انځور: استول شوی

نیمروز کې یو ځوان خپلو ملګرو د چړې په ګوزارونو وژلی

اطلاعات روز: نيمروز کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په دلارام ولسوالۍ کې يو ۲۴ کلن ځوان د واليبال لوبې پرمهال د جنجال له امله خپلو ملګرو د چړې په ګوزارونو وژلی دی.

په دې ولایت کې یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې دغه ځوان تېره ورځ (سې شنبه، ۲۰ د وږي) مازدیګر مهال د دلارام ولسوالۍ بازار سره نږدې د والیبال په یو لوبغالي کې په چړې وهل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، وژل شوی ځوان حقداد نومیده چې د والیبال لوبې پرمهال د ده او د ملګرو ترمنځ یې جنجال پیښ شوی او په دې ترڅ کې یې نموړی د چړې په ګوزارونو ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.

تراوسه نيمروز کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه  دي ويلي.

والیبال لوبه چې په افغانستان کې ډیر مینوال لري، خو په لېرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې د دغه لوبې پرمهال کله ناکله د لوبغاړو او مینوالو ترمنځه شخړې راپورته کېږي او ځینې وخت خبره ان تر مرګ ژوبلې رسیږي.