اطلاعات روز: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو د وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني او څو نورو کسانو وژل کېدل غندلي دي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ نن سهار (پنج شنبه، ۲۲ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې دا ټولنه ټول تاوتریخجن اعمال په کلکه غندي.
دغه راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر ويلي، چې د طالبانو پر کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت برید چې د دې وزارت د سرپرست په ګډون پکې څو تنه مړه او ژوبل شوي غندي.
یوناما نن ایکس کې پر خپله پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې «د ثبات په لټون د تروریزم لپاره هیڅ ځای نشته. موږ له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي کوو».
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني پرون په دې وزارت کې دننه په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د دې برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې واک ته د دې ډلې تر رسېدو وروسته په افغانستان کې وژل کېږي.
نوموړی له هغو طالب چارواکو څخه و چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل و.