اطلاعات روز: د افغانستان د مدني فعالانو او بشري حقونو یوې ډلې د یو پرانیستي لیک له لارې له نړیوالو بشري حقونو سره سم له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د افغان وګړو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ لپاره عاجل اقدامات وکړي.
دا لیک چې یوه نسخه یې اطلاعات روز ورځپاڼې ته هم رسيدلې، د افغانستان شاوخوا ۷۰ مدني، سیاسي او د بشري حقونو فعالانو لاسلیک کړی او د ملګرو ملتونو عمومي منشي، یوناما، د بشري حقونو شورا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې لېږلی دی.
د دې لیک لاسلیکوونکو ویلي، چې د جبري ورکیدنې او خپلسرو نیونو په ګډون په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامدار نقض په تړاو اندېښمن دي.
دوی په دې لړ کې د طالبانو له لوري د سیاسي کارپوه جاوید کوهستاني نیولو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو هغه له کوم تور پرته «تښتولی» دی، هغه مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او کورنۍ یې د برخلیک په اړه اندېښمنه ده.
د دې لیک لاسلیکوونکو ویلي، چې داسې اقدامات د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو نقض دی او له یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا یې غوښتي چې د کوهستاني د خوشې کېدو لپاره بېړني اقدامات وکړي.
دوی همدا راز زیاته کړې چې طالبانو د افغانستان د خلکو مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونه په سیسټماټیکه توګه تر پښو لاندې کړي او نړیوال کنوانسینونه یې نقض کړي دي.
دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي له مرستندوی دفتر (یوناما) څخه غوښتي چې د طالبانو له لوري نیول شویو افرادو ته د بې قید او شرط لاسرسي، د هغوی د قانوني استازولۍ د حقونو د تضمین او د سياسي او مدني حقونو له نړیوال میثاق سره سم د هغوی د عادلانه محکمې لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
د دې لیک لاسلیکوونکو د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسارۍ له دفتر څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څار او له دې وضعیت څخه د نړیوالې اګاهۍ لپاره زیاتې سرچینې ځانګړې کړي او همدا راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا یې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د نقض په تړاو د «څېړنې کمیسیون» جوړ کړي.
همدا راز دوی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم غوښتي چې پر طالبانو د اقتصادي او د سفر د بندیزونو په ګډون نور بندیزونه هم ولګوي.
د دې لیک لاسلیکوونکو همدا راز د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر طالبانو دې فشار راوړي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ پر سفر بندیز ختم کړي.
دوی همدا راز د ښځو او نجونو پر زده کړو اوکار د بندیز د لېرې کېدو او د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د مخنیوي له کنوانسیون سره سم د هغوی پر ټولنیز ګډون د هر ډول بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.
د دې لیک لاسلیکوونکو ویلي، چې ضروري ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان په وضعیت خبر وي او د دې هیواد د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره قاطعانه اقدامات وکړي.
دوی هیله ښودلې چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو چټک اقدامات وکړي او د دې سازمان په منشور او د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې د راغلو ارزښتونو ملاتړ وکړي.