د معلولینو نړیواله ورځ؛  یوناما: په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل له جګړې څخه پاتې توکي دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی د معاونت دفتر (یوناما) وايي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي.

یوناما نن (سې شنبه، ۱۳ د لیندۍ) لیکلي، په افغانستان کې د جګړې څخه پاتې توکي د معلولیت اصلي لامل دی، چې تر ټولو زیات یې ماشومان اغیزمن کړي دي.

د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې درې میلیونه وګړي د جګړې له پاتې شونو او چاودېدونکو توکو څخه په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

په افغانستان کې هر کال لسګونه کسان د ماینونو د چاودنې له امله مړه یا معیوب کېږي چې له جګړې څخه پاتې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت له دغې ډلې سره پر خپلو مرستو ټینګار کړی دی.

دغه دفتر لیکلي، چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي کسان اړینو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له پام وړ خنډونو سره مخ دي.