ارګ کې د «احسن العلوم» مدرسې فارغان/سرچینه: ARG

د تاوتريخوالي په وده او د واک په ګټلو کې د مدرسې ونډه

د طالبانو په واکمنۍ کې د ديني مدرسو د بې مخینې پراختیا په اړه راپور

جلیل رونق

پنځلس کاله وړاندې که د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې موجودې دیني مدرسې پر ولایتونو وېشل شوې وای، هر ولایت ته به ۱۶ مدرسې رسېدلې وې. خو نن که دا ډول وېش وشي، نو هر ولایت ته به ۵۰۸ دیني مدرسې ورسېږي؛ ځکه چې د طالبانو په حکومت کې د دیني مدرسو شمېر په چټکۍ سره ۱۷ زره او ۳۰۰ مدرسو ته لوړ شوی دی. دا په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د دیني مدرسو شمېر د دولتي ښوونځیو په پرتله زیات شوی دی.

په تېرو دریو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دې ډلې په پراخه کچه د دیني مدرسو (د دیوبندي زده کړو پر محوریت) په جوړولو لاس پورې کړی. د ماشومانو د خوندیتوب د ادارې د اټکل له مخې، د مدرسې پر جوړولو د طالبانو تمرکز او عصري زده کړو او ښوونځیو ته پاملرنه نه کول، د افغانستان عصري تعلیمي نظام د سقوط له خطر سره مخ کړی دی.

ولې طالبان په چټکۍ د ديني مدرسو پر پراختیا کار کوي؟

د ځانمرګو روزنه او د واک د خپلمنځي شخړې د کنټرول هڅه

د طالبانو چارواکي دا خبره په ډاګه کوي چې خپل ځواکونه د خپلې مذهبي راډیکالې ایډیالوژۍ د ساتنې لپاره روزي او کاروي. د طالبانو د پوهنې د وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۸مه نېټه په بلخ کې یوې غونډې د وینا پر مهال  وویل، چې دا ډله خپله «بریا» د «مدرسو او عالمانو د قربانیو» پوروړې ګڼي. د تېر کال په لړم میاشت کې، د دې ډلې د پوهنې وزارت اوسني سرپرست حبیب‌الله آغا د هرات په «امارت پېژندنه» مراسمو کې د دیني مدرسو زده کوونکي مخاطب کړل او ویې ويل: «د هېواد د ریښتینو زامنو په توګه د اسلامي امارت [طالبانو] د ارمانونو د لاس ته راوړنې په لار کې د شته برنامو ملاتړ وکړئ او په دې برخه کې ټول توان وکاروئ.» له ۱۹۹۴ کال راهیسې چې د طالبانو ډله رامنځته شوې، دیني مدرسې د دوی د سرتېرو د اصلي مرکزونو او په ځانګړې توګه د ځانمرګو جګړه‌مارو د روزنې ځای پاتې شوې دي. کله چې طالبان په ۲۰۰۱ کال کې له واکه وغورځېدل، د دې ډلې مشران چې اکثره یې د پاکستان د دیوبندي مدرسو، لکه «اکوړه خټک» او «دارالعلوم حقانیه» فارغان وو، د پاکستان قبايلي سیمو ته ولاړل. هلته طالبانو ته فرصت پیدا شو چې د امریکا او د افغانستان د پخواني دولت پر وړاندې خپل جنګ له سره پیل کړي.

دارالعلوم دیوبند مدرسه په ۱۸۶۷ کال کې د هندوستان د نیمه وچې په «دیوبند» سیمه کې رامنځته شوه. د نیمه وچې د خپلواکۍ غوښتونکو مبارزو پرمهال دیوبندي مدرسې وده وکړه او تر خپلواکۍ او د پاکستان او هند تر جلا کېدو وروسته يې په دې دواړو هېوادونو کې خپل وجود وساته او نفوذ یې د اوسني سویلي افغانستان تر پولو را ورسېد. د ۱۹۸۰یمو کلونو راهیسې، د پاکستان مدرسې د اسلامي زده کړو د اصلي مرکزونو او د جهادي فکرونو د خپرولو ځایونه شول. په هغه دوره کې په پاکستان کې شاوخوا اووه زره مدرسې جوړې شوې. په دې مدرسو کې هغه ډلې او افراد چې د افغانستان د کمونیستي حکومت د نسکورولو او د شوروي ځواکونو د ایستلو لپاره جنګېدل، روزل کېدل او په وسلو سمبالېدل. په دې مدرسو کې جهاد ته تر ټولو زیاته توجه کېده او په دې توګه دیوبندي مدرسې د نړۍ د ټولو جهادي ډلو لپاره مهمې اډې شوې. دا مدرسې د هغې سختدریځې ډلې سرچینه ګڼل کېږي چې نن ورځ پر افغانستان واکمنه شوې ده.

د خوست د جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوی عبدالکبیر ګډون/ سرچینه: ARG

د کوم څه په اړه چې هېڅ یو طالب چارواکی روښانه خبرې نه کوي،  هغه يوازې د طالبانو د کلي ایډيولوژۍ په مخته وړلو کې د طالب ځواکونو رول نه دی، بلکې د دې ډلې د رهبرانو ترمنځ د خپلمنځي واک په شخړه کې د هغو اغېز دی. د اطلاعات روز ورځپاڼې ارزونې ښیي چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله آخوندزاده د دې ډلې د نورو مشرانو په پرتله پر دیني مدارسو زیات نفوذ او کنټرول لري. په هغو ولایتونو کې چې د هبت‌الله آخوندزاده نږدې کسان واليان دي، هلته د دیني مدارسو تراکم او شمېر هم زیات دی. کندهار، هلمند، بدخشان او بلخ کې ډېرې مدرسې دي. سربېره پر دې، د دیني مدارسو نصاب هم د عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د یوې کمېټې لخوا جوړ شوی دی. عبدالحکیم د هبت‌الله آخوندزاده نږدې کس دی او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر ته یوه منسوبه وینا ده چې ويلي يې و هبت‌الله د عبدالحکیم سیوری دی. د کمېټې پاتې غړي هم د هبت‌الله لخوا ټاکل شوي دي.

څېړونکی محمد محق باور لري چې مدرسو ته د طالبانو د مشر او عبدالحکیم حقاني د پاملرنې لامل د هغوی «نړۍ لید» او هغه هڅې دي چې غواړي پر ټولو ټولنیزو کچو کنټرول ترلاسه کړي او په دولتي جوړښتونو کې خپل ځواک پیاوړی کړي؛  «دوی [هبت‌الله او عبدالحکیم] د طالبانو له هغې طبقې دي چې تر تولو زاړه افکار لري … [او دوی] هغه پیاوړې کړۍ ده چې د طالبانو اصلي هسته بلل کېږي. [دوی] د مدرسو مسایلو ته ځکه لومړیتوب ورکوي چې له همدې لارې خپلې اوږدمهاله موخې ترلاسه کولای شي. یعنې دوی غواړي داسې کسان وروزي چې دوی ته تابع او د دوی د خوښې مطابق وي او هغوی پر مختلفو دولتي دندو وګماري، ترڅو د دولتي جوړښتونو واک له یوه اړخ/ډلې سره وي. [اخر هم] دا ډله  د طالبانو د مشر کاملا مطیع او بې‌دلیله اطاعت کوونکې وي.» د محمد محق په باور، د طالبانو او د دوی د مشر دا ټولې هڅې د سیاسي قدرت د ساتنې لپاره دي؛ «طالبان یو ډېر پراګماټیک، واک‌خوښوونکی، خپلو ګټو ته متوجې او مصلحت‌محور خوځښت دی.»

شمیرې څه وایي؟

د طالبانو د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې، په ټول افغانستان کې لږ تر لږه ۱۷ زره او ۳۰۰ مدرسې، دارالحفاظونه او رسمي دارالعلومونه فعال دي. دا شمیرې چې د تیر لمریز کال (۱۴۰۲) په پای کې خپرې شوې دي، ۱۵ زره او ۷۶۵ پکې مدرسې، ۱۱۹۳ پکې دارالحفاظونه او ۳۴۹ نور پکې دارالعلومونه دي. همداراز، له دې ديني مرکزونو څخه ۳۰۲ يې خصوصي او پاتې ۱۷ زره او پنځه دولتي دي. د دولتي دیني مدرسو له جملې څخه، ۱۲ زره او ۳۰۷ یوازې په ۱۴۰۲ کال کې جوړې شوې دي. سربېره پر دې، د طالبانو مشر هبت‌الله آخوندزاده د ۱۴۰۱ تعلیمي کال په پیل کې د «جهادي مدرسو» د جوړېدو حکم ورکړ. په دې حکم کې، د هر ولایت لپاره یوه جهادي مدرسه په نظر کې نیول شوې ده. دا هره مدرسه د زرو طالبانو د جذب وړتیا لري. د هبت‌الله آخوندزاده د حکم تر صادریدو درې میاشتې وروسته (د ۱۴۰۱ کال جوزا)، طالبانو لومړۍ مدرسه د کابل ښار ختیځ کې په «پلچرخي» سیمه کې تاسیس کړه. په هغه وخت کې، د دې ډلې پوهنې وزارت دا د ټول هیواد په کچه تر ټولو لویه مدرسه وبلله. د همدې کال په پای کې، د طالبانو د همدې وزارت چارواکو اعلان وکړ چې په ټولو ولایتونو کې یوه-یوه مرکزي جهادي مدرسه جوړه شوې ده.

کندهار چې د طالبانو مرکز او د دې ډلې د رهبرۍ ځای دی، د ۱۶۸۶ مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو په لرلو سره تر ټولو ډېر د اسلامي تعلیماتو دولتي مرکزونه لري. وروسته، هلمند دی چې ۱۲۳۷ مرکزونه لري، بدخشان ۱۲۲۷ مرکزونه لري، بلخ ۸۳۷، کابل ۸۲۷  او هرات د اسلامي تعلیماتو  ۷۰۹ مرکزونه لري. تر ټولو کمې مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه په پنجشېر کې دي، له کومه ځایه چې د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان د ملي مقاومت جبهه» راجوړه شوې. په دې ولایت کې د اسلامي تعلیماتو ۱۲۱ مرکزونه فعال دي. تر دې وروسته، دایکندي د ۱۶۵ مرکزونو او بامیان او کاپیسا هر یو د ۱۷۵ دولتي اسلامي تعلیماتي مرکزونو په درلودو سره د طالبانو د اسلامي تعلیماتو تر ټولو کم فعال مرکزونه لري.

د اسلامي تعلیماتو بنسټونهد بنسټونو شمېرټول شمېر
دولتيمدرسې۱۵۴۹۰ بابه۱۷۰۳۲
دارالحفاظونه۱۱۹۳ بابه
دارالعلومونه۳۴۹ بابه
خصوصيمدرسې۲۷۵ بابه۳۰۲
دارالحفاظونه۸ بابه
دارالعلومونه۱۹ بابه

په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي تعلیماتو د مرکزونو شمېر

د مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو شمېر په ۱۴۰۱ کال کې ۱۰۵۳ او په ۱۴۰۰ کال کې ۱۰۳۸ ته رسېده. د ۱۴۰۱ کال پر مهال د اسلامي تعلیماتو له ټولټال ۱۰۵۳ مرکزونو څخه ۷۵۱ مدرسې، ۲۱۴ دارالحفاظونه او ۸۸ دارالعلومونه وو. په ۱۴۰۰ کال کې هم ۷۳۴ مدرسې، ۲۱۴ دارالحفاظونه او ۹۰ دارالعلومونه په ټول هېواد کې موجود وو. طالبانو مخکې ويلي و چې د جمهوریت په وخت کې هم تر ۱۲۰۰ پورې د اسلامي تعلیماتو دولتي مرکزونه فعال وو. دا شمېرې ښيي چې د اسلامي تعلیماتو د مرکزونو شمېر په ۱۴۰۲ کال کې د پخوانیو کلونو او د جمهوریت د وخت په پرتله ۱۶.۵ چنده زیات شوی دی. ديني مرکزونو په کندهار کې ۲۹.۵ چنده، په هلمند کې ۴۵.۵ چنده او په کابل کې ۱۴.۴۳ چنده زیات شوي دي. د طالبانو د پوهنې وزارت په وینا، په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولو لږ شمېر مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه په دایکندي، زابل او نیمروز ولایتونو کې فعال وو.

په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د پوهنې په تاریخ کې ديني مدرسې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي؛ د ۱۳۸۸ کال پر مهال داسې چې د دې مدرسو شمېر ۵۵۰ وو، خو په ۱۴۰۲ کال کې یې شمېر ۱۷۳۰۰ ته ورسېد. له بلې خوا، د لومړي ځل لپاره، په ۱۴۰۲ کال کې د دولتي ديني مدرسو شمېر د دولتي مکاتبو په پرتله لوړ شوی دی. د طالبانو د پوهنې وزارت په وینا، په ۱۴۰۲ کال کې ۱۴۷۸۵ دولتي مکاتب او ۲۶۶۷ شخصي مکاتب په افغانستان کې فعال وو؛ دا شمېرې د دولتي مدرسو ۱۳.۰۵ سلنه زیاتوالی ښيي خو د شخصي مکاتبو فعال شمېر د شخصي مدرسو په پرتله ۸.۸۳ چنده زیات دی. د طالبانو پوهنې وزارت تېر کال اعلان وکړ چې د افغانستان د فعالو او غیر فعالو مکاتبو شمېر ۱۸۰۱۰ ته رسېږي. دا شمېر په ۱۴۰۱ کال کې هم ۱۸۰۱۰ او په ۱۴۰۰ کال کې ۱۷۷۸۰ مکاتب وو؛ یعنې په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو کې په افغانستان کې د فعالو مکاتبو شمېر ثابت پاتې شوی دی. د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې په ۱۳۹۸ کال کې هم په افغانستان کې د مکاتبو شمېر شاوخوا ۱۸۰۰۰ ښودل شوی وو. تر دې یو کال مخکې (۱۳۹۷) د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۱۰۸۰ مکاتب د ناامنۍ او په عمده توګه د طالبانو د ګواښونو له امله غیر فعال دي. په ۱۳۹۸ کال کې، دې وزارت ويلي و چې د طالبانو سره د خبرو اترو په پایله کې یې شاوخوا ۵۰۰ مکاتب فعال کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې ( ۱۳۹۹ تعلیمي کال) ۲۵۸ مکاتب د طالبانو له خوا زیانمن او تړل شوي وو.

په عین مهال کې دا شمېرې ښيي چې د طالبانو په واکمنېدو سره نور مکاتب نه دي فعال شوي او زده کړییزو خدماتو ته د خلکو لاسرسی نه دی زیات شوی.

سلګونه زره نارینه او لسګونه زره ښځې

طالبان تر خپل کنټرول لاندې د ديني مدرسو د زده کوونکو په اړه مشخصې شمېرې نه ورکوي، خو د تېر کال په زمري میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت‌الله آخوندزاده وویل، چې لږ تر لږه په یو زر او ۱۴۲ مدرسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو کې ۳۳۰ زره او ۹۵۰ طالبان په زده کړو بوخت دي چې په دې کې ۹۴ زره او ۴۴۶ نجونې (۲۸.۵۴ سلنه) دي. هغه مهال یې د ټولو ديني ښوونیزو مرکزونو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰۰ ښودلی وو. د دې وزارت د شمېرو له مخې، د ۱۴۰۲ کال تر پای پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۷۳۰۰ مدرسې، دارالحفاظونه او دارالعلومونه فعال وو. د دې شمېرو په نظر کې نیولو سره، ۳۳۰ زره او ۹۵۰ طالبانو یوازې په ۶.۶ سلنه مدرسو کې زده‌کړې کولې. طالبانو لا تر اوسه د پاتې ۹۳.۴ سلنه مدرسو د زده کوونکو طالبانو شمېرې نه دي اعلان کړي.

کرامت‌الله آخوندزاده همدارنګه ویلي و چې په مجموعي توګه د ۱۴۰۲ کال تر زمري میاشتې پورې، په ۱۱۴۲ اسلامي تعلیماتي مرکزونو کې ۳۶ زره او ۲۰۳ نوي طالبان جذب شوي دي. په دې لړ کې ۱۲ زره او ۸۰۸ نجونې (۳۵.۳۸ سلنه) دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې ديني مدرسو ته د نویو راغلو طالبانو شمېر هم یوازې د دې مدرسو له ۶.۶ سلنه مدرسو سره اړه لري.

له بلې خوا، د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال د ۱۴۰۲ کال پر مهال د عمومي تعلیماتو، اسلامي تعلیماتو او د استادانو د روزنې ادارو ټولټال زده‌کوونکي لس میلیونه او ۱۸۹ زره تنه اعلان کړل. له دې ټولو زده‌کوونکو او طالبانو څخه څلور میلیونه او ۲۴ زره  (۳۹.۴۹ سلنه) یې نجونې دي. د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو د ادارې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې د دې تعلیمي مرکزونو زده‌کوونکي نهه میلیونه او ۶۵۲ زره او ۶۴۰ تنه وو، په ۱۴۰۰ کال کې نهه میلیونه او ۵۰۱ زره او ۲۲۹ تنه او په ۱۳۹۸ کال (له کرونا مخکې) کې نهه میلیونو او ۵۸۸ زره او ۵۸۸ تنو ته رسېده. همدارنګه په پوهنې وزارت کې سرچینې وایي، چې د مدرسو ډېری طالبان د مکاتبو زده‌کوونکي دي؛ په داسې حال کې چې د دوی په وینا، د پوهنې د قوانینو او طرزالعملونو له مخې یو کس هم‌مهاله دوه «اساس نمبرونه» نشي لرلی. له دې سره-سره، دا شمېرې ښيي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هم د افغانستان په تعلیمي بنسټونو کې د زده‌کوونکو په شمېر کې کوم ستر بدلون نه دی راغلی. د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۲ پورې، د زده‌کوونکو شمېر ۰.۶ میلیونه وو، خو د احصاېیې او معلوماتو د ادارې د اټکل له مخې، د هېواد نفوس ۱.۳ میلیونه زیات شوی دی. په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان ټول نفوس ۳۳.۶ میلیونه او په ۱۴۰۲ کال کې ۳۴.۹ میلیونه ګڼل شوی دی. سربېره پر دې، د طالبانو تر حاکمیت مخکې، شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د اوو او ۱۷ کلونو ترمنځ وو له زده‌کړو بې‌برخې وو. یونیسف په ۲۰۱۸ کال کې ويلي و چې دا شميرې د دې عمر د ماشومانو نیمايي برخه کېږي او زیاته کړې يې وه چې ناامني او د جګړې دوام دوی له مکتب څخه محروم کړي دي. ۶۰ سلنه یې نجونې وې.

خوست کې د طالبانو د جهادي مدرسې فارغان/ سرچینه: ARG

که څه هم واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د هلکانو د ښوونځیو له بیرته پرانستل کېدو سره مخالفت نه دی کړی، خو له پیل څخه یې تر شپږم ټولګي د پورته ښځینه ښوونځیو د پرانیستل کېدو مخه نیولې ده. افغانستان اوس مهال یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له دې اساسي حق څخه محرومې دي. که څه هم د دې ډلې د پوهنې وزارت ویلي چې په دیني مدرسو کې د نجونو زده کړو لپاره «د عمر هیڅ محدودیت» نشته. د دې ډلې ویاند منصور احمد اسوشیټیډ پریس سره په خبرو کې زیاته کړې چې نجونې باید د خپل عمر شرایطو ته په کتو په ټولګیو کې ګډون وکړي.

د فراغت ازموینه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصاېیې او معلوماتو ادارې ارقام ښيي چې د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې (۱۴۰۰ او ۱۴۰۱) ۲۵ زره او ۱۷۷ کسان له دولتي دیني مدرسو فارغ شوي دي. د ۱۴۰۲ کال د دیني مدرسو د فارغانو شمېر نه دی خپور شوی، خو د دې کال په جدي میاشت کې د طالبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د دیني مدرسو له ۵۰ زره زده کوونکو د فراغت ازموینه اخیستې ده. ګډونوالو په عالمیه، عالیه او خمسه درجو کې ازموینې ورکړې دي. د طالبانو په وینا، دې کسانو ته د ماسټرۍ، لیسانس او بکلوریا اسناد ورکول کېږي. د تېر کال په کب میاشت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د عالمیه درجې د ۵۱ زره فارغانو د اسنادو د ارزونې لپاره له هغوی ازموینه اخیستې. د دې ازموینې بریالیو کسانو ته د ماسټرۍ اسناد ورکول کېږي. دا شمېرې هم د دیني مدرسو د زده کوونکو څو برابره فراغت څرګندوي. سربېره پر دې، دې ډلې تر اوسه په هېواد کې له خپلو ځواکونو څخه هم په څو پړاوونو کې د سويې د تثبیت ازموینې اخیستې دي. دا کسان له لسم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې ښوونځیو ته شامل شوي دي. د دې کسانو کره شمېر نه دی معلوم، خو د طالبانو د پوهنې وزارت له خبرپاڼو سره سم، یوازې د ۱۴۰۲ کال په جریان کې د دې ډلې له ۱۲ زره ۲۰۰ څخه زیات جنګیالي ښوونځیو ته شامل شوي دي.

د دیني مدرسو لپاره د ښوونکو ګمارنه

د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو ادارې او د دې ډلې د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، ۱۴۰۱ کال کې د اسلامي ښوونو په مرکزونو کې اووه زره او ۶۹۸  کسان ښوونکي وو. ۱۴۹ نورو کسانو په دې مدرسو کې د اداري کارکوونکو په توګه دنده ترسره کوله. په ۱۴۰۰ کال کې، د دې ښوونکو شمېر اتو زرو او ۲۱۷ تنو ته رسېده. خو په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د دې ډلې تر کنټرول د لاندې دیني مدرسو د ښوونکو شمېرې نه دي خپرې کړي.

په هر صورت، د تېر کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله آغا اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر د دیني مدرسو لپاره د ۱۰۰ زره ښوونکو د ګمارنې وړاندیز منظور کړی دی. هغه مهال نوموړي په دې اړه وضاحت ورنه کړ. وروسته د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دا بستونه شخصي دیني مدرسو ته ځانګړي شوي دي. د دغو بستونو د وېش پر مهال، یاد وزارت وویل چې ۱۰۰ زره ښوونکي به د طالبانو له لوري په دولتي او شخصي مدرسو کې وګمارل شي. سربېره پر دې، د طالبانو د هرې جهادي مدرسې لپاره د ښوونکو ۱۰ بستونه په پام کې نیول شوي دي. په ښوونکو کې درې د حدیثو شیخان، درې موقوف علیه شیخان، درې د فنونو مدرسین او یو د دارالحفاظ مدرس شامل وي. همدا راز، هره مدرسه اته کارکوونکي چې یو مدیر یا مهتمم، یو ناظم، دوه موټر چلوونکي، دوه اشپزان او دوه نانوایان لري. یعنې په ټولیز ډول د  ۳۴ ولایتونو په ټولو جهادي مدرسو کې ۶۱۲ کسان ګمارل شوي چې ۳۴۰ پکې مدرسین دي. همدارنګه، د طالبانو د پوهنې وزارت سرچینې وايي چې د روان تعلیمي کال په جریان کې د مدرسینو په توګه د ښځو د ګمارنې لړۍ په بشپړ ډول درول شوې ده.

دا شمېرې ښيي چې د دیني مدرسو د ښوونکو شمېر د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ کلونو په پرتله ۱۳.۶۱ سلنه زیات شوی دی.

د جمهوریت میراث او خیالي مدرسې

د طالبانو په پوهنې وزارت کې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاییدوي چې د طالبانو په نظام کې هم خیالي مدرسې او ښوونکي موجود دي. د «خیالي ښوونځیو» اصطلاح د جمهوري نظام په دوره کې هغه مهال مشهوره شوه چې روښانه شوه د وخت د حکومت د پوهنې مسوولینو د ښوونځیو او ښوونکو اوږد لیست د مالي او پولي تخصیصیو د ترلاسه کولو لپاره کاراوه، په داسې حال کې چې دا ښوونځي او ښوونکي اصلا هیڅ نه وو. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل چې د طالبانو د پوهنې وزارت د څارونکو راپورونه په یو شمېر ځایونو کې خیالي مدرسې او ښوونکي تاییدوي؛ «زموږ همکاران څو ځله هغو ځایونو ته تللي چې د (طالبانو) د حکومت له لوري جوړ شوي، خو هلته نه مدرسه، نه ښوونکی او نه هم شاګرد موجود وو.»

د دې سرچینې په وینا، په یو شمېر سیمو کې مدرسې د امتیاز په توګه د طالبانو قومندانانو او غړو په نوم ثبت شوې دي. د دوی په وینا، د مدرسو خاوندان د دې مدرسو امتیازات او امکانات ترلاسه کوي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د طالبانو د پوهنې وزارت د دیني مدرسو د شمېر فهرست هم کتلی دی. د طالبانو د احصاېیې او معلوماتو ادارې د اټکل له مخې، کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، هلمند او کندهار په ترتیب سره په هېواد کې تر ټولو زیات نفوس لري. په ۱۴۰۲ کال کې د کابل نفوس پنځه میلیونه او ۷۶۶ زره، د هرات دوه میلیونه او ۲۸۳ زره، د ننګرهار یو میلیون او ۸۰۵ زره، د بلخ یو میلیون او ۵۰۵.۶۹ زره، د هلمند یو میلیون او ۵۰۵.۱۸ زره او د کندهار یو میلیون او ۴۹۸ زره اټکل شوی و. په هر صورت، په ۱۴۰۲ کال کې، کندهار او هلمند تر ټولو زیاتې فعالې دیني مدرسې لرلې. تر دې وروسته، په بدخشان او بیا په بلخ، کابل او هرات کې تر ټولو زیاتې فعالې مدرسې موجودې وې. یعنې د نفوس په ترتیب، په کابل کې هره سیمه چې شپږ زره او ۹۷۲ تنه، په هرات کې چې هره سیمه درې زره او ۲۰ تنه، په ننګرهار کې چې هره سیمه درې زره او ۴۹ تنه او په بلخ کې چې هره سیمه یو زر او ۸۲۲ تنه نفوس لري، هغوی یوې دیني مدرسې ته لاسرسی لري. په هلمند کې هم د يو زر او ۲۳۰ تنو نفوس لرونکې سیمې او په کندهار کې ۸۸۸ تنو نفوس لرونکې سیمې ته یوه-یوه مدرسه په پام کې نیول شوې ده.

د ایډیولوژیک اغېز کمښت

د اطلاعات روز ورځپاڼې د ارزونو له مخې تر ټولو لږ شمېر دیني مدرسې په هزاره مېشتو سیمو او ولسوالیو کې فعالې دي. په بامیان ولایت کې له ۱۷۵ فعالو مدرسو څخه ۸۲ په دریو عمدتاً سني مېشتو ولسوالیو سیغان، شیبر او کهمرد کې موقعیت لري او ۹۳ نورې یې په پنځو عمدتاً هزاره مېشتو ولسوالیو بامیان ښار، پنجاب، ورس، یکاولنګ او یکاولنګ نمبر ۲ کې دي. د ۱۴۰۳ کال پر مهال په بامیان کې د فعالو دیني مدرسو شمېر ۱۳۷ ته راکم شوی دی. له دې ډلې څخه بیا هم ۸۲ یې په سیغان، شیبر او کهمرد کې فعالې دي او ۵۳ یې په نورو برخو کې فعالې دي. تر ټولو ډېرې دیني مدرسې په کهمرد کې دي چې  ۳۷ دي. ۳۴ دیني مدرسې په بامیان ښار، ۲۶ په شیبر، ۱۹ په سیغان، اووه په یکاولنګ، شپږ په یکاولنګ نمبر ۲ او درې په پنجاب او ورس کې فعالې دي. په داسې حال کې چې د ۱۴۰۲ کال پر مهال د  افغانستان د نفوس د اټکل له مخې، تر ټولو زیات نفوس د ورس دی چې شمېر یې ۱۲۹.۸۴ زره تنو ته رسېږي او تر ټولو کم نفوس د سیغان دی چې شمېر یې ۲۸.۵۴ زره تنو ته رسېږي. د بامیان ښار نفوس ۱۰۰.۲۰ زره تنه، د پنجاب ۸۱.۱۵ زره تنه، یکاولنګ ۷۲.۴۷ زره تنه، کهمرد ۴۳.۳۲ زره تنه، شیبر ۳۵.۱۲ زره تنه او د یکاولنګ نمبر ۲ نفوس ۳۱.۶۲ زره تنه دی.

هغه ولایتونه چې زیاتې مدرسې لري
ولایتونهد مدرسو شمېرنفوسمدرسې ته د وګړو لاسرسی
کندهار۱۶۸۶یو میلیون او ۴۹۸ زره تنه۸۸۸ تنو ته یوه مدرسه
هلمند۱۲۳۷یو میلیون او ۵۰۵ زره تنه۱۲۳۰ تنو ته یوه مدرسه
بدخشان۱۲۲۷یو میلیون او ۱۱۱ زره تنه۹۰۴.۶۴ تنو ته یوه مدرسه
بلخ۸۳۷یو میلیون او ۵۰۵ زره تنه۱۸۲۲ تنو ته یوه مدرسه
کابل۸۲۷پنځه میلیون او ۷۶۶ زره تنه۶۹۷۲ تنو ته یوه مدرسه
هرات۷۰۹دوه میلیون او ۲۸۳ زره تنه۲۳۲۰ تنو ته یوه مدرسه

په دایکندي کې چې زیاتره هزاره پکې ‌میشت دي، له ۱۶۵ مدرسو څخه ۷۹ یې یوازې په کجران او پاتو ولسوالیو کې فعالې دي. د دایکندي د مرکز نيلي په ګډون په پاتې اوو هزاره ‌میشتو ولسوالیو کې  ۸۶ مدرسې فعالیت لري. طالبانو د جمهوریت په وخت کې په کجران او پاتو کې نفوذ او کنټرول درلود. دا دوې ولسوالۍ د دایکندي په ټولو ولسوالیو کې تر ټولو لږ نفوس لري. د ۱۴۰۲ کال پر مهال د دایکندي د نفوس شمیر ۵۴۳.۹۶ زره تنه اټکل شوی چې یوازې ۸۰.۹ زره کسان (۱۴.۸۷ سلنه) په کجران او پاتو کې ژوند کوي. په میدان وردګ کې هم زیات نفوس د هزاره‌میشتو ولسوالي مرکز بهسود لري. د دې ولایت له ټولو ۴۹۶ مدرسو څخه یوازې څلور مدرسې په هزاره‌میشت سیمو کې فعالې دي. همدارنګه په دوو ولسوالیو کې چې زیاتره مېشتي يې هزاره‌ دي، حصه‌ اول بهسود او دایمیرداد، په ترتیب سره شپږ او ۲۸ دیني مدرسې پکې دي. په غزني ولایت کې هم د هزاره په بانفوسو ولسوالیو جاغوري، ناور او مالستان کې د دې ولایت د نورو ولسوالیو په پرتله دیني مدرسې کمې دي. د غزني له یو میلیون او ۴۳۶.۳۶ زره نفوس څخه جاغوري تر ټولو زیات ۲۱۰.۱۶ زره نفوس لري. ناور د ۱۱۲.۶۳ زره نفوس او مالستان د ۹۷.۶۶ زره نفوس په لرلو په ترتیب سره په څلورمه او پنځمه درجه کې دي او د غزني په زیاتو نفوس لرونکو ولسوالیو کې راځي. په دې دریو زیاتو نفوس لرونکو ولسوالیو کې له ۶۵۰ دیني مدرسو څخه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ۱۸ یې تیر کال فعالې وې. د دې مدرسو څخه ۱۱ په مالستان، دوې په ناور او پنځه په جاغوري کې دي. بالمقابل په دې ولسوالیو کې ګڼ شمېر ښوونځي فعال دي. په جاغوري کې ۱۰۱، په ناور کې ۷۷ او په مالستان کې ۶۶ ښوونځي په ۱۴۰۲ کال کې فعال وو.

یوه شیعه مذهبي مدرس وویل، چې پر شیعه مدرسو د طالبانو د نه پانګونې لامل دادی چې دوی ترې «وفادار» سرتېري نه شي جذبولای؛ «طالبانو تر اوسه خپل تاوتریخوالي د مذهبي بنسټپالنې له لارې مخته وړی. او خپل شتون هم مذهبي بنسټپالنې کې ويني. په دا ډول اقداماتو سره دوی پرته له ځان بل هیڅوک نه شي منلی. له همدې امله نه غواړي چې پر نورو لګښت او پانګونه وکړي.»

البته طالبانو د جاغوري په ګډون څو ځله د دیني مدرسو پر کم شمېر نیوکه کړې ده. د دې ډلې د پوهنې وزارت د ګیلان په «رسنې» کې یوه دیني مدرسه د جاغوري د پوهنې له ریاست سره تړلې ده. د وري/حمل په ۷مه، دې ډلې د جاغوري او جغتو له هزاره مېشتو ولسوالیو څخه د ښوونکو ۳۳ بستونه پښتون میشتې ناوې ولسوالۍ ته انتقال کړل او داسې ښکاري چې غواړي په دې اقدام سره عصري ښوونځي محدود کړي. د جاغوري د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر امر مولوي مزمل دوه کاله وړاندې په یوه کلتوري غونډه کې وویل، چې په دې ولسوالۍ کې څلور دیني مدرسې او ۱۱۴ ښوونځي فعال دي. هغه پر ​دې توپیر ټینګار وکړ: «ایا دا اسلام ته وفاداري ده؟» همدارنګه نوموړي سږکال د غبرګولي پر ۴مه هم په ​​یوه کلتوري غونډه کې وویل، چې د جاغوري اوسیدونکي له اسلامي «کلتور» او «اسلامي زده کړو» سره نااشنا دي.

هغه ولایتونه چې کمې مدرسې لري
ولایتد مدرسو شمېرنفوسمدرسې ته د وګړو لاسرسی
پنجشیر۱۲۱۱۷۸.۹۵۰ زره تنه۱۴۷۸.۹ تنه یوې مدسې ته
دایکندي۱۶۵۵۴۳.۹۶ زره تنه۳۲۹۶ تنه یوې مدرسې ته
بامیان۱۷۵۵۲۲.۲۰ زره تنه۲۹۸۴ تنه یوې مدرسې ته
کاپیسا۱۷۵۵۲۴.۲۹ زره تنه۲۹۹۵ تنه یوې مدرسې ته

د طالبانو په پوهنې وزارت کې یوه سرچینه وايي، چې «نفوس» او «ضرورت» ته په پام باید مدرسې ډېرې شي، خو د هغه په ​​وینا، په تېرو دوو کلونو کې دا مسایل په پام کې نه دي نیول شوي؛ «[د مدرسو د پراختیا په اړه] دوې اساسي ستونزې شته. یوه، د شیعه مسجدونو ملا امامان [په هزاره‌میشت سیمو کې] نه غواړي چې خپل فقهي سهم [له خلکو څخه] د لږ رسمي معاش په مقابل کې له لاسه ورکړي او د محلي مدرسو د رسميت مخه یې نیولې ده. بله ستونزه هم د حکومت (طالبانو) محدودیت دی چې په شیعه‌مذهبه مدرسو کې حنفي فقه تدریس کېږي چې ټولنه یې نه مني.» دې سرچینې ټینګار وکړ چې که څه هم دا مسایل شته، خو بیا هم په د طالبانو په پوهنې وزارت کې «چندان لېوالتیا» نشته چې هزاره مېشتو سیمو کې د ديني مدرسو په ګډون زده کړییزې برنامې پراخې کړي.

د طالبانو د دیني مدرسو لګښتونه له کومه کېږي؟

طالبانو تر اوسه د خپلو مدرسو د مالي سرچینو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې د پوهنې وزارت هغو مدرسو، دارالحفاظونو او دارالایتامونو ته چې د بهرنيو موسېسو او بنسټونو له خوا یې «ملاتړ» کیږي، د فعالیت اجازه نه ده ورکړې. د دې پریکړې یوه نسخه تر اطلاعات روز ورځپاڼې رسيدلې. په دې مکتوب کې ویل شوي چې هغه شمېر دیني مدرسې چې د «عادي او عامو خلکو» په مالي ملاتړ چلېږي د فعالیت اجازه لري. همدارنګه د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال په تېره زمري میاشت کې وویل، چې دې ډلې نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ له دیني مدرسو سره مرسته کړې ده.

د دیني مدرسو د جوړولو په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت مکتوب/ سرچینه: اطلاعات روز

الف: د طالبانو له مدرسو سره ولسي مرستې

د طالبانو د پوهنې وزارت د رسمي معلوماتو له مخې، دې ډلې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو په جریان کې د دیني مدرسو د جوړولو لپاره د هېواد له وګړو نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ او ۲.۱۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته ترلاسه کړې ده. د دې مرستې په تمویل کې سوداګرو تر ټولو ډېره ونډه لرله. په دې پیسو کې ۲۸.۸۶ میلیونه افغانۍ او دوه میلیونه او ۱۵۰ زره ډالره مرسته سوداګرو کړې ده. نورې ۳.۳۳ میلیونه افغانۍ مرستې د کورنیو بنسټونو او هېوادوالو لخوا برابرې شوې دي. همدارنګه حفیظ الله پهلوان چې په جوزجان کې د طالبانو امنیې قوماندان و، د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه په آقچه ولسوالۍ کې جوړه کړې ده. دا موارد یوازې د هغو مرستو پورې اړه لري چې لګښتونه یې د طالبانو د پوهنې وزارت لخوا خپاره شوي دي، خو په ډېرو مواردو کې د مرستو مالي ارزښت نه دی ذکر شوی. همدارنګه طالبانو په ځینو سیمو کې خلک اړ کړي چې د دیني مدرسو د جوړولو لپاره لګښت ورکړي. د تخار په ینګي قلعه‌ ولسوالۍ کې سرچینو تایید کړې چې د طالبانو ولسوال مولوي اشرف د دې ولسوالۍ شپږ شوراګانې مکلفې کړې دي چې یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانۍ راټولې کړي. دا پیسې د «مولوي احمد» په نوم د دیني مدرسې جوړولو ته ځانګړې شوې دي. د سرچینو په وینا، خلک په سخت غربت کې ژوند کوي او د دې پیسو راټولولو توان نه لري.

د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو پر مهال د مدرسو د جوړولو لپاره نغدي مرستې
مرستندویانسوداګروګړي او داخلي موسسېد طالبانو افراد
مبلغ۲۸.۸۶ میلیون افغانۍ او ۲.۱۵ میلیون ډالر۳.۳ میلیون افغانۍ۱۵ میلیون افغانۍ

د رسمي خبرونو پر اساس د نغدي مرستو کچه

له دې سره-سره، د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا د ترکيې د «ایدیف خیریه بنسټ» له مسوول محمد توران سره د پنځو مدرسو د جوړولو تړون لاسلیک کړ. دا مدرسې په پنځو ولایتونو کې د ۱۲۵ زره امریکايي ډالرو په مجموعي لګښت د ایدیف بنسټ له خوا جوړېږي. په دې لړ کې د طالبانو د پوهنې وزارت یوازې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د دې بنسټ په مرسته د یوې مدرسې د تهداب ایښودو په اړه خبر ورکړی دی. د پاتې مدرسو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د خبرپاڼو له مخې، سوداګرو او خلکو نږدې ۳۶۶ زره او ۶۰۰ متره مربع ځمکه هم د دې ډلې دیني مدرسو ته وقف کړې ده. طالبانو که څه هم د دې ځمکو قیمت نه دی یاد کړی، خو په یوه مورد کې د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د خلکو له خوا یوې دیني مدرسې ته د ۴۰۰ متره مربع ځمکې قیمت ۲۵۰ زره افغانۍ اعلان شوی دی. په هر صورت، د دې ځمکو ۹۵.۷۴ سلنه (۳۵۱ زره متره مربع) سوداګرو دیني مدرسو ته وقف کړې دي. پاتې یې د خلکو له خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسو ته په واک کې ورکړل شوې دي. پر دې سربېره، په ډېرو مواردو کې طالبانو دیني مدرسو ته ورکړل شوې ځمکه نه ده معلومه کړې. همدارنګه، د دې ډلې د پوهنې وزارت کې سرچینو ویلي چې زیاتره مدرسې د کلیو په جوماتونو کې فعالې شوې دي. د بامیانو او غزني د پوهنې په ریاستونو کې سرچینو هم دا موارد تایید کړي. یوې سرچینې وویل: «د دوه کلونو پر مهال دومره شمېر مدرسې نه شي جوړېدلای. د پوهنې وزارت تقریباً ټولې کلیوالي مدرسې رسمي کړې دي. دغه مدرسې مکلفې شوې دي چې خپل تعلیمي پروګرامونه د طالبانو له غوښتنې سره سم برابر کړي.» همدارنګه، دې ډلې په ځینو سیمو کې له خلکو ژمنه اخیستې چې مدرسې ته به ځمکه وقف کوي. د طالبانو پوهنې وزارت ‌د ۱۴۰۱ په وږي میاشت کې اعلان وکړ چې د کابل په استالف ولسوالۍ کې همداسې شوي دي.

ب: بنسټونه او ادارې په مدرسو بدلول

په تېرو دریو کلونو کې طالبانو د مدرسو د جوړولو لپاره د مالي ستونزو د مخنیوي په موخه ځینې دولتي او خصوصي ادارې او بنسټونه په دیني مدرسو بدل کړي دي. دې ډلې «جامعه حسن العلوم» مدرسه په ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ او د ولسمشر د ځانګړو ساتونکو (پي پي ایس) په روزنځای کې جوړه شوې ده. محمود ذاکري، چې د عبدالله ذاکري زوی دی او په ۱۳۷۳ کال کې یې ملا عمر ته د «امیرالمؤمنین» لقب ورکړ، د دې مدرسې مسوولیت په غاړه لري. په عین مهال کې نوموړی د کابل د عبدالرحمان جومات خطیب هم دی. دی او د ده ورور عبدالقیوم ذاکري د هبت‌الله آخوندزاده نږدې کسان دي. په یوه ویډیو کې چې د دې مدرسې د ۳۰ طالبانو د فراغت په اړه خپره شوې ده، د ۱۴ طالبانو نوم او اصلي استوګنځای پکې یادېږي. له دې ډلې شپږ کسان یې له کندهار څخه دي. دې ډلې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۱۸مه طالبانو په سمنګان ولایت کې د تربیه معلم مرکز او د دې میاشتې پر ۶مه نېټه «د کونړ عالي ارالمعلمین » په «جهادي مدرسو» بدل کړل. همدا راز طالبانو د همدې میاشتې پر ۱۱مه نیټه په تالقان ښار کې د تخار تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ په جهادي مدرسې بدل کړ. دا مدرسه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو مرستیال محسن هاشمي پرانستله. د تخار په تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ کې ۲۳۶ کسان د برېښنا، ساختماني او کمپیوټر انجینرۍ او همدا راز د موټرو ترمیم په برخو کې په زده کړو بوخت وو. هغوی د طالبانو جهادي مدرسې د پرانستلو په وخت کې وویل چې دوی د خپلو زده کړو له بشپړولو پرته بې‌سرنوشت پاتې شول.

طالبانو په ځینو نورو ولایتونو کې هم دولتي ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي. په خوست کې د عبدالحي حبیبي لیسه، د پکتیا په مرکز ګردیز کې د ببرک‌خان ځدراڼ لېسه، د کندهار تخنیک او د فراه مسلکي زراعت هم طالبانو په دیني مدرسو بدل کړي دي. د ننګرهار د مرکز جلال‌آباد ښار په سراج‌العمارت ماڼۍ کې هم طالبانو خپله جهادي مدرسه فعاله کړې ده. دا ماڼۍ د حبیب‌الله خان د پاچاهۍ په وخت کې جوړه شوې وه. وروسته په ۱۹۲۹ کال کې د ده د زوی امان‌الله خان د پاچاهۍ په وخت کې قبایلي قومونو د ښځو او نجونو د زده کړو په ګډون د پاچا پر پرمختګپالنې د اعتراض په توګه دا ماڼۍ وسوځوله. له هغه وروسته دا ودانۍ ویجاړه پاتې وه او په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان پخواني حکومت یې د بیارغونې چارې پیل کړې. د طالبانو په واکمنېدو سره د سراج‌العمارت بیارغونه بشپړه شوه.

همدارنګه طالبانو د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د خصوصي ټلویزیون «میترا» په ودانۍ کې خپله «جهادي مدرسه» فعاله کړې ده. دا مدرسه د ۱۴۰۱ کال د جوزا میاشتې پر ۱۱مه نېټه د طالبانو د پوهنې وزارت پخواني سرپرست نورالله منیر له خوا پرانیستل شوه. د میترا تلویزیون مالک عطامحمد نور د بلخ پخوانی والي و. د طالبانو تر ولکې وروسته د دې تلویزیون خپرونې بندې شوې.

د مدرسو د ښوونکو معاش او د طالبانو اعاشه

د طالبانو مشر په یوه فرمان کې د دې ډلې د جهادي مدرسو د «شیخ‌الحدیث» معاش ۲۵ زره افغانۍ، د «موقوف‌علیه» شیخ معاش ۲۰ زره افغانۍ، د فنونو د مدرس معاش ۱۵ زره افغانۍ او د دارالحفاظ مدرس معاش هم ۲۰ زره افغانۍ ټاکلی دی. د پخواني حکومت د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاش پر اساس د دیني مدرسو مدرسانو له اتو تر ۱۲ زره افغانیو معاش درلود. همدارنګه په ټوله کې، د طالبانو د جهادي مدرسې د یوه مدرس معاش نږدې دوه نیم چنده د یوه ښوونکي د معاش برابر دی. د یوه ښوونکي اوسط معاش په میاشت کې ۸۶۰۰ افغانۍ دی. په همدې ډول د طالبانو د مشر په دې حکم کې د مهتمم یا د مدرسې د مدیر لپاره ۲۵ زره افغانۍ، د ناظم لپاره ۲۰ زره افغانۍ او د موټر چلوونکو، آشپزانو او نانوایانو هر یوه لپاره ۱۵ زره افغانۍ میاشتنی معاش ټاکلی دی. د طالبانو د مدرسو د مهتمم معاش هم د یوه مدیر د معاش دوه نیم چنده کېږي. د مکتب مدیر په اوسط ډول په میاشت کې ۱۰ زره افغانۍ معاش لري. همدارنګه د مکتب د خدماتي کارکوونکو معاش د طالبانو په جهادي مدرسو کې د آشپز، نانوای او موټر چلونکي په پرتله درې چنده کم دی.

د جهادي مدرسو د مدرسینو او کارکوونکو د معاشونو په اړه د طالبانو د مشر حکم

په عین مهال کې د طالب پلوو ديني مدرسو د مدرسینو لپاره د ښو معاشونو د ټاکلو ترڅنګ د دې ډلې چارواکو د ښوونځیو د ښوونکو په ګډون د ملکي خدماتو د کارکوونکو ارزونه چې د کاري بست د قدم د ارتقا په موخه کېږي، درولې ده. په پخواني حکومت کې د ملکي خدماتو له قانون سره سم، هر بست پنځه قدمه درلودل او تر هرو دوو کلونو خدمت وروسته د دندې د پرمختګ لپاره ارزونه کېده. په اتم بست کې د هر قدم معاش ۱۰۰ افغانۍ، په اووم بست کې ۱۵۰ افغانۍ، په شپږم بست کې ۲۵۰ افغانۍ، په پنځم بست کې ۳۰۰ افغانۍ، په څلورم بست کې ۵۰۰ افغانۍ، په درېيم بست کې ۷۵۰ افغانۍ، په دوهم بست کې ۱۰۰۰ افغانۍ او په لومړي بست کې ۱۳۰۰ افغانۍ زیاتېدلې. په تېرو دریو کلونو کې د پوهنې وزارت د هیڅ ښوونکي او د نورو خدماتي کارکوونکو معاش او قدم نه دی لوړ شوی. په دې وزارت کې یوې سرچینې وويل: «ښوونکي شته چې د قدم په پرمختګ سره له پنځم بست دوهم بست ته رسېدلي دي. یعنې د اتو زرو افغانیو پر ځای نږدې ۲۰ زره افغانۍ میاشتنی معاش اخلي.» سربېره پر دې، د طالبانو په واکمنېدو سره د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي کادر معاش ۲۰ سلنه او د دې وزارت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د کادر معاش ۴۰ سلنه کم کړی دی. همدارنګه، طالبانو د پوهنې وزارت د ښځینه کارکوونکو معاش له یوې نیمې میاشتې راهیسې (۷ چنګاښ) ځنډولی دی. دا اقدام تر هغه وروسته شوی چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې ويلي و چې په دولتي ادارو کې باید ښځو ته پنځه زره افغانۍ معاش ورکړل شي. له دې سره-سره، سرچینې تاییدوي چې ښځینه ښوونکو له تېرو اتو یا نهو میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی.

د ښځینه ښوونکو د معاشونو د ځنډولو وړاندیز او حکم

ملا هبت‌الله آخوندزاده په خپل فرمان کې د جهادي مدرسو په تشکیلاتو کې د هر طالب لپاره ورځنۍ اعاشه ۱۵۰ افغانۍ ټاکلې ده. دغو مدرسو کې له ۵۰۰ څخه تر زرو کسانو لپاره د خوب ځایونه شته. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې طالبانو تایید کړه چې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د دې ډلې د دیني مدرسو د طالبانو لپاره اعاشه نه شي برابرولای. د دې ښار د اوسېدونکو په وینا، طالبان په ورځ کې درې ځله وچه ډوډۍ له کورونو راټولوله. هغوی ويلي چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د دیني مدرسو د طالبانو لپاره د وچې ډوډۍ په برابرولو کې ناتوانه دي. دوی ځینې وختونه تر اړتیا زیات وچه ډوډۍ راټولووله او بیا یې په بازار کې پلورله.

د مدرسو د طالبانو لپاره له نړیوالو مرستو استفاده

په پوهنې وزارت او پوهنې ریاستونو کې سرچینو تایید کړې چې طالبان د نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو مرستې په مدرسو وېشي. یوې سرچینه وویل: «طالبان موسېسو ته مدرسې د محلي مرکزونو په توګه معرفي کوي. موسېسې هم زیاتره مرستې د طالبانو په امر مدرسو ته انتقالوي او له هغه ځایه [خلکو ته] وېشل کېږي.» د دوی په وینا، نړیوالې مرستې په مدرسو کې په پراخه کچه «حیف‌ومیل» کېږي. د طالبانو پوهنې وزارت هم په څو مواردو کې تایید کړې چې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ګډون د نړیوالو موسېساتو مرستې د دې ډلې دیني مدرسو ته وېشل کېږي. په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر مولوي حضرت‌شاه د مدرسو له مدیرانو وغوښتل چې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې د طالبانو ترمنځ په عادلانه او شفافه توګه ووېشي. همدا راز دې وزارت د پکتیا او پکتیکا په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالبانو مدرسو ته د یونیسف د مرستو د وېش خبر ورکړی دی. د دې دوو ولایتونو اوسېدونکو مخکې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي وو چې یونیسف د طالبانو د فشار له امله د دې ډلې دیني مدرسو ته مادي او معنوي مرستې کوي.

د طالبانو د مدرسو زده کړییز نصاب

د افغانستان د ښوونې او روزنې نصاب او تعلیمي پالیسۍ له بدلونونو سره نااشنا نه دی. په تېرو سل کلونو کې مختلفو حکومتي نظامونو ځینې وختونه په نصاب کې د زړو مضامینو ترڅنګ نوي مضامین شامل کړي، ځینې وختونه یې زاړه مضامین حذف کړي او ځینې وختونه یې په بیلابیلو درجه بندیو او وېش کې بدلونونه راوستي دي. په اصولو کې باید د دې بدلونونو اساس دوه اجتناب‌ناپذیره موضوعات وي؛ یو دا چې د یوه هېواد تعلیمي نصاب د هغه هېواد له داخلي شاخصونو (د اړتیاوو، ظرفیتونو او سیمه‌ییزو پرمختګونو د اندازې په اساس) سره همغږی وي او بله دا چې د یوه هېواد تعلیمي نصاب باید د سیمې او نړۍ په کچه علمي او تکنالوژیکي سیالیو ته پام وکړي. خو هغه بدلونونه چې طالبانو د تېرو دریو کلونو پر مهال د افغانستان په تعلیمي نصاب کې راوستي دي، نه ورسره زده کړې عصري کېږي او نه هم زده کړییز بنسټونه علمي پرمختګ کوي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د طالبانو د مدرسو د نصاب یوه نسخه ترلاسه کړې ده. دا نصاب د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب پر ۱۸مه د هبت‌الله آخوندزاده له لوري د جوړ شوي هیأت لخوا ترتیب شوی. د دې هیأت مشري د طالبانو قاضی القضات عبدالحکیم حقاني کوله او په ترکیب کې یې ۱۳ نور غړي شامل وو. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب، د سترې محکمې مرستیال محمدقاسم، د زابل د استیناف محکمې رییس نقیب‌الله آخوندزاده، د مرکزي دارالافتاء غړی سلطان‌محمد او د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله آغا یې غړي وو. همدارنګه د هلمند د علماوو شورا رییس محمداسماعیل، د هرات د علماوو شورا رییس محمدبشر، د کندهار د علماوو شورا رییس ملوک‌شاه، د کابل د جهادي مدرسې شیخ محمداسماعیل او د کندهار د جهادي مدرسې مدیر سرورشاه آغا هم د دې هیأت غړي وو. نور غړي یې د کندز دیني عالم آدم‌خان، د سمنګان دیني عالم محمدزکریا  او د نیمروز دیني عالم عزیز احمد وو.

دغو کسانو د طالبانو د مدرسو تعلیمي نصاب چې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې رامنځته شوی و تایید کړی دی. په دې وروستۍ نسخه کې ۱۳ تعلیمي دورې په پام کې نیول شوې دي؛ ابتدائیه، متوسطه او لومړۍ څخه تر یوولسمې درجې پورې. په دې دورو کې طالبانو ته د قرآن، تجوید، سیرت [النبي] او د فقهې، میراث، اخلاقو، عقایدو، منطقو، حکمت، تفسیر، حدیث، صرف، نحو، عروض، بلاغه او مناظره مضامین تدریس کېږي. همدارنګه د عربي او فارسي ژبې ادب، حساب او د هندسې تدریس هم په دې نصاب کې شامل دي. نورې څانګې لکه تاریخ، جغرافیه او ساینس حذف شوي دي. له دې درسي نصاب سره سم، د طالبانو په ديني مدرسو کې د دیوبندي مدرسو قديمي کتابونه او په ځانګړې توګه د «اکوړه خټک» او «دار العلوم حقانيې» مدرسو نصابونه تدریس کېږي. د دې مدرسو درسي نظام د «قرآن او حدیث او عربي ژبې» پر زده کړییز بنسټ ولاړ دی. «نورالایضاح»، «زادالطالبین»، «کنزالدقائق»، «الفقه‌الاکبر»، «ابوالمنتهی»، «تیسیرالمنطق»، «مرقات»، «ایساغوجی الاثار للامام محمد (رض)»، «ریاض‌الصالحین (من کتاب الجهاد الی آخر کتاب الدعوت)»، «نورالانوار»، «بدیع‌المیزان»، «تاریخ التشریع اسلامی»، «الحسامی»، «القطبی»، «ملاجلال و میرزاهد»، «میبذی بعده التصریح»، «التبیان فی علوم القرآن بعده اصول البزدوی»، «جلالین اولین»، «مشکوه»، «هدایه او د حدیثو کتابونه، «البخاری»، «المسلم جامع‌الترمذی»، «سنن ابی داوود»، «شرح‌المعانی»، «سنن النسائی»، «سنن ابن ماجه»، «موطائین و شمائل الترمذی» د دې نصاب نور کتابونه دي. د فارسي ژبې د زده کولو لپاره هم «پنج ګنج»، «مثنوي شریف» او «ګلستان» تدریسېږي.

د طالبانو د دیني مدرسو نصاب/سرچینه: اطلاعات روز

دیني څېړونکی محمد محق وایي چې دا کتابونه نن سبا له رواجه لویدلي دي او زاړه ګڼل کیږي. هغه زیاتوي: «طالبان نوی فکر نه لري او له هر ډول نوي والي سره مخالف دي، غوره ګڼي چې زړو کتابونو ته بېرته ولاړ شي او د هغو [زده کړه] بیا جبري کړي ترڅو د منځنیو پېړیو ملايان وروزل شي.» د محق د وینا پر بنسټ، د طالبانو برداشت له علم څخه، «شرعي علوم [دي] زیاتره فقهي رنګ لري» دي او «حتا په دیني برخه کې هم دوی له فلسفې، کلام او اسلامي عرفان سره نه دي اشنا.» هغه زیاتوي چې د زده کړې په مسأله کې د طالبانو ټول پام د «فقهي میراثي» نظرونو ترویج ته دی چې د هغو اساس هم د پخوانیو فقهاوو فتواوې او یا هم د حدیثو او سلفو د اقوالو په چوکاټ کې ديني روایتونه دي. د دې ديني څېړونکي په باور، د طالبانو ديني مدرسې «د ديوبنديت، سلفيت او قبیلوي دودونو» یوه ټولګه ده.

د دیني مدرسو درسي نصاب په تېره یوه پېړۍ کې څو ځله بدل شوی دی. د دیني مدرسو لومړی نصاب د ۱۴ لمریزې پېړۍ په لومړیو کې د کابل عربي دارالعلوم لپاره ترتیب شوی و. د عقایدو، دینیاتو، فقهې، اصولو، منطقو، تصوفو، صرف، نحوې، فلسفې، تاریخ، جغرافیې، ریاضي او د فارسی او اردو ادبیاتو مضامین هم تدریس کیدل. وروسته په ۱۳۳۳ کال کې، د دارالعلوم ابتدايي دوره دارالحفاظ ته بدله شوه. په دارالحفاظ کې قرآني مضامین او د قرأت لهجه او نور مضامین لکه نحو، فقه، منطق او ریاضي د شپږو ټولګیو لپاره په نظر کې نیول شوي وو. د ۷۰یمې لسیزې پر مهال د طالبانو د لومړي حاکمیت په دوره کې عصري علوم په بشپړ ډول د مدرسو له نصاب څخه لېرې کړای شول. د دې ډلې تر سقوط وروسته، تر (۲۰۰۱) وروسته حکومتو په تېرو شلو کلونو کې د مدرسو پر وړاندې بیلابیل سیاستونه درلودل. په ۱۳۸۶ کال کې، د هغه وخت د پوهنې وزیر حنیف اتمر د یوې طرحې خبر ورکړ چې له مخې یې په مدرسو کې د درسي موادو ۴۰ سلنه برخه اسلامي معارف ته او پاتې ۶۰ سلنه یې عصري علومو ته ځانګړې شوې وه. په ۱۳۹۷ کال کې د مدرسو د نوي نصاب په تیاري کې د اسلامي ښوونو تر څنګ، کورنۍ ژبې او انګلیسي، کمپیوټر، ساینسي او ټولنیز علوم هم تدریس کیدل. همدارنګه د بدني روزنې یو مضمون هم د دیني مدرسو په ښوونیزو دورو کې په نظر کې نیول شوی و.

د شیعه او اسماعیلي ښوونو حذف

که څه هم په شیعه مدرسو کې د طالبانو د مدرسو د نصاب د تطبیق په اړه څه ندي ویل شوي، خو ټینګار شوی چې د ټولو دولتي او شخصي دیني مدرسو لپاره «واحد نصاب» دی. د طالبانو په پوهنې وزارت کې سرچینې تاییدوي چې دا مهال په ټولو دولتي مدرسو کې همدا نصاب پلی کیږي.

د بامیان او غزني کې په پوهنې ریاستونو کې هم سرچینې دا موضوع تاییدوي. د بامیان په پوهنې ریاست کې یوه سرچینه وایي: «په ځینو [شیعه] مدرسو کې د حنفي مذهب ښوونکي ټاکل شوي، خو دا مدرسې لاهم فعالې شوې نه دي.» د غزني په پوهنې ریاست کې یوې بلې سرچینې هم ويلي: «په [ټولو] مدرسو کې یو نصاب دی چې باید د اهل سنتو کتابونه او حنفي فقه تدریس کړي.» د تېر کال د وري/حمل پر ۲۳مه نېټه د پروان لپاره د طالبانو د پوهنې رییس محمد حسن حقاني په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د شیعه مدرسو د نظارت پر مهال د هغو مسوولینو ته ویلي چې د مدرسو درسي نصاب د دې ډلې له نصاب سره سم عیار کړي. که څه هم دا نصاب لاهم په بشپړ ډول په شیعه مدرسو کې تطبیق شوی نه دی، خو د کابل په ښار کې د یو خصوصي شیعه مدرسې یو مسوول ويلي چې طالبانو د نظارت پر مهال دوی ته توصیه کوي چې د اختلافی موضوعاتو له تدریس څخه ډډه وکړي. د یوې بلې شیعه مدرسې مسوول هم وویل چې په دې مدرسه کې ښوونکي فقه مقارن او د اهل سنتو د فرقو فقهي ارا شیعه زده کوونکو ته تدریسوي.

په بدخشان او تخار کې د اسماعیلي سیمو اوسیدونکي وايي، چې طالبانو د دوی په سیمو کې د اهل سنتو دیني مدرسې جوړې کړې دي او د هغوی ماشومان مجبوروي چې دې مدرسو ته لاړ شي. دې ډلې په دې سیمو کې اسماعیلي خانقاوې په جوماتونو بدلې کړې دي. یوې اسماعیلي سرچینې چې له حنفي فقهې فارغ دی وویل، چې دا کړنې «د اسماعیلیانو د فرهنګي او مذهبي شتون د حذف» په معنا دي. د هغه په وینا، د طالبانو د ديني مدرسو ټولې زده کړې د اسماعیلیانو د مذهب خلاف دي؛ «اسماعیلیان د خپل حاضر امام (ژوندي) له لوري هدایت کیږي او د [اسماعیلیانو لپاره د امام] هغوی ته لومړیتوب لري؛ مثلا کوم څه چې د [حاضر] امام په فرمان کې وي او د امام علي په نهج البلاغه کې نه وي، د اسماعیلیانو لپاره د [حاضر] امام فرمان ارجحیت لري … له همدې وجې اسماعیلیان د عباداتو، معاملاتو او چلند په ټولو برخو کې له نورو اسلامي مذاهبو سره توپیر لري. د بېلګې په توګه طالبان چې څه ډول حجاب غواړي، د اسماعیلیانو لپاره له مذهبي پلوه بې معنا ده. په لوېديځه ټولنه کې د اسماعیلیه‌وو امام د لوېدیځوالو په توګه جامه اغوندي؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې څو بنسټونه د دې مواردو د پلي کولو لپاره کار کوي. اسماعلیه فرمان‌محوره دي او د اسلامي فقهې نور اکثریت مذهبونه فقه‌محوره دي. اسماعیلیه یوازې د اسلام د ارکانو په لفظ کې له حنفي مذهب سره مشترکات لري.» طالبانو تېر کال د پوهنتونو د اسلامي ثقافت په مضمون کې «ادیان او مذاهب» هم ور زیات کړل او د دې مضمون په لیکلي متن کې اسماعیلیان «باطله» فرقه او «ادیانو ته ورته» بلل شوي. تېر کال د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د یوه اسماعیلیه شیعه ویډیو خپره شوه چې اهل سنت مذهب ته اوښت. په دې مراسمو کې د طالبانو یو قومندان د دې ډلې د یو شمېر غړو په منځ کې هغه ته د «شهادت» کلمه ورښيي. داسې مراسم اسلام ته د نامسلمانو د راتګ لپاره نیول کېږي او په اسلام کې دننه یوه-بل مذهب ته د اوښتلو لپاره داسې مراسم نیول بې مخینې دي.

راتلونکی

محمد محق وايي چې د طالبانو مدرسه سازي یو خطر دی. د ده په وینا، طالبان پر مدرسو د پانګونې له لارې غواړي چې هیواد په «ایډیولوژیکې نظامي اډې» بدل کړي او په دې سره په هیواد کې دننه او دباندې دوه اوږدمهالي اهداف لري؛ په هیواد کې دننه د مدرسو د طالبانو په روزنه سره د ټولنې پر ټولو سطحو مسلط کېږي او په ټولنه کې ټولې چارې په لاس کې اخلي؛ «بل هیڅ قشر او تخصص ته خپلواکي نه ورکوي او د ټولو برخو مدیریت ملایانو ته ورکوي.» په دې توګه د ملایانو شمېر د یوې ټولنیزې طبقې په توګه تر اړتیا زیاتېږي او ورسره ځواکمنېږي هم. د محمد محق په وینا، د ملایانو په ځواکمنېدو سره که نه یوازې په ټولنه کې د بېلابېلو څانګو انډول خرابېږي، بلکې د مدرسو د طالبانو په توګه په یوه ځواکمن سياسي قدرت هم بدلېږي. سیاسي واکمن هم له دې قشر څخه د «ټولنې او ملت د ځپنې» لپاره کار اخلي.

د محمد محق په باور په دویمه کچه کې طالبان په مدرسو کې یو بهرنی ستراتېژیک هم تعقیبوي؛ «هغه دادی چې دوی (طالبان) د یوې ملايي شبکې په رامنځته کولو سره غواړي د باندينۍ استفادې لپاره یو مذهبي او ایډيولوژیک پوځ وروزي.» دی زیاتوي چې له پولو د دباندې استفادې لپاره، دوی ته په مدرسو کې «حتما نظامي روزنه» هم ورکول کېږي. د دې ديني څېړونکي په باور، طالبان به یوه ورځ د ګاونډیانو او نړۍ د ګواښلو لپاره له هغوی استفاده وکړي.