د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې هره ورځ لسګونه کسان د کار په لټه راټوليږي او په دې تمه ناست وي چې ګوندې ورځنۍ مزدوري ورته پیدا شي. دغه کسان وايي، په دې وروستیو کې له یوې خوا کار کم شوی او له بلې خوا که ورته کار پیدا هم شي دومره کم مزد ورکول کېږي، چې ورځنۍ اړتیاوې یې نه پوره کوي.
دغه کاریګر چې ځینې یې پلنډیتوب او یو شمیر نور یې د بېلابېلو مسلکونو خاوندان دي، زیاتوي چې په بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوي او د ورځنۍ مزدورۍ د مزد کموالي له کبله یې کورنۍ اړتیاوې نه پوره کېږي، چې دې چارې یې له ژونده زړه تور کړی دی.
د دغو کسانو له ډلې یو یې عمر خوړلی عزیزالرحمن دی، چې پوره ۱۵ کاله يې په زرنج ښار کې پلنډيتوب کړی او د درانه بارونو وړلو له لارې يې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ ساتنه کړې. هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې اوس یې د کار ګټه وټه صفر ته ښکته شوې او د پخوا په څېر یې ګوزاره نه کېږي.
نوموړي وویل: «پخوا چې څومره پیسې ما د دې لارې څخه په لاس راوړلې د هغه وخت او د اوس وخت ترمنځ يې ډير زيات توپیر شته ځکه زموږ د لاس مزدوري د هغه پخوا په شان پر ځای پاتې ده، خو په ښار کې د ټولو توکو قيمتونه د پخوا په پرتله دوه برابره زيات شوي دي، څومره چې موږ هيلې لرو په هغه اندازه زموږ اړتياوې د دې لارې څخه نه پوره کېږي، موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ سره مرستې وکړي داسې مرسته دې راسره وکړي چې موږ د ډيرو پیسو په بدل کې کار پیداکړو.»
نيمروز کې د پلنډيانو ترڅنګ یو شمیر نور کاریګر هم د خپل ورځني عايد څخه ناراضه دي او وايي، چې د روزانې له لارې ګټل شوې پیسې يې کورنۍ اړتياوې نه پوره کوي.
سميع الله، چې په مرکز زرنج کې کاريګري کوي، وايي په اوونۍ کې يوازې ۴ ورځې ورته کار پیداکيږي او د هرې ورځې ګټه یې یوازې ۳۰۰ افغانۍ ده، چې په وینا یې دا پیسې نه شي کولای د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره کړي.
هغه وویل: «په ۷ ورځو کې ۴ ورځې روزانه پیدا کېږي ۳۰۰ افغانۍ د ورځې روزانه ده په ۳۰۰ افغانۍ هيڅ شی نه کېږي د کورونو کرايې د ژمي لپاره سون توکي، خوراکي توکي او ډيرې اړتياوي شته اوس يوه ۳ ليټره د غوړو د ډبي قيمت ۳۰۰ افغانۍ دی، موږ نه شو کولای چې په دغه پیسو خپل ضرورتونه پوره کړو.»
د نيمروز د اوسيدونکو په خبره، چې هیواد کې د ژوند د زياتو مجبوريتونو له امله دغلته يو شمير کسان اړ شوي چې يا ځان وژنه وکړي او ياهم پر قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ولاړ شي.
په زرنج ښار يو تن فعال ابراهيم حقمل وايي، هغه مرسته کوونکي بنسټونه چې په دې ولايت کې د اړمنو کورنيو په نوم مرستې کوي، مرستې يې اړمنو کورنيو ته نه رسيږي او ډيرې دغه ډول مرستې د واسطې پر اساس ویشل کېږي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «دلته چې د اړمنو په نوم مرستې کېږي هغه ټول پر واسطه وي او سخت فساد پکې موجود دی، کاري فرصتونه نشته کوم کاري فرصتونه چې دي ډيرې لږ پیسې يې په بدل کې مزدورکار ته ورکول کېږي، که خلکو ته د کار زمينه برابره شي او دومره پیسې د ورځې دغه روزانه مزدورانو ته په لاس ورشي چې د دوی د کورنۍ اړتياوې پوره کړي زه په ډاډ سره درته وايم چې هيڅوک به بیا نه پر قاچاقي لارو بهر ته ولاړ شي او نه به نورې ستونزې دلته پیدا شي.»
په ورته مهال نیمروز کې د طالبانو ځايي مسوولين بیا ډاډ ورکوي، چې هڅې يې روانې کړي چې په دې ولايت کې خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
په دې ولايت کې د اقتصاد رياست لپاره د طالبانو ریيس عبدالغفور حاجي مبارک د مرستو د ويش په برخه کې د فساد تورونه ردوي او وایي، چې د بشرې مرستو د ويش پرمهال ټوله پروسه د دغه رياست له لوري څارل کېږي او چاته د فساد کولو اجازه نه ورکوي.
د مبارک په خبره چې دوی به موسېسات وهڅوي، چې په دې ولايت کې خلکو ته زيات شمير کاري فرصتونه برابر کړي.
نوموړي وويل: «هره ځای چې مرستې ويشل کېږي زموږ کسان ورسره ملګري وي تراوسه موږ داسې څه نه دي ليدلي چې درغلي دې پکې شوې وي ځينو کسانو ته مرستې ورکول کېږي هغه داسې کسان وي چې غريبان وي مستحق وي، خو که څوک فساد کوي موږ اجازه نه ورکوو او کوښښ کوو چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، چې په افغانستان کې بشري عملیات د بودیجې له کمښت سره مخ دي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال لپاره د څه باندې درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دغه سازمان په وینا د غوښتل شوې بودیجې لږه برخه ورکړل شوې ده. د دوی په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونو ډېر خلک مرستو ته اړتیا لري.