د کونړ خلک د کانونو له چور، ناقانونه کیندنو او قاچاق سر ټکوي

کونړ ولایت کې ځايي خلک شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د ځایي طالبانو په ملتیا د قېمتي ډبرو پر کانونو چور ګډ دی او له استخراج وروسته په کور دننه او بهر قاچاق کېږي.

ځايي خلک وايي، یوازې د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د قېمتي ډبرو شاوخوا زر لوی او کوچني کانونه شته، چې ډېری یې په غیر قانوني ډول کیندل کېږي او د طالبانو حکومت یې په مخنیوي کې چوپه خوله دی.

کونړ مېشتي دغه راز ادعا لري، چې د طالبانو یو شمېر لوړ پوړي او ټیټ پوړي مسوولین له کان کیندونکو سره یو لاس دي، نو ځکه خو په دې ولایت کې د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق زور اخېستی دی.

د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکی عزیز خان (مستعار) وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولسوالۍ کې د قېمتي ډبرو غیر فني کیندنه، قاچاق او چور زیات شوی او دا لړۍ ورځ بلې ته په چټکتیا روانه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د دې چارې د مخنیوي لپاره یې په ځلونو د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو ته خبرداری ورکړی، خو په خبره یې د طالبانو ځايي ولسوال یې د مخنیوي په موخه کوم مسوولانه ګام نه دی پورته کړی.

عزیز خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « چپې درې ولسوالۍ کې د قېمتي کاڼو څه کم زر لوی او کوچني کانونه موجود دي، په ټولو چور تالان ګډ دی، هر څوک یې په غیر قانوني ډول او په غیر مسلکي توګه استخراج کوي او بیا یې د افغانستان نورو ولایتونو ترڅنګ د ډېورنډ پر کرښه پاکستان ته قاچاق کوي.»

د نفرایټ ډبره، چې یو له ګران بیه ډبرو شمېرل کېږي او د کونړ په ځینو ولسوالیو کې یې کانونه شتون لري. انځور: خواله رسنۍ

سیمه کې یوې بلې سرچینې چې نه غواړي هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له کانونو څخه کیندل شوي کاڼي د کان پر مخ بولۍ ته وړاندې کېږي، چې بیا همدغه قېمتي ډبرې کوزې پښتونخوا ته تر قاچاق کېدو وروسته یو په شپږ برابره په لوړه بیه پلورل کېږي.

د کونړ اوسېدونکي غوښتنه لري، چې د طالبانو حکومت دې په دې ولایت کې د کانونو د قاچاق مخنیوي ترڅنګ د غیر مسلکي کیندنې او چور مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

سرچینې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «دلته قاچاقبرو د قېمتي کاڼو د خرڅلاو لپاره معلومې بیې ټاکلي، دلته ځېنې وخت یو کان په مجموعي ډول په سل لکه کالدارو خرڅېږي، چې بیا په همدې اندازه قېمتي کاڼي د پېښور په (نمک منډوي) او نورو سیمو کې په شپږ ـ اووه سوه لکه کالدارو خرڅېږي، عام کارګرو ته د مزدورۍ نه بغیر نوره ګټه نه پاتې کېږي، ګټه ټوله قاچاقبرو او سوداګرو ته رسېږي.»

د چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا ادعا لري، چې طالبانو ګڼو خلکو ته له یوه معلوم پروسیجر پرته د کانونو د کیندنو اجازه ورکړې، چې له امله یې د قېمتي ډبرو قاچاق هم ورسره زیات شوی.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یو شمېر قاچاقبر د سیمه ییزو طالب مسوولینو په ملتیا قېمتي ډبرې پرته له ګمرکي محصول تر تورخم بندر رسول کېږي او له هغه وروسته بیا د پېښور بازارونو کې پلورل کېږي.

دې سرچینې وویل: «د چپې درې زیاتره کانونو کې د طالبانو په امر چور روان دی، هر کس لګیا دی، له کانونو کاڼي وباسي، بعضې قاچاقبرو سره خو طالبان جوړ دي، له کان څخه چې کاڼي وباسي بیا یې تر تورخم ورسره وړي، یا طالبان ورته یوه پرچه ورکوي، چې نه د ګمرک محصول ورکوي نه کوم بل ټکس، که یې مخه ونه نیول شي ټول کانونه به ختم شي.»

د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې استخراج شوې قېمتي ډبرې. انځور: خواله رسنۍ

د کونړ یو شمېر نور اوسېدونکي هم ادعا کوي، چې په چپې درې ولسوالۍ کې د کانونو لپاره د طالبانو مسوول چې په «ذاتي» مشهور دی د کانونو له درکه دومره پیسې غلا کړي، چې یوازې د کور څلور دېوالي یې په سل لکه کالدارې جوړه کړې، چې تر دې وړاندې یې آن د یوې خونې د جوړولو پیسې نه درلودې.

د چپې درې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «ذاتي د طالبانو له راتګ مخکې داسې و لکه خیر ټولوونکی، خو په دې درې کالو کې یې یې د کور چهاردېوالي په سل لکه کالدارې جوړه کړه او دننه یې پخه ابادي وکړه، دا سړی په چپه دره کې د کانونو لپاره د طالبانو مسوول دی.»

موږ هڅه وکړه، چې کونړ کې د قېمتي ډبرو د اتحادیې له مسوولینو سره د یادو ستونزو په تړاو خبرو وکړو، خو هغوی د طالبانو له وېرې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

د کونړ د کانونو ریاست طالب چارواکي د خلکو شکایتونو او نیوکې مني او ډاډ ورکوي، چې د کانونو د غیر قانوني کیندنو او قاچاق مخه به په بشپړ ډول ونیول شي

په همدې حال کې کونړ کې د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد شېرین حقاني  د کانونو خپلسرې کیندنه او قاچاق نه ردوي، خو وايي د دوی په هڅو تر ډېره د یادې چارې مخه نیول شوې.

نوموړی زیاتوي، چې په کونړ کې د قېمتي ډبرو استخراج یو شمېر خصوصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له درکه یې په سلو کې لس سلنه عواید د دولت خزانې ته سپارل کېږي.

محمد شېرین حقاني وویل: « د کونړ په ډېرو ولسوالیو په ځانګړي ډول په چپه دره او پېج دره کې د بېروجو، کونزېټو، نفرایټو او یو شمېر نورو قېمتي ډبرو کانونه شته، چې د ځايي خلکو له خوا استخراج کېږي، ډېر خلک په کې په کار لیګا دي، د جمهوریت له نسکورېدو وروسته په لومړیو کې د قاچاق او غیر مسلکي استخراج مسلې ډېرې وې، خو اوس دا مسایل کم شوي او کوشش کوو، چې پوره یې مخه ونیسو.»

کونړ کې د کان کیندونکو او قېمتي ډبرو د کاروباریانو د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د شته بېروجو یو ګرام تر استخراج وروسته له سل زره پاکستانیو کلدارو نیولې تر یو سل پنځوس زره کالدارو پلورل کېږي، چې پاکستان او نورو بهرنیو هېوادونو ته له انتقال وروسته یې بیې یو په څو برابره لوړېږي.