Photo: sent to Etilaatroz

بکارت؛ د ژوند او مرګ ترمنځ پرده

د تخار له چاه‌اب ولسوالۍ څخه د تازه ۱۷ کلنې ناوې حسنا د ګډ ژوند پیل د ټولنې د یوه پخواني او سختدریځي رسم قرباني شو. د واده په شپه یې خوښۍ او خوشالۍ سره مله وه، خو د واده سهار یې له وېري او نفرته ډک و.

د کلي دوو سپین سرو ښځو د سیمې له دود سره سم د واده لومړۍ شپه له حسنا سره تېره کړه او ادعا یې وکړه چې د باکره‌توب د یوې نښې په توګه په وینو لړلی دستمال نشته. دا ادعا کافي وه چې په کلي کې اوازې خپرې شي او حسنا تورنه شي چې باکره نه ده.

هغه تور چې په دې ټولنه کې لوی پېغور ګڼل کېږي او په دې سره یې د حسنا برخلیک له تراژیدۍ ډک کړ. د مېړه او د هغه د کورنۍ د خپلوانو فشارونه او تورونه د دې لامل شول چې اخر هم دا له دوی څخه د یوه خپلوان په لاس یوه نیمه میاشت وړاندې ووژل شي؛ هغه هم یوازې له دې کبله چې که یې د زړو ښځو پر دستمال وینه وای، نو دې چارې کولای شوای د دې برخلیک بل لوري ته تغییر کړي.

ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې حسنا شاوخوا یو کال وړاندې له رضایت پرته د خپل پلار له لوري په نږدې خپلوانو کې د حاجي دلاور په نوم یوه هلک ته ورکړل شوه. د حسنا یوه خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل چې د ورکړې پرمهال حسنا او مور یې د دې واده مخالفې وې، خو پلار یې پرېکړه کړې وه.

دې سرچینې وویل: «حسنا ۱۷ کلنه وه او تر مرګ لس ورځې وړاندې یې د واده مراسم و او د مېړه کور ته ولاړه. له ځایي دود سره سم، دوې زړې ښځې ورسره د مېړه کور ته ولاړې. یوه ورځ وروسته دې دوو ښځو ادعا وکړه چې حسنا باکره نه ده او دا خبره د کلي د خلکو تر غوږ پورې ورسېده.»

د حسنا د مېړه کورنۍ دا تورنه کړه چې د کلي له یو هلک سره اړیکه لري. دا تور د دې لامل شو چې د حسنا ماما بسم الله هغه په ډزو ووژني.

د سرچینې په وینا: «کله چې دا خبر بسم الله ته ورسېد، هغه د سې‌شنبې په ورځ (د لړم اتمه) شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د حسنا د مېړه کور ته ورغی او هغه یې د توپنګچې په ډزو ووژله او د وتلو پر وخت یې د زوم ۱۳ کلن ورور چې پر لاره را روان و، هم وواژه.»

دې دوو وژنو د طالبانو پاملرنه را جلب کړه. د تخار په درقد کې د طالبانو ولسوال مولوي عبدالقادر د حسنا د «بکارت پردې» نه لرلو ادعا رد کړې او اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې ویلي: «زموږ له څېړنو سره سم، حسنا پخوا له چا سره اړیکه نه درلوده او پرې لګول شوي تورونه بشپړ ناسم دي.»

ده پسې وويل: «دا یوه کورنۍ پېښه ده. کومې ښځې چې له ناوې سره په لومړۍ شپه وې، هغوی اوازه ګډه کړه چې دې ګواکې له بل چا سره اړیکه درلوده. موږ څېړنه وکړه او معلومه مو کړه چې له کوم چا سره د حسنا اړیکه ښودل کېږي، هغه ۱۴ کاله وړاندې ترکیې ته کډوال شوی. هغه وخت حسنا یوازې څلور کلنه وه او دا تور په بشپړه توګه بې بنسټه دی.»

همدا راز مولوي عبدالقادر تایید کړه چې د حسنا ماما بسم الله نیول شوی او د طالبانو په بند کې دی.

له کوره شړل

د یوه ډاکټر په همکارۍ مو یوه داسې ښځه را پیدا کړه چې د «بکارت پردې» نه لرلو له امله مور او پلار څلور کاله وړاندې له خپله کوره شړلې ده. دا اوس د تالقان ښار په شاوخوا کې د یوې ښځینه ډاکټرې په کور کې ژوند کوي او د ژوند داستان یې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د یوې قرباني شوې ښځې بېلګه ده.

مریم ۲۶ کلنه ده او د تخار د مرکزي ښار تالقان اصلي اوسیدونکې ده. نوموړې اوسمهال د یوې مشهورې ښځینه کارمندې په معاینه خانه کې د اداري کارمندې په توګه کار کوي. دې له اطلاعات روز سره په خبرو کې د خپل ژوند تریخ برخلیک داسې بیان کړ: «ما څلور کاله وړاندې د خپل کاکا له زوی سره واده وکړ. دا واده د واده په اوله شپه ختم شو او زما ژوند یې هم د تل لپاره تیاره کړ. مېړه مې تورنه کړم چې باکره نه یم. دواړه ډاکټر ته ولاړو. معاینه مو وکړه او معلومه شوه چې ما جنسي اړیکې نه دي نیولي او زما نجلۍ‌توب (د بکارت پرده) سالمه ده خو مېړه مې ونه منله او ماته یې طلاق راکړ.»

دا چې ځان د ټولنې د دودیزو باورونو قرباني بولي، د خپل واده په اړه یې وويل: «پلار او کاکا مې په خپل پلرني کور کې ژوند کوي. زه او د کاکا زوی وحید واړه سره را لوی شوو او یو-بل مو ښه پېژندل. د کورنۍ په غوښتنه مو واده وکړ، خو تر واده وروسته مو په لومړۍ شپه بدمرغي پیل شوه. مېړه او د هغه کورنۍ زه تورنه کړم چې باکره نه یم او ویې ویل چې باید سره بېل شو.»

تر دې پېښې وروسته مریم له خپل مور او پلار سره خبرې وکړه او له هغوی یې د ملاتړ غوښتنه وکړه، مګر نه یوازې یې ملاتړ ترلاسه نه کړ، بلکې له کوره هم وشړل شوه. دې په دې اړه وویل: «پلار مې زه له کوره وایستم او ویې ویل چې نور زه ستا په نوم لور نه لرم. زه اړه شوم چې د ښځو د چارو ریاست ته ولاړه شم او یو څه وخت په امن کور کې ژوند وکړم، خو کله چې طالبان تالقان ښار ته راغلل، بیا اړه شوم چې د پلار کره ولاړه شم مګر بیا یې هم راته د ورتګ اجازه رانه کړه.»

مریم د ښځو د چارو د یوې کارمندې په همکارۍ یوې ښځینه ډاکټرې ته معرفي شوه او اوس د هغې په کور کې ژوند کوي او د هغې په معاینه خانه کې اداري چارې مخته وړي. که څه هم دا توانیدلې چې د دې ډاکټرې ملاتړ ترلاسه کړي، خو تر اوسه هم له خپلو پخوانیو ترخو خاطرو کړېږي.

مریم د تخار د دولتي پوهنتون له اقتصاد څانګې فارغه ده، خو حرفوي او ټولنیز ژوند یې د ټولنې د سنتي باورونو او د بکارت د مسئلې په تړاو د ناسمو افکارو له کبله ختم دی. دا په دې اړه وایي: «زموږ په ټولنه کې د بکارت د پردې په اړه کم پوهاوی شته او همدا د دې لامل کېږي چې نجونې قرباني شي. زموږ خلک د نجونو د بکارت پردې ته زیات ارزښت ورکوي او د بکارت پردې درلودل د پاک لمنۍ، غرور او ویاړ نښه بولي. که یوه نجلۍ تر واده وړاندې له یو چا سره جنسي اړیکه ولري او یا یې په اړه همدا ګومان را پیدا شي، نو سپکاوی یې کېږي او پایله یې داسې وي لکه زما برخلیک.»

دې پسې وویل: «اصلي دلیل دادی چې نجونې تر واده وړاندې ډاکټر ته نه ځي ترڅو وپوهېږي چې باکره دي او کنه. د پوهاوي نشتون او د بکارت پر مسئلې بې ځایه ټینګار، د ډېریو ژوند خراب کړی دی. حتا که نجلۍ بې ګناه هم وي، شونې ده چې د اوازو او تورونو قرباني شي، لکه څرنګه چې له ما سره وشول.»

د مریمې برخلیک یوازې له لسګونو مواردو څخه یو دی چې ښيي څرنګه دودیز باورونه، د پوهاوي نشتون او ناسم قضاوتونه کولای شي د افغانستان په سنتي ټولنه کې د ښځو ژوند له نابودۍ سره مخ کړي.

د طالبانو له حاکمیت وړاندې د کورني تاوتریخوالي له کبله شړل شوې ښځې په امن کورونو کې ساتل کیدې/ تخار ولایت کې امن کور. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د وینې نشتوالی

په تالقان کې د ښځینه ناروغیو یوه متخصصه ډاکټره د بکارت پردې په اړه دودیز باورونه ننګوي او وایي چې د بکارت پرده په حقیقت کې یوه داسې نرۍ پرده ده چې په ځینو نجونو کې د پیدایښت له وخته نه وي او همدا راز کېدلای شي په ځینو مواردو کې دا پرده دومره پنډه وي چې ښایي تر جنسي نږدیوالي وروسته هم پرې نه شي او یوازې د ډاکټر د مداخلې او یا هم زېږون پرمهال ختمه شي.

دې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «بکارت پرده بېلابېل ډولونه لري. په طب کې د بکارت د پردې پنځه ډولونه پېژندل شوي دي: دوه سوري لرونکې پرده، «غربالي» پرده، تړلې پرده، دوه تکه‌يي پرده او ارتجاعي پرده. ارتجاعي پرده ښایي تر جنسي اړیکې وروسته هم بیرته خپل لومړني حالت ته وګرزي او له همدې وجې په معاینه کې ځينې پردې هماغسې په خپل شکل لیدل کېږي.»

دا ټینګار کوي چې ځيني پردې د جنسي اړیکو نیولو پر وخت وینه نه کوي او همدا مسئله په سنتي ټولنو کې کولای شي ستونزې را پیدا کړي.

دا متخصصه د خپلو مراجعینو یوه خاطره بیانوي: «یو څو میاشتې وړاندې یوه ناوې زما معاینه خانې ته راغله. ښځې سخت ژړل او مېړه یې په غوسه و او ویل یې چې ښځې یې خیانت کړی دی او باید ووژل شي. تر معاینې وروسته معلومه شوه چې ښځې خپله لومړنۍ جنسي اړیکه له همدې سړي سره نیولې او باکره ده. خو بیا هم مېړه باور نه کاوه او له ما یې غوښتل چې لیکلی ثبوت ورکړي. دا چې زموږ په هیواد کې د بکارت ازموینه ممنوع ده، نو هغوی مې محکمې او دولتي روغتون ته ولېږل.»

دا زیاتوي چې یوازې په تېره میاشت کې نهه نجونې د بکارت د معاینې لپاره ورته راغلې دي. دا معاینات یوازې د نجونو او د هغو د کورنیو په رضایت سره کېږي، ترڅو د لویو ستونزو مخنیوی وشي.

دا باوري ده چې د بکارت پردې په اړه د بشپړ پوهاوي نشتون د تاوتریخوالي، طلاق او حتا وژنې په څېر د مشکلاتو اصلي عامل دی. دا زیاتوي: «ډېری کورنۍ له علمي پوهاوي پرته نجونې د سنتي باورونو قرباني کوي. کورنۍ باید تر واده وړاندې له وېرې او شرم پرته نجونې ډاکټر ته بوزي، ترڅو د داسې ناورین مخه ونیول شي.»

د طالبانو له لوري د بکارت د پردې غیر قانوني ازموینه

په افغانستان کې د طالبانو د بیا حاکمیت پرمهال د بکارت د پردې د ازموینې موضوع په غیر قانوني او د محکمې له حکم پرته په یوه عام دود بدل شوی دی. په تخار کې د طالبانو د استخباراتو مسوولین، پولیس او امربالمعروف له هر ډول قانوني جواز پرته په خپلسرې توګه او تر فشار لاندې له نجونو او ښځو دا ازموینه اخلي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښیي چې په تخار کې طالب چارواکي هغه ښځې او نجونې چې په بېلابېلو تورونو یې نیولې وي، د بکارت د پردې ازموینې کولو ته اړ کوي. د تخار په دولتي روغتون کې د عدلي طب په برخه کې یوې باوري سرچینې په دې اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «طالبان هره اخلاقي قضیه او جنسي تېری د ارزونې لپاره عدلي طب ته راوړي او د دې څانګې د کارمندانو په تهدیدولو سره له هغوی غواړي، ترڅو دا ازموینې ترسره کړي. له کومه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی، ټول موارد د محکمې له حکم پرته موږ ته راجع کېږي او موږ یې په اجرا کولو اړ یو.»

دې سرچینې زیاته کړه، چې په ډېری مواردو کې چې ښځې او نجونې د نامشروع اړیکو او یا هم له کوره د تېښتې په څېر تورونو سره نیول کېږي، اړې کېږي چې دا ازموینې وکړي. دا چارواکي له هغوی سره سخت چلند کوي، په خاص ډول هغه وخت چې دا ښځې د بکارت د ازموینې له ورکولو انکار کوي.

سرچینې وویل: «له یوه کال راهیسې چې زه دلته کار کوم، ډېری ښځې او نجونې چې د نشه يي توکو د پلور، نامشروعو اړیکو او له کوره د تېښتې په څېر بېلابېلو جرمونو په تور نیول کېږي، د بکارت د پردې ازموینې ورکولو ته اړې کېږي.»

په پخواني حکومت کې د ښځو په چارو کې د حقوقي چارو مشاورې زینب له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي، چې د بکارت د پردې اجباري ازموینه نه یوازې دا چې غیر ضروري ده بلکې د نجونو د ژوند لپاره منفي او نه جبرانېدونکې پایلې لري. دا وایي: «د بکارت اجباري معاینات چې اوسمهال په تخار کې د طالبانو له لوري له نیول شویو ښځو اخیستل کېږي او یا هم بل هر څوک چې دا کار کوي، په واقعیت کې یو غیر انساني، ظالمانه او سپکوونکی چلند دی او باید مخنیوی یې وشي. طالبان هم باید دا کار ونه کړي.»

د ښځینه حقونو دا فعاله زیاتوي چې د بکارت د پردې ازموینه نه یوازې دا چې په ټولنه کې د شته ناسمو باورونو پر اساس اخیستل کېږي، بلکې کولای شي د نجونو لپاره سختې او جدي ستونزې را پیدا کړي؛ «د بکارت پرده چې زموږ د خلکو په اند د واده په شپه یې نښه وینې دي، دا په بشپړه توګه ناسمه ده. دا تصور چې د واده په شپه وینې توییدل د نجلۍ د پاکوالي دلیل دی، نه یوازې علمي نه دی بلکې د نجلۍ انساني حقونه سخت زیانمنوي.»

هغې وویل، چې د افغانستان په ټولنه کې د بکارت د پردې لرل د نجونو لپاره د یوه حیاتي ارزښت په توګه پېژندل کېږي او دا مسئله کولای شي د هغوی پر ژوند ویجاړوونکې اغېزي ولري؛ «زموږ په ټولنه کې د نجونو لپاره د بکارت د پردې لرل نه یوازې دا چې ډېر مهم دي، البته که یې معاینات منفي وي، شونې ده چې له امله یې نجونې ووژل شي، یا هم طلاق ورکړل شي، یا هم د عمر تر پایه په کور کې پاتې شي او خلک ورسره له سپکاوي ډک چلند وکړي.»

زینب ټینګار کوي چې دا ټولنیز فشارونه نه یوازې ښځې په رواني توګه زیانمنوي، بلکې کولای شي راتلونکی یې له منځه یوسي؛ «دا فشارونه د دې لامل کېږي چې ډېری نجونې د دې سختو شرایطو پر وړاندې د هیڅ ملاتړ احساس ونه کړي او اخر یې هم ژوند له خطر سره مخ کېږي.»

د حسنا او مریم کیسې چې هره یوه یې د بکارت د پردې له ناعادلانه ازموینو او د هغو له پایلو سره مخ شوې دي، دا په واقعیت کې د ټولنیزو او کلتوري فشارونو پر وړاندې د افغانستان د ښځو د شته ننګونو یو څو بېلګې دي. حسنا د هغه تور له امله ووژل شوه چې پر دې لګېدلی و، مګر نادیه سره له دې چې د بکارت پرده یې سالمه وه، خو د کورنۍ له خوا وشړل شوه او له تبعیض او سپکاوي سره مخ شوه.

د ښځو د حقونو مدافعین په دې اند دي چې دا ترخې تجربې د فرهنګي او ټولنیزو پېچلتیاوو څرګندونه کوي، هغه چې د ښځو پر ژوند اغېز کوي او اړتیا داده چې پر اساس یې په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره په لیدلورو او قانوني سیسټمونو کې اساسي اصلاحات راشي.

یادونه: له چا سره چې مرکې شوې دي، د هغوی نومونه مستعار دي.