د شوروي اتحاد پر وړاندې په افغانستان کې جنګېدونکو مجاهدینو چې د لوېدیځو او عربي هيوادونو په نظامي تجهیزاتو او مالي ملاتړ جهاد وکړ او وروسته يې د لوېديځ له ملاتړه برخمنې ډیموکراسۍ لاندې په شل کلن جمهوریت کې بیرته د خپل جهاد کریډیټ اخیست، نو په ډېر افتخار به يې دا خبره هم کوله چې د دوی د مبارزې او «جهاد» په پایله کې شوروي اتحاد دړې-وړې شوی دی او دوی نور کمونیزم د یوه واکمن نظام په توګه له نړۍ ټول کړی دی. مګر د کوم «جهاد» په ترڅ کې چې شوروي اتحاد او کمونیزم دړې-وړې شو، د هغه په پایله کې افغانستان هم د همدې مجاهدینو د واک په حرص کې لولپه او کنډواله شو خو مات شوي کمونیزم (یا هم کمونیست سیسټم ته ورته اقتصادي سیسټم) د نړیوال بانک له ډېټا سره سم، تر ۲۰۱۵ کال پورې په چین کې ۸۵۰ میلیونه وګړي له سخت فقره ايستلي وو او د هغوی راتلونکی يې تضمین کړی وو. د طالبانو ادعا هم له پخوانیو مجاهدینو ډېره بیله نه ده او په عین مهال کې د دواړو د «جهاد» پایلې هم سره ورته دي. افغانستان نن د طالبانو تر واکمنۍ او یا هم د دوی په اصطلاح تر «اسلامي نظام» لاندې د نړۍ په تر ټولو بدترین بشري کړکېچ کې ښکېل دی او شاوخوا ۲۳ میلیون وګړي يې د ملګرو ملتونو په مرسته ژوند مخته وړي او د طالبانو استبدادي پالیسیو نه یوازې د حالت له ښه کولو سره مرسته نه ده کړې، بلکې د دوی د سختدریځو پالیسیو له کبله نور وخیم شوی او د هیواد د نیم نفوس (ښځې) ژوند د دوی د پالیسیو له کبله ښه نه، بلکې خراب شوی.
له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبان پر دې یوه خبره شخوند وهي چې موږ سرتاسري امنیت ټینګ کړی دی او امنیت د یوې داسې لاسته راوړنې په توګه یادوي چې ګواکې دوی خپله کورنۍ دنده ترسره کړې او نور څه کولو ته اړتیا نشته او په عین مهال کې تر دې حده مخته ځي چې د خپلې واکمنۍ د درېيمې کلیزې په مناسبت يې له خلکو غوښتي چې باید د دوی پر رامنځته کړي «اسلامي نظام» شکر وباسي. د دې پر ځای چې پر خپلو ستونزو او نیمګړتیاوو اعتراف وکړي او خلکو ته د ښه راتلونکي ژمنه ورکړي، په داسې څرګندونو او چلند سره دوی څرګندوي چې دوی د تېرو دریو کلونو پر مهال څه روان کړي، هغه به تغییر ونه کړي او نه باید خلک د بل څه تمه ولري.
د طالبانو د تېرې پنځه کلنې او اوسنۍ درې کلنې دورې په ګډون دوی ټولټال اته کاله واکمني د «اسلامي نظام» تر شعار لاندې کړې ده او ژمنه يې ښودلې چې د دوی په اند تر «سیکولر حکومتونو» په ښه توګه د خلکو مسایل حل کولای شي. د دوی په اند «اسلامي نظام» د ټولو ستونزو حل دی مګر د نورو ایډیولوژیکو نظامونو بر خلاف تر اوسه د نړۍ په هیڅ برخه کې هم نه دې ليدل شوي چې د سياسي اسلام ډلو دې بريالي نظامونه جوړ کړي وي او د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند دې ښه کړی وي، بلکې هر ځای د دوی په راتګ سره ستونزې نورې هم زیاتېږي. همداسې یو څه په افغانستان کې هم روان دي او د طالبانو په راتګ سره نه یوازې د جمهوریت د مهال لاسته راوړنې بایلل شوې دي، بلکې هیواد لسیزې پر شاتګ کړی دی.
د قانوني بنسټ نشتون او ایډیولوژیکه تشه
طالبان د تېرو دریو کلونو په تېرېدو سره لاهم نه دې توانېدلي چې له خپلې ایډيولوژۍ سره سم د حکومت د چلولو لپاره یو قانون جوړ کړي او د خپل حکومت لپاره د قانوني حدودو د ټاکلو حد اقل هڅه وکړي. په دې توګه د ولس او حکومت ترمنځ هیڅ قرارداد نشته، که څه هم طالبان ادعا کوي چې د ولس ملاتړ ورسره دی، خو نه یوازې په داسې بهیرونو کې له ولس سره ځان نه مخ کوي بلکې د حکومت جوړښت يې هم تر خپلې ډلې محدود دی. اصلي ستونزه داده چې طالبان د قوانینو له رامنځته کېدلو سره ایډیولوژيکه او عقیدوي ستونزه لري. د طالبانو قاضی القضات عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب «الامارة الاسلامیة و نظامها» کې د وضعي قوانیو تر عنوان لاندې په څرګنده ليکلي چې د خلکو ترمنځ پرېکړه په دوو شیانو کېدلای شي: په حق چې هغه وحې ده او په هوس چې د وحې خلاف ده. د نوموړي په اند له دې پرته په بل کوم قانون پرېکړي نه شي کېدلای او همدا نوموړی د ډیموکراټیکو او «اسلامي نظام» ترمنځ د توپير په توګه راوړي. په دې توګه طالبان له دین څخه له خپل سختدریځي تعبیر سره سم چمتو نه دي چې د حکومت او ولس ترمنځ اړیکه قانونمنده او تعریف کړي او د یو-بل پر وړاندې یې مسوولیتونه په يوه قانوني چوکاټ کې واضح کړي. د دوی په اند داسې څه «اسلامي نظام» کې نشته او قانون باید د خلکو له لوري جوړ نه شي، همدېته دوی وضعي قانون وايي او همدا له خپل تعبیر سره سم د «الهي» قانون مخالف بولي.
مګر د طالبانو او بلې هرې دغسې افراطي ډلې عملي حکومتولي د دوی له ایډیولوژۍ بېله وي. همدا اوس طالبان له خلکو د مالیې ټولولو لپاره له وضعي قوانینو استفاده کوي او جالبه خو داده چې په «اسلامي نظام» کې د حکومت د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې عشر او زکات اخیستل کېدلای شي، مګر طالبان عملي اړتیاوو ته په پام د «اسلامي نظام» بر خلاف مالیه هم اخلي او د همدې لپاره د تېر جمهوري نظام له وضعي قوانینو استفاده کوي. له يوې خوا د دین په نوم تیار نه دي چې د ولس پر وړاندې د اساسي قانون له لارې د حکومت او ولس وجایب او صلاحیتونه تعریف کړي، خو بل لور ته پوهېږي چې د کوم نظام ژمنه دوی کوي، هغه یوازې شعار دی او د عملي ستونزو حل په کې نشته. له همدې کبله اړ دي چې د یوه سیکولر حکومت په توګه د وضعي قوانینو په وسیله له خلکو مالیه ټوله کړي او د خپل حکومت اړتیاوې پوره کړي، ځکه چې په زکات او عشر حکومت چلول هیڅ ممکن نه دي.
د حکومتي دندو په وېش کې هم د طالبانو چلند او تګلاره پر مطلق انحصار ولاړه ده. د دوی په اند دا د «علماوو حکومت» دی او هغوی ځکه باید «اسلامي نظام» وچلوي چې ښه پرې پوهېږي. په دې توګه واک او منابع یوازې تر خپلې ډلې او همدا راز قوم پورې محدود ساتي. دا د واک د ساتنې یوه داسې ستراتېژي ده چې ځان په کې تر نورو په علیا درجه کې ښودل کېږي او ځان ته ځينې ځانګړي صلاحیتونه ورکوي. که څه هم د سياسي-اسلامي ډلو د ادبیاتو په لوستلو سره داسې ښکاري چې د دې ډلو حکومت به تر نورو ټولو حکومتونو د بیان ازادۍ ته ژمن وي او خلک به په کې په ډاګه خپل نظر څرګندولای شي، خو د طالبانو د انحصار تنده دومره زیاته شوې چې خپل ملګري يې هم مستثنا دي او هر هغه څوک زندان ته لېږي چې د دوی له پالیسیو سره موافق نه وي او نقد پرې کوي.
په نړیوال او کورني تعامل کې ناکامي
د طالبانو پر حکومت درې کاله اوړي، خو لاهم دوی نه دې توانېدلي چې په هیواد کې دننه د یوې ولسي اجماع له لارې مشروعیت واخلي او د حکومتولۍ اساسات قانوني کړي او هغه ستونزې حل کړي چې له ولس سره يې لري. د تېرو دریو کلونو پر مهال طالبانو وښوده چې د دوی «اسلامي نظام» یوازې له ښځو د جنسيتي تبعيض په کولو کې ډېر واضح دی. طالبانو نه یوازې دوی له زده کړو او کاره نه دي منع کړي، بلکې په ټولنه کې يې ګڼ داسې بندیزونه پرې لګولي چې له هغوی د ټولنې د ازادو افرادو په توګه د ژوند کولو حس اخلي. د طالبانو د قاضی القضات عبدالحکیم حقاني په وینا، ښځې یوازې د کور د څلور دېوالۍ لپاره پیدا دي او له دې دباندې يې وتل نه دي په کار. داسې ښکاري چې طالبانو د تېرو دریو کلونو پر مهال د خپلو محدودیتونو او بندیزونو له لارې خپل دا باور ښه ثابت کړ. له دې سره-سره، کوم «اسلامي نظام» چې د طالبانو د ادعا له مخې دوی د خلکو په ملاتړ راوستلی، د نړیوالو بنسټونو له شمېرو سره سم اتو میلیونه مسلمانانو ترې هجرت کړی دی. پوښتنه داده چې خلک ولې له یوه «اسلامي نظام» څخه سیکولر هیوادونو ته تښتي؟ د دې پوښتنې ځواب په طالبي ادبیاتو کې پېچلی دی، خو په ساده ټکو کې يې ځواب دادی چې د طالبانو نظام د طالبانو لپاره دی، د عامو وګړو لپاره نه دی او دوی نه دي توانېدلي چې د تېرو دریو کلونو پر مهال له وګړو سره خپل تعامل ښه کړي.
له سياسي-اسلامي ایډيولوژيک پلوه چې طالبان له نړۍ سره کوم تعامل کوي، د ځينو اسلامپالو ډلو له لوري تر سخت انتقاد لاندې دی او داسې ښکاري چې پر همدې اساس د هغوی انتقاد سم هم دی. طالبانو چې د جمهوریت پر وړاندې په شل کلنه جګړه کې کوم بهرني ډيپلوماټان وژل او هغوی يې د «طاغوت» استازي بلل، نن يې په خپله امنیت نيسي، له هغوی سره غونډې خپله لاسته راوړنه بولي او د هغوی هیوادونو ته خپل سفیران لېږي. که څه هم طالبان په دې تعامل کې تر خپلو ایډيولوژيکو کرښو يو څه اوښتي، خو لاهم نه دې توانېدلي چې په نړیوالو خپل حکومت په رسمیت وپېژني او لاهم په مکمله انزوا کې ژوند کوي. له دې سره-سره له نړیوالو سره د طالبانو په تعامل کې تر ټولو مهمه خبره له نړیوالو ترهګرو «جهادي» ډلو سره د طالبانو «عقيدوي» اړيکې دي. طالبان پر همدې اساس د هغوی ملاتړ کوي او په هیواد کې يې ورته ځای ورکړی دی، خو نه د سیمې هیوادونو او نه هم نړیوالې ټولنې ته دا د منلو دي. که طالبان له دې جهادي ډلو ځان بېلوي، د يوې سياسي-اسلامپالې ډلې په توګه چې خپله لومړۍ دوره حکومت یې په همداسې څه کې بایللی، پر خپل هویت چلېپا کشوي او که له دې ډلو سره خپلې انډیوالۍ ته دوام ورکوي، له نړۍ سره اړیکه نه شي جوړولای او بل خوا سياسي او اقتصادي مجبوریتونه دومره ډېر دي چې له نړۍ او د سیمې له هیوادونو مخ هم نه شي اړولای. طالبان باید د هغه «اسلامي اخوت» امتحان ورکړي چې پر اساس يې د «خلافت د نظام» بیانیه وړاندې کوي، خو په ایډیولوژیکو حدودو کې له دې «اخوت» سره د «طاغوت» تعامل نه شي یو ځای کېدلای.
فرانسوي سياستپوه او مشهور لیکوال اولیور رای په خپل کتاب «د سياسي اسلام ماتې» کې جوته کړې چې کله سياسي اسلام واکمنېږي، نو له هماغو ورته ننګونو سره مخ کېږي چې نور ملتپالي او سیکولر نظامونه ورسره مخ وو/وي. د ده په وینا، یو سياسي-اسلامي نظام هم باید اقتصاد مدیریت کړي، ټولنیز خدمات وړاندې کړي، باندينۍ اړیکې جوړې کړې او داسې نور ډېر څه وکړي، خو په دې لړ کې هغه وخت له ناکامۍ سره مخ کېږي چې کله وغواړي خپله ځانګړې ایډيولوژۍ په عین هغه خيالي شکل پلي کړي چې اسلامپالو يې تبلیغ کړی و. د اولیور رای په وینا، کله چې په دې برخه کې ناکامېږي، نو عموما له دې ډلو بیرته نورې ډلې زېږي او خپل عملګرا عناصر تورنوي چې له مستقيمې لارې اوښتي دي. د نوموړي په اند، له ګڼو نورو ستونزو سره-سره چې ده پرې بحث کړی، یوه بله مهمه ننګونه داده چې اسلامي-سياسي غورځنګونه نړیوال شوي دي او په دې توګه د يوه خیالي امت تصور رامنځته شوی. په دې توګه ځينې جهادي ډلې لکه القاعده، داعش او نورې په یوه هیواد کې د سیستم د رغونې پر ځای غواړي د لوېديځ د نفوذ پر وړاندې په نړیواله کچه جګړه وکړي. په دې توګه دا ډلې نه یوازې له خپل کلتوري شالید څخه لېرې کېږي، بلکې د هغو خلکو د ستونزو له حل څخه يې هم پام اوړي چې دوی یې ځانونه استازي ګڼي.
د طالبانو درې کلنې حکومتولۍ وښوده چې د دوی د تیوکرایټیک استبداد په حکومتولۍ کې نه يوازې د واقعي ستونزو حل نشته، بلکې بده لا داده چې درک یې هم نشته. د نړۍ او د ژوند د مسایلو په اړه د دوی فکر او عمل متضاد دی، د دوی په ایډيولوژیک متن کې د موډرنې حکومتولۍ د رهبري کولو په تړاو څه نشته او که څه وي، نو يوازې د ښځو پر حقونو په بندیزونو کې راښکاره کېږي. همدا راز، طالبانو د خلکو او وطن پر وړاندې خپله ژمنتیا هم په خپل بې مخينې انحصار او استبداد سره ښودلې.