د هیواد په لوېدیځ فراه ولایت کې خلک وايي، چې په دې وروستیو کې دغلته د بېروزګارۍ، رواني ستونزو، نشه یي توکو ته د ازاد لاسرسي او د طالبانو د حکومت د بد چلند او نه پاملرنې له امله پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی.
د فراه ښار د درېیمي ناحیې یو تن هټۍوال ذبیحالله وايي، چې د بې کاري زیاتیدو له امله یو شمیر ځوانان په رواني نارغیو اخته شوي او د دې لپاره چې ځان ته لږ سکون ورکړي، بېلابېلې نشې کوي.
د هغه په وینا، په فراه ښار کې نشهيي توکي ډېر اسانه او ارزانه موندل کېږي، او د نشه يي توکو پر پېر او پلور هیڅ ډول بندیز نشته دی.
نوموړي وویل: «لته د پخوا په رقم نشه یي توکي ډیر اسانه پیدا کېږي، په هوټلونو او ښاري ټکسیانو کې یې خلک پلوري، پخوا همدغه خلکو د پولیسو حوزې ته پیسې ورکولې مګر اوس یې بیا طالبانو ته ورکوي او ازادانه خپل نشه یي توکي پلوري، څوک یې مخه نه نیسي.»
په فراه کې د روږدو کسانو د شمېر په اړه تازه شمیرې لا نه دي خپرې شوي، خو ۲۰۲۱ زیږدیز کال د خپرو شویو شمیرو له مخې دغلته د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زره ډېر کسان په نشهيي توکو روږدي وو، چې د کابل او هرات وروسته دریم ډېر معتاد لرونکی ولایت ګڼل کیده.
ورته مهال فراه کې پر نشه یي توکو روږدي کسان بیا وايي، غواړي چې نشه یي توکو پریږدي، خو په دې ولایت کې د امکاناتو د نشتوالي له امله د دوی معیاري درملنه نه کېږي.
واسع چې د فراه ولایت د معتادینو په روغتیایي مرکز کي له دوو میاشتو څخه بستر دی، وایي روغتون کې امکانات کم او درملنه یې ګټوره نه ده.
نوموړی زیاتوي: «درې میاشتې کېږي چې موږ دلته بستر شوي یو، څوک مو احوال نه اخلي، نه مو خوراک پر وخت دی نه سمه دوا راکول کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ خوراک او څښاک دې پر وخت راکړل شي، دوا دې سمه راکړل شي، یو کسب او کار دې را زده کړل شي.»
په نشه یي توکو یو بل روږدی نصرت الله هم له ورته ستونزي سرټکوي او وایي، چې په روغتون کي ورته کاپي اندازه خواړه او درمل نه رسیږي چې له کبله یې زیات شمیر روږدي کسان دغلته درملنې ته زړه نه ښه کوي.
نوموړي وویل : «زما دلته تر ۴۰ ورځې ډیر کېږي ولاکه یا دوا راکوي یا سم خوراک، دغسې رویه راسره کېږي لکه د یو بندي سره چې کېږي، په دغه خاطر ولاکه یو معتاد لا زړه ښه کړي چې دلته د تداوي لپاره راشي.»
فراه کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره یوازې یو مرکز شتون لري، چې د ۵۰۰ کسانو د درملنې ظرفیت لري او د درملنې پروسه پکې له ۴۵ ورځو تر درېیو میاشتو پورې وخت نیسي، خو د روږدو کسانو په وینا هغه ډول چې لازمه ده روغتون کې ورته بشپړ پام نه کېږي.
د دې مرکز یو تن ډاکټر د نوم نه یادولو په شرط وویل: «اوس په دې کيمپ کې ۴۸۲ نفره بستر دي، خو موږ د پنځه سوه نفرو امکانات ورته برابر کړي دي، مخکې زموږ سره USID او یو شمیر نورو خیریه بنسټونو او موسېساتو د درملو، خوراکي توکو او نورو تجهیزاتو مرستې کولې، خو اوس دغه مرستې ډیرې کمې شوي دي.»
دغه راز د دې مرکز د روحي برخې ډاکټر روح الله (مستعار) وایي، چې د امکاناتو او درملو د نشتوالي له کبله یو شمیر معتادین بیرته نشو ته مخه کوي؛ «موږ یوازې د محدود شمېر کسانو درملنه کولی شو، د ډېرو ناروغانو لپاره نه امکانات لرو او نه هم درمل، زیاتره ناروغان له دې امله بېرته په نشهيي توکو اخته کېږي، چې بشپړه درملنه یې نه کېږي.»
بلخوا په فراه او یو شمیر نورو ولایتونو کې طالبانو پر معتادینو د جزايي کړنلارې د عملي کولو لړۍ هم پېل کړې، چې د روږدو کسانو پر درملنه یې منفي اغېزې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د جزايي کړنلارې له مخې، معتاد ته د هغه د روغتیایي وضعیت په نظر کې نیولو سره له شپږو میاشتو تر یوه کال پورې د بند سزا ورکول کېږي.
دغه کړنلاره چې د ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو سترې محکمې خپره کړې د جزايي اجراتو د کړنلارې په نوم یادیږي؛ چې پکې معتادینو ته جزاوې د هغوی د روغتیايي وضعیت او د قاضي رایې په اساس ټاکل کېږي.
د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې په دې کړنلاره کې د روږدو کسانو سره د بد چلند پرځای هغوی سره درملنې هڅې ترسره کېږي، خو په فراه معتادین وایي، چې له دوی سره د یو مجرم په توګه چلند کېږي.
د فراه ښار یو معتاد چې د نوم له اخیستو ډډه کوي په دې اړه وویل: «موږ ناروغان یو، خو طالبان زموږ سره د مجرم په شان چلند کوي، دوی موږ په عام محضر کې وهي، زموږ لپاره دا ډېر سپکاوی دی، په همدې خاطر موږ روغتون ته نه ورځو.»
په نشه یي توکو روږدو کسانو له جملې څخه یې یو شمیر وایي، طالبان یې په رنجر موټرونو کي په وهلو او ټکولو حوزې ته بیایي، د غلا او نور تورونو له کبله ورسره وهل او ټکول کیږي، همدارنګه یو شمیر یې په وهلو روغتونو ته لیږدول کیږي چې ددې ستونزي له کبله ډیر شمیر په نشه روږدي کسان درملني ته زړه نه ښه کوي.
د نادر په نوم یو بل معتاد بیا وویل: «طالبان په رنجرونو کې راشي زموږ سره وهل او ټکول کوي، ځینې یې حتا په وهلو کې وژلي دي، هیڅوک حوزې او روغتون ته زړه نه ښه کوي هریو چي تللی بیرته راتښتیدلی، چې طالبان راشي هر یو د دې ځای څخه تښتي نورو ځایونو ته ځي.»
روغتیاپالان پر دې ټینګار کوي، چې د روږدو کسانو سره باید د ناروغ په توګه چلند وشي او درملنې ته وهڅول شي.
فراه ښار کې یو تن ډاکټر سراج وايي: «اعتیاد یوه ناروغي ده، او روږدي کسان باید د درملنې او اصلاح لپاره وهڅول شي، پر هغوی جزا عملي کول نه یوازې د هغوی د روغتیايي وضعیت خرابېدو سبب کېږي، بلکې د هغوی پر بشري حقونو هم سترګې پټول دي.»
د طالبانو لخوا د جزا ورکولو پالیسۍ د بشري حقونو او مدني فعالانو لخوا هم غندل شوې.
په فراه ولایت کې پخوانۍ مدني فعاله نرګس ارزو وايي: «معتادین د ټولنې زیانمن شوي خلک دي، دوی کې اکثره د ټولنې خواره او غریبه طبقه ده، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، دوی ته د سزا ورکول او د هغوی سپکاوی د هغوی حالت نور هم خرابوي، حکومتونه مکلف دي چې د هغوی د اصلاح لپاره زمینه برابره کړي.»
په فراه ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې د امکاناتو کموالی، د نشهيي توکو پلور او د روږدو کسانو سره د طالبانو بد چلند ټول د دې لامل شوي، چې معتادین د درملنې لپاره زړه ښه نه کړي. د فراه اوسېدونکي او دغلته روغتیایي کارپوهان پر دې ټینګار کوي، چې د روږدو کسانو د وهلو او سزا پرځای د درملنې امکانات باید زیات کړل شي، ترڅو د روږدو کسانو شمیر راکم شي.