدونکي بولډروال (ډبرو دیوال) چارې نیمګړې پاتې او ګڼې ستونزې یې را پیدا کړي دي.
کونړ مېشتي وايي، د اوړي په موسم کې د اوبو زیاتوالي او د بولډروال د نیمګړو چارو له امله د سیند دواړو لوریو ته پراته کورونه، کرنیزې ځمکې او د خلکو د تګ راتګ لارې د تخریب له ګواښ سره مخ دي.
دوی وايي، د دغې پروژې د ټکني کېدو له امله د سیند غاړو ته د بولډروال شوی کار هم د تخریب له ګواښ سره مخ دی، چې په دې برخه کې د طالبانو د حکومت پاملرنه غواړي.
کمزوري کیفیت له امله په یو شمېر ځایونو کې ځېنې برخې نړېدلي. انځور: خواله رسنۍ
د کونړ د مرکز اسعد اباد د ډنډونو سیمې اوسېدونکي وايي، روان اوړي کې په سیند کې تر بل هر وخت اوبه زیاتې شوي، چې له امله یې د خلکو استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه سړکونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي.
ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې نه یوازې د بولډروال چارې نیمګړې پاتې دي، بلکې د جوړ شوي بولډروال کیفیت هم کمزوری دی، چې دغه بولډروال د سیند اوبو د زیاتوالي له امله د تخریب له ګواښ سره مخ دی.
ځايي اوسېدونکی هارون له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « اوبه زیاتې شوي، سیند ژور شوی دی، بولډروال کمزوری او ټیټ دی، اوبه یې له پاسه اوړي، کورونو او ځمکو ته اوبه اوړي، کورونو کې مو نم پیدا شوی، لارې مو خرابې شوي، ټول خلک له سخت مشکل سره مخامخ دي.»
د کونړ اوسېدونکي زیاتوي، چې د بولډروال د نه بشپړاوي او په سیند کې د اوبو د زیاتوالي له امله د کونړ ـ جلال اباد لویه لار هم ځای ځای تخریب شوې، چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی احسان الله د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې د دغې پروژې پاتې چارې دې پېل او د سیند دواړو غاړو ته کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه او د کونړ ـ جلال آباد لویه لار دې له احتمالي ګواښونو خوندي کړي.
نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «هر کال د پسرلي له شروع کېدو وروسته تر مني پورې کونړ سیند کې اوبه زیاتې وي، اوس بېخي زیاتې شوي، ډېرو ځایونو کې د سیند غاړې وړي، د کونړ ـ جلال اباد لاره هم تخریب سره مخ ده، که بولډروال جوړ نه شي شته بولډروال چې اوس مخ په خرابېدو دی مکمل به ونړېږي.»
کونړ مېشتي دغه راز د بولډروال د دغې پروژې پر شویو کارونو او کیفیت هم نیوکې لري.
د دغه ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی شریف الله وايي، د بولډروال شوي کارونه د پروپوزل مطابق نه دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې دغه پروژه پېل او د پروپوزل مطابق دې سرته ورسوي.
نوموړی زیاتوي: «دا بولډروال چې د جمهوریت پر مهال شروع شوی و، ډېر فساد په کې شوی، د کار کیفیت یې ډېر کمزوری دی، دېوال هم ټیټ دی، د اوړي په موسم کې په سیند کې اوبه زیاتېږي او دا دېوال یې نه شي مهارولی، له حکومت [طالبانو] مې غوښتنه دا ده، چې دغه پروژه باید شروع کړي، ترڅو ځمکې، کورونه او سړکونه د سیند له ګواښ څخه وژغورل شي.»
په ورته وخت کې کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، پر کونړ سیند د بولډروال د جوړېدو په موخه یې له خپلو مرکزي چارواکو سره خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې د دغې پروژې چارې به پېل شي.
د کونړ د کلیو پراختیا او بیا رغونې طالب رییس شسمس الرحمن سیلاب وايي: «مونږ په کابل کې له خپلو لوړ پوړو چارواکو سره دغه موضوع شریکه کړې، له هغوی مو د یادې پروژې د بشپړېدا مرسته غوښتې، هغوی اطمینان راکړی، چې د بودیجې له پیدا کېدو سره به دغه پروژه پېل او د سیند غاړو ته شته ستونزې به حل شي.»
د کونړ سیند دواړو غاړو ته د بولډروال پروژه د جمهوري حکومت په وروستیو کلونو کې د پنځوس کېلو مترو په اوږدوالي د شاوخوا یو مېلیارد افغانیو په ارزښت یې د رغونې چارې پېل شوې وې.
دغه پروژه د کونړ د مرکز اسعد آباد اړوند نواباد پله څخه نیولې د یاد ولایت تر نورګل ولسوالۍ پورې په پام کې نیول شوې وه، چې د معلوماتو له مخې که دغه پروژه بشپړه شوې وای د سیند دواړو غاړو ته د استوګنیزو کورونو، کونړ ـ جلال اباد لویې لارې سربېره څه باندې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه د سیند له څپو ژغورل شوې وای.
ټاکل شوې وه چې د کونړ سیند دواړو غاړو ته د بولډروال جوړېدو پروژه د دوو کلونو په موده کې بشپړه شوې وای، خو د جمهوري نظام له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې سترې پروژې چارې په ټپه ودرېدلې، چې لاهم نه دي پېل او د بشپړیدو برخلیک یې نامعلوم دی.