اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د نجونو د زده کړو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نجونو زده کړې تر امر ثاني ځنډيدلي او په دې اړه پوښتنه کول هم ځنډیدلې ده.
طالبانو د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل. هغه وخت د طالبانو لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د نجونو تحصیل تر امر ثاني ځنډېدلی دی او همدا راز ښوونځي هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو په وړاندې تر امرثاني پورې تړلي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست نن (شنبه، ۴ د وږي) د دې ډلې د حکومت د رسنیو په مرکز کې وويل، چې «تر اوسه هغه حالت ته نه یو رسېدلي چې یو ځل بیا د نجونو په وړاندې د پوهنتون او ښوونځي دروازې پرانیزو».
ده وویل: «په دې مسئله کې لنډ ځواب دادی، لکه څرنګه چې تعلیم تر امر ثاني معطل دی، [په دې اړه] پوښتنه کول هم تر امر ثاني معطل ده.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه چې نړۍ هم د نجونو د زده کړې پر مسأله تمرکز کړی، چې دې مسئلې نوموړي ته سوال پیدا کړی دی.
ندیم وویل: «له يوه اړخه اسلامي امت تر اور لاندې دی، له بله اړخه ماشومان او ښځې سوځي، هغوی ته د ژوند حق نه ورکول کېږي، په دې اړه هیڅوک هم خپل غږ نه پورته کوي؛ خو زما د هیواد په اړه چې په هره برخه کې ۹۰ سلنه پرمختګ شوی دی او د ښځو ۹۰ سلنه حقوق ورکړل شوي دي، خلک یوازې پر یوه نقطه تمرکز کوي چې ولې هغوی ته عصري زده کړې نه برابرېږي؟»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د خپلو څرګندونو په يوه بله برخه کې وایي، چې د دې ډلې مخالفینو د ښځو زده کړې تر «فرض» کچې رسولې دي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل: «اصلي خبره داده، په دې وختونو کې چې کله د ښځو ورځ راځي زموږ مخالفین حشر کوي او دا [د ښځو زده کړې] د فرضیت درجې ته رسوي او وايي چې د افغانستان له خلکو سره دومره غټ ظلم کېږي … په دې مسایلو کې باید هر څوک له ځانه مفتي جوړ نه کړي او نه باید هر څوک د دې مسایلو د جواز او حل فیصلې وکړي.»
ندیم ادعا وکړه چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو پرېکړه «له اسلام، د افغانستان له عنعنې سره په تضاد کې نه ده او نه هم پر مسلمانانو ظلم دی».
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ادعا له مخې چې د نجونو د زده کړو په اړه د علماوو څيړنې روانې دي او که په دې څېړنو کې ثابته شوه چې د ښځو زده کړې د کومو شرایطو له مخې روا دي، ښځو ته د زده کړې اجازه ورکول کېږي او که ثابته نه شي، نو همداسې به پاتې وي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست زیاته کړه چې که څوک د حنفي فقهې په رڼا کې د ښځو زده کړې په کوم کتاب کې ثابتولای شي، وزارت ته دې مراجعه وکړي او له ده سره دې بحث وکړي.
ده وویل: «که هر څوک د حنفي فقهې په رڼا کې پیدا کېدلای شي، نو عامو رسنیو ته اړتیا نشته، زموږ د وزارت دروازې ورته خلاصې دي، را دې شي او ودې وايي چې په دې کتاب کې په دې شکل د تحصیل اجازه شته، زه باور لرم چې مسئله حل کېږي.»
د طالبانو دې چارواکي د خپلو خبرو په دوام وویل، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د «عمومي ایاتونو او روایاتو» په راوړلو سره مسأله نه حل کېږي.