کله چې د ۲۰۲۰ کال پرمهال د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له طالبانو سره د مذاکراتو په ترڅ کې هغه وخت د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل نو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر ایکس (پخواني ټویټر) ولیکل، چې «ځواک له تاسو سره دی، مګر خدای له موږ سره دی». پاکستان چې د جمهوریت د شلو کلونو پرمهال د افغانستان له لوري د طالبانو په ملاتړ تورنېده، په دې شیبه کې یې د خپل ملاتړ پایله لیدله او په دې توګه یې خپله خوشالي څرګنده کړه او پر دې ملاتړ یې هم اعتراف وکړ او له دې سره-سره هغه وخت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وویل، چې «افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه وشلول». د دوی دواړو په څرګندونو کې یو ورته والی دا و چې دواړو د طالبانو جګړه «سپیڅلې» وبلله او په دې توګه یې ښایي یوه هڅه دا هم وه چې په ځینو اذهانو کې له دوی څخه خپل ملاتړ هم توجیه کړي مګر داسې ښکاري چې دا «یارانه» مخ پر تریخېدو ده او د دواړو لورو لپاره په مخ کې سخت انتخابونه پراته دي چې باید یو ترې واخلي او راتلونکی مسیر تعین کړي.
د طالبانو او پاکستان اړیکې که پر دریو برخو د لومړي «امارت» دوره، د جمهوریت پر خلاف شل کلنه جګړه او د طالبانو اوسنی «امارت» ووېشل شي، نو زما په اند له دې دریو دورو څخه به د دوی ترمنځ د اړیکو تر ټولو ښه دور د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ دور و چې پاکستان هیڅ شکایت نه درلود او طالبانو هم هر هغه څه وکړل چې پاکستان غوښتل او ورته مطلوب و. د جمهوریت پر خلاف د جګړې پرمهال که څه هم پاکستان او طالبانو نږدې همکاري درلوده او د طالبانو اوسني چارواکي هم هر وخت په خپلو ویناوو کې پرې اقرار کوي او وایي، چې هغه «احسان» نه هېروي، مګر همغږي دومره زیاته نه وه لکه پاکستان چې یې تمه درلوده. همدا وجه وه چې پاکستان د طالبانو مشران او غړي وخت پر وخت نیول او ملا عبدالغني برادر یې هم د همدې ناهمغږیو او سرغړونو له امله زندان ته اچولی و. مګر بیا هم د پاکستان تمه دا وه چې که په افغانستان کې د یوه جمهوري حکومت پر ځای د طالبانو «امارت» راځي، نو د دوی ګټې به تر پخوا ډېرې ورسره خوندي شي او حد اقل دې اړخ ته به یې هم د هند د نفوذ مخه نیولې وي او هم به یې یو مخالف حکومت له منځه وړی وي.
که څه هم طالبان د پاکستان تر نفوذ او اغېز لاندې دي او د پاکستان په ملاتړ یې له جمهوریت څخه جګړه ګټلې، مګر تر پاکستان طالبانو ته خپل شتون او خپلې ګټې ډېري مهمې برېښي او طالبانو له پاکستان سره د تعامل په ترڅ کې او همدا راز د دې هیواد مخینې ته په کتلو سره دا زده کړي چې پر دې هیواد باور نه شي کولای او په عین حال کې پاکستان هم د طالبانو له زیاتې خپلواکۍ وېره لري او تل یې هڅه کړې چې هغوی تر خپل کنټرول لاندې وساتي او ان د طالبانو ترمنځ یې د درز پیدا کولو هڅه کړې، تر څو یې د بېل او اېل کړنلاې له مخې د ځان تابع وساتي مګر طالبانو ته د پخوانیو مجاهدینو بر خلاف خپل وحدت ساتل سره کرښه ده او په هیڅ صورت هم تیار نه دي چې په خپل منځ کې دننه داسې انتشار ته اجازه ورکړي او په دې لړ کې یې وخت پر وخت ځپونکي اقدامات کړي دي او ان د خپل مشهور قومندان ملا داد الله کورنۍ یې د همدې انتشار پیدا کولو له امله وشړله او ورور یې ورته وواژه. اوس چې طالبان په یوه حکومت بدل شوي، نو پر پاکستان د نه باور کچه یې نوره هم لوړه شوې او ان وېره یې ترې پیدا شوې. په نړیوالو اړیکو کې د ریالیزم د تیورۍ له مخې نړیوال نظم انارشیک دی او دولتونه هیڅکله هم پر یوه-بل باور نه کوي او وېره یې دا وي چې ښايي اوسنی دوستانه او سولییز چلند په راتلونکې کې بدل شي. له همدې وجې هر یو د خپل دوام لپاره بېلابېلې هڅې کوي او طالبان هم د همدې اصل له مخې غواړي چې په واک کې پاتې شي او په دې لړ کې د پاکستان پر ارادو بې باوره دي او غواړي چې پر دې هیواد د فشار ساتلو لپاره یو نه یو ابزار ورسره وي او هغه ټي ټي پي ده.
که څه هم طالبان ټي ټي پي د پاکستان پر خلاف د فشار د یوه انتخاب په توګه ساتي، مګر کیسه تر دې یو څه نوره هم ژوره ده. دا دواړه ډلې له دې پرته د یوې ژبې ویونکي، د یوه قوم خلک او د یوې ایډیولوژۍ لارویان دي. دا تړاوونه د دې لامل شوي چې هره ډله په یوه بله ډله کې دننه پراخ نفوذ او ملګرتیاوې ولري. اوس که طالبان د ټي ټي پي پر خلاف اقدام کوي، نو باید پر دې ټولو تړاوونو پښې کښېږدي او دا کار نه هم د سیمهییز کلتور او نه هم د هغې ایډیولوژۍ له مخې توجیه لري چې دا خلک ورباندې راټول دي او که احیانا داسې کوم اقدام هم کوي، د طالبانو مشران د خپلو سرتېرو له نارضایتۍ وېره لري او دا نارضایتي ښایي په ډېرو بڼو راښکاره شي او ان ښایي د طالب مشرانو ژوند ته خطر را پیدا کړي.
مګر د پاکستان لپاره د دواړو ډلو لپاره دا تړاوونه مهم نه دي او نه یې پر تحلیل وخت ضایع کوي، د هغوی لپاره مهمه داده چې ټي ټي پي باید په پاکستان کې له جګړې لاس واخلي او ان دا چې طالبان باید د ټي ټي پي ټولو جنګیالیو او د هغو کورنیو ته په افغانستان کې د ژوند امکانات برابر کړي او همدلته یې مېشت کړي. ښایي طالبان دا انتخاب ومني، مګر د ټي ټي پي لپاره هیڅکله هم دا یو انتخاب نه دی، هغوی نه یوازې دا چې د خپلې خاورې او خپل اختیار له داعیې نه ورتېرېږي، بلکې د انتقام حس هم لري او وایي، چې د پاکستان پوځ دوی وژلي او نور د دوی لپاره له جګړې پرته بله لار نشته. له دې سره-سره د «اسلامي نظام» ایډیولوژیک سون توکي هم دا لمبې بلې ساتي.
له طالبانو اوس د پاکستان وېره دوه چنده شوې، ځکه نه یوازې دا چې طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي بلکې داسې هڅې کوي چې د پاکستان مخالفو قوتونو لکه هند ته هم ځان نږدې کړي او یا حد اقل ورسره د پاکستان له نفوذه دباندې اړیکې ولري. په دې لړ کې د پاکستان تر ټولو لویه اندېښنه داده او بیانوي یې هم چې ټي ټي پي د افغانستان له لارې د هند وسلې او پیسې ترلاسه کوي او په پاکستان کې دننه هم ټي ټي پي عادي سرخوږی نه دی بلکې ورځ په ورځ قوي کېدونکی ځواک دی او د هغوی پر وړاندې د پاکستان د پوځ تلفات مخ پر لوړېدو دي. د همدې وروستیو ترینګلتیاوو په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) خپله سره کرښه وبلله چې باید د افغانستان طالبان یې له ملاتړه لاس واخلي. په دې توګه یې طالبانو ته انتخاب ورکړ چې یا به له ټي ټي پي سره درېږي او یا له دوی سره او طالبان هم باید حد اقل په پټه خپلې سرې کرښې تعین کړي چې په هر قیمت د ټي ټي پي ملاتړ کوي او که په هیڅ صورت هم له خپل ملګري پاکستان سره دښمني نه غواړي.
کله چې خبره د هر لوري د انتخابونو تعین ته درېږي، نو هیڅ لوري ته هم انتخابونه دومره ساده نه دي. که پاکستان دې پایلې ته رسېږي چې افغان طالبان په هیڅ صورت هم د ټي ټي پي له ملاتړه لاس نه اخلي، نو پوښتنه داده چې پر وړاندې به یې پالیسي څه وي؟ ایا یوازې د پکتیکا د برمل په څېر هوایي بریدونه؟ دغسې بریدونه په رښتيا هم د افغانستان په داخل کې د طالبانو اعتبار او حیثیت زیانمنولای شي، مګر تېرو تجربو ته په کتلو سره داسې څرګندېږي چې د پاکستان دې پالیسۍ په پاکستان کې دننه ګټه نه ده کړې بلکې ټي ټي پي له دغسې حالته راوتلې او بیرته قوي شوې ده او نه هم ښایي افغان طالبان له دې ویرې د ټي ټي پي تر ملاتړ تېر شي چې په راتلونکي کې به دغسې بریدونه نور هم زیات او پراخ شي ځکه له هر برید سره په کور دننه او هم د طالبانو ترمنځ د پاکستان پر وړاندې قهر زیاتېږي او له دې سره شونتیا داده چې ښایي ټي ټي پي د پخوا په پرتله ډېر قهرېدلي جنګیالي خپلو لیکو ته جذب کړي. د بې باورۍ په دغسې مبهمه فضا کې د دې کشالې حل د زور په استعمال کې نه ښکاري او له روان وضعیت څخه داسې په ډاګه کېږي چې دا ښایي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ناکامې شوې ډیپلوماسۍ پایله وي. داسې ښکاري چې وضعیت ښایي نور هم ترینګلی او کړکېچن شي او په دې صورت کې سترګې سیمهییزو قوتونو ته اوړي، ښایي د هغوی ښکېلتیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ د فضا په کمولو کې مثبت اغېز ولري خو بیا هم د ټي ټي پي د برخلیک په تړاو د پاکستان ګونګه او یا هم پر زور ولاړه پالیسي چې پاکستان د زور له لارې د ټي ټي پي پر ماتولو باور لري، د جګړې لمبې د ګټونکي اړخ د تعین تر وخته بلې وساتي.