په دې وروستیو کې د هرات، سپین بولدک، فراه او تورخم په ګمرکونو کې ناڅاپي اورلګیدنو د افغان سوداګرو اندیښنې راپورته کړي او وایي، د هیواد په ګمرکونو کې وروستۍ حلقوي اورلګېدنې د پاکستان په اشاره په افغانستان کې د خصوصي سکتور د فلجولو هڅې دي.
سرچینې ادعا کوي، چې په ګمرکونو کې وروستۍ اورلګېدنې د طالبانو کار دی او غواړي له دې لارې د افغان سوداګرو شتمني له زیان سره مخ کړي او پاکستاني توکو ته بازار پرانیزي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې ننګرهار ګمرک کې په یوه بار وړونکي موټر کې اورلګېدنه رامنځته شوه، چې موټر چلوونکو په خپلو هڅو له څه باندې یو ساعته هڅو وروسته دا اور مړ کړ.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ننګرهار کې د اورلګېدنې د وژنې لپاره د طالبانو د اور وژنې ډله پر وخت نه وه رسېدلې، چې له امله یې په موټر کې بار توکي په بشپړ ډول له منځه تللي وو.
سرچینه وايي، اورلګېدنه په ناڅاپي ډول رامنځته شوې وه، چې لامل یې هم معلوم نه دی؛ خو هغه مهال د طالبانو د اور وژنې ډلې د موټر چلوونکو اړیکه نه ځوابوله، چې له امله یې درانه مالي زیانونه رسېدلي وو.
سرچینه زیاتوي: « د ننګرهار ګمرک اړوند د موټرو په سرای کې یو لارۍ موټر چې له یوې ورځې راهیسې ولاړ وو او پرچون توکي په کې ځای پرځای وو، ناڅاپي په کې اور لګېدلی و، علت یې هېڅ معلوم نه شو، دا قصداً اچول شوی و؛ ځکه نه موټر روان و او نه بله خبره وه، داخل کې ولاړ و او هلته اور ولګېد، بیا موټروانانو اطفایې ته زنګونه کول هغوی اول زنګونه نه اوچتول، بیا چې کله موټروانانو خپله اور مړ کولو ته نږدې کړی و، اطفایه را ورسېده، موټر کې ټول بار پرچون توکي سوځېدلي وو.»
نه یوازې ننګرهار ګمرک کې دا اورلګېدنه را منځته شوې وه، بلکې تر دې وړاندې په کندهار، هرات او فراه ګمرکونو کې هم اورلګېدنې را منځته شوې وې، چې پراخ مالي زیانونه یې رسولي وو.
سرچینې وايي، د هېواد په ګمرکونو کې د اور وژنې د مجهزو وسایلو نشتوالی هم د طالبانو قصدي کړنه ده او په دې برخه کې دا ډله هېڅ ډول هڅې نه کوي، چې له امله یې اورلګېدنه په کم وخت کې پراخېږي.
یوه باوري سرچینه ادعا کوي، چې دا اورلګېدنې د طالبانو له لوري په شعوري ډول اچول کېږي، چې موخه یې په هېواد کې د خصوصي سکتور ځپل او پاکستاني وارداتو ته د بازار پیدا کول دي.
سرچینې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « په ګمرکونو کې د اور د مړه کولو لپاره وړې وړې ډبې دي، چې دا کار نه کوي، باید عصري وسایل وي، د اطفایې ځانته یو ټیم باید ګمرکونو کې موجود وي؛ خو دې برخه کې طالبان هېڅ توجه نه لري، ځکه هدف یې دا دی، چې افغاني توکي بازار له لاسه ورکړي، سوداګر تاواني شي، زړه توري شي او بېرته پاکستاني تولیدات په افغانستان کې بازار پیدا کړي.»
یو شمېر موټر چلوونکي چې تورخم ګمرک کې یې له اوونیو اوونیو راهیسې په توکو بار موټر ولاړ دي پاکستان ته په توکو بار د افغان موټرو د تګ پر پڅې لړۍ نیوکه کوي.
موټر چلوونکي شکایت کوي، چې پاکستاني موټر د افغاني هغو په پرتله یو په دوه برابره افغانستان ته را اوړي؛ خو پاکستانی لوری د افغان موټر چلوونکو موټرو هغه ډول اجازه نه ورکوي، چې څه ډول اړتیا ده.
موټر چلوونکي وايي، طالبان په دې برخه کې هېڅ مرسته نه کوي او پاکستان هم د طالبانو له دغې چوپتیا ګټه پورته کوي او په بېلابېلو پلمو یې سلګونه په توکو بار موټر د تورخم دې غاړې او هغه غاړې درولې دي.
یو موټر چلوونکی چې نه غواړي هویت یې څرګند شي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: « هره ورځ د پاکستان شاوخوا یو سل پنځوس موټر د تورخم له لارې افغانستان ته راځي؛ خو زمونږ شپېته یا اویا موټر اوړي، البته اوس وخت پېښور ته پر لاره زرګونه موټر زمونږ ولاړ دي او پاکستان ورته د تګ اجازه نه ورکوي، هرکال د افغانستان د مېوو پر وخت پاکستان مختلفې بهانې لټوي او طالبان هم ورڅخه پوښتنه نه شي کولی، چوپ دي، د دوی له چوپتیا پاکستان ګټه اخلي او افغان سوداګرو ته یې درنه ضربه ورسوله.»
دغه راز یو شمیر سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي شکایت کوي، چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لارې دواړو غاړو ته د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ټکنی شوی او ځینې یې خو لا ځای پر ځای ولاړ دي.
د هجرت الله په نامه د یو بار وړونکي موټر چلوونکی وایي، څه باندې یوه میاشت کېږي چې د تورخم ښار ګوټي ته څیرمه د بار وړنکو موټرو په هغه تم ځای (سرای) کې یې موټر له توکو ډک ولاړ دی چې د طالبانو له لوري ورته مشخص شوی دی.
د نوموړي په خبره پاکستاني پولیس له افغان موټر چلوونکو څخه پاکستان ته د لنډ مهاله داخلېدو سند (TAD) غوښتنه کوي، هغه سند چې سل امریکایي ډالر لګښت پرې راځي او جوړولو یې له یوې میاشتې زیات وخت نیسي.
هجرت الله زیاته کړه: «په سلګونه باروړنکي موټر له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري په ځانګړي سرای کې درول شوي او هغه چې د ټاډ په نوم کارت ولري، نو په نوبت وار ډول ورته اجازه ورکوي او هغه موټر چلوونکي چې دغه کارت نه لري تراوسه ځای پر ځای ولاړ دي او هیڅ اجازه نه ورکول کېږي چې له کبله یې هم موټر چلوونکو او هم سوداګرو ته زیان اوښتی دی.»
د نوموړي په خبره د یادې ستونزې له کبله د بار وړنکو موټرو چلوونکي او سوداګر له زیاتو اقتصادي ستونزو مخ شوي او که دا حالت دوام وکړي ستونزې به لاپسې زیاتې شي.
یو بل موټر چلوونکی ګل محمد هم ورته شکایت کوي او په وینا، دواړو لوریو ته له توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او په خبره یې، ځینې هغه موټر چې تازه میوې، سبزجات او نورتوکي یې د خرابېدو په حال وو، بیرته جلال اباد ښار ته لېږدول شوې دي.
د نوموړي په خبره هغه بندیزونه چې پر افغان موټر چلوونکو وضعه شوي پر پاکستاني موټر چلوونکو نه دي پلي شوي، چې له کبله یې د دوی نیوکې پر طالبانو زیاتې شوي دي.
هغه ټینګار کوي چې موټر چلوونکو لپاره د ویزې ترلاسه کول ستونزمن دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او ټرانزیټ به زیانمن شي.
ګل محمد وویل: «د تورخم لارې تړل کیدو سوداګر او په خاص ډول د بار وړنکو موټرو چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه د تورخم له لارې اوسمهال ډیر محدود باروړنکي موټر تګ راتګ کوي چې پاکستان د داخلیدو ځانګړی اجازه لیک یا سند ولري او هغه موټر چلوونکي چې دا سند نه لري، نو له تورخم دیخوا بند پاتې دي او دغه راز زیاتره محدودیتونه پر افغان موټر چلوونکو وضعه شوي غوښتنه مو دا ده چې نور دې پر دوی محدویتونه ختم شي او سوداګریزو موترو ته د پخوا په شان د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.»
نوموړی وایي، په یوه وخت د سلګونه سوداګریزو موټرو په یو تم ځای کې دریدو یې اندیښنې راپورته کړي او په خبره یې هغه تم ځای چې د دوی لپاره مشخص شوی له امنیتي اړخه خوندي نه دی او دغه راز نورې لازمې اسانتیاوې نه لري چې له کبله یې ځینو سوداګرو خپل توکي په بازارونو کې په نیمه بیه پلورلي دي.
هغه وویل: «کوم سرای چې د لاریو لپاره د تورخم ښارګوټي ته څیرمه جوړشوی په هغې کې اوسمهال نږدې ۹۰۰ لارۍ ولاړې دي، دا سرای د اطفایي سیستم هم نه لري که خدای مه کړه اور رامنځته کېږي نو بیا به څه کوو؛ له همدې خاطره زیاتره لارۍ چلوونکو خپل موټر له دې ځایه ویستلي او له سوداګرو سره په مشوره یې هغه توکي چې په کې بار وو، یا یې په نیمه بیه پلورلي او یا یې بیرته په خپلو ګودامونو کې ځای پر ځای کړي دي.»
یو شمیر نور موټر چلوونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ادعا کوي، چې ځینې طالبان ترې د موټرو د ساتنې او د نوبت په نامه له هر موټر چلوونکي څخه له دوه سوو تر پنځه سوه افغانیو اخلي چې له کبله یې دوی له ستونزو سر مخ دي.
موټر چلوونکي وايي، چې د ویزې او پاسپورټ له اجباري کېدو سره ډېری موټر چلوونکي بېکاره شوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري هم ورځ تربلې مخ په کمیدو ده.
د تازه میوې یو سوداګر حاجي بازمحمد وایي، د باروړنکو موټرو په اړه د پاکستاني حکومت نوي قانون وضعه کیدو له کبله افغان سوداګر له میلیونونو ډالرو مالي زیان سره مخ شوي او دا زیان هر ورځ مخ په لوړیدو دی.
د هغه په خبره په تېره یوه میاشت کې ېې اووه د تازه مېوې بار موټر له تورخم بیرته راستانه شوي او مالونه یې په بازار کې په نیمه بیه پلورلي دي.
نوموړی د طالبانو په ترانسپورټ وزارت هم نیوکه کوي چې تراوسه یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو شته ستونزو ته د حل به برخه کې د پام وړ اقدمات نه دي کړي.
حاجي بازمحمد زیاتوي: «افغان سوداګر خو تباه او برباد شول په هرات کې یې زرګونه موټرې وسوځیدلې او دغه راز په هر ځای کې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې موجودې دي، د تورخم له لارې یوازې سوداګرو په یوه یا دوه میاشتو کې په میلیونونو ډالره زیان لیدلی؛ خو تراوسه د طالبانو ترانسپورټ وزارت داسې کومه طرحه جوړه نه کړه چې د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیا رامنځته شي او یوه دایمي حل لار ورته پیدا شي غوښتنه کوو چې د سوداګري په برخه کې دې طالبان شته ستونزې له ګاونډیو او په خاص ډول له پاکستان سره حل کړي.»
یو بل سوداګر ولي محمد مومند هم له ورته ستونزو یادونه کوي او وایي، چې اوسمهال نه یوازې له تورخم دې غاړې بلکې د تورخم پاکستان اړخ ته هم د افغان سوداګرو په سلګونه باروړنکي موټر له توکو ډکې ولاړ دي.
نوموړی له طالبانو او دغه راز له پاکستاني حکومت غوښتنه کوي چې سوداګرۍ ته پام وکړي او تجارت دې د سياست نه قرباني کوي.
مومند په خپلو خبرو کې وویل: «هر کله چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي، نو بیا یې ټول زور له سوداګرو وځي، اوسمهال چې د ټي ټي پي په اړه د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ ناندرۍ روانې دي او اړیکې ترینګلې شوي؛ نو د سوداګرو لپاره نوي نوي قوانین وضعه کوي لکه د موټر چلوونکو د اجازه لیک خبره او دغه راز په نوبت وار ډول موټرو ته اجازه او نور او همدارنګه په غلام خان بندر کې هم د سوداګرو سلګونه موټر ولاړ دي زمونږ غوښتنه له طالبانو او پاکستانیانو دا ده چې سوداګري د سیاست ښکار کوئ مه ځکه تجارت او سیاست سره باید جدا شي.»
نوموړی د لنډمهاله داخلېدو د اسنادو د ترلاسه کولو په پروسې هم نيوکه کوي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې بايد اسانتياوې رامنځته شي څو د نورو ستونزو مخه ونيول شي.
مونږ هڅه وکړه چې په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د سوداګرۍ ریاست او دغه راز د تورخم کمیسارۍ د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.
همدارنګه د فراه په ابو نصر فراهي ګمرک کې اورلګېدنه د دې ولایت د ډیرو سوداګرو او بار وړونکو موټرچلوونکو انديښنې راپورته کړي چې د ځینو سوداګرو په وینا، دا پېښې د ګمرکونو د مسوولینو له لوري قصدا ترسره کېږي. دوی شکایت کوي چې د اورلګیدنې وروسته نه یوازې دا چې د دوی خبرې نه اوریدل کېږي، بلکې چارواکي یې غږ اوچتولو ته هم نه پریږدي او نه هم په ګمرګونو کې د پرله پسې اورلګیدنې د لامل په اړه څیړنه شوې.
د سیداحمد په نوم د تېلو یو سوداګر اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «دا اول وار نه دی چې د فراه ګمرک ته اور ور اچول شوی، بار بار دغه کوښښ شوی چې دلته د خلکو مالونو ته اور ور واچول شي، خو دغه موټروانانو په خپلو لاسونو اور مړ کړی، دغه وار د ډیرو تجارانو مالونه په اور لولپه شول، زما د ۱۶ لکو افغانیو دوه د تېلو ټانکرونه لولپه شول، نورو تجارانو ته هم په میلینونو افغانۍ تاوان رسیدلی، خو قسم که څوک یا د تحقیق لپاره راغلی يي او یا یې د اورلګيدني علت معلوم کړی وي.»
یو شمیر سوداګر د افغانستان په لویو ګمرکونو کې اورلګېدنې قصدي ګني او په دې برخه کې طالب مشران ګرم بولي.
د فراه د ګمرک یو تن سوداګر چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي اطلاعات روز ورځپانې ته وویل: «په ضرب د څو میاشتو په جریان کې د جلال اباد، هرات، بولدک، فراه ګمرکونه ته اور اچول کېږي او هیڅ علت یې نه معلومیږي، دا کوچنۍ خبره نه ده نه دا هر څوک کولای شي، په دې کې ښکاره د طالبانو د مشرانو لاس دی چې دلته د افغان تجارانو په میلیونونو افغانی مالونو ته اور اچول کېږي او علت یې نه معلومیږي نه یې مجرمین نیول کېږي، زما درې موټره د هرات په ګمرک کي وسوځيدل دوه موتره مې د بولدک په ګمرک کي وسوځيدل، دغه رقم چې زه یې پیژنم د هرات د شپږ اوو تجارانو په میلیونونو ډالرو سرمایه په اور لولپه شوي ده.»
د فراه یو شمیر سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي وایي، طالبانو په فراه او نورو ولایتونو کې د «رونډ نوبت» په نوم یو نوی سیستم معرفي کړی چې د هر ولایت په مرکز کې ټول بار وړونکي موټر یوازې یوه سرای ته راټولوي او له سرای څخه د وتلو اجازه نه ورکوي.
د موټرچلوونکو په وینا، دا سیستم داسې تنظیم شوی چې د اور اچولو خطر یې زیات دی او ممکنه دغه موټرو ته هم اور واچول شي.
د علي محمد په نوم د باربري موټر یو تن چلوونکی وایي، تر دې وړاندی دوی کولای شول په مختلفو تم ځایونو کې خپل موټرونه ودروي، خو په اوس طالبانو دوی ته امر کړی چې د رونډ نوبت سیستم کي خپل موټرونه ټول یوځای کې ودروي.
نوموړي وویل: «مخکي به داسې و چې دغلته د غټو موټرونو مختلف سرایونه دي، موټروانانو به په مختلفو سرایونو کې موټرونه درول که به یو سرای اور واخیستی نور موټران او سرایونه به خوندي وو، تاوان به یې هم دونده نه وو، اور به یې هم ژر کنټرول سو، اوس طالبانو نوی قانون جوړ کړی چې ټول موټران به د رونډ نوبت سیستم ته یو ځای درول کېږي، هغه که یو موټر اور واخیسته ټول سرای اور اخلي بیا چې څه ولاړ موټرونه وي ټول ورسره سوځي، چې د هرات ګمرک کې همدغه سیستم ته اور واچول شو د ټولو تجارانو مالونه وسوځيدل.»
په ګمرګونو کې د پرلپسې اورګېدنې سربیره طالبانو د افغان سوداګرو او باربري موټر چلوونکو پر وړاندې یو شمیر نورې ستونزې هم راولاړې کړي. سوداګر وایي، د طالبانو د ترانسپورټ وزارت په ګمرکونو کې د نوبت په نوم سیستم جوړ کړی چې له کبله یې د دوی موټرونه په میاشتو میاشتو ولاړ وي او د پخوا په پرتله پرې درې برابره لګښتونه راځي.
د حاجي رحمت الله په نوم یو تن موټر چلوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل: «موږ د څو میاشتو راهیسې په دې ګمرک کې بند پاتې یو، طالبانو د رونډ نوبت په نوم سیستم راته جوړ کړی، خو په حقیقت کې دا یوازې د دې لپاره دی چې زموږ کارونه وځنډیږي، موږ د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په میاشتو میاشتو انتظار باسو.»
د سیدولي په نوم یو بل سوداګر هم د نوبت له ځند او اوږدې پروسې څخه شکایت لري او وایي: «موږ د ځان لپاره حق غواړو، کله چې زموږ موټر ته نوبت راځي، نو په مختلفو نومونو پیسې راڅخه اخلي، که بوجۍ لږ درنه وي، جریمه کوي مو، که په کاغذونو کې یوه کوچنۍ تېروتنه وي، زموږ کار څو ورځې ځنډوي، موږ پوهیږو چې دا ټول کارونه قصدي دي.»
دغه راز ځینې کارپوهان بیا وایي، که چیرې په ګمرکونو کې اورلګیدنې په قصدي ډول ترسره شوي وي، نو موخه یې د عرضې کډوډول دي ترڅو د توکو بیې لوړې کړي.
په فراه کې د اقتصادي چارو کارپوه شعیب نادري (مستعار) وایي، دا پیښې قصدا د ګاونډيو هیوادونه د ګمرک د مسوولینو سره په همکاري ترسره کېږي، ترڅو د هغه هیواد توکو ته تقاضا زیاته او قیمتونه لوړ شي.
نوموړي وویل: «که دا پیښې قصدا ترسره شوي وي، نو هدف یې ښایي د توکو د بیو لوړول او له دې لارې زیاتې ګټې ترلاسه کول وي، هغه باور لري چې اورلګیدنې نه یوازې د توکو عرضه ګډوډوي، بلکې په بازار کې د سونګ توکو بیې هم په ناڅاپي ډول زیاتوي، چې د خلکو لپاره لوی اقتصادي زیان دی، په ځانګړي توګه، د سونګ توکو بیې.»
همدارنګه د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون هم خبرداری ورکړی چې که چیرې د طالبانو حکومت د دې پیښو مخنیوی ونه کړي، نو دا ډول اورونه ممکن په نورو سوداګریزو بندرونو لکه اقینه او حیرتان کې هم تکرار شي.