د طبیعي ناورینونو د خطر کمولو نړیواله ورځ؛ یوناما د افغانستان د زیات ملاتړ غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (یوناما) د طبیعي ناورینونو د خطر کمولو په نړیواله د افغانستان څخه د نړیوال ملاتړ د زیاتیدو غوښتنه کړې.

یوناما ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «په ټول افغانستان کې لاهم وګړي د پرله پسې طبیعي خطرونو، چاپېريالي او اقليمي شوکونو له امله زیات تلفات ورکوي. د ناورینونو د خطر کمولو په نړیوالې ورځې موږ د وضعیت د ښه والي او ورسره د مقابلې په موخه د لا زیات نړیوال ملاتړ غوښتنه کوو.»

ملګرو ملتونو د اکتوبر ۱۳مه د طبیعي ناورینونو د اغېزو د کمښت نړیواله ورځ نومولې.

افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د سیلاب او زلزلې په ګډون د طبيعي خطرونو پر وړاندې سخت ځپل شوی او پر وړاندې یې ډېر کم چمتووالی لري
.
یو کال وړاندې د هیواد په لوېدیځ کې زلزلې د سلګونو تنو ژوند واخیست. همدا راز سږکال د پسرلي پرمهال سیلابونو د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې ګڼ تلفات واړول او پراخې ویجاړۍ یې پېښې کړې.

دا په داسې حال کې چې دا هیواد له اقتصادي کړکېچ او فقر سره هم مخ دی.